08/07/2021
.
د لوی اختر تر څلورمې نېټې به ټول ښوونځي، پوهنتونونه او نور تعليمي او تحصيلي مرکزونه رخصت وي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې دوی د تعليمي او تحصيلي بنسټونو د خلاصون لپاره يوه طرحه وړاندې کړې ده چې ياد مرکزونه به په تدريجي شکل سره خلاصېږي.
په کومو ولايتونو کې چې د کورونا پېښې مخ په کمېدو دي، هلته به د بنسټونو استادان، زده کوونکي، محصلان او کارمندان واکسين کېږي او په تدريجي ډول به درسونه په حضوري ډول پيلېږي.
بشپړه طرحه په لاندې عکسونو کې ليدلای شئ چې د عامې روغتيا وزارت له لوري نشر شوې ده.