20/09/2024
د ونې پر ښاخ دوه مرغۍ ناستې وې، له لرې یو سړی راڅرګند شو، یوې مرغۍ بلې ته کړل، که وا نه لوزو دا به مو ووژني، بلې مرغۍ ورته کړل چې دا سړی په ډېرې شریفې او درنې جامې کې دی دا به هیڅکله زموږ د ویشتو نیت ونه لري، سړی چې رانژدې شو پر مرغۍ یې غشی ورخوشې کړ او مرغۍ یې وویشته، ملګرې مرغۍ یې پاچا ته عارضه شوه، پاچا ښکاري راوغوښت ښکاري پر خپل جرم اعتراف وکړ، مرغۍ ته واک ورکړل شو چې، څه ډول سزا دې وټاکله زه یې ورکوم.
مرغۍ ورته وویل:" که دا ښکاري وي؛ نو د ښکار جامې دې واغوندې او د شرافت جامې دې لرې کړي"
24/12/2023
*پوهان وایي:
*مرغۍ ځکه په قفس کي ځاله نه جوړوي، چې اولادونه یې د غلامۍ ميراث نه شئ
Sadiq Baryal
24/12/2023
د عقلمند ملګرتیا کوه
ځکه چي ډیره ګټه لري!
Sadiq Baryal; ✍️
🥰🥰😍
24/12/2023
د کار یوه ګټه دا ده.
چي ورځي لنډ وي او ژوند اوږدوي!
Sadiq Baryal ✍️
🥰💔😍
24/12/2023
په عربي ژبه کې یو متل دی:
الأخوة أجنحة، كلما تسقط لا يرفعڪ إلا الأخ.
ژباړه:
وروڼه وزرونه دي، هر کله چې وغورځیږې یواځېنی کس دې ورور دی چې راپورته دې کړي.
کله چې مو د پلار او کاکا ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو، نو تاسې د پلار طرفداري مه کوئ، ځکه چې هغه وخت ته نه وی خو ستا د پلار ورور موجود وو.
24/12/2023
په سجده سهوه سره په لمانځه کې دا ښوول کیږي چې کله هم غلطي وشي نو هغه ومنه او رکوع وکړه.
نو لهذا ژوند کې تیروتنې ومنې،
بیرته یې د سمون هڅه وکړئ
Sadiq Baryal
29/11/2023
غریبي چې د انسان ڪومې هیلې وژني!!!
جګړه یې هم نشي وژلی.!!!🥹
📝SaSadiq BaryalaSadiq Baryal
28/11/2023
اړیڪه مه ساتي
د یو او بل باور وساتې. ځڪه هغه اړیڪه، هېڅ ڪومه ګټه نلري .چېرته چې باور نه وی
[دغه نن صبا یاران]
نشر کول مه هیروئ: