19/08/2026
د غازي محمد عثمان خان ساپي ژوند ليک
د هيواد لوی مبارز غازي عثمان خان ساپی پر کال 1839 م کې د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د ښکلې درې د احمد زيو د سيمې د خانانو په کلي کې زيږيدلی دی.
نومړی د شاداد خان زوی، د معاذ الله خان لمسی، د غازي پير محمد خان او غازي محمد شاه خان ورور دی. نوموړی يو ځوانمرده او روڼ انده زلمی ودنګه ونه او شنې سترګې يې درلودې، چې په ډېرو سيمو کې به د نوموړي د ښې ځوانۍ او د ښو اخلاقو ستاينه کېدله.
محمد عثمان خان په 1851 لمريز کال کې د 12 کلو و، چې د وګړو په منځ کې به کښيناسته او د استمعاري ځواکونود ظلم او ستم خبرې به يې کولې کله چې په عمر 22 کلن شو، نو په بیلابیلو سيمو(پروان او د کاپيسا شاخوا سيمې) کې به ګرځيده او د ولس خلګو ته به يې د انګريزانو د د 1838- 1839 - 1842 کلونو ظلم او ستم روښانه کوه، تر څو خلګ د انګريزي ښکيلاک پر وړاندې را وپاروي.
محمد عثمان خان د خپل نيکه په څير په شمالي او په تګاب کې د لوی ثروت خاوند و او په همدغو سيمو کې نوموړی د هغه مهال د حکومت او د سيميزو جرګو د يو مهم شخص په توګه د امنيت په راوستو کې د خلګو او حکومت تومنځ د منازعاتو په حل کېدو کې مهم رول لوبوه. د نوموړي د ځوانۍ مستې او خواږې شيبې وې چې يو ځل بیا انګريزي ښکيلاکګرو زموږ پاکه خاوره تر تهديد لاندې راوسته او د دويم ځل لپاره يې يرغل پيل کړ، چې په دې موده کې غازي عثمان خان بيړۍ د ځوانمردۍ ساحل ته رسولې وه او د انګريزي استعماري ځواکونو د يرغل وحشتناکه لړۍ د ګران هيواد افغانستان له جنوب او ختيځ لورې راخورې شوې، چې د امير شيرعلي خان واکمني يې هم له زوال سره مخ کړه.
غازي محمد عثمان خان یوازې په خپل ځان مبارز نه و، خپلې کورنۍ او سيمې ته يی هم د مبازي او هيواد پالنې يو ژوندی درس پرايښي او د افغانستان اسکېرلی، ځپلې او تنلی ولس به د ده د ژوندانه، جهاد او مبازي وياړونه که په هر حالت کې وي، په خپلو وينو او اوښکو وساتي.
د محمد عثمان خان د جګړې لومړي څرکونه
محمد عثمان خان ساپی په عمر 24 کلن و، چې د هيواد په ختيځو برخو کې د افغانانو او انګريزانو ترمنځ جګړې روانې وي. نوموړي د دې جګړې لپاره له خپلې سيمې(تګاب) څخه يو شمير مبارزين وړي دي او هلته يې له انګريزانو سره سخته جګړه کړې ده. محمد عثمان ساپی له دغه جګړې څڅه بريالی راستون شو.
د محمد عثمان ساپي خوب ليدل
نو همدا وه چې یو شپه ورسره څه مېلمانه وه، دشپې يې د انګریزانو خلاف ډیر بحث او مباحثه وکړه ، او ویده شو، نو خوب ګوري : چې دکور په لور را روان دی ، هوا ټوله ګرد الوده ده ، او چې قدم اخلي نو ټکان خوري، کله چې دخپل کور په دروازه داخل شو ، ګوري چې کلا دیوالونو څځه کلا مېنځ ته خړې اوبه را روانې دي، او دې سره دکلا او کوټو دیوالونه راپرې وځي، او دکورنۍ غړي يې دلاندې کړي، نو کله چې دا مړي را وباسي، په دې وخت کې يې دخولې نه چېغه ووځې. نو دخوب نه را پورته شي چې نیمه شپه وي ، بیا ویده شي، بل خوب ګوري. کله چې ويښ شو درې ورځې يې روژه ونيوله.
د خلګو د رواياتو په بر بنا د پورتني خوب تعبير يې په لاندې ډؤل داسې دی:
چې انکریزانو زمونږ په ګران هېواد باندې یرغل کړي، او دلته د وینو ډنډونه روانوي.
نو دخوب څخه يې څه وخت وروسته دکاپيسا دمختلفو سیمو علماء، مشران، سپین ږيري او ځوانان د يوې غونډې لپاره راوغوښتل.
په تګاب کې د محمد عثمان خان ساپي غونډه
د انګريزانو په ړره کې همدا هېله وه، چې افغانستان هم د هندوستان په څېر په خپله مستعمره کې شامل کړي خو افغان ميړني او غيرتي قوم ته د انګريز يو قدم ايښودل په خپله خاوره کې د زغملو وړ نه و.
محمد عثمان ساپي چې د خپل قوم مشر و لازمه يې وګڼله چې شاخوا سيمو کې د علماو، سپين ږيرو، سردارانو او ځوانانو سره د جګړې په اړه يو پلان ترحه کړي په ټاکل شوي ټېټپ غونډه پيل شوه چې په سرکې عثمان خان ساپي وينا وکړه او د غونډې موخه يې ګډونوالو ته روېانه کړه او ويې ويل" علما او سپين ږيرې دي د ټولو سيمو په شمول د مجاهدينو يو عمومي مشر وټاکي تر څو د هغه په لارښوونه جکړه وکړي"
له دې وروسته د غونډې له ګډونوالو لخوا محمد عثمان خان ساپی د عمومي مشر په توګه وټاکل شو. او خلګو ورسره ژمنه وکړه چې د مرګ سلګۍ پورې درسره يو.
وروسته د محمد عثمان خان په مشرۍ ملي غورځنګ جوړيږي، چې د مختلفو سيمو څخه يې يو ملي لښکر جوړ کړ. او د نورو سيمو له غازيانو سره يې اړيکې ونيولې او خبرې ورسره وکړې.
د بالاحصار په جګړه کې غازي محمد عثمان برخه واخيسته.
او په 1879 م کال دسمبر مياشت کې ولسي پاڅون وشو چې په ياد پاڅون کې د تګاب او نجراب مجاهدين د غازي محمد عثمان خان او د هغه د ورور تر مشرۍ لاندې وو.
له غازي محمد عثمان څخه د انګريزانو غوښتنه
انګريزانو خپل استازي د سرفراز خان په مرسته چې سرفراز خان د محمد عثمان خان له کورنۍ سره دوستۍ اړيکې درلودې سرفراز خان انګريزانو ته ويلي و چې د تګاب خلګ زموږ دوستان دي او هغوي به له تاسو سره مرسته وکړي دغه استازو د تګاب له خلګو او عثمان خان څخه غوښتنه درلوده چې د انګريزانو پر وړاندې له مبارزې لاس واخلي.
او د سرفراز خان پواسطه يې عثمان خان ته درې لکه روپۍ ورکړې محمد عثمان خان او ورور يې محمد شاه خان د ازادۍ د لارې مبارزين راټول او د انګريزانو د پيسو دوکه يې ورته ښکاره کړه.
کله چې محمد عثمان خان، د انګريزانو او د سرفرا خان په هدف خبر شو له ډيره قهره يې په خپل ماما د سوک وار وکړ چې د خولې ژامه يې ماته شوه او د پيسو سره يې بیرته انګريزانو ته وليږه او څو تنه يې هم ووژل او هغوي ته يې وويل چې د افغانستان په هر کوټ کې ستاسو د اوسيدو سره مخالف يم او د الله تعالی په مرسته ستاسي ښکيلاک کګر پوځ د توري په زور له افغانستان څخه باسم.
بیا وروسته غازي عثمان خان د شېر پور په جګړه کې برخه اخلي او د خپلو مجاهدينو سره په لومړي خط کې جنګيده.
په آسمايي غره کې د غازي محمد عثمان خان جګړه
د شېر پور له جګړې وروسته د اسمايي په غره حمله وکړه، چې دا يو مهمه څوکه وه او په دې څوګه انګريزانو توپونه نصب کړي و، چې د کابل ټول ښار يې کنټرول کړی و نو محمد عثمان په ډير قهر له دوی څخه دخپلو لښکرو د وينو په توېولو دا غر ونيوه. چې ياد غر د کابل ښار په منځ کې پروت دی
په دغه جګړه کې جګړه خورا توده روانه وه غازي عثمان په ميړانه جنګيده، او ملي مبازينو ته يې نارې وهلې چې مخ پر وړاندې لاړ شئ، تر شاه ونه ګورئ او خپله يې توره په لاس او سترګې يي سرې اوښتې وي او د انګريزانو سره لاس په لاس جګړه پيل کړه ، چې غازي عثمان په يو وار سره له يوه نه نيولې تر درې کسو انګريزي ککرۍ پرې کولې او د انګريزانو په لښکرو کې کوڅې ويستلي او د وينو لښتې لښتې روان و چې غازي عثمان ډير تږې شو او ملګری ته غږ کړ چې اوبه راوړه او يوې ډبرې ته تکيه وکړه. او بیا مخ پر وړاندې روان و،انګريزانو پوستې له مينځه وړلې او ډير سمير انګريزان يې ووژل په دې ترڅ کې چې د نوموړي غازي عثمان د خپل ګين خواته پرتې انګريزي پوستې باندې يرغل وکړ چې په ناڅاپي توګه نوموړی غازي د انګريزانو د توپ په مرمۍ 1879 م کال د هېواد ملي مبارز د 49 کالو په د شه-ادت درجه وګټله او 80 تنه ملګري ورسره شهي-دان شول
شهید غازي محمد عثمان خان او ورور يې شهید سید محمد خان او دوی سره اته تنه نور تګابیان هم شهي-دان شول دوي خپل ټاټوبي تګاب ښکلی درې ته يوړل شول او په خپله پلانۍ هديره کې چې د خانانو په کلي کې د عمومي سړک تر څنګ د يادې درې لوديځي خوا د غره په لمن کې په خورا درنښت سره خاورو ته وسپارل شول
انا لله وانا الیه راجعون
ياد يې تازه روح ښاد
د غازي عثمان خان مزار ته يوه لنډه کتنه
د غازي عثمان او ورور سيد محمد خان قبرونه څنګ په څنګ د تګاب ولسوالۍ د نوروز خيل په سيمه کې د خانانو په کلي کې د عمومي سړک ترڅنګ د پخو خښتو د ګمبزې لاندې خښ دي
یوه غوښتنه مو له خپل حکومت او ټولو درنو قومي مشرانو او ځوانانو څخه داده:
چې د غازي عثمان خان مزار ته باید پاملرنه وکړو ځکه چې په تېر شل کلن انقلاب کې د نوموړي مزار سخت زیانمن شوی، او موږ باید سره لاسونه یو کړو تر څو د هغه مزار ځینې برخې چې ګواښ سره مخ دي، په معیاري شکل سره ورغول شي!
د غازي عثمان په نوم نومونې
1- د تګاب ولسوالۍ مرکزي لېسه د غازي عثمان په نوم چې په تګاب کې لومړي ښوونځی دی.
2- د داکتر نجيب الله د حکومت په دوره کې يو انځور د کابل ښاروالۍ په لوديځ ديوال لګيدلې و
3- د حامد کرزي په دوره کې 1385 ه ش کل په کابل کې د لوړ پوړو چارواوکو له خوا د کارته پروان په سيمه کې د نادرې لېسې په لوديځه برخه کې يو واټ د ده په نوم ونومول شو.
4- د نوموړي کورنۍ يو غړي ډاکتر محمد ايوب ساپي د کابل چهاراهي قمبر سيمه کې يو روغتون د ده په نوم جوړ کړی دی
او غازي عثمان خان د شعرونو په هنداره کې هم ياد شوی دی.
ما زيات معلومات د لاندې کتاب څخه راخيستې دي.
د کتاب ليکوال: پوهنيار فهيم بهير
کال: 1396 ه ش
کاپيسا تګاب علمي کادرونه