ترڅو تقوي خپله کړئ
ای هغو خلکو چې ایمان بې راوړی ده په تاسو روژې فرض کړل شوې دي لکه له تاسو په مخکي خلکو چې فرض کړل شوې وې، تر څو تاسو تقوي خپله کړئ.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ} [البقرة: 183.
د روژې مطلب داده چې مومن د روژې په برکت سره تقوي خپله کړي او د تقوي تعریف علماو داسي کړی ده: الخوف من الجليل، والعمل بالتنزيل، والرضى بالقليل، والاستعداد ليوم الرحیل. یعني له لوی الله نه ويریدل، په قران عمل کول، په کم شي راضي کیدل او د اخرت ورځې ته ځان تیارول تقوي ده.
که په روژه کې هرڅوک داسي عمل کوي چې د تقوي خلاف وي نو باید پوه شي چې د روژې موخه او هدف یې نده ترلاسه کړی.
Ahttp://zdakra.com/pand/
مسافری سخته خوری ده
مسافری سخته خوری ده
زما روژه ده
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: کومه ورځ چې ستاسو کوم یوه روژه وي نو سپکې او فحش خبرې دي نه کوي او نه دي د ناپوهي او جهالت کارونه کوي، که څوک ښکنځل ورته کوي او یا جګړه ورسره کوي ورته ودي وایې: زما روژه ده زما روژه ده.
عن أبي هريرة - رضى الله عنه - قال: قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم : "إذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يجهل، وإن امرؤ شاتمه أو قاتله فليقل: إني صائم. إني صائم". رواه البخاري ومسلم.
Ahttp://zdakra.com/pand/
مهمه پوښتنه
د روژې سختي او زور په مازدیګر کې وي په همدې سخت وخت کې ستا میرمن، خور، مور او ... په پخلي بوخته وي او د سرو لمبو په څنګ کې تاسو ته روژه ماتی تیاروي... له هغو سرو لمبو سره څو ساعته په کار بوخت انسان ستا له پاره هر مازدیګر دا ستونزې ګالي تاسو کله خپل وجدان پوښتلی چې دا انسان زما له پاره دومره ستونزې ګالي ما په مقابل کې څه ورسره کړي دي؟؟
د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا وصیت په یاد لرئ چې وایې: عن أبي هريرة رضي الله عنه قال ، قال صلى الله عليه وسلم: استوصوا بالنساء خيرا. رواه البخاري ومسلم. یعني تاسو له ښځو سره د ښو کولو وصیت وکړئ، او د هغوی حقوق پوره کړئ.
http://zdakra.com/pand/
دقران مینه
امام حسن البصري رحمه الله یوه شپه دا دعا کوله: اللهم اعف عمن ظلمني، یعني ای الله په ماباندي که چا ظلم کړی وي هغه ته بښنه وکړه، دا دعا هغه بیخي ډیره تکرار کړه.
یوه سړي ورته وویل: ای ابوسعید! بیګا شپه خو دي هغه چاته زښتې زیاتې دعاوې وکړې چې ظلم یې درباندي کړی وي، دومره زیاتې چې ما له ځانه سره وویل کاش زه هم له هغو خلکو وی چې په تایې ظلم کړی. ولې دي دومره زیاتې دعاوې ورته کولې؟
هغه ورته وویل: الله جل جلاله وایې: فمن عفا واصلح فأجره علي الله. یعني څوک چې بښنه وکړي او صالح شي دهغه اجر او ثواب په الله ده.
اصلا دهغو خلکو زړونه په قرانکریم سره تربیه او روزل شوې وو، چې هرڅه قرانکریم ویلې دوی بې له شکه او سمدستي عملي کول. ځکه هغه زړونه دقرانکریم له مینې ډک وو. الله دي زموږ زړونه دالله او دهغه دسپیڅلي کتاب په رښتینې مینه ښایسته او اباد کړي.
http://zdakra.com/pand/
بښنه کول او که یو څوک ستاسو په حق کې کومه خطایي وکړي له هغه مخ اړول هغه ستر خویونه دي چې په برکت سره یې الله جل جلاله د بنده عیبونه پټوي او ګناهونه ورته بښي، قرانکریم وایې: وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ.سورة النور22. یعني دوي (مومنان) دي خامخا بښنه وکړي او ( که د دوی په حق کې څوک خطایي وکړي) څنګ دي ور وګرځوي، ایا تاسو ته خوند نه در کوي چې الله بښنه درته وکړي، او الله بښونکي او مهربانه دی.
http://zdakra.com/pand
د عمربن عبدالعزیز دزامنو میراث
عباسي خلیفه منصور چې کله خلیفه وټاکل شو مقاتل بن سلیمان رحمه الله ورغی منصور ورته وویل: نصیحت راته وکړه، مقاتل ورته وویل د خپلو لیدلو حالاتو له مخې نصیحت درته وکړم او که د اوریدلو؟ هغه ورته وویل: نه د لیدلو، مقاتل ورته وویل: ای امیرالمؤمنین! عمربن عبدالعزیز یولس زامن لرل، او په میراث کې یې اتلس دیناره ورته پرېښودل، پنځه دیناره یې په کفن ولګیدل، څلور په قبر ولګیدل، او پاته یې په زامنو ووېشل شوو، او هشام بن عبدالملک هم یولس زامن لرل او هر زوی ته یې د پلار له میراث نه یو ملیون دیناره ورسیدل.
په خدای قسم ای امیرالمؤمنین! یوه ورځ مي د عمر بن عبدالعزیز یو زوی ولید د الله په لاره کې یې سل اسان خیرات کړل، او د هشام یو زوی مي ولید په بازار کې یې سوال کاوه، او عمر بن عبدالعزیز د مرګ په بستر پروت و چا پوښتنه ور نه وکړه چې ای عمر! اولاد ته دي څه شی پرې ایښي دي؟ هغه ورته وویل: هغوی ته مي له الله نه ویره پرې ایښې ده، که دوی صالحان وو نو الله د صالحانو سرپرست او ولي ده، او که هغوی صالحان نه وي نو زه که هغوی ته مال پرېږدم له هغوی سره به مي په ګناه کې مرسته کړې وي.
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله کیسه او وروستۍ خبره خورا له پند او عبرت ډکه ده په ځانګړې توګه د هغو خلکو له پاره چې کوښښ کوي خپلو اولادونو ته شتمني، ځمکې او جایدادونه پرېږدي، د دې خلکو حالت په رښتیا هم د تاسف وړ ده دوی ډیر عمر د دنیا په ګټلو بوخت وي او دا بوختیا یې په دې پلمه نوره اوږده شي چې باید اولادونو ته یوڅه پرېږدي، او همدا اندیښنه یې حرص لا زیات کړي په لوی عمر کې هسي هم حرص زیات وي او دا پلمې یې حرص لا زیات او قناعته یې لري کړي. هر چاته الله روزي لیکلې ده هغه څوک به ډیر ساده وي چې خپل ټول ژوند اولاد ته د شتمنیو په زیاتولو تیر کړي، علماء وایې د هغه سړي حال د تاسف وړ ده چې اولادونو ته دنیا پرېږدي، هغوی مزي او خوندونه پرې اخلي او په اخرت کې یې حساب له ده سره کیږې.
http://zdakra.com/
حقه وینا کول او د شريعت خلاف کار په ګوته کول د هر مسلمان مسؤلیت ده، په ځانګړې توګه د عالم او لارښود کس له پاره حقه وینا بیخي لازمي ده، او د احترام او نرمي په پلمه حقه خبره نه کول او چوپ پاته کیدل ځینني خلک حیا او شرم بولي، خو دا شرعاً حیا نده بلکي دا کمزوري او د حق ضایع کول دي.
رسول الله ﷺ ډیره زیاته حیا لرله او له خلکو سره به یې ډیره نرمي کوله، خو په روایاتو کې راغلي دي چې کله به یې څوک ولید حرام کار کوي په غوسه به شو. لکه د بخاري د یوه روایت په یوه برخه کې راغلي عائشه رضی الله عنها وایې : په خدای قسم هغه ته به چې هرشي رامخته کیدی د ځان له پاره یې هیڅکله له چا نه غچ نده اخیستی، خو کله به چې د الله حرام شیان ماتیدل بیابه یې د الله له پاره غچ اخیستی. والله ما انتقم لنفسه في شيء يؤتى إليه قط حتى تنتهك حرمات الله فينتقم لله.
http://zdakra.com/pand
خلکوته ښې خبرې کوئ
وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً. البقرة الاية83.
ژباړه او خلاصه: او خلکوته ښې خبرې کوئ، یعني په ظاهر اوباطن دواړو ښې خبرې، په ظاهره ښه خبر دامعناچې الفاظ یې ښکلې وي نرمه او پسته خبره وي او په باطن دامعناچې دخیر او ګټې خبره وي عبث او دضرر خبره نه وي. په دې ایت کې له اوو قراتونو نه یو یې چې دحمزه او کسایي قرات ده داسي راغلی ده: حَسَنًا. یعني خلکو ته وایئ چې ډیر ښه.
په بل ایت کې راغلې دي:وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ[الإسراء: الآية53] یعني ته زمابندګانوته ووایه چې دوی دي ډیرې ښې خبرې کوي.
په لومړي ایت کې دښو خبرو دکولو په امر کې الله وایې: للِنَّاسِ، یعني خلکوته او په خلکو کې ښه او بد انسان، ګناهګار اوښه کاره انسان داراز مومن او کافر ټول راځي، او په دویم ایت کې په مطلقه توګه ښو خبرو کولو امر شوی ده، او دا الهي امرونه دي، هرمومن باید خپلو خبرو او له خلکو سره د اړیکو په وخت خپلو ویناو ته دقیق او متوجه واوسي.
د الله په لور
د ژبې عبادت
د ژبې له بندګې نه څو واجبات دي لکه:
1د شهادت د دوو کلمو ویل،
2دومره تلاوت چې د لمانځه فرضيت پرې پوره کیږې،
3په لمانځه کې لازمي او فرضي ذکر،
4 د سلام ځواب د ژبثې له واجباتو نه ده،
5په ښو امر او له بدو منعه کول،
6دناپوه پوهول،
7 ګمراه ته سمه لاره ښوول،
8لازمي شهادت ویل
9 رښتیا ویل،
او د ژبې له بندګي نه څو مستحبات دي لکه:
1د قرانکریم تلاوت،
2 او هر وخت په ذکر ژبه لنده لرل،
3علمي ګټور بحثونه او دې ته ورته نور،
او د ژبې له پاره حرام کارونه لکه:
1د قران او سنت هره مخالفه خبره،
2د قران او حدیثو مخالفت او بدعت ته خلک رابلل،
3په پاکو ښځو تهمت لګول،
4د مسلمان ښکنځل او زورول،
5دروغ ویل،
6غیبت کول،
7ناحقه شاهدي ویل،
مدارج السالکین
http://zdakra.com/pand
یوبل په بدنوم مه یادوئ
یو بل په بد لقب او نا خوښه نوم سره یادول ښه کار نه ده په دې سره هغه انسان خپه کیږې ځکه خپل اصلي نوم په هر انسان ګران وي او مینه ورسره لري، دا کارد یوه انسان سپکاوی ده او شرعا ناروا ده قران کریم وایې : وَلاتَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلا تَنَابَزُوا بِالألْقَابِ (الحجرات) یعني تاسو په خپلو ځانونو (په یوه بل) عیب مه لګوئ ، او یو بل په
بدو لقبونو او بدو نومونو مه ولئ . علماء وایې دا دیوه مسلمان په بل حق ده چې باید یو بل په خپل غوره نوم وبولې او بد نوم ورته یاد نکړې . په روایت کې راغلې چې ابوذر رضی الله عنه بل صحابي ته وویل : ای د تورې زویه ، رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه ته وویل : په تا کې لا د جاهلیت خوی شته . عن أبي ذر رضي الله عنه قال : ساببت رجلاً فعيرته بأمه ، فقال لي النبي صلي الله عليه وسلم ( يا أبا ذر أعيرته بأمه؟ إنك امرؤ فيك جاهلية. أخرجه البخاري.
http://zdakra.com/pand
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Afghanistan Kabul
Kabul