04/05/2025
د ابن خلدون ژوری فکری خبرې چی د اقلیم، عدالت، سلطنت او ملتونو په باب له تاریخ نه اخستل شوی حقیقتونه بیانوی!
۱. شنه، ښايسته او لمدې ځمکې د انسانانو طبایع نرموي، خلک نرمخویه او لطیف فکره کوي.
۲. معتدل او یخ هوا خلک فعال، ژوند ته مینهوال، او صافمزاجه روزي.
۳. جابر او ظالم سلطنت د خلکو په زړونو کې وېره، ذلت او بېباوري خوروي خو بيا خلک یې د جګړې پر وخت یوازي پرېږدي.
۴. خلک په ارامي کې سره برابر وي، خو د ازمېښت پر مهال پېژندل کېږي.
۵. کله چې یو دولت د زور له لارې ځان قوي ښکاره کړي، دا د زوال تر ټولو ښکاره نخښه ده – لکه څراغ چې تر تېلو خلاصېدو وړاندې وروستی ځل ځان ځلوي.
۶. د دولت زړښت د هغه پای دی؛ که هر څومره واکمنان هڅه وکړي، بیا ځوان نه شي پاتي کېدلی.
۷. د غرونو خلک د مېړانې له مخې د ښاري خلکو نه لوړ وي، ځکه ښاري له راحت او تنبلي سره عادت شوي وي.
۸. محکوم ملتونه بد اخلاق پیدا کوي، او ټولنیز فساد پکې زياتيږي
۹. ظالم حاکم ته ولس په ښکاره وفاداري ښيي، خو زړونه یې له کرکې ډک وي، او کله چې هغه کمزوری شي، څوک ورسره نه درېږي.
۱۰. که دولت خپل سرحدونه له لاسه ورکوي، او واکمنان مال جمع کوي – پوه شه چې خطر نږدې دی.
۱۱. تمدن چې ډېر زيات او نعمتونو ته ورسي، نو له همدې ځایه زوال پیلوي، لکه د ژویو د عمر پای.
۱۲. که فساد عام شي، اصلاح د ګډوډی له لارې پېلېږي.
۱۳. عدالت د ملت عقل دی، که خلک عدالت ته بېباوره شي، خپل عقل له لاسه ورکوي – او ګډوډی خپرېږي.
د عبرت زنګونه تل ړندو ته نه، بلکې بیدارو ته غږ کوي.……
31/07/2024
اسرائیل څه ډول منځ ته راغلل؟
د اسراییلو تاریخ
د غزې تړانګه
د فلسطین او اسرائیلو جګړې
اسرائیل، اسراییل، د غزې تړانګه، د اسرائیلو تاریخ، اسراییلو هېواد، د اسرایلو او فلسطین جګړه، صهیونېزم
اسرائیل څه ډول منځ ته راغلل؟ تاریخ یې څه دی؟ له کومو ستونزو سره مخ شول؟ کومې ځانګړتیاوې لري؟ د یوه ځانګړي هېواد په توګه چا او څه ډول رامنځ ته کړل، په دې ویډ...
18/11/2023
https://youtu.be/fOmRlO6D2Ck?si=7kkx1PrY_hjqH3gt
#ادبیات
#لیکوالي
#ژوند او ادب
#کره کتنه
#لیکوال
#پښتو
#ادبپوهنه
ادبیات څه ته وايي؟
د ادبیاتو د ماهیت او پېژندنې په باب له ډاکتر نظام الدین کټوازي سره د استاد غضنفر مرکه #ادبیات #څه دي ادبیات؟ #کره کتنه #تنقید #کره کتونکی #پښتو ادبیات #ادبي بحثونه...
13/08/2023
https://youtu.be/E2N6WY5Xc0U
د ارواپوهنې لس ګټور کتابونه
ارواپوهنه
ّپه پښتو ژبه د ارواپوهنې لس ګټور کتابونهارواپوهنهپښتو کتابونهګټور کتابونه د ژوند درسونه #استادانه
16/05/2023
https://youtu.be/zmHahD1W-h0
ژوند جوړوونکې خبرې
best speech غوره ویناوي
ژوند جوړونکې خبرېد پوهانو ویناوېژورې خبرې #غوره ویناوې #د ژوند درسونه #استادانه
06/05/2023
https://youtu.be/JouhXfudjFs
د پوهانو فکرونه
Thoughts of scientists د پوهانو فکرونه
د پوهانو په زړه پورې ویناوېد پند او عبرت خبرېغوره ویناوېژورې خبرېد پوهانو نقل قولونهد ژوند درسونهد ژوند معناپوهه او فرهنګ #استادانه
18/04/2023
د حضرت محمد "ص" ۱۰۰ خويونه!
۱ - پر لار باندي يې په ارامي او عزت تګ کاوه
۲ - د تګ په وخت کي يې قدمونه پر مځکه نه کشول.
۳ -نظر يې کښته اچاوه او مځکي ته يې کتل .
۴ - ﻫﺮ څوک چه به يې ليده سلام به يې وراچاوه او چا دده تر مخه سلام ندى وراچولى.
۵ -کله چه به يې چاته لاس په لاس کي ورکړى ژر به يې د هغه لاس نه خوشي کاوه.
۶ -د خلګو سره يې داسي ژوند کاوه چه هرچا به فکر کاوه چه د هغه حضرت هغه نژدي کس دى .
۷ - ﻫيچاته به يې د سترګو تر بيخو نه کتل او مخامخ به يې ورته کتل.
۸ - هيچاته به يې برګ برګ نه کتل .
۹ -چه کله به يې اشاره کوله په لاس به يې اشاره کوله نه په وريځو او سترګو .
۱۰- اوږده مهال يې پټه خوله (ﺳﮑﻮت) درلود د اړتيا پرته يې خبره نه کوله.
۱۱- ﻫﺮکله چه به يې د چا سره خبري کولي د هغه خبرو ته يې ډير غوږ نيوى
۱۲- د هر چا سره چه به يې خبري کولي په بشپړ ډول به يې سينه ورګرځوله او مخامخ به ورته کښينستى.
۱۳-د هر چا سره چه به کښينستى تر څو چه هغه به د ولاړيدو اراده نه وه کړي هغه ﺣﻀﺮﺕ نه ولاړيدى.
۱۴- د خداى ج د يادولو پرته نه په مجلس کي کښينستلى او نه ځيني ولاړ سوى دى .
۱۵- مجلس ته د داخليدو په وخت کي د مجلس په ﺁﺧﺮ او دروازى ته نژدي کښينستى نه د مجلس په منځ کي .
۱۶- په ﻣﺠﻠﺲ کي به يې ځانته ځاى نه ځانګړى کاوه او منعه يې ځينى کوله .
۱۷- هيڅکله يې د خلګو په حضور کي ﺗﮑﻴﻪ نه کوله.
۱۸- ﺍﮐﺜﺮه ناستي يي مخ پر قبله وي.
۱۹- که به دده په مخکي دده ناخوښه کار پيښ سو ده به ﻧﺎﺩﻳﺪﻩ نيوى .
۲۰- که به د چا څخه ﺧﻄﺎ ﺻﺎﺩﺭه سوه هغه يې نه نقلوله .
۲۱- د چا څخه يې په خبرو کي غچ نه اخيستى .
۲۲- هيڅکله يې د چا سره جنګ او جګړي نه کولي .
۲۳- هيڅکله ېي د چا خبري نه پريکولي ﻣﮕﺮ که يې ﻟﻐﻮ اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حرف نه واى ويلي.
۲۴- د سوال ځواب يې څو ځله تکرار کوى ترڅو په جواب کي يې اوريدونکى شکمن نسي.
۲۵- کله چه به يې د چا څخه ﻧﺎﺻﻮﺍبي خبري اوريدي نه يې ورته ويل چه « ولي پلاني داسي ويل » ﺑﻠﮑﻪ فرمايل يي چه « په ﺑﻌﻀﻲ خلګو څه کيږي چه داسي وايي؟ »
۲۶- د غريبانو سره يې زياته ناسته او ولاړه درلوده او ډوډۍ بٙه يې هم ورسره خوړله.
۲۷- د ﺑﻨﺪﮔﺎنو اﻭ ﻏﻼﻣﺎنو بلنه يې هم منله.
۲۸- ﻫﺪﻳﻪ يې ﻗﺒﻮلوله که څه هم به د شيدو يو جام وو.
۲۹- تر هر څه زياته يې وصيله رحمي پر ځاى کوله .
۳۰-د خپلوانو سره يې نيکي کوله بيله دي چه پر نورو بهتري ورکړي .
۳۱- ښه کار ته يې ﺗﺤﺴﻴﻦ اﻭ ﺗﺸﻮﻳﻖ فرمايل او بد کار به يي غندى او نهي کاوه به يي.
۳۲- هغه څه چه د خلګو د ﺩﻳﻦ اﻭ ﺩﻧﻴﺎ د اصلاح موجب کيدل دوى ته به يې وفرمايل : کوم څه چه حاضران يې له ما اوري غايبانو ته يې هم وروسوئ.
۳۳- ﻫﺮچا چه به ﻋﺬﺭ راوړى دهغه عذر يې قبولاوه .
۳۴- هيڅوک يي سپک نه ګاڼه .
۳۵- هيڅکله يې چاته ښکنځل ندي کړي او چاته يې په بدو نومونو نه ويل .
۳۶- هيڅوک يې د خپلو ﺍﻃﺮﺍﻓﻴﺎنو اﻭپه ده پورې د تړلي کسان يې نفرتي نه کړل.
۳۷- هيڅکله يې د چا عيبونه نه پلټل .
۳۸- دخلګو د شر څخه يي پرهيز کاوه د دوى څخه نه ګوښه کيدى او د ټولو سره ﺧﻮﺷﺨﻮى وو .
۳۹- هيڅکله يې د خلګو بد نه ويل او د هغوى زيات صفت يې هم نه کاوه .
۴۰- د نورو پر ګستاخي يې ﺻﺒﺮ کاوه او د ﺑﺪۍ جزا يې په ﻧﻴﮑﻲ سره ورکوله .
۴۱- د ناروغانو ﻋﻴﺎﺩﺕ يې کاوه که څه هم به د مديني شريفي په ليري نقطه کي وو.
۴۲- د خپلو ﺍﺻﺤﺎبانو خبر يې اخيستى او ددوى د حالاتو پوښتنه يې کوله.
۴۳- ﺍﺻﺤﺎبانو ته به يي په ښو نومونو ور ږغ کاوه.
۴۴-د ﺍﺻﺤﺎبانو سره به يې په ﮐﺎرونو کي ډيري مشوري کولي او پر هغه به يې ټينګار کاوه.
۴۵- ﺩ يارانو په منځ کي به کښينستى که به کومه ستونځه راتله چا نسواى کولاى چه ددوى په منځ کي پيغمبر وپيژني .
۴۶- د خپلو ﻳﺎﺭﺍنو په منځ کي به يي ﺍﻧﺲ اﻭ ﺍﻟﻔﺖ راوستى.
۴۷- وعدي او تړون ته ﻭﻓﺎﺩﺍﺭﺗﺮﻳﻦ انسان وو.
۴۸- کله چه به يې ﻓﻘﻴﺮ ته کوم شي بخښي پخپل لاس يې ورکاوه او چاته يې نه حواله کاوه .
۴۹- که به پر لمانځه وو او دده مخي ته څوک راغلى واى لمونځ يې لنډ وايه
۵۰- که به پر لمانځه وو او ماشوم به ژړل لمونځ يي لنډ وايه .
۵۱- پر د هغه کسان زيات ګران وو چه خير يې نورو ته زيات رسيدى
۵۲- هيڅوک دده د ﻣﺤﻀﺮ څخه ﻧﺎ ﺍﻣﻴﺪ نه وو او فرمايل به يي « د هغو کسانو حاجتونه راوروسئ څوک چه يي تر ما نسي رارسولاى . »
۵۳- ﻫﺮکله چه به چا دده څخه د حاجت خواست کاوه که سم وو روا يې باله او که نه وو په ښو خبرو يې راضي کاوه.
۵۴- د هيچا درخواست يې نه رداوه ﻣﮕﺮ که به په ﻣﻌﺼﻴﺖ کښي وو .
۵۵- دسپين ږيرو يي زيات عزت کاوه او پر کشرانو ډير ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ وو .
۵۶- د ﻏﺮﻳﺒﺎنو يي زيات ﻣﺮﺍﻋﺎﺕ کاوه .
۵۷-د شرخوښو زړونه يې په ﻧﻴﮑﻲ باندي ترلاسه کول او ﻣﺠﺬﻭبول يي.
۵۸- په ښکاره به ﻣﺘﺒﺴﻢ (پر شونډو خندان) وو او په ﻋﻴﻦﺣﺎﻝ کي يې په زړه کي د الله ج څخه بيره ﺯﻳﺎته وه .
۵۹- کله چه به خوشحال وو سترګي يې يوه پر بله ايښودي او د خوشحالۍ ﺍﻇﻬﺎﺭ يي کاوه
۶۰-ده ﺍﮐﺜﺮه ﺧﻨﺪا د ﺗﺒﺴﻢ ﻭه خندا يې ږغ نه درلودي.
۶۱- کله کله به يې ﻣﺰﺍﺡ کوله اما د مزاح او خندا په ﺑﻬﺎﻧﻪ يي نامناسب اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حروف نه ويل.
۶۲-ﺑﺪ نوم ته يي ﺗﻐﻴﻴﺮ ورکاوه او د هغه پر ځاى يي ښه نوم کاراوه .
۶۳-ﺑﺮﺩﺑﺎﺭﻱ او سړه سينه يي هم مهاله پر خښم وړانديوالى کاوه .
۶۴- د شتمنۍ د هلاکت پر وخت خښم نه ورتلى او نه هم ناارامه کيدى .
۶۵- د خداى ج لپاره دومره په قهر کيدى چه بل چا به نه پيژندى.
۶۶- هيڅکله يې د ځان غچ نه اخيستى ﻣﮕﺮ بغير له هغو چه د ﺣﻖ حريم يې ماتوى.
۶۷- د محمد ص په وړاندي تر ټولو ﻣﻨﻔﻮﺭﺗﺮين خوى درواغ ويل وو.
۶۸- د خوشحالۍ او خفګان پر مهال يې د حق د يادولو پرته بل څه پر ژبه جاري نه وو .
۶۹- هيڅکله يې پيسي نه ذخيره کولي .
۷۰- په ﺧﻮﺭﺍﮎ اﻭ ﭘﻮښاﮎ کي تر خپلو خدمت ګارانو زيات شى نه درلودي .
۷۱-پر خاورو کښينستي او ډوډۍ يې هم ورباندي خوړله مګر پاکي يې تر هر څه خوښيده.
۷۲- پر مځکه بيديدى .
۷۳- بوټونه او کالي يې خپله اغوستل .
۷۴- پخپلو لاسونو يي شيدي څښلى او د اوښ پښي يې پخپله تړلي.
۷۵- ﻫﺮ ﻣﺮکب چه به ورته ﻣﻬﻴﺎ وو ورباندي سپريدى او فرق نه ورکاوه.
۷۶-ﻫﺮځاى ته چه به تلى هغه خپله عبا (چپني ته ورته جامه ده ) يي همواروله او ګټه يې ځيني اخستله .
۷۷- دده ﺣﻀﺮﺕ اکثره جامي سپيني وي.
۷۸- چه نوى جامه به جوړه کړه مخکنۍ يې ﻓﻘﻴﺮ ته بخښله.
۷۹- ﻓﺎﺧﺮﻱ ډوله جامه يي د جمعي د ورځي وه.
۸۰- د بوټونو او کاليو د داغوستلو پر مهال يې له ښي خوا پيل کاوه.
۸۱- ببر او خيرن ويښتان يې ﮐﺮﺍﻫﺖ ګڼل.
۸۲-ﻫﻤﻴﺸﻪ به ﺧﻮﺷﺒﻮ وو او زيات ﻣﺨﺎﺭﺝ يې د عطرونو پر رانيولو وو .
۸۳-ﻫﻤﻴﺸﻪ به يې اودس درلودى او د اوداسه پر مهال يي مسواک واهه .
۸۴- لمونځ لکه دده د سترګو نور وو ارامي او استراحت يې په لمانځه کي موندل .
۸۵- د هري مياشتي پر ديارلسم ، څوارلسم او پنځلسمه ورځ يې روژه نيوله .
۸۶- هيڅکله يې کوم نعمت پوري نه خندل .
۸۷- د الله تعالى لږ ﻧﻌﻤﺖ يې ډير باله .
۸۸- هيڅکله يې غذا نه ﺗﻌﺮيفوله او نه يې بد پسي ويل .
۸۹-د ﻏﺬﺍ پر موقع چه به هر څه ﺣﺎﺿﺮ وو ﻣﻴﻞ يي ورته ښکاره کاوه .
۹۰- ﺩ سترخان پر سر يې له خپلي خوا غذا نورو ته وراړوله .
۹۱-د ﻏﺬﺍ پر مهال تر ټولو ژر ﺣﺎﺿﺮيدى او تر ټولو وروسته ځيني ولاړيدى.
۹۲- چه وږى به نه وو د ډوډۍ ميل يې نه کاوه او تر مړيدو وړاندي يې د ډوډۍ څخه انصراف کاوه يعنى پر ماړه نس يې ډوډۍ نه خوړله .
۹۳- ﻣﻌﺪي يې هيڅکله دوي غذاوي هم مهاله جمع نکړي .
۹۴- په ﻏﺬﺍ کي يې هيڅکله ټيغ (آروغ) ندى ايستلى .
۹۵-تر خپله وسه يې يواځي ډوډۍ نه خوړله .
۹۶-تر ډوډۍ خوړولو وروسته يې لاسونه پريمينځل او پر خپل مخ يې کشول .
۹۷- د اوبو څښلو پر مهال يې دري ساه وي (اېندي) نيولي په اول کي يې ﺑﺴﻢ ﺍﻟﻠﻪ اﻭ په ﺁﺧﺮ کي يې ﺍﻟﺤﻤﺪﻟﻠﻪ ويله .
۹۸- تر هر ډول مستورو او حياداره پيغلو ﺣﻴﺎناک وو.
۹۹- کله چه به کورته داخيلدى دري واره يې اجازه غوښته .
۱۰۰- د کور داخل وختونه يي پر دري برخو ويشلي وو : يوه برخه د الله ج دپاره ، بله برخه د کورنۍ او دريمه برخه يې د ځان او خلګو دپاره وه.
هیله ده درود شریف مو هير نشي.
#کاپۍ
12/02/2023
https://youtu.be/flvICq07vTA
د ژوند کوچیني ټکي
اچ جکسون براون امریکایی لیکوال دی، نوموړی ، د ژوند کوچیني ټکي، په نوم یو کتاب لري. دغه کتاب یې د خپل زوی لپاره لیکلی دی، خو له چاپ سره سم دومره مشهور شو چې ...
06/02/2023
https://youtu.be/z3K1DFffo7k
د ژوند درسونه له شیوکهرا سره
شیوکهرا له اصله یو هندی لیکوال او ویناوال دی، اوس امریکا کې اوسېږي. دی د رهبریت او فردي ودې په باره کې آثار لري. تر ټولو مهم اثر یې چې ، ته ګټونکی یې، نومېږي...
12/11/2022
اساطیري فوسیلونه
لویه برخه هغه وګړي، څیزونه، روایات او متون چې اوس سپېڅلي ښکاري، له تاریخي پلوه سپېڅلي نه ول.
سیاسي قدرت، پانګه یا د پلویانو ړوند اعتقاد له ځينو څېرو، څيزونو، روایاتو او متونو څخه مقدسات جوړوي.
ناپلئیون بوناپارت د توپخانې یو عادي فرانسوي پوځي و. واکمن شو، اېمپراتور شو، چا نابغه باله او چا تر انسان ورپورته موجود. تاسو د فیلوسوفیکو ویناوو یا (مقولو) ټولګې وګورئ، ډېرې حکیمانه ویناوې ورپورې تړل شوې دي، چې پخپله ناپلئیون به له دې خبرو خبر هم نه و.
څو ورځې وړاندې مې د بېلګېتس په اړه کوم حکایت ولوست، چې څنګه یې کوم ورځپاڼه پلورونکی ماشوم تر ځان بډای ګڼلی و؟
حضرت علي (رض) بېشکه چې د اسلام څلورم خلیفه و او د زړورتیا، تقوا و حکمت ګڼې کارنامې به لري، خو هغه کیسې، چې تر ده لسیزې لسیزې روسته په اسلامي نړۍ کې د ده د حضور، د نوموړي د اس (دلدل) د ځواک او د ده د تورې (ذوالفقار) د زور په اړه پنځول شوې دي، له تاریخي روایاتو سره سمون نه لري.
په اسطوره یي Mythologized روایاتو کې لولو، چې څو څو ځایه لوی لوی غرونه د حضرت په توره نیم کړای شوي دي. یا یې د دلدل پونده په ډېرو ډبرو کې نښه پاتې شوې ده، ګواکې په یوه وخت کې حضرت په افغانستان، منځنۍ اسیا، عراق، ایران سوریه، عربستان، مصر و هیندوستان کې جګړې کړې دي. ویل شوي، چې یوه کافر له خپل اس سره مخې ته ورغی، نو څه ګوري، چې دی پر اس سپور ایله د حضرت علي د پښې تر ښنګري پورې رسیږي، حال دا چې حضرت نسبتاً ټیټه ونه لرله.
د مقدسو ویناوو، اشخاصو، متونو او څيزونو په اړه د ګروهمنو مبالغې د تاریخ په اوږدو کې د هغو اصلي څېره مسخ کوي او په یوه داسې اساطیري فوسیل یې بدلوي، چې د زمانې هرې پېړۍ یوه نوې پوړۍ پرې جوړه کړې وي. لکه د واورې توپ چې له غره راورغړي او په لاره کې له ځانه سره واوره راتاووي او د غره تر لمنې چې رارسیږي، نو غټه بلا ترې جوړه وي.
د بودا ټولې لویې مجسمې او معبدونه د هغه د فیلوسوفي، تفکر او تعالیمو پرخلاف دي.
حضرت عیسی به ویل: که چا په کیڼ مخ ووهلې، ښی مخ هم ورواړوه او که چا درنه کوټ ویوست، کمیس ته وروباسه... خو د صلیبي جګړو پرمهال ګڼ ځله اروپايي کلیساوو د هغه له خولې متشدد او خونړي روایتونه رانقل کړل، چې خلک جګړو ته وهڅوي.
پوښتنه دا ده، چې د نوې زمانې نسلونه ولې دا هرڅه مني؟
هغه وګړي او ډلې، چې د اساطیري فوسیلونو له تبلیغ څخه ډوډۍ خوري، سیاسي واک و ځواک ته رسیږي او ځان ته ورنه سیاسي - فرهنګي هویت جوړوي، خپل روایتونه له ځینو افسانوي وېرو، ګواښونو او ترهو سره ګډوي:-که دا مو ونه منله نو د دوزخ ښاماران به مو ونغړي.
-که په دې کې مو شک وکړ، کور به مو سپېره شي.
- پلاني ونه منله په مرګوني مرض اخته شو.
- که څوک یې ونه مني، په بیزو به بدل شي.
- دوزخ له هغو خلکو ډک دی، چې دا خبرې یې نه منلې...
د نویو نسلونو ویره هم د زمانې په تېرېدو سره پړسیږي او په جمعي لاشعور کې زېرمه کیږي. دا ویره مادي هیأت مومي او په صورتونو بدلیږي.
انسان له رواني پلوه له عقوبت څخه ویرول کیږي او مجبور دی، ناعقلاني څيزونه ومنی. ناعقلاني پدیدې د عقلي فعالیت ساحه کوشنۍ کوي او تفکر شاته تنبوي. په دې بڼه هغوی چې په اساطیري فوسیلونو کې یې پانګونه کړې ده، د ډوډۍ، پیسو، سیاسي ځواک او دبدبې خاوندان کیږي. د دوی حکومتونه د دروغجنو او خرافي باورونو اساطیري فوسیلونه نور هم پړسوي او په دې توګه خرافات دوی ته او دوی خرافاتو ته ګټه وررسوي.
د نړۍ، هستۍ، ژوند، انسان او ټولنې په اړه عقلاني، هنري او خپلواک تفکر له اوهامو او خرافاتو د ژغورنې یوازیني وسایل دي، چې نوی نسل باید ورته مخه کړي او د اوهامو او پوچو ویرو د کابوسونو په وړاندې په زړورتیا ودریږي.
"څېړنوال عبدالغفور لیوال"
06/08/2022
خلک نه پوهېږي
چې څه روان دي
او په دې هم نه پوهېږي
چې نه پوهېږي.
"پروفیسر نوآم چامسکي"