11/08/2025
له ورور څخه دې مخکې خور تعليم يافته شي
واقعا ډېر زيات خوند کوي او د خوشحالۍ د احساسولو وخت وي چې خور او ورور يو ځاى د کور څخه د تعليم د زده کړې لپاره ښوونځي ته ځي او په درسونو کې يو له بل سره مرسته كوي او يو د بل مشکل حلوي او په خاصه توګه هاغه وخت د ټولې کورنۍ لپاره د خوشحالۍ احساس زياتيږي چې دواړه لومړى مقام واخلي لکه په لاندې انځور کې کوثر جان چې په شپږم ټولګي کې لومړى مقام او هارون جان په اتم ټولګي کې دوهم مقام تر لاسه کړى
د دغې مقام او بريا ګلالېو زده كوونكو او قدرمنې کورنۍ ته يې وړاندې کوم