10/05/2026
طبی ګټورمطلب !
*ددي لاندی بوټی څخه اسانه مه تیریږی/ له ګټو یې ځان خبر کی*!
ــ دا وحشي بوټی چې خلک یې له ماشومتوبه د قاصدک (Dandelion) په نوم پېژنو، له بده مرغه هېڅکله یې د ګټو او استعمال په اړه موږ ته معلومات نه وو راکړل شوي.
ــ برعکس، پخوا به دا بوټی یو بېګټې او زیانمن واښه ګڼل کېده او ویل کېدل چې باید له منځه یووړل شي.
ــ دا بوټی تقریباً هر ځای، په ځانګړي ډول د شنو واښو ترمنځ وده کوي.
ــ له نن څخه وروسته کولای شئ دا د سبزۍ (ترکارۍ) په توګه وکاروئ.
ــ نن سبا دا بوټی د درمل جوړونې په نړۍ کې هم د پام وړ استعمال لري، او د دې پاڼې، ډډ، ریښه او حتی ګل ټول د استفادې وړ دي.
ــ دا بوټی له ویټامینونو څخه غني دی او:
ــ د بدن التهابات کموي
ــ د مفاصلو دردونو (لکه آرتریت) کې مرسته کوي
ــ د پروستات د غټېدو د نښو په کمولو کې ګټور تمامېدای شي
ــ د ویټامینونو او منرالونو ښه منبع ده
ځینې څېړنې دا هم ښيي چې دقاصدک ریښه ښايي د ځینو ډولونو سرطانونو پر وړاندې مرسته وکړي.