دکمپيوټرزده کړه په پښتو ژبه

دکمپيوټرزده کړه په پښتو ژبه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دکمپيوټرزده کړه په پښتو ژبه, Education, Kabul.

Photos from ‎دکمپيوټرزده کړه په پښتو ژبه‎'s post 26/07/2016
Photos from ‎دکمپيوټرزده کړه په پښتو ژبه‎'s post 26/07/2016

محصلین دامتحان پرمهال

23/12/2015

لنډه کتنه د بایزید روشان اسنتیتوت ته دبایزید روشان انستیتوت د ۱۳۹۳کال د۶ میاشتی په ۱۶ تاریخ مینځ ته راغی نوموړی انستیتیوت ۴ رشتی لری زراعت اومالداری،اقتصاد،انجینری، اوکمپیوتر ساینس اوس مهال هره رشته یویو صنف لری اوهر صنف کی ده ۳۰ او ۴۰ تر منځ محصلین په ۴ سمستر کی زده کړی کوی دغه نوموړی انستیتوت د رحمان بابا دلیسی په محوطه کی خپل فعالیت کوی

23/12/2015

د پير روښان اثارو ته يوه لنډه کتنه : حليمي
نېټه : پنجشنبه، 20 غويى ، 1386
موضوع : كره كتنه او څيړنه

دپیر روښان آثارو ته یوه لنډه کتنه
لیکونکی مرستیال څیړونکی محمد حامد حلیمی
پیر روښان ، اورمړ پښتون زموږ دهیواد په تاریخ کې هغه ځلانده څیره ده چې په خپلو تل پاتی علمی ،عرفانی ،ادبی او سیاسی کارنامو سره یې خپل نوم د هیواد دنومیالیو په ټولی کې ثبت کړ او له ځانه یې داسی عرفانی ،سیاسی اوادبی لاره په میراث پریښوده چې برسیره پردی چې نژدی یوسلو اویا کاله دروښانیانو له خوا په ښه توګه بدرګه شوه بلکی لدوی څخه وروسته یې هم دپښتنو په لویه سیمه کې نورو نومیالیو ته دمبارزی لاره هواره کړه. بایزید روښان په خپل لڼد ژوند کې په فرهنګی ،سیاسی او ملی ډګر کې له بیلابیلو لارو چارو څخه په ګټی اخیستنی سره دپردیو دښکیلاک او دهغوی له سلطی څخه دخلاصون لپاره پراخه او هر اړخیزه مبارزه کړې ده چې نه یواځې افغان ولس بلکی دسیمی او نړی ډیر شمیر اولسونه پری ویاړی .

پیر ورښان نه یواځی یو ملی اوروحانی مبارز وو بلکی دخپل عصر ستر لیکوال، متصوف او عارف تیر شوی دی . ددی ترڅنګ نوموړی دروښانی ادب او دپښتو دمسجع نثر دځانګړی سبک بنسټ ایښودونکی شمیرل کیږی . پیر روښان په ټولیزه توګه خپل آثار په پښتو ، پارسی ، عربی او هندی ژبو لیکلی دی او دهغې په ترڅ کې یې خپل پیغام ، نړی لید او افکار نړیوالی ټولنی ته وړاندی کړی دی . دبایزید روښان دتألیفاتو له ډلی څخه کولی شو له خیرالبیان ، حالنامه ، صراط التوحید ، مقصود المؤمنین ، فخر الطالبین ، مکتوبات ، رسم الخط پښتو ،تذکره ،فرخت المجتبی، واجیدی شلوک نورو څخه یادونه کولی شو .
که څه هم پورتنی او د بایزید انصاری نور ورته آثار او تالیفات هر یو په خپل وار سره ځانګړی او هر اړخیزه څیړنی ته اړتیا لری ولی دلته دلیکنی لنډ تنګ چوکاټ ته په پاملرنی سره د نوموړی آثار په لاندی توګه درپیژنو :
1- خیر البیان :
خیر البیان دروښان په تصنیفاتو کې هغه مشهور کتاب دی چې نه یوازی دروښان په آثارو کې بلکې دپښتو ادب کې ځانګړی ځای او ارزښت لری . د آخوند درویزه په مخزن او هم دبستان کې دا خبره په متحده الفظه توګه راغلی ده چې خیرالبیان په څلورو ژبو یعنی پښتو، عربی ،پارسی او هندی ژبو باندی لیکل شوی دی . دخیرالبیان هغه چاپی نسخه چې ما ورځینی په دې لیکنه کې ګټه اخیستی ده هغه نسخه ده چې د حافظ محمد عبدالقدوس قاسمی په ترتیب ،زیار، تدوین او دیباچه باندی د پیښور یونیورسیتی د پښتو اکاډمی له خوا د 1967 میلادی کال دجون په میاشت کې دزر ټوکو په شمیر چاپ شوی دی . دغه نسخه د حافظ قاسمی په وینا د هغه قلمی نسخې له مخې چې نوموړی د جرمنی هیواد د ټیوبنګن له پوهنتون څخه په لاس راوړی او له غور ، سمونی او دنوموړی ددیباچې له کښلو څخه ورسته، چاپ شوی ده .دغه نسخه په ټولییز ډول پرته له پیژند ګلوی ، دیباچې او غلط نامی څخه 301 مخونه لری او دهغه عکس له مخې چې پدغه نسخه کې د قلمی نسخې د ورستی پاڼی له مخې اخیستل شوی دی دقلمی نسخې دختمیدو نیټه د چهار شنبی ورځ د 1061 کال دروژی د میاشتی شلمه نیټه ښودل شوی ده .
خیرالبیان ځانته خپل ځانګړی سبک لری چې ښاغلی استاد حبیبی هغې ته نیم عروضی سبک وایی . په ډیرو ځایونو کې د کلماتو تقدم او تاخیر ترسترګو کیږی، خو سره لدی هم د خیر الییان دنثر د سجع او قافیه له کبله دهغې په نثر کې ځانګړی زړه راښکون موجود دی او ددی ترڅنګ دپښتو ځینی سوچه کلمی هم پکې راوړل شوی دی . د بیلګی په توګه توری ( حرفونه ) ، اټګل ( اندازه ) ، ژوی ( حیوانات ) ، نغوږل ( اوریدل ) او داسی نور،(1).
دعربی ژبې په برخه کې دقران عظیم الشان مبارک آیتونه ، حدیثونه ، معقولی او داسی نور راغلی دی . دځینی آیتونو ژباړی او نورې لیکنی په هندی چې نن په پنجابی ژبه موسومه ده راغلی دی لکه :
« کلمة التوحېد کانت کلمة المولی / فقل منها وکلمة الشرک کانت للمشرکین فاحذر عنها ( سخنهای یګانګی هست سخن خدای پس بګو از سخنهای یګانګی وسخن شرک با خدای هست مر کافران را پس پرهیز کن از سخنهای کافران » هادی ویلی دی رحمت د خدای په ده دا کلام ، (2).
خیرالبیان د شریعت او طریقت څخه بحث کوی همدارنګه دلمونځ ،روژی ،زکوة ،حج او وحدة الوجود د مسلی بیان پکې راغلی دی ، ( 3 ).
د خیرالبیان دنثر بیلګه په لاندی ډول درپیژنو :
« او بایزید ریښتنی لار د انبیا ده دانبیا لار د هغه ده چې زما وپیژاندګلی وته بولی ادمیان ودع الی سبیل ربک انک لعلی هدی مستقیم په قران کې دی عیان . صراط المستقیم کان طریق النبیاء من یثبت فیه بلغ الی مقام الذی ان یخلص فیه عن شرک الخفی والعیان هادی ویلی دی رحمتی علیه هذه الکلام مرګ به ورشی و سړی ته ننګهان نشته دسړی په دنیا کې تل تر تله مقام » ،(4).
دیادونی وړ ده چې خیرالبیان په کابل کې هم داصلی نسخی له مخې په 1354 لمریز کال کې د اروښاد پوهاند رشاد په سریزه د افسیت په شکل چاپ شوی دی ، خو دچاپی ستونزو له کبله دلوستلو وړ ندی .
2- مقصود المؤمنین :
مقصودالمؤمنین هغه کتاب دی چې بایزید روښان په عربی ژبه او دخپل مشر زوی شیخ عمر په غوښتنه لیکلی دی .دغه کتاب ددوکتور میر ولی خان له یوی څیړنیزی مقدمی سره په څیړنیز ډول په 1985 عیسوی کال کې په اسلام آباد کې چاپ شوی دی .
اروښاد پوهاند استاد حبیبی د ادبیاتو په تاریخ کې لیکی چې لدې کتاب څخه اوس موږ د دوه خطی نسخو درک لرو چې یوه په لاهور کې او بله دحیدر آباد ددکن په آصفیه کتابتون کې خوندی ده . ددې کتاب د لاهور نسخه 95 پاڼې لری او خط یې نستعلیق دی . پارسی ژباړه یې په سره خط او په تحت الفظی توګه ورسره لیکل شوی ده .
بایزید روښان مقصودالمؤمنین دخپل مسلک او اته مقاماتو په هکله لیکلی دی دغه کتاب ټول یوییشت بابونه لری چې په لاندی ډول دی :
1- وعظ او نصیحت ،2- عقل،3- ایمان،4- خوف،5- رجا، 6- نفس، 7- شیطان،
8- قلب،9- روح،10- دنیا،11- آخرت،12- توکل او قناعت،13- توبه
او اته نور بابونه یې دبایزید روښان د اتو مقاماتو یعنی شریعت ،طریقت ،حقیقیت،معرفت ،قربت،وصلت ،وحدت او سکونت په هکله دی،(5) .
دمقصودالمؤمنین یوه قلمی نسخه ماته دافغانستان دعلومو اکادمی په کتابتون کې په لاس راغله دغه نسخه خړ پوښ لری او په پخوانی کاعذ باندی لیکل شوی ده . په ټولیزه توګه دغه نسخه 78 پاڼی او 155 لیکلی مخونه لری . د 81 مخونو څخه ورسته یوه پاڼی پکې سپینه ده .
دفصلونو سرلیکونه ،قوله تعالی ،کماقال او یا د( کما) کلمې په سره خط لیکل شوی دی . ددغه نسخې پیل داسی دی :
بسم الله الرحمن الرحیم او له بسم الله څخه دمخه (رب یسر) او له بسم الله څخه وروسته د( وتتم بالخیر) په سره خط لیکل شوی دی او وروسته متن یې داسی پیل کیږی :
(حمدالله حق واحسن حمده بعدد کثیر الاکثر الحمدالله الذی کان یخلق اخلاق بقدرته مختلف فاعتبر الحمدالله الذی کان منور سماء بالنجوم وبالشمس والقمر و منورالارض بالانبیاء و الاولیاء کان نور هم اکثر من نورالشمس والقمر الحمدالله الذی جعل الانسان خیر فی المخلوقات و الموجودات ما کان اعظم اکبر الحمدالله ......... ) ،(6).
دغه نسخه دعلومو اکادمی دقلمی نسخو په برخه کې په 215 نمبر باندی خوندی ده. خو ددغه قلمی نسخې په هکله لازمه ده ترڅو په بشپړه او هراړخیزه توګه څیړنه ترسره شی او پدی لنډه تنګه مقاله کې نه کیږی ترڅو ددغه نسخې په ټولو خواوو باندی څیړنه شی . اوددی ترڅنګ ماته د مقصودالمؤمنین داسی بله باوری نسخه په لاس رانغله ترڅو له هغې سره په پرتله کې یې څرنګوالی په ګوته کړم .
3- فخرالطالبین :
فخرالطالبین د بایزید انصاری په آثارو کې هغه اثر دی چې بایزید روښان دخپل خلیفه یوسف په لاس دبدخشان حاکم میرزا سلیمان ته دتبلیغ او تلقین په موخه استولی و . په حالنامه کې یې یادونه شوې ده، خو کومه نسخه یې تر اوس مهاله پوری ترګوتو شوی نده ،او ژبه یې هم څرګنده نده ،(7) .
4- د پښتو رسم الخط :
لګه څرنګه چې څرګنده ده پیر روښان دپښتو دځینی غږونو لپاره ځانګړی سمبولونه غوره کړی او دهغې دلیکلو بڼه یې ټاکلی ده چې ځینی یې نن ورځ هم دپښتو په لیک دود کې کارول کیږی . که څه هم پښتو ژبې تردی نه دمخه هم لیک دود او آثار درلودل خو بیا هم نوموړی پدی هکله ځینی اصلاحات راوستل اوپدی هکله یې یوه کوچنی رساله یې لیکلی ده . چې ددولت لواڼی دغه لاندی بیت یې تر دیره بریده سپیناوی کوی :
افغانی لفظ مشکل ولوست کویښ نشه
ورته وشوه کننده دیارلس حرفونه
دخیرالبیان کومه نسخه چې یووخت دبرلین په موزیم کې په 4093 نمبر خوندی وه او ښاغلی استاد بینوا هم ددغې نسخې یو عکس اخیستی و ټوله 330 مخه لری او هر مخ یې 11 لیکې لری او ددغه نسخې لومړی 14 مخه یې دلیک دود په باب دی چې کیدای شی همدغه څوارلس پاڼی همدغه د رسم الخط رساله وی .
لکه څرنګه چې دولت لواڼی د پښتو ځانګړی توری دیارلس ښودلی دی، خو دپښتو توری یعنی ( ڼ ، ټ ،څ ، ډ ، ړ، ږ او نور) د «چپ ګژ » په ګډون دولس توری کیږی او ددی ترڅنګ د( ک ) د توری تر څنګ یې بل «ګ» په سر کې له یوه پنډکی سره راوړی دی چې پدی توګه دیارلس توری پوره کیدای شی او ددولت لواڼی وینا هم په ځای او سمه راخیږی .
5- صراط التوحید :
بایزید روښان دغه کتاب په عربی او دری ژبه په کال 978 هجری کې لیکلی دی او دخپل خلیفه دولت په لاس یې اکبر بادشاه ته هم ورلیږلی و . ددغه کتاب مطبوع بڼه ټول 115 مخونه لری . پدې کتاب کې بایزید روښان ترډیره بریده کوښښ کړی تر څو خپل مقاصد په آیاتونو، احادیثو او عربی مقولو باندی ثابت کړی خو ښاغلی استاد حبیبی د صراط التوحید د دواړو عربی او دری ژبو لیک کمزوری او احادیث یې هم ضعیف کڼی . دکتاب په پای کې راغلی دی :
( تصنیف این رساله بایزید روښان مسکین انصاری قدس سره العزیر در سنه سمان وسبعین و تسعماته و نامش صراط توحید نهاد هر کې بخواند و بان عمل نمایید بعلم توحید بره مند شود و مسعود ګردد اګر جای سهوی وخطایی افتاده باشد باید که برای آنکه این مسکین بظاهر نه خوانده است عفو ګردد ).
دعربی متن بیلګه یې په لاندی ډول وړاندی کیږی :
و اعلمو یا اهل الملوک ولامراء! ان الانبیاء والاولیاء والمؤمنون المخلصون لایسکنون فی الحقیقة و یېفعوا اقدامهم عنه الی معرفة و موتو ابصار قلوبکم .......
دکتاب لومړی 35 مخونه په دری ژبه لیکل شوی او دنوموړی خپلی د ژوند پیښی بیان کړی ، بیا دخپل دعوت خبری راوړی او وروسته یې پاچانو ته ځینی لارښونی راوړی دی . ورپسی لومړی باب دشریعت دویم دطریقت ،څلورم باب دمعرفت او پنځم باب دسکونت په باب دی .
6- حالنامه :
حالنامه دبایزید روښان ډیر مشهور کتاب دی او لده څخه وروسته دده دیوه مرید لخوا بشپړ شوې دی . دحالنامی ژبه فارسی ده .دموضوع له پلوه حالنامه په دریو برخو ویشل شوی ده :
لومړی برخه یې دپیر روښان دژوند ،روحانی او تصوفی منزلونو په هکله دی،دریمه برخه یې دنوموړی دزامنو لمسو او کړوسیو او دمغلو په وړاندی دهغوی دمبارزو او دریمه برخه یې دروښان دکړوسیو او کودیو لکه رشید خان ،میرزا خان او نورو احوال بیانوی .
مخلص دحالنامی دلیکلو په اړه دحالنامی په پیل کې داسې لیکی :
که بعضی از محبان مخلصان که رعایت و مراعات خاطر عاطر ایشان از جمله لوازمات و واجبات دانسته چون ازین فقیر التماس داشتند که حالنامه پیر دستګیر که از تدایر دوران وتسامح ناسخان تغیر وتبدیل بعبارتش روی راه یافته وصحتش بسقامت بدل ګشته ونیز سوانح وحقایق فرزاندان واحوال پیرګان پیر دستګیر قدس سره ودیګر از احوالات که منعه ظهور جلوه کرامده چنانچه شمشیر ګرفتن ایشان به جانب بیستور( کیدای شی پیښور وی ) وتیراه و کابل وغیره از سوانحات که در انظباط نیامده از این نسخه شریفه زایل ګشته و از طبع ذکی شما که مفتح ابواب معانی مغلقه و کاشف سرایر دفاتر مسدوده است بعید نیست که تعمق عمیق تا ذق دقیق طبیق تصحیح نمایند ،(8).
دحالنامی یوه ډیره نادره نسخه چې 526 مخه لری دعلیګر په ختیځ کتابتون کې په 370/920 نمبر باندی خوندی ده . دغه نسخه په پارسی ژبه لیکل شوی او مؤلف یې هم علی محمد مخلص دابابکر زوی دی . دحالنامی په ترڅ کې بایزید روښان د ژوند دحالاتو برسیره دنوموړی د زامنو او اولادی حالات هم د اورنګ زیب تر وخته پوری راغلی دی .

7- تذکره (روښانی رساله) :
بایزید روښان یو بل اثر چې تذکره نومیږی دده د یو مرید له خوا چې همدان نومیږی په کال 1043 کې لیکل شوی ده . دغه رساله دلومړی ځل لپاره ددغه رسالی د څیښتن اروښاد دوست محمد پړیڅ له خوا دآریانا مجلی د 1349 کال دلیندی او مرغومی په ګڼه کې معرفی کړل شوه.او وروسته د پښتو ټولنی له خوا په کال 1355 کې دروښانی رسالی په نامه چاپ شوه .وروسته په کال 1364 کې د علم رسالی ترسرلیک لاندی چاپ شوی ده ،خو اصلی نوم یې تذکره ده ، لکه خپله بایزید روښان وایی :
دا رساله دعلم
تذکره نومینه
په حالنامه کې هم دتذکره په نامه یاده شوی ده او په پای کې یې هم لاندی بیتونه راغلی دی :
داتصنیف دمیا روښان دی
سړی یې دی نغوږینه
خدای دپاره دی یې ساز کا
چې غلطی پکې مومینه ) 9 (

دروښانی رسالی تر نامه لاندی چاپ شوی بڼه یې د ښاغلی دوست په سریزه تحلیل ، تحقیق او شننه او دمحمد شرین سنګری په اهتمام دپښتو ټولنی له خوا چاپ شوی ده په پیل کې د استاد روحی او ښاغلی خدمتګار او څیړنمل دوست نظریات او څرګندونی راغلی دی ورپسی درسالی لیکلی بڼه او وروسته هم درسالی چاپی بڼه وړاندی شوی ده په پای کې هم ښاغلی دوست درسالی ویې پانګه یا لغتنامه راوړی ده ،( 10) .
خو اوس دادی څرګنده شوه چې دا رساله تذکره نومیږی او دبایزید روښان اثر دی.
8- مکتوبات :
په حقیقیت کې مکتوبات دهغه لیکونو ټولګه ده چې بایزید روښان دخپلو خلیفه ګانو په لاس د هغه وخت حکمرانانو ته لیږلی دی . ځکه چې ده دوخت حکمرانانو ته خپل لیکونه له آثارو سره دخپلی لاری او مسلک دترویج لپاره استول .
دبیلګی په توګه نوموړی :
- خلیفه دولت یې له صراط التوحید سره دهند مغلی پاچا اکبر ته واستاوه .
- خلیفه یوسف یې له خپل فخرالطالبین سره دبدخشان مرزا سلیمان ته واستاوه او داسی نور.
ډاکتر جهانګیر د اورینټل کالج په مجله کې دیوی مقالی په ترڅ کې د روښان دلیکنو په ډله کې له مکتوبات څخه هم یادونه کړی ده خو داڅرګنده نده چې مطلب یې همدغه مکتوبات څخه دی یا د حالنامی یادونه یې کړی ده .
9- فرحت المجتبی :
فرحت المجتبی د بایزید روښان یوه بله منطومه پښتو رساله ده چې دپښتو اولسی شعر په آهنګونو کې یې نظم کړی ده . ددی رسالی پیل داسی دی :
میا روښان ویلی دی په عنایت دالهی
زه به دربیان کړم یو څورباعی
په پای کې یې راغلی دی :
میا روښان ویلی دا رساله مې فرحت المجتبی
دا رساله تر اوسه چاپ شوی نده او مضامین یې عرفانی مسایلو ته ځانګړی شوی دی ،(11).
دغه رساله ښاغلی سرڅیړونکی زلمی هیوادمل چاپ ته چمتو کړی وه او په پیښور کې یې د تلوسی مجلی په یوه ګڼه کې خپره کړه ،(12).

10- واجیدی شلوک :
واجیدی شلوک دپنجابی یو منظوم کتاب دی چې ( اونکارناتهه ) ترتیب کړی دی . لدی اثر څخه څرګندیږی چې بایزید روښان دهندو روایاتو په هکله دکافی علم اومعلوماتو خاوند و. خو ښاغلی حبیبی دغه اثر دبایزید په آثارو کې ندی راوړی ځکه چې ددی اثر پته نشته او واجید ی شلوک دنوموړی اثر نه شمیری او دتامل وړ یې ګڼی .
ددری پورتنیو آثارو تر څنګ دبایزید روښان دشعرونوپه هکله باید وویل شی چې پدی کې شک نشته چې نوموړی ډیر شمیر شعرونه ویلی دی خو داسی یوه ټولګه یا مجموعه چې دده بشپړ شعرونه پکې خوندی وی په لاس کې نشته .
د پیر روښان د نړیوال سمینار پر مهال چې دتیر کال په ورستیو کې د افغانستان دعلومو اکاډمۍ له خوا جوړ شوی و نو ښآغلی استاد حبیب الله رفیع دیوې لنډې مقالی په ترڅ کې څرګنده کړه چې نوموړی د پیر روښان یوه قلمی رساله هم په ګوتو ورغلی ده چې په نژدې راتلونکی کې به یې له خپلې څیړنیزې مقالې سره یوځای خپره کړی . همدارنګه ددغه سمینار د جوړیدو په ویاړ ښاغلی سرڅیړونکی زلمی هیواد مل هم د پیرروښان دفرحت المجتبی نومې رساله چاپ کړی او چمتو کړی وه او دسمینار ګډون کونکو ته هم وویشل شوه .
همداراز دحالنامې له قوله بایزید روښان دسلوک اورزم سرودونه هم جوړ کړی و او دده له شپږو سرودونو څخه یې هم یادونه کړی ده .
خو هغه څه چې دډیر ارزښت وړ و په پورته توکه مې څو کرښی پر ولیکلی او پدی هیله چې دبایزید روښان دآثارو دلنډی کتنی په ترڅ کې په دی توانیدلی وم چې دنوموړی دآثارو په هکله څو نوی کرښی ورزیاتی کړم ددغه لنډی کتنی لمن همدلته رانغاړم .

مأخذ
1- بایزید روښان ،خیر البیان ،دحافظ عبدالقدوس قاسمی په ترتیب تدوین او حواشی ،دپښتو اکادمی دپیښور یونیورستی ، 1967 کال جون ، 63 مخ .
2- پورتنی اثر 92 مخ .
3- بایزید روښان ،مؤلف قیام الدین خادم ،دپښتو ټولنی دخپرونو پرله پسی نمبر 105 .
4- انتخاب دخیر البیان او مخزن نه ،دپښتو اکادمی د پیښور یونیورستی ، 5 مخ .
5- دروښان یاد ، د بایزید روښان دنړیوال سمینار دمقالو مجموعه ،دحبیب الله رفیع په زیار او اهتمام ،پښتو ټولنه 1355، د استاد رفیع مقاله .
6- دمقصودالمؤمنین خطی نسخه ،دافغانستان دعلومواکاډمۍ کتابتون . 1 او 2 مخونه .
7- دپښتو ادبیاتو تاریخ ،عبدالحی حبیبی ،پښتو ټولنه 1342 کال ، دوهم ټوک 301 .
8- دعلی محمد مخلص دیوان ،سمونه او څیړنه دډاکتر مهجور خوب خویشکی ،پښتو اکاډمی ،پیښور یونیورستی . 59 مخ .
9- د پښتو ادبیاتو تاریخ (لرغونی او مځنی دورې ) ،سرمحقق زلمی هیوادمل ،دانش کتابتون 1379 ،94 مخ .
10- روښانی رساله ،دڅیړنمل دوست په سریزه تحلیل، تحقیق او لغت شننه، پښتو ټولنه 1355 .
11- د پښتو ادبیاتو تاریخ (لرغونی او مځنی دورې ) ، 95 مخ .
12- د څیړونکی استاد سید محی الدین هاشمی شخصی یاداشتونه .

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul
0093