05/01/2023
أُمَيْمَةْ بِنْتَ صَبِيْح(1)
{بـسـم الله الَّرحمـن الّـرحیـم }
د أُمَيْمَةْ بِنْتَ صَبِيْح رَضِیَ اللهُ عَنْهَا دسیرت مبارک اوله(1)برخه :
نوم: أُمَيْمَةْ : دپلارنوم:صَبِيْح :
دخاوند نوم :صَخَرْ :قبیله اَلدَّوْسِیْ :
د ځوی نوم: عبدالَّرحمن چی په ابوهریرة رضي الله عنه مشهور ؤو :
د ورور نوم : سعد :
اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه خپلی مور أُمَيْمَةْ بِنْتَ صَبِيْح رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ته یتیم پاتی شوی ؤو دوی دیمن د لوی قبیلی الدوس څخه وه کله چې هغه بالغ شو نو غلام ؤو مور یتیم لوی کړو بیا دبُسْرَه بنت غزوان سره غلام شو تر هغی چی طُفَیل بن عَمَرَ الَّدوْسِی ورته داسلام دعوت ورکړو نو اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه سمدستی اسلام قبول کړو بیا یو وفد سره مدینی منوری ته راغلل دغه وخت دخیبر غزا سرته رسیدلی وه اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه څه وخت رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم سره پاتی شو بیا بیرته لاړو مور یی هم مدینی منوری ته بوتله مور ته یی همیشه د اسلام دعوت ورکولو خو هغی نه قبلوو خو خپله یی دمور زیات قدر او احترام کولو یوه ورځ یی خپلی مور أُمَيْمَةْ بِنْتَ صَبِيْح رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ته دعوت ورکړو هغی رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم ته داسي الفاظ استعمال کړه چی مناسب نه وه نو اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه په ژړا له کوره ووتلو رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم ته ورغی ورته یی وویل یارَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم مور ته می داسلام دعوت ورکړو خو ستا په هکله یی بد الفاظ استعمال کړه زیات پری خفه شوم ته دعاء ورته وکړه چی هدایت یی نصیب شی !
رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم لاسونه مبارک پورته کړه ویی ویل اللَّهمَّ اهْدِ أُمَّ أبي هُرَيْرَةَ" یا الله جل جلاله د اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه مورته هدایت وکړه کله چې رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم دعاء وکړه !
اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه یقینی شو چی اوس به یی مور خامخا مسلمانیږی نو په منډه کورته لاړو کله چي دروازی ته ورسیدو مور یی دخپو په آواز پوهه شوه ورته یی وویل مه راځه زه لامبم غسل کوم :
اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه هم د اوبو آواز واوریدو د مینی محبت او امید څپو یی زړه ناقراره کړو چی زر د خپلی مور له خولی واوری چی أشْهدُ أنْ لا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وأشْهدُ أنَّ محمَّدًا عبدُهُ ورسولُه :
کله چې یی مور غسل وکړو جامی یی واغستلی پړونی یی په سرکړو دروازه یی پرانستله په لوړ آواز یی وویل أشْهدُ أنْ لا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وأشْهدُ أنَّ محمَّدًا عبدُهُ ورسولُهُ بیا یی ورته وویل زویه زه مسلمانه شوم !
اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه بیرته له کوره ووتلو له زیاتی خوشحالۍ یی له سترګو اوښکی بهیدلی رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم ته ورغی ورته یی وویل زیری می درباندی مور می مسلمانه شوه رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم وویل الحَمْدُ ِلله چی یوتن له دوزخ وژغورل شو !
بیا اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم ته وویل یا رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم دعاء راته وکړه چي زما او مور سره می د ټولی دنیا مسلمانانو په زړونو کی مینه پیدا شی او زمونږ هم د ټولی دنیا مسلمانانو سره مینه پیدا شی !
رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم ورته داسي دعاء وکړه !
اللَّهُمَّ حَبِّبْ عُبَيْدَكَ هَذا وَأُمَّهُ إِلَى عِبَادِكَ المُؤْمِنِيْنَ، وَحَبِّبْهُمْ إِلَيْهِمَا» یا الله جل جلاله ستا دغه بنده او مور یی ستا دنیکو بندګانو په زړونو کی ورسره مینه پیدا کړی او ددوی هم د ټولو نیکو مسلمانانو سره مینه پیدا کړی !
اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه فرمائی په الله جل جلاله قسم چی له دغه دعاء وروسته زمونږ هم مسلمانانو سره بیکچه مینه پیدا شوه او دخلکو هم مونږ سره مینه پیدا شوه :
اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه دمور دومره منونکی وو چی دهغی په ژوند یی حج هم نه کولو هغه یو ځل رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم ته راغلو ورته یی وویل غواړم تاسره حج ته لاړشم خو څوک نشته چی د مور خدمت می وکړی زه څه وکړم ؟
رَسُوْلَ الله صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّم ورته وویل یا اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه ستا حج دمور خدمت دی یو ځل یی مخ ته په مینه ګوره د نفلی حج او عمری ثواب لری :
بیا اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه له حج پاتی شو د مور خدمت یی غوره وبللو د مور او پلار مخ ته په مینه کتل د نفلی حج او عمری ثواب لری :
یو روایت کی راغلی چی د وَادِی اَلْعَقِیْقْ په نوم ځای کی اَبُوْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ الله عنه خپلی مور ته ورغی اول یی سلام واچولو بیا یی ورته وویل موری الله جل جلاله دی أجرونه درکړی چی ښه تربیه دی راکړی هغی ورته جواب کی وویل تاته دی هم الله جل جلاله اجرونه درکړی چی د اسلام دعوت دی راکړو له دوزخ دی بچ کړم هدایت می نصیب شو :
نوربیا دا لړۍ دوام لري راسره اوسۍ,
ژباړه ليك او ترتيب"
حبل الله المتين".
https://www.facebook.com/H.almatin/
محترمو دوستانو په دي پاڼه کښي به د نبوي سیرت، د اصحابو کرامو سیرت او نور اسلامي اړین معلومات نشر کیږي په دی هیله چي خوښ مو شي