17/06/2026
دا خواږه ځوانان د هلمند پوهنتون د اقتصاد پوهنځي هغه محصلان دي، چې نن ورځ يې وروستۍ ازموينه او وروستۍ رسمي ورځ وه دې پوهنتون کې. دوی فارغ شول الله تعالی دي د ټولنې خادمان جوړ کړي او ستر ذات دي کاري فرصتونه ورته پيدا کړي، چې سبا له خپل کړې تحصيل ګټه واخيستلای شي.
#هلمند
#پوهنتون
#محصلان
#محصل
📸 Habibullah Karimi
17/06/2026
د کابل پوهنتون نن ورځ له نورو متفاوته ورځ وه، کومه کې چې د پوهنتون د ټولو ټولګيو ممتاز او نماينده محصلان وستايل شول. نوموړې محصلان په بېلابېلو بېلابېلو معنوي او مادي ډالۍ نازول شوي، ټولو ته دي مبارک وي!
تاسو هم داسې څوک پېژنئ چې خپل پوهنتون کې مو اول نمره، دويم نمره او يا درېيم نمره ځيرک او مستعد محصل وي؟
#کابل
#پوهنتون
#محصلان
17/06/2026
د هېواد په ډېرو پوهنتونونو کې بدل اعاشه حواله شوه او پاتې هم ان شاء الله حواله کيږي!
له وزارت څخه ډېره مننه چې زموږ غږ يې واورېد!
17/06/2026
دا لاندې انځورونه کې خواږه ځوانان د شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو انګلیسې څانګې ځيرک محصلان دي چې کاپیسا ، پنجشیر او پروان ولایتونو ته په علمي سیر تللي.
هېله ده چې له دې معنوي سفر څخه اعظمې استفاده وکړي او له ځانونو سره ډېر څه يوسې.
📸Hamdullah Afgar
16/06/2026
د پنجشیر پوهنتون استادانو او محصلینو د خپل علمي سفر په لړ کې خوست ولایت ته د سفر پر مهال د ځاځي میدان ولسوالۍ وګړو د امن، سولې او مېلمه پالنې په فضا کې د هغوی تود هرکلی او کوربتوب وکړ.
دغه ډول علمي سفرونه د هېواد د تاریخي، فرهنګي او طبیعي ارزښتونو د پېژندنې ترڅنګ د ځوانانو ترمنځ د یووالي، همکارۍ او متقابل تفاهم د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک بلل کېږي. ځاځي میدان ولسوالۍ وګړي او ځوانان وايې موږ د خپلو قدرمنو مېلمنو په کوربتوب ویاړو او ټولو استادانو او محصلینو ته د لا زیاتو بریاوو هیله لرو.
16/06/2026
د کابل پوهنتون د سهارنۍ ښکلي وږمې، د محصلانو ذوقي شور، د زده کړو مينه او د علم خوږې هيلې، د پوهنتون فضا لا زړه راښکونکې او دلپذيره کړې ده.
16/06/2026
جلا وطنه استاد حبیب الله رفیع بېرته هېواد ته راستون شو.
د هېواد پیاوړی تاریخ پوه، لیکوال، څېړونکی او فولکوریست، حبیب الله رفیع د جمهوري ریاست له سقوط وروسته په کاناډا هېواد کې د جلا وطنۍ شپې ورځې تېرولې، چې سخت ناروغه شوی هم و.
نوموړی نن سهار له کاناډا څخه بېرته کابل ته راستون شو او هیله یې څرګنده کړې، چې دلته به روغتیا ومومي.
16/06/2026
د کابل طبي پوهنتون ځوان ډاکټر صاحبان 😍
هېله ده آينده کې د وطن او وطنوالو د دردونو ته دوا شي.