اړین نصیحتونه.
په اسلام کې د ژوندانه اداب
السلام علیکم ورحمه ، مرحبا بکم الی صفحتنا . شکرا منکم ،
*په اسلامي هيوادونو کې د جاهليت د زمانې تاثرات*
په ډير تاسف سره بايد ووايو، چې نن ورځ اکثره اسلامي هيوادونه او مسلمان
ملتونه د غرب د فکري استعمار تر تاثير لاندې راغلې دى او له اسلام څخه
وړاندې د جاهليت زمانه لمانځي او هغه پخوانې ناروا رواجونه او عادات بيرتهراژوندي کوي او دا کوښښ کوي، چې د جاهليت له مشرانو او پاچاهانو څخه د
تاريخي شخصيتونو او مفکرينو په نامه يادونه وکړي، ددوي په اند د جاهليت
زمانه يوه طلايي دوره وه چې اسلام دغه هيوادونه او ملتونه ترې محرومه کړي
دي.
درنو لوستونکو لږ فکر وکړئ! او د انصاف نه کار واخلئ، چې ايا دا ډول انګيرنه
او فکر د طبيعت خلاف نه دى؟ ايا دا ډول غلط استدلال له اسلام څخه د ناخبرتيا او
ناپوهى دليل نه دى؟ ايا دا د پيغمبر عليه السلام په سپيڅلي حريم کې بې احترامي
نه ده؟
رښتيا چې هم دا ډول فکرونه ددې ښکاروندوي کوي، چې د کفر او جهالت بدي او
قباحت مکمل له زړونو وتلى نه دى، کفر ورته هيڅ کفر نه ښکاري او جهل ورته
جهل نه ښکاري.
حقيقت دا دې چې داسې بې بنسټه او بې بنياده خبرې له خولې څخه راووځي، چې
له يوه دينداره مسلمان نه يې هيڅکله تمه نه کيږي، د انسان زړه لړزوي او په
ويره کې يې اچوي، داسې نه چې ددغه زهرجنو افکارو له امله د اسلام او ايمان
له سپيڅلي نعمت څخه بې برخې نشم او د قادر رب د قهر او غضب وړ ونه ګرځم،
دنيا او اخرت به مې برباد شي.
الله تعالی فرمائي:
(َد هغه کسانو په لور ميلان مه کوئ، چې ظلم يې کړى، چې تاسې ته به هم اور در
ورسي او له الله تعالى پرته تاسې لپاره دوست نشته بيا به له تاسې سره مرسته ونه شي.)
دمفکراسلام مولانا سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله تعالي له رسالې(دځوان نسل فکری روزنه) څخه
*د ديموکراسۍ عَلمبرداران ولې د شرعي نظام د مخالفت نارې وهی
دا ځکه چې بيا به د غلا ، رشوت ، د بيت المال د هر قسم تالان او چو مخنيوی وشي ، مالدار به نشي کولای چې د جرم د سزا پر ځای پسې ورکړي ، د پيسو په زور باندې حق باطل او باطل حق وګرځوي .
دا ځکه چې بيا سودي اقتصادي نظام نسکور شي هغه نظام چې يوازې د مالدار پيسې به د کوم کار او تکليف پرته نورې پيسې زږوي خو فقير او فقير ولس به د فقر له پاسه فقر زغمي .
ځکه چې بيا به د شرابو چښل نه وي ، د بيګانه ښځو او نجونو سره به څنګ پر څنګ په علمي مراکزو ، دفترونو کې اوسيدل ، ملګري او عشق بازي نه وي او د بل د ناموس پر وړاندې به هغه څه نه وي کوم چې اوس دي.
ځکه چې بيا به صوت شيطان او لښکر شيطان نسکور شي ، هغه کسان چې په پوره جرأت سره د خلکو د ديني او اخلاقي ارزښتونو نړول او ويجاړول غواړي .
ځکه چې بيا به فاحشه خانې نه وي او د بهرنيو هيوادونو څخه به د فاحشو ښځو قاچاک بند شي کوم چې د دغې فحشاء په عوايدو کې لوی لوی کسان لاس لري.
او بلاخره به د ديني او اخلاقي ارزښتونو څخه خالي بې قيده او بې واکه آزادي نه وي ، داسې آزادي چې غواړي خلک له ټولو ديني او اخلاقي ارزښتونو څخه آزاد کړي .
خو د پورته ذکر شوي فساد ، شرارت او شيطانت په بدل يې څه شی له لاسه ورکړي دي ؟
۱- هر ډول امن او سکون .
۲- ديني او اخلاقي ارزښتونه .
۳- عزت او شرافت .
۴- حق او عدالت .
۵- استقلال او آزادي .
نو آیا تاسې خپل امن او سکون ، ديني ارزښتونه ، حق او عدالت ، استقلال او ازادي په همداسې خسيسو حرامو شیطاني څيزونو خرڅوئ ؟
خو پوه شئ که تاسې يې خرڅوئ نو مسلمان ولس يې نه خرڅوي .
دا د مسلمانانو وطن دی ، د اسلام خاوره ده ، او وطن د هر کافر او طاغوت لپاره قبرستان دی .
نو آیا تاسې دومره نه پوهيږئ چې اسلام او مسلمانان څه غواړي ؟
دږرې درلودل په قران کی:
ږره پرېښودل دانبیاء علیهم الصلاة والسلام سنت ده، لکه کله چی حضرت مو سی علیه السلام دطورغره څخه راغی، اودتورات لوحې ورسره وې،اودلته سامری دحضرت موسی علیه السلام په نه شتون اوپه غیاب کی یوسخندرګی جوړکړی اوبنی اسرائیلودسخندرګی عبادت کاوه، نوموسی علیه السلام حضرت هارون علیه السلام ترږرې اوسر ونیوی، چی هارون علیه السلام په ځواب کی ورته وویل:
قال یبنؤم لاتاءخذبلحیتی ولابراءسی۔ ( سورت طه 94)
ژباړه: وویل (هارون) ای ځویه دمورځمامه نیسه ږره ځمااونه (وېښتیان )دسرځما
ټولوانبیاء علیهم الصلاوة والسلام ږرې درلودې، اوټول انبیاء علیهم الصلاة والسلام دلوی څښتن تعالی جل جلاله غوربندګان وه، اوبله داچی په حدیث شریف کی راځی چی لس فطری شیان دی، چی په هغوکی ږره هم شامله ده، چی داثابته شول چی ټول انبیاء علیهم الصلاة والسلام ږرې درلودې، اوداوهرمسلمان ته ضروری ده چی دانبیاء علیهم الصلاة والسلام پرمبارکوکړونواوطریقوباندی پښې کښېږدې، چی ددنیااواخرت دپوره سوکالۍ ضمانت ورکوي، اوددوی پرلاروتلل په دې ضروری دی چی الله جل جلاله فرمایی:
الئک الذین هدالله فبهداهم اقتده (الانعام 90)
ژباړه: دغه (انبیاء) هغه کسان دی چی هدایت کړی دی الله (دوی ته) نوپه طریقه ددوی اقتداء وکړه۔
دادالله جل جلاله ویناده چی ټول انبیاء علیهم الصلاة والسلام ماهدایت کړیدی، اودوی چی هرکارکوی هغه زمادخوښې کاردی، نوځکه ددوی پرقدمونوباندی تلل اړین دی، اوددوی پرلاره تلل وهدایت ته رسېدل دی، بیا لوی څښتن جلا جلاله وموږته وایی:
ومااتکم الرسول فخذوه ومانهکم عنه فانتهوا۔ (حشر 7)
ژباړه: اوهغه څه چی درکړی تاسی ته رسول (دالله) نووایی خلی وئې نیسی، قبول ئې کړی اوهغه څه چی منع کوی (رسول الله) تاسی له هغه څخه نوبیرته شی ترې (مه ئې غواړی) اوویریږې له (عذابه ) دالله په ځا ن ساتلوله معاصیو(ګناه) بېشکه الله سخت دی عذاب (دده)۔
ددې څخه داښکاره اومعلومه شوه چی هرامراونهی کی درسول الله دهرقول دفعل اتباع فرض اوواجب ده؛ اونبی کریم صلی الله علیه واسلم په ښکاره الفاظوسره دږرې پرېښودلوحکم کړیدی چی هغه احادیث مبارک بیانوم۔
بل ځای الله جل جلاله فرمایی:
ژباړه:
ووایه (ای محمده! دوی ته) که چیری ئې تاسی چی محبت کوی له الله سره پس متابعت وکړی زماچی محبت به وکړی الله له تاسی سره (دثواب په درکولو) اومغفرت به وکړی تاسی ته ګناهونه دتاسی، اوالله مغفرت کونکی دی (دخطایاتو) ډېررحم والا (داجراوثواب په انعام سره)۔ (الانعام 31)
ددې ایات مُبارک څخه دامعلومه شوه چی درسول الله صلی الله علیه وسلم متابعت دالله متابعت دی، اوداخبره الله جل جلاله ومسلمانانوته ورښې چی کی چیری تاسی غواړی چی دامن په کښتۍ کی وسوکاله ساحل ته ولاړسی اوپوره کامیابی موپه برخه شی نوتاسی ددې پیغمبرصلی الله علیه وسلم متابعت وکی، اوهرڅه چی دی درته امرکوی هغه وکی، اوله د هرڅه چی مو دی منع کوی هغه مه کوی۔
بل ځای الهی فرمان دی:
ژباړه: خامخاپ تحقیق سره تاسی (ای وېرېدونکو) په کارده چی درسول الله اقتداء وکړی چی دی یوه ښه نمونه ده۔ (الحزاب 21)
چی په دې ایات کی وموږټولومسلمانانوته دالارښوونه کیږی چی څه پیغمبرصلی الله علیه وسلم کول هغه دالله لاراوامردی، اودپېغبرصلی الله علیه وسلم په اتباع باندی نورټینګارهم شویدی، لکه څرنګه چی خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم مبارکه ږره درلودل نوای (مسلمانانو)وتاسوته هم دده اتباع پکارده اوږرې پرېږدی۔
ددې پورتنی ایاتونوڅخه دامعلومه شول داټول پیغبران الله جل جلاله دبشریت دلارښوونې، سوکالۍ، وحدانیت، اودلوی خدای جل جلاله دعبادت اووټول انسانیت ته دالله جل جلاله دپېغام رسولولپاره رالېږل شویدی اوالله جل جلاله موږته حکم کوی چی ددوی متابعت وکی، اودوی ستاسولپاره ښه نمونې دې ، چی مطلب ئې دادی چی دوی په ظاهری ډول څنګه وه، څه افعال ئې کول، څه ئې اغوستل یعنی ددوی هرڅه دالله دحکم سره برابردی چی ددوی متابعت دالله جل جلاله متابعت دی۔
په بل ځای کی لوی څښتن تعالی جل جلاله وموږته فرمایی:
وصورکم فاحسن صورکم (التغابن : 3)
ژباړه: صورتونه ئې تړلی دی ستاسی بیائی ښه ښایسته کړیدی صورتونه ستاسی (په ا متداددقامت اوپه اعتدال دخلقت سره) اوهغه (الله) ته بیرته ورتلل دی ستاسو(دپاره دجزاء)۔
په ګردو(ټولو)ساکښانوکښې دانسان خلقت ښه دی په لیدلوکښې ډېرښه ښکاری، پخپلوملکاتواوقواوکښې هم له ګرده عالم څخه لوړاوممتازدی، بلکه دټولوښومجموعه ده، نوځکه صوفیه دانسان وجودته (عالم صغیر) وایی امام قشیری رحمة الله علیه فرمایی چی دانسان ظاهره الله تعالی مزین (ښکلی) کړیدی په کمال دقدرت خپل سره اوباطن ئۍ ښکلی کړیدی په جمال دقربت سره۔ (تفسیر کابلی، 1445 ص، سعودی چاپ)۔
Who was Muhammad صلی الله علیه وسلم
لمونځ نه کول ¡
(څوک چي لمونځ نه کوي د هغه لپاره پیغام )
نبي کریم صل الله علیه و سلم فرمايلي دي
هغه څوک چې د لمونځ خیال نه ساتي نو الله پاک به يې په (15) ډوله سزاګانو او مصيبتونو اخته کړي ، چي شپږ یې په دنيا کې دي او درې د مرګ په وخت كي ، درې په قبرکې ، او درې سزاګانې یې د قيامت په ورځ
د دنيا شپږ سزاګانې يا مصيبتونه
1- په عمر کې يې برکت له منځه ځي،
2- الله تبارک و تعالی يې دعاګانې نه قبلوي،
3- الله پاک به يې د مخ نور واخلي،
4- له هغه څخه به د دنيا ټول مخلوقات کرکه او نفرت کوي،
5- الله پاک د هغې د هيڅ نېک عمل ثواب او اجر نه ورکوي،
6- او هيڅکله د نېکو خلکو په دعاګانو کې نه شامليږي،
د مرګ پر مهال درې سزاګانې
1- په ډېرې سختۍ سره مړ کېږي،
2- د ولوږې په حالت کې مړ کېږي،
3- د تندې په حالت کې مړ کېږي، اګر که د بحرونو ټولې اوبه هم وڅښې،
د قبر درې سزاګانې
1- الله پاک به يې قبر دومره تنګ کړي چې د ښې او چپې خوا پښتۍ به يې یو په بلې کې ننوځي،
2- الله پاک به يې له سکرو سره يو ځاى په اور کې واچوي،
3- الله پاک به پرې د زړه ور په نامه يو مار مقرر کړي چې له سهار څخه تر ماسپښينه ، له ماسپښين څڅه تر مازيګره او په دغه ترتيب د ټولو لمونځونو د پرېښودلو له امله به يې ټوله ورځ چيچي، او د هغه مار په هر ځل چيچلو سره به بېلمانځه اويا ځله د ځمکې لاندې ننوځي ، ( نعوذ بالله )
او ځوک چې پنځه وخته لمونځ نه کوي
د سهـــار لمونځ: د مخ ځلا او نور به يې ورک شي،
د ماسپښين لمونځ: په عايداتو کې به يې برکت له منځه ولاړ شي،
د مازيـــګر لمونځ: د بدن قوت يې په قرار قرارا کميږي،
د ماښـــــام لمونځ: له خپلو بچو څخه به هيڅ خير ونه ګوري،
د مـاخستن لمونځ: د خوب ارام به يې له منځه ولاړ شي،
ماخذ:د لمانځه ادبونه
الله جل جلاله دي هر مسلمان ورڅخه وساتي
محترمو دوستانو د ثواب لپاره خپل مسلمان ورور ته ګټي لپاره دا پیغام ورسوي او ضرور یې شریک کړي ، ستاسو به جاري ثواب وي ، او چاته که یې ګټه ورسیدل نو د هغه به هم دنیا او اخرت سم شي اوتاته به هم الله دوچنده اجردرکړی.۔۔۔۔۔۔
خوږو دوستانو پوست دنورو ملګرو سره شریک کړی دنورو ملګرو سره دپوسټ شیر کول صدقه یی جاریه ده ؟
یا الله! مونږ ټولو ته د صحیح عمل کولو توفیق راکړې! آمین...
ستاسو د ښکلو دعاوو محتاج یم
الله پاک مو ښاد لره...
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Khosh Hall Khan Mina
Kabul
1010
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |