د لوي اختر په مناسبت پیغام!
درنو هېوادوالو:
د لوی اختر د رارسېدو مبارکي د افغانستان ټول متدین ولس او د دوی صبورو کورنیو ته د زړه له تله وایم
زموږ په ملي او اسلامي دود کې اختر د تاوتریخوالي، نفرت او دښمنۍ د له منځه وړو فرصت دی؛ هیله مندیم چې په هېواد کې دا سپېڅلې ورځې د یووالي، ټیکاو او د تل پاتې سولې لامل شي او خلک د دا ستر ابراهیمی او محمدي سنت د سولې او ارامۍ په فضا کې تر سره کړي.
زه په اخير کې د ګران هیواد د شهیدانو کورنیو ته صبر او زغم او ټپیانو ته د الله (ج) له درباره د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوم.
د خوښۍ ورځې په مخ کې ولرئ.
ستاسو ورور بازمحمد منګل
Mangal Mobariz
General Information (عمومی معلومات)
29/05/2025
د یوه بزرګ څخه یې وپوښتل ولې دومره آرام او هوسا یې؟
ويې ویل: د کلونو مطالعې او تجربې وروسته مې خپل ژوند پر پينځو اصولو بناء کړی دی:
١- پوه شوم چې زما رزق بل څوک نه خوري، نو آرام او هوسا شوم.
٢- پوه شوم چې الله تعالی هر وخت او هر ځای ما ویني، نو حیاء مې وکړه.
٣- پوه شوم چې زما کارونه بل څوک نه را اجراء کوي، نو کوښښ مې وکړ.
٤- پوه شوم چې مرګ حتمي دی، نو ځان مې ورته چمتو کړ.
٥- پوه شوم چې نیکي او بدي له منځه نه ځي او بیرته یې
پایله ما ته را ګرځي، نو ګناه او بدي می پریښوده.
او دغه پنځه اصله هره ورځ په خپل ذهن کې را تازه کوم.
د روژې د مبارکې مياشتې د را رسيدو په مناسبت پيغام !
د روژې د مبارکې مياشتې د را رسيدو په مناسبت د افغانستان او د نړۍ ټول مسلمان ملت ته مبارکي وايم.
روژه د صبر او تقوا، رحمت او مغفرت او تعاون او سخا مياشت ده. له دې امله له خپلو ټولو مسلمانو او متدينو هېوادوالو څخه مننه کوو چې د روژې د مبارکې مياشتې ورځې په عبادت، دعا، د قرانکريم په تلاوت، د صدقو په ورکولو، د اخوت په ټينګولو او د ځان او ټولنې په اصلاح کې تېرې کړي او له ګناهونو، شخرو او اختلافونو څخه ډډه وکړي او ترحم، تعاون، شفقت، صبر او عفو خپل کړنلاره وګرځوي.
د هېواد له ملي تاجرانو او شتمنو څخه په درناوي سره غوښتنه کېږي چې په دې مبارکه مياشت کې د فقيرانو او بې وزلو کسانو په مرسته کې بيړه وکړي.
له ټولو دُکاندارانو او کسبګرو څخه غوښتنه کېږي چې د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي له احتکار او ګران پلورنې څخه په جدي توګه ډډه وکړي او په لږ مفاد قناعت وکړي.
ستاسو ورور بازمحمد منګل
06/01/2024
I have reached 600 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉
[سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 7]
وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتٰبًا فِى قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوٓا إِنْ هٰذَآ إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
[اې پېغمبره (ص)!] كه موږ پر تا په كوم كاغذ کښي ليكلى كتاب هم نازل کړی واى او خلكو هغه په خپلو لاسونو سره لمس کړی، (ليدلى هم واى)؛ هله به هم هغو كسانو چي له حق څخه منكر شويدي، همدا خبره كوله چي دا خو ښكاره کوډي دي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Website
Address
Kabul
0093