19/04/2020
السلام علیکم
ملګرو او دوستانو
دغه پیج (پاڼه)درسره لایک او خوښه کړی
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ahmad Takal, Education, kabul, Kabul.
19/04/2020
السلام علیکم
ملګرو او دوستانو
دغه پیج (پاڼه)درسره لایک او خوښه کړی
12/03/2016
Congratulion vectory of cricket
To all our brave nation of afghanistan
دافغانستان ټول ولس ته دکریکټ نړیوال جام ته کامیابیدو مباراکی وایم ټول افغانان دی سر لوړی او بریالی اوسی
Thanks my dear friend
د ولس چوپړ
هر وخت به یې د هغه څارنه کوله، چې کومه غلتي یې ونیسي، یوه شپې هغه په تیاره کې ووت، یوه کور ته ورغی څه وخت هلته و بیا ولاړ، څارونکی یې وایي: سهار زه هغه کورته ورغلم په کور کې یوه زړه، ړنده او شله بوډۍ ناسته وه، ورته ومې ویل: بيګا یو سړی ستا کره راغلی و هغه دلته د څه له پاره راځي؟ بوډۍ راته وویل: دا سړی دا ډېره موده کیږي هره شپه ماته راځي، زما د ضرورت شیان راته راوړي او زما کور راته صفا کوي!، د هغه د تېروتنو څارونکي له ځانه سره وویل: مور دي بوره شه طلحه! د عمر بن الخطاب په ښویېدنو پسي ګرځې؟! . صفة الصفوه.
یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/
له ولس سره خواخوږي
یو وخت په مدینه منوره او سیمه کې کاختي راغله او خلک سخت وږي شول، له خلکو سره د نورو مختلفو مرستو په ترڅ کې یوه ورځ اوښان حلال شول او خلکو ته غوښي وویشل شوې، د اوښ کَو، ینه او لړمون یې ځان ته پاخه شوي وو او په یوه لوی لوښي کې یې عمر رضي الله عنه ته راوړل، هغه ورته وویل: که زه دا وخورم نو ډېر بد امیر به یم، ځکه خلکو ته مو غوښه او هډوکي وویشل او زه به پستې غوښي خورم! هغه یې لري کړل او له تیلو سره یې ډوډۍ وخوړله، وروسته یې خپل غلام یرفأ ته وویل: په سمغ نومي ځای کې یوه کورنۍ ده د هغوی حال پوښتلو ته دا دری ورځي زه نه یم ورغلی هغه ماته مو چې کومه پسته غوښه پخه کړې وه هغه هغې کورنۍ ته وروړئ. صفة الصفوه ۲۸۱/۱.
یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/
نېکمرغي به څنګه ترلاسه کوو؟
د صنف پنځوسو شاګردانو ته یې درس ورکاوه، ناڅاپه چوپ شو، له لیږ چوپتيا وروسته یې شاګردانو ته وویل: غواړم یوه لنډکۍ ازموینه درته ترتیب کړم، هغه داسې چې هر شاګرد ته یې یو یو بالون ورکړ او ورته کړه یې: تاسو هر یو خپل بالون وپړسوئ، بیا خپل نوم پرې ولیکئ، او ټول بیرته ماته وسپارئ او هغوی همداسې وکړل. استاد ټول بالونونه یو ځای په بله خونه کې کېښودل او شاګردان یې هغې خوني ته بوتلل، هلته یې ورته وویل: تاسو ایله پنځه دقیقې وخت لرئ په دې پنځو دقیقو کې به هر یو خپل بالون دراخلئ، شاګردانو په تیزي سره د بالونونو په کوټه غوټې پیل کړې او هر یوه کوښښ کاوه هغه بالون ترلاسه کړي چې نوم یې پرې لیکلی دی، رش او ازدحام شو، ټېلې او ټمبې او بد حال جوړ شو، پنځه دقیقې وخت تیر شو ایله دوه دريو کسانو خپل خپل بالون ترلاسه کړ نور تش لاسونه ولاړ او ستمیدل.
دویم ځل استاد ورته وویل: دا ځل بیا پنځه دقیق وخت درکوم، خو د خپل بالون ترلاسه کولو طریقه بدلوو او هغه داسې چې پرته له ټېلو او ټمبو هر کس دي هغه بالون ورواخلي چې ورته نږدې دی، په هغه لیکلي نوم ته دي وګوري او هغه ملګري ته دي بالون ورکړي، په ډېره اساني او ارام سره تقریباً په یوه دقیقه کې هر یوه ته خپل هغه بالون ورسیدی چې نوم یې پرې لیکلی و. له دې وروسته یې استاد وویل: دا هغه کیسه ده چې زموږ په ژوند کې روانه ده، هر څوک په نېکمرغي او ښه ژوند ترلاسه کولو پسې منډي وهي او نه پوهیږي څنګه یې ترلاسه کړي، خو دا خبره ډېری خلکو هیره کړې ده چې اصلي او رښتینې نېکمرغي د نورو په نېکمرغه کولو او خوشاله کولو کې نغښتې ده، د نورو د خوشاله کولو له پاره مخلصانه هڅي وکړه هغه ورکه نېکمرغي به ترلاسه کړې، او که فرضاً یواځي ځان نېکمرغه کړې او نور بدمرغه او ستومانه وي نو د بدمرغو په منځ کې ژوند په هرصورت بدمرغي ده.
یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/
د الله د منکرینو ډار
د الله ډېری منکرین په پټه او له وېري الله مني لكه د مشرکینو په اړه قرانکریم وایي: کله چې هغوی په کښتيو کې سپاره شي په اخلاص سره الله یادوي، فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ، ځکه په کښتيو کې د بحر سفر ډېر وېروونکی وي، د دوی د ښکاره کفر او د الله د انکار په اړه قرانکریم وایي: او ځکه چې د دنیا خوند واخلي، وَلِيَتَمَتَّعُوا . نو د دنیا خوندونو او غفلت آن د الله د وجود انکار ته اماده کړي وي، خو د رښتیا په ډګر کې سخت ډاریږي او الله مني، د دې ډار یوه نوې بېلګه له یوه فرنګی فیلسوف او مشهور لیکوال کولن ولسن( 1931- 2013) نه واورئ، دی وایي: د سهار په دری بجې مې هغه لیکنه پای ته ورسوله چې په هغه کې مې د الله له وجود نه انکار کړی و (العیاذ بالله)، خو د خوب نیت مې چې وکړ برق مې نه شوی بندولی ځکه وېریدم چې الله به څه راباندي کوي!.
یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/
تر ټولو هوښیار او بې عقل
منصور بن عمار رحمه الله د مشهور اموي خلیفه عبد الملک بن مروان مجلس ته ورغی، خلیفه د خبرو په ترڅ کې ورته وویل: منصوره! یو کال مخکي مې دا پوښتنه درنه کړې ده خو تراوسه دي ځواب نه دی راکړی: په ټولو خلکو کې ډېر هوښیار او ډېر بې عقل څوک دی؟ منصور ولاړ شو بهر ووت، لیږ وروسته بیرته راغی، خلیفه ورته وویل: څنګه بیرته راغلې؟ منصور ورته وویل: امیر المؤمنینه! تر ټولو هوښیار انسان هغه دی چې نېکي هم کوي او ويریږي هم، او ترټولو ناپوه انسان هغه دی چې بدي هم کوي او ډاډه هم وي، اعقل الناس محسن خائف، و اجهل الناس مسیئ آمن. وایي د منصور په دې ځواب سره عبد الملک بن مروان دومره وژړل چې جامې یې هم په اوښکو لندې شوې.
سره له بد عمله سره له ګناه هم ډاډ او بې پروایي د مومن له پاره خطرناکه خبر ده، او د یوه اثر په رڼا کې دا د فاجر او منافق عادت بلل شوی دی، عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایي: مومن خپل ګناهونه داسي ویني لکه د غره لاندې چې ناست وي او ويریږي پرې راوبه لویږي، او فاجر خپلو ګناهونو ته داسي ګوري لکه یو مچ یې په پوزه تیر شي او په لاس اشاره ورته وکړي. عن ابن مسعود رضي الله عنه:إن المؤمن يرى ذنوبه كأنه قاعد تحت جبل يخاف أن يقع عليه، وإن الفاجر يرى ذنوبه كذباب مر على أنفه فقال به هكذا. اخرجه البخاري في صحیحه.
یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/
روزونکو او ښوونکو ته
د روزونکي او ښوونکي د خولې خبري عامي او د مجلسونو هوایي خبري نه دي چې ښه او بد اغیز یې ډېر د توجه وړ نه وي، د دوی خبرو ته تنکي ماشومان متوجه وي او د هغوی په تشو ذهنونو کې د روزونکي او ښوونکي خبري ژور نقش جوړوي، باید دوی خپلي هري خبري ته په دقت سره متوجه وي، لاندي په رواني لحاظ د ځیني ښو او بدو جملو په ممکن اغیز خبره کوو، خدای دي وکړي د درنو روزونکو او ښوونکو د جدي پاملرني وړوګرځي.
( ته ډېر تکړه او د کار سړی یې)
شونې ده دا جمله د کوم ځوان او ماشوم په ذهن او روان ژور اغیز وکړي، د هغه همت لوړ کړي او ایسته به یې د لویانو کتار ته پورته کړي.
( ته کولی شې )
دا درنه جمله کولی شي د یوه معیوب او شل شوټ انسان همت دومره لوړ کړي چې په عیبجن بدن هغه کارونه ترسره کړي چې د روغو غړیو او پیاوړي بدن خاوند یې نه شي ترسره کولی.
( ته کم عقل او ناپوه یې )
شونې ده دا خبره خدای مه کړه د یوه ځیرک او هوښیار ماشوم د همت ملا ماته کړي، د عقل او ځیرکتیا دروازې یې وتړي او د اسمان په څنډو کې د الوتونکي باز له لوړو یې د چینډخي په شان د تنګ کوهي ژورو ته راټیټ کړي.
(ته بدمرغه یې )
دا بدشامته جمله کولی شي د یوه درانه او خواږه انسان همت ته داسې څپیړه ورکړي چې له ښې لارې کږې ته او له نېکمرغي نه د بدمرغي لورته ټیله کړي.
موږ که د نېکمرغو او بدمرغو ځوانانو ذهنونه راوپلټو د هغوی په ذهنونو کې به دې لوړو جملو خامخا اغیز شندلې پرتې وي، څوک به یې په سمو او نورو به یې په کږو لارو روان کړي وي، د روزونکو، ښوونکو، مندو او پلرونو باید هر وخت خپلو خولو او خبرو ته کلکه توجه وي، د روزونکو او ښوونکو خبرې د اولادونو او شاګردانو په روان او ذهنونو کې ژوري نقش کیږي.
لطفاً د دې لینک له لاري د الله په لور پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/
له عــــدل سره مینه
د عمربن الخطاب رضی الله عنه د خلافت زمانه وه، علي ابن ابي طالب اوعمر رضي الله عنهما سره ناست وو، یو کس راغی او عمر ته یې وویل: ای امیرالمۇمنین! زه په علي باندې دعوه لرم زما او هغه په منځ کې فیصله وکړه، عمر علي ته وویل: ای ابوالحسن! ته ورشه د خپل مدعي څنګ ته کښېنه او تاسو دواړه خپلې خبرې وکړئ. علي ورغی له هغه سره یوځای کښېناست، څه خبرې یې سره وکړې او هغه سړی ولاړ.
علي رضي الله عنه راغی بیرته د عمر رضی الله عنه خواته کښېناست، د عمر دا فکر شوچې ما علي ته امر وکړ چې د مدعي خواته کښېنه، شاید په دې خبره خپه شوی وي.ورته ویې ویل: تاسو د لویې مرتبې خاوند یئ او ما له یوه عام سړي سره دکښېنستلو امر درته وکړ زما په دې خبره خو به خپه شوی نه یې؟، هغه ورته وویل: نه په دې هیڅکله نه یم خپه او په دې خپه شوم چې تا هغه وخت ماته وویل: ای ابوالحسن(عربو کې د زوی په نوم یادول د اصلي نوم په نسبت درنښت لري) ځکه زه هغه وخت په جرم تورن وم تا باید ماته ویلې وی: ای علي، عمر رضي الله عنه د ده په دې خبره خوشاله، په غیږ کې یې ونیو اوښکول یې کړ. او زیاته یې کړه: زما مور او پلار دي له تا قربان شي ستاسو په برکت موږ هدایت ترلاسه کړی او له تیارو نه رڼاته راوتلي یو.
صحابه کرامو رضی الله عنهم د عدل او انصاف په پلي کولو کې په داسې توګه د یوه بل مرسته او ملاتړکاوه!. یو واکمن که هرڅومره ښه او عادل شي خو چې د ځان په څیر ښه اوعدل خوښوونکې ملګري ونه لري نه شي کولی عدل او انصاف رامنځته کړي. رښتیا هم صحابه کرام د عدل مينان وو رضي الله عنهم اجمعین.
یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/
د غوره انسان صفتونه
عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چا وویل: يارسول الله په خلکو کې تر ټولو غوره انسان څوک دی؟ هغه وویل: هر پاک زړی او د ژبي رښتيني، هغوی وویل: صدوق اللسان پیژنو دا محکوم القلب (پاک زړی) چا ته وایي؟ هغه وویل: محکوم القلب پاک او سپیڅلي انسان ته وایي، نه یې ګناه کړې وي او نه سرکښي، نه دوکه کوي او نه کینه او حسد. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ : قِيلَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَيُّ النَّاسِ أَفْضَلُ؟ قَالَ : كُلُّ مَخْمُومِ الْقَلْبِ صَدُوقِ اللِّسَانِ. قَالُوا : صَدُوقُ اللِّسَانِ نَعْرِفُهُ ، فَمَا مَخْمُومُ الْقَلْبِ ؟ قَالَ : هُوَ النَّقِيُّ ، التَّقِيُّ ، لَا إِثْمَ عَلَيْهِ ، وَلَا بَغْيَ ، وَلَا غِلَّ ، وَلَا حَسَدَ. رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ ، وَالْبَيْهَقِيُّ فِي شُعَبِ الْإِيمَانِ.
یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/
د رسول الله وصیت
ابو ذر رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې وویل: یارسول الله وصیت راته وکړه، هغه وویل: کله چې ګناه وکړې له هغې وروسته ښه کار وکړه، هغه ګناه به ختمه کړي، چا وویل: یارسول الله ! (لا اله الا الله) ویل هم له نېکیو نه ده؟ هغه ورته وویل: دا تر ټولو غوره نېکي ده. عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ الله عَنْهُ قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ أَوْصِنِي, قَالَ: إِذَا عَمِلْتَ سَيِّئَةً فَأَتْبِعْهَا حَسَنةً تَمْحُهَا، قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ أَمِنَ الْحَسَنَاتِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ؟ قَالَ: هِيَ أَفْضَلُ الْحَسَنَاتِ. أخرجه أحمد (5/169 ، رقم 21525) .
یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/