د ژبې نړۍ

د ژبې نړۍ

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د ژبې نړۍ, Education, Kabul.

د ژبپوهنې تخصصي بحثونه
د پښتو ژبې او ادبیاتو، کلتور او تاریخي آثارو تصویري او غږیز خپرول
Specialized Discussions in Linguistics
Visual and Audio Publications on Pashto Language and Literature, Culture, and Historical Heritage

29/04/2026

محمد داوود خان
ــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: روبین برنیټ
ژباړن: سیلانی
محمد داوود خان، په کابل کې په ۱۲۸۸ هـ.ش./۱۹۰۹ ز. کال زېږېدلی او د ۱۳۵۷ هـ.ش. د ثور په ۷مه/د ۱۹۷۸ ز. د اپرېل په ۲۷مه په کابل کې وفات شوی دی. هغه د افغانستان صدراعظم (۱۳۳۲–۱۳۴۲ هـ.ش./۱۹۵۳–۱۹۶۳ ز) او د افغانستان لومړنی ولسمشر (۱۳۵۲–۱۳۵۷ هـ.ش./۱۹۷۳–۱۹۷۸ ز.) و. د هغه پلار محمد عزیز خان، د محمد نادر شاه (۱۳۰۸–۱۳۱۲ هـ.ش./۱۹۲۹–۱۹۳۳ ز.) ورور و. د داوود خان کورنۍ د دراني پښتنو د بارکزۍ قبیلې د شاهي محمدزي ټبر د یحیی‌خېلو له نسبي څانګې پورې اړه لري.

داوود خان له ۱۳۰۰ هـ.ش./۱۹۲۱ ز. څخه تر ۱۳۰۹ هـ.ش./۱۹۳۰ ز. پورې په اروپا کې ژوند او زده‌کړې وکړې؛ په داسې حال کې چې د هغه پلار، او د دې دورې په یوه برخه کې یې کاکا هم، د امان‌الله خان د سلطنت پر مهال په تبعید کې وو او د هماغې کورنۍ د یوې سیالې څانګې استازي ګڼل کېدل. په ۱۳۰۷ هـ.ش./۱۹۲۹ ز. کال کې د امان‌الله خان له واک پرېښودو وروسته، نادر خان د واک د یوه غاصب پر ضد د مخالفو ځواکونو مشري په غاړه واخیسته او بالاخره په دې وتوانېده چې د سلطنت دعوه په خپله ګټه تمامه کړي او تخت ترلاسه کړي.

له دې وروسته، داوود خان افغانستان ته راستون شو او د ۱۳۱۰ هـ.ش./۱۹۳۱ ز. کال یې د پلیو ځواکونو د افسرانو په ښوونځي کې په زده‌کړو تېر کړ. په ۱۳۱۲ هـ.ش./۱۹۳۳ ز. کال کې هم نادر شاه او هم د داوود خان پلار، چې هغه مهال یې په جرمني کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوله، د امان‌الله خان د پلویانو له‌خوا ووژل شول. له دې پېښو وروسته، د نادر شاه زوی محمد ظاهر پاچا شو، او د هغه تره محمد هاشم خان د صدراعظم په توګه په عملي ډول د افغانستان واک چلاوه. داوود خان د محمد هاشم خان له کورنۍ او سیاسي چاپېریال سره یوځای شو. نوموړي په ۱۳۱۳ هـ.ش./۱۹۳۴ ز. کال کې د نادر شاه له لور زینب سره واده وکړ.

په اروپا کې د ځوانۍ پر مهال د داوود خان استوګنې هغه د افغانستان د وروسته‌پاتې‌والي په اړه په ژوره او جدي توګه خبر او حساس کړی و. له همدې امله، هغه د خپل سیاسي او اداري ژوند په اوږدو کې د هېواد د عصري کولو پیاوړې هیله د پوځ له بنسټ سره له نږدې تړاو او جدي هویت‌موندنې سره یوځای کړه. نادر شاه په ۱۳۲۱ هـ.ش./۱۹۳۲ ز. کال کې هغه د تورن جنرالۍ رتبې ته ورساوه. داوود خان له هغه وروسته د څو ولایتونو د نظامي قوماندان په توګه دنده ترسره کړه او د ۱۳۱۸–۱۳۲۶ هـ.ش./۱۹۳۹–۱۹۴۷ ز. کلونو په ترڅ کې یې په کابل کې د مرکزي ځواکونو قومانده پر غاړه لرله.
په ۱۳۲۵ هـ.ش./۱۹۴۶ ز. کال کې د وخت صدراعظم، یعنې د هغه بل کاکا شاه محمود غازي، داوود خان د دفاع وزیر په توګه وټاکه.

تر هغه مهاله د شاهي کورنۍ همدغه څانګه په دوو سیاسي ډلو وېشل شوې وه. داوود خان او د هغه تره محمد هاشم خان د هغې ډلې مشري کوله چې د سخت‌دریځه، فعال او پښتني ملت پالنې واکمنۍ پلوي یې کوله؛ په داسې حال کې چې شاه محمود او پاچا د سیاسي نرمښت، ازمایښتي لیبرال بدلونونو او د پراخې ټولنیزې او سیاسي ګډون‌پالنې له بهیر سره تړلي ګڼل کېدل. له شاه محمود سره تر اختلاف وروسته، داوود خان په ۱۳۲۷ هـ.ش./۱۹۴۸ ز. کال کې د سفیر په توګه پاریس ته ولېږل شو.

او یو کال وروسته بېرته هېواد ته راستون شو، څو د کورنیو چارو د وزیر (wazīr-e dāḵela) او د قبایلو چارو د رئیس (raʾīs-e qabāʾel) په توګه دنده ترسره کړي (Adamec, p. 114). په وروستۍ دنده کې، داوود د افغانستان او د پاکستان د نوي دولت ترمنځ شخړه لا پسې زیاته کړه او د پاکستان په پښتني قبایلي سیمو کې یې د ځان‌ټاکنې د حق غوښتنې په ټینګه او فعاله توګه ملاتړ کاوه (Dupree, pp. 477–98).

په ۱۳۳۲ هـ.ش./۱۹۵۳ ز. کال کې داوود خان د یوې کودتا له لارې، هغه ډول کودتا چې هېڅ وینه په کې تویې نشوه، له خپل تره څخه واک ترلاسه کړ. د صدارت په موده کې، چې وروسته د «داوود لسیزه» په نوم وپېژندل شوه، نوموړي د افغانستان دولتي جوړښت په ژوره توګه بدل کړ.

هغه سمدستي د ملي اردو د جوړولو او پیاوړتیا لپاره د بهرنیو مرستو په لټه کې شو. کله چې متحده ایالاتو، چې هغه مهال له پاکستان سره د اتحاد پر لور روان وو، د ده غوښتنه رد کړه، داوود خان شوروي اتحاد ته مخه کړه. شوروي اتحاد، د ۱۳۳۳ هـ.ش./۱۹۵۵ ز. کال له یوې موافقې څخه راوروسته، د افغان پوځ لپاره د پوځي تجهیزاتو او روزنې ډېره برخه برابره کړه. مسکو همدارنګه د انکشافي مرستو زمینه هم برابره کړه؛ لکه څنګه چې واشنګټن ډي. سي. هم له ۱۳۳۵ هـ.ش./۱۹۵۶ ز. کال وروسته افغانستان ته انکشافي مرستې پیل کړې.

که څه هم له مسکو سره د داوود خان نږدې اړیکو هغه ته د «سره شهزاده» لقب ور وباښه، خو نوموړی کمونېست نه و؛ بلکې یو خپلواک‌مزاج، اقتدارپال او د عصري کولو پلوی مشر و. هغه د ناپیلتوب (بې‌طرفۍ) سیاست تعقیبوه او د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ یې د سیالۍ له فضا څخه د افغانستان د ګټو لپاره سیاسي استفاده کوله.

هغه مرستې چې داوود خان ترلاسه کړې، نوموړي ته دا توان ور ورکړ چې د خپلې دولت‌جوړونې د پالیسۍ اساسي عناصر عملي کړي: د وسلو واک او کنټرول د یوې عصري اردو او ژاندارمري په چوکاټ کې متمرکز کول؛ په اقتصادي زیربناوو، په ځانګړي ډول بندونو او سړکونو، کې د پانګونې له لارې سوداګریزې کرنې او صادراتو ته وده ورکول؛ د پانګې د راټولېدو د اصلي سرچینې په توګه د خصوصي سهامي شرکتونو پر ځای پر دولتي تصدیو تکیه کول؛ د نویو دولتي بنسټونو لپاره د کادرونو د روزنې په موخه د عصري زده‌کړو پراخ*ل؛ او د ملي ترانسپورتي او مخابراتي شبکې رامنځته کول.

د مرکزي دولت د ځواک پرله‌پسې زیاتوالي داوود خان ته دا زمینه برابره کړه چې ځینې عصري‌کوونکې اصلاحات هم پلي کړي. په ۱۳۳۸ هـ.ش./۱۹۵۹ ز. کال کې هغه دې پایلې ته ورسېد چې اردو دومره پیاوړې شوې ده چې هم د قبایلي مشرانو او هم د دیني بنسټ له نفوذ سره مقابله کولای شي. نوموړي څو بانفوذه قبایلي خانان تر کورني نظارت لاندې ونیول او اعلان یې وکړ چې له هغه وروسته به په کندهار کې د ځمکې مالیه راټولوي؛ کندهار د داوود خان د دراني هم‌قبیله‌والو اصلي ولایت و، هغه خلک چې له ډېرې مودې راهیسې له مالیې څخه معاف پاتې شوي وو. د دې پرېکړې په پایله کې راپورته شوي اعتراضونه د اردو له‌خوا وځپل شول.

د ۱۳۳۸ هـ.ش./۱۹۵۹ ز. کال د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې، داوود خان او د هغه مهم پوځي قوماندانان د پوځي کتنې پر دریځ له خپلو مېرمنو سره، لوڅ مخ راڅرګند شول. نوموړي دا خبره په څرګنده توګه ورسوله، هره ښځه چې وغواړي، کولای شي د دوی له بېلګې څخه پیروي وکړي. هغه کسان یې ونیول چې د دغو اقداماتو پر ضد یې څرګندونې کړې وې؛ همدارنګه یې هغه نور کسان هم ونیول چې له شوروي اتحاد سره د ده د اړیکو پر ضد یې څرګندونې کړې وې.

داوود خان لا هم یو ملي ګرا پښتنوپال پاتې شو. په ۱۳۴۲ هـ.ش./۱۹۶۳ ز. کال کې له پاکستان سره مخامخ سیاسي تقابل ته اړ شو. هغه هېواد چې د افغانستان ځکمنۍ سمندریزه لاره یې تر خپل کنټرول لاندې درلوده، د یوه قتصادي کړکېچ لامل شوی و؛ همدغه کړکېچ داوود خان اړ کړ چې له واکه استعفا وکړي. له دې وروسته، د راتلونکې یوې لسیزې لپاره محمد ظاهر شاه په مستقیم ډول واکمني وکړه او هغه سیاسي نظام یې پیل کړ چې «نوی ډموکراسي» بلل کېده. په دې نظام کې یو انتخابي مشورتي پارلمان، یعنې ولسي جرګه، رامنځته شوه. داوود خان د ۱۳۴۳ هـ.ش./۱۹۶۴ ز. کال د اساسي قانون د هغې مادې اصلي موخه وګرځېد چې له مخې یې د شاهي کورنۍ غړو ته نه د انتخاباتو د نوماند کېدو اجازه ورکول کېده او نه هم د وزیر په توګه د خدمت حق.

نوموړي له نوې روشنفکره طبقې او له هغو افسرانو سره خپلې اړیکې وساتلې چې په شوروي اتحاد کې روزل شوي وو؛ دا هغه ټولنیزې او پوځي ډلې وې چې تر ډېره د ده د خپلو پالیسیو په پایله کې رامنځته شوې وې، له همدې امله داوود خان ورسره ځانګړې اړیکې او نفوذ درلود. د هغه د نږدې ملګرو او همکارانو په منځ کې د افغانستان د شوروي‌پلوي د خلق ډموکراتیک ګوند (حزب دموکراتیک خلق افغانستان؛ P.D.P.A.) د پرچم ډلې غړي هم شامل وو؛ هغه ډله چې مشري یې ببرک کارمل کوله. د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې، د پرله‌پسې خرابو حاصلاتو، د بهرنیو مرستو د کمېدو او د ظاهر شاه د منفعلې او بې‌تحرکه واکمنۍ له امله، د رژیم لپاره یو ژور سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شو.

د شوروي اتحاد له‌خوا د روزل شویو پوځي افسرانو، په ځانګړي ډول د پرچم د غړو، په مرسته داوود خان د ۱۹۷۳ ز. کال په جولای کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ. خو دا ځل یې د سلطنت د تخت پر ځای، افغانستان جمهوریت اعلان کړ او ځان یې د هېواد ولسمشر وباله. که څه هم پرچمیانو د ده په حکومت کې په مهمو دندو کې خدمت کاوه، خو داوود خان ډېر ژر له هغوی او له شوروي اتحاد سره د زیاتې اتکا له امله اندېښمن شو. تر ۱۳۵۴ هـ.ش./۱۹۷۵ ز. کال پورې ډېری پرچمیان له دندو ګوښه شوي وو؛ او داوود خان، چې تل د نوو فرصتونو په لټه کې و، د فارس خلیج له نوې شتمنو پاچاهانو، په ځانګړي ډول د فارس له شاه سره، د نږدې اړیکو د جوړولو هڅه کوله. په همدې وخت کې، په افغانستان کې د اسلامي انقلابیانو لا هم کوچنۍ ډله په ۱۳۵۴ هـ.ش./۱۹۷۵ ز. کال کې د هغه پر ضد یوه ناکامه پاڅون ته لاس واچاوه او وروسته یې د پاکستان په پېښور کې خپلې اډې جوړې کړې.

په ۱۳۵۶ هـ.ش./۱۹۷۷ ز. کال کې، کله چې په مسکو کې د شوروي اتحاد مشر لیونید برېژنېف داوود خان ته له شاه سره د هغه د زیاتېدونکو اړیکو په اړه خبرداری ورکړ، داوود خان په ځواب کې وویل چې افغانستان به له هر هغه هېواد سره اړیکې ولري چې خپله یې وغواړي. له دې وروسته شورویانو د افغانستان د خلق ډموکراتیک ګوند *(P.D.P.A.)* ملاتړ لا زیات کړ. تر هغه وخته چې داوود خان د ۱۹۷۸ ز. کال په اپرېل کې د دغه ګوند پر ضد اقدام وکړ، کار له وخته تېر شوی و. په اردو کې د خلق ډموکراتیک ګوند پټو حجرو کودتا پیل کړه، او د همدې کودتا په ترڅ کې داوود خان ووژل شو.

منابع
Bibliography
L. W. Adamec, A Biographical Dictionary of Contemporary Afghanistan, Graz, 1987.
R. T. Akhramovich, Afganistan posle vtoroĭ mirovoĭ voĭny. Ocherk istorii. Moscow, 1961; tr. C. J. Lambkin as Outline History of Afghanistan after the Second World War, Moscow, 1966.
H. S. Bradsher, Afghanistan and the Soviet Union, Durham, N.C., 1983.
L. Dupree, Afghanistan, Princeton, N.J., 1973; repr. Princeton, N.J., 1980.
M. J. Fry, The Afghan Economy. Money, Finance, and the Critical Constraints to Economic Development, Leiden, 1974.
Yu. V. Gankovskiĭ et al., Istoriya Afganistana, Moscow, 1982; tr. V. Baskakov as A History of Afghanistan, Moscow, 1985.
H. Kakar, “The Fall of the Afghan Monarchy in 1973,” IJMES 5/9, 1978, pp. 195-214.
L. B. Poullada, “Afghanistan and the United States. The Crucial Years,” Middle East Journal 5/35, spring 1981, pp. 178-90.
M. N. Shahrani, “State Building and Social Fragmentation in Afghanistan. An Historical Perspective,” in A. Banuazizi and M. Weiner, eds., The State, Religion and Ethnic Politics. Afghanistan, Iran and Pakistan, Syracuse, N.Y., 1986, pp. 23-74.
#د ژبې نړۍ # #سیلانی # #داوود خان # #روبین برنیټ #

23/04/2026

دري ژبې ته د لودي کورنۍ خدمات
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: مسعود فاراني
ژباړن: سیلانی

په هند کې د غوري او غلجي واکمنیو څخه وروسته، د لودیانو سیاسي خوځښت د هند په نیمه وچه کې راڅرګند شو. که څه هم له سلطان بهلول لودي څخه مخکې، شیخ حمید لودي د (370-380 هـ.ق) کلونو ترمنځ د ملتان په سیمه کې د شاه په توګه واکمني کړې ده، مګر د پنځلسمې میلادي پېړۍ له نیمايي وروسته سلطان بهلول لودي د لودي شاهانو د سرلاري په توګه د هند په نیمه وچه کې پېژندل شوی دی. لودیانو له مغولانو مخکې په هند کې د لودي تمدن بنسټ ایښی دی.

سلطان بهلول لودي یو په زړه پورې تاریخ او برخلیک لري، چې د هغه لوستل د تاریخي پوهاوي ترڅنګ ځانته ځانګړې خوږلنې هم لري.

سلطان بهلول لودي
«بهلول لودي» چې په ماشومتوب کې د «بلو» په نامه یادېده، د ملک کالا زوی او د بهرام خان لمسی دی. ده مخکې له زېږېدو خپل پلار او د زېږېدو پر مهال خپله مور له لاسه ورکړه. د هغه روزنه په هند کې د هغه تره اسلام خان ته، چې د سرهند حاکم و، ور په غاړه شوه.

اسلام خان خپل وراره، چې نوی ځوان شوی و، یوې جګړې ته واستاوه. بهلول په دغه جګړه کې له ځانه ډېره وړتیا، زړورتیا او درایت ښکاره کړ، چې په پایله کې له یادې جګړې بریالی راستون شو. د بهلول دغې بریا ټول ځانته مجذوب کړل، په ځانګړې توګه خپل تره اسلام خان، چې حتی دی یې د خپل زوم په توګه ومانه.

اسلام خان د مړینې پر مهال، د درېیو زامنو په درلودلو سره، وویل چې بهلول د خپلې پوهې، زړورتیا او درایت له مخې کولی شي زما ځایناستی شي. مګر د ډهلي واکمنۍ بهلول د والي په توګه ونه مانه او د ده پر ځای یې د نوموړي بل تره، فېروز خان، د اسلام خان پر ځای وټاکه، ترڅو د «سرهند» دنده پر مخ یوسي، او د بهلول د ځپلو له پاره یې له پلازمېنې یو مجهز پوځ ورولېږه. دا چې فېروز خان یو پوه او د لوړ فکر خاوند و او له خپل وراره بهلول سره یې مینه او هغه ته درناوی درلود، نو د ځان ګومارل یې د بهلول پر ځای د ډهلي له خوا د دوی په کورنۍ کې یو ډول مداخله او تفرقه وګڼله. نو خپله د ډهلي د واکمنۍ پر وړاندې ودرېد او بهلول ته یې دا اجازه ورنه کړه چې له دولتي ځواکونو سره ښکېل شي. ځکه دولتي ځواکونه ډېر وو، نو فېروز خان له یوې لنډې جګړې وروسته د دولتي ځواکونو په لاس اسیر شو او یو زوی یې د شاهین په نامه ووژل شو. په دې توګه د «سرهند» واکمني د لودیانو له لاسه ووته.

دغه مهال د هند واکمني د خضرخان سادات د کورنۍ د یوه غړي، سلطان سید محمد شاه، په لاس کې وه. که څه هم د هند واکمن په خپله یو حلیم او پوه کس و، خو په دربار کې د ځینو مغرضینو په نغوته دې ته وهڅول شو چې د لودیانو په سیمه کې مداخله وکړي، چې په ترڅ کې یې لودیان د یوې لنډې مودې له پاره د «سرهند» له واکمنۍ لرې پاتې شول.

بهلول د خپل تره له بندي کېدو وروسته د هغه او د هغه د زوی د کورنیو روزنه په خپل لاس کې واخیسته او په دغه ترینګلي وضعیت کې یې د پوځ په راټولولو لاس پورې کړ، چې په ډېر لږ وخت کې یې 20 زره کسان تر خپلې مشرۍ لاندې د جګړې له پاره چمتو کړل. بهلول د دغو پوځیانو په ملتيا وکولی شول چې یو ځل بیا د سرهند ولایت واک په خپل لاس کې ونیسي او وروسته یې په یوه لیک کې ټول حقایق پادشاه ته ولیکل او هغه یې خپلو تېروتنو ته متوجه کړ. د دې تر څنګ، په لیک کې یې ځان د سلطان سید محمد شاه د واکمنۍ مطیع اعلان کړ. سلطان سید محمد شاه چې د یادې قضیې له حقایقو خبر شو، د خپلې تېروتنې د جبران په موخه یې بهلول د ټولو دولتي ارکانو پر وړاندې د خپل زوی په توګه ومانه او هغه یې د دولت ارکانو ته د دولت له نږدې مقربینو په توګه وروپېژاند. هېره دې نه وي چې دا امر وروسته له هغه تر سره شو چې سلطان سید محمد شاه، د بهلول په مشرۍ، د سرهند ولایت واکمني له سلطان محمد خلجي څخه ترلاسه کړه. د بهلول بریا د دې لامل شوه چې د ده دریځ او ځواک په دهلي او ګاونډیو سیمو کې خپور کړي.

له کومه ځایه چې د سید محمد شاه سکنی زوی، سید علاوالدین، له بهلول څخه وړوکی و، نو بهلول لودي ته یې مشر ورور ویلو او هغه ته یې ډېر درناوی درلود. کله چې سید محمد شاه په (1447م) کې ومړ، ځایناستی یې سید علاوالدین د ډهلي واکمن شو. سید علاوالدین یو استراحت‌طلبه شخص و، چې په ډېره لږه موده کې د واکمنۍ چارې یې د خپل وزیر اعظم حمید خان سره د اختلافاتو له امله وپاشلې. حمید خان په پټه د «بدایون» ایالت څخه ډهلي ته راغی او د سلطان سید علاوالدین پر وړاندې یې په توطیو لاس پورې کړ. کله چې ملک بهلول لودي ډهلي د حمید خان له نفوذ او ځواک څخه پاک کړ، نو سلطان علاوالدین ته یې پیغام ورواستاوه چې راشه د ډهلي سلطنت په لاس کې واخله.

خو علاوالدین ملک بهلول ته په ځواب کې وویل: ته زما مشر ورور یې، زما له خوا دې سلطنت تاته در مبارک وي، او زه ستا له سلطنت څخه بیعت کوم. د دې ترڅنګ یې خپلو ټولو درباریانو ته هم وویل چې زما پلار ملک بهلول ته زوی ویلی و، او تر څنګ یې د خلکو پر وړاندې د ده رښتینولي موږ ته دا ثابتوي چې موږ ورته خ*لۍ (تاج) او تخت ډالۍ کړو. نو په دې توګه ملک بهلول لودي د یو مدبر او صادق شخص په توګه په 1451م کال کې د هندوستان واکمن شو.

د هندوستان په ډېرو سیمو کې د هغه په نوم سکه ووهل شوه او په جوماتونو کې د هغه په نوم خطبې وویل شوې. د جونپور، دهولپور او سند سیمې، چې پخوا د هند د واکمنۍ په سیمو کې نه وې شاملې، د ده په واسطه را دننه شوې او د ډهلي د واکمنۍ سیمو ته یې پراختیا ورکړه.

سلطان بهلول له دې لویۍ سره سره، ډېر شکسته نفسه، متواضع، عادل، مهربان دوست او یو بردبار او صبور دښمن و. هغه د سلطنت پر تخت نه کښېناسته، عادي ځمکه یې له شاهي تخت څخه غوره ګڼله او ډېری وخت به په ځمکه کښېناسته. تاریخ د سلطان بهلول په هکله لیکي چې دی به هر وخت د خپل رعیت له ستونزو او حالت څخه باخبره و. که کومه ورځ به یې درباریان او امیران ترې په کومه خبره خفه او ناراحته کېدل، نو خپله به د هغوی پوښتنې ته ورغی او هغوی به یې په غېږ کې راټینګول. وروسته به یې خپله توره، پرته له کوم ریا او شک څخه، هغه ته په دواړو لاسونو ونیوله او ورته به یې ویل: که چېرې زه د پادشاهۍ وړ نه یم، نو تاسو کولی شئ ماته کومه بله دنده راوسپارئ.

سلطان بهلول لودي تر نورو ډېر پر غریبانو او فقیرانو مهربان و او د علماوو او پوهانو به یې ملاتړ او درناوی کاوه. د خلکو راتګ یې د ځان د لیدلو له پاره دومره اسانه کړی و، چې هر چا په ډېرې اسانۍ سره کولی شول چې دی وویني. سلطان بهلول، د دې ترڅنګ چې یو ښه سیاستمدار و، د پښتو ژبې یو ښه شاعر هم و. د بېلګې په توګه یې د کلام بېلګه تاسو ته وړاندې کوم:

ملک به زرغون کړم په ورکړ، راسه
ګوره، ورېځې د داد له پاسه
خ*ل مې د عدل په درو روڼ دی
جهان به زیب مومي زما له لاسه

همدا پوهه، عدالت او د ده مدبرانه سیاست و، چې نوموړي وکولی شول د 38 کلونو له پاره، پرته له کوم ظلم او جبر څخه، په خپلو وګړو او درباریانو واکمني وکړي.

دا لوړ شخصیت په 1489م کال کې، د 80 کلونو په عمر، له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او زوی یې شهزاده نظام خان، چې په سلطان سکندر لودي مشهور و، د ده ځایناستی شو او دري ژبه یې په هندوستان کې مروجه کړه.

لیکنه له نورو سره هم شریکه کړئ. مننه
نور په بله برخه کې
#دژبې نړۍ # #مسعود فاراني # #سیلانی # #د هند په نیمه وچه کې د لودي کورنۍ له خوا د دري ژبې خپرول #

26/03/2026

د صفت او موصوف ګردان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: سیلانی

مخکې تر دې چې په یادو ژبو کې د صفت او موصوف د کارونې او دریځ په اړه خبرې وکړم، لازمه ګڼم چې لوستونکو ته په لنډه توګه ستاينوم یا صفت وروپېژنم.

د پښتو په ژبنیزو اثارو کې د ستاينوم په اړه بېلابېل تعریفونه شوي دي. د پوهاند خویشکي او ډاکټر زیار په آثارو کې هم د ستاينوم په باب څرګندونې شته. د دغو تعریفونو ارزښت په دې کې دی چې ستاينوم له نورو توکو سره په تړاو راپېژني، خو د تدریسي او تشریحي اسانتیا له پلوه هر تعریف باید دومره روښانه وي چې زده کوونکی وکولای شي ستاينوم له نوم، قید، نومځري او نورو ډلو څخه جلا وپېژني.

په معاصر ژبپوهنیز تعبیر کې صفت یا ستاينوم هغه کلمه یا کلمه‌ییز واحد ته ویل کېږي چې د یوه نوم، نومځري، یا کله کله د جملې د یوه ګډونوال ځانګړنه، کیفیت، کمیت، حالت یا ارزښت بیان کړي. په بله وینا، ستاينوم د شي، شخص، موجود یا مفهوم ځانګړنه راښيي؛ لکه: ښکلی هلک، لوړ غر، شنه ونه، هوښیار زده کوونکی. په دغو بېلګو کې ستاينومونه د نومونو ځانګړنې بیانوي.

دلته باید دا ټکی هم روښانه شي چې په دودیزه ژبپوهنه کې صفت د کلمو له خپلواکو نحوي ټولګیو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله دا به چندان دقیقه نه وي چې صفت په مطلق ډول نوم، کلمه او مورفيم وبولو. په علمي لحاظ غوره دا ده چې ووایو: صفت یوه کلمه‌ییزه یا نحوي-معنایي ټولګه ده چې په جمله کې ځانګړی وظیفوي رول لري. البته ځينې صفتونه ساده کلمې وي، ځينې مشتقې وي، او ځينې ترکیبي بڼې هم لري. نو صفت له مورفيم سره نه، بلکې له کلمې او د ژبې له نحوي برخې سره ډېر نږدې تړاو لري.

همدارنګه باید د صفت او قید ترمنځ کرښه هم روښانه وساتل شي. صفت عموماً نوم یا نومي توکی توصیفوي، خو قید عموماً فعل، صفت، بل قید یا ټوله جمله توصیفوي. په ځينو ژبو کې یوه کلمه د دواړو دندو لپاره کارېدلی شي، خو د هغې نحوي دنده د جملې له جوړښت څخه معلومېږي. له همدې امله دا تل سمه نه ده چې هر هغه توکی چې د فعل ترڅنګ راشي، حتماً صفت وګڼل شي.
اوس راځم اصلي موضوع ته.

په پښتو ژبه کې د صفت او موصوف دریځ
ستاينوم په پښتو ژبه کې بېلابېل ډولونه، قواعد او جوړښتونه لري، خو په دې ليکنه کې زه یوازې د صفت او موصوف پر دریځ او د نورو ژبو له نظامونو سره د هغه پر پرتلنه تمرکز کوم. په پښتو ژبه کې صفت په ډېری مواردو کې له موصوف مخکې راځي، خو په ځينو نحوي جوړښتونو کې له نوم وروسته هم راتللی شي. همدارنګه په پښتو کې ځينې صفتونه د جنس او کله کله د شمېر له پلوه له خپل موصوف سره د موافقې نښې ښيي، په ځانګړي ډول په هغو بڼو کې چې ښځینه او نارینه توپير په کې څرګند وي؛ لکه: ښکلی هلک، ښکلې نجلۍ.
لکه:
ښکلی هلک، سور ګل، لوړه ونه، شین بڼ
په دغو ترکیبونو کې ښکلی، سور، لوړه، شین صفتونه دي او هلک، ګل، ونه، بڼ موصوفونه دي. په دې ډول جوړښت کې صفت تر موصوف مخکې راغلی او د هغه ځانګړنه یې بیان کړې ده. دا په پښتو کې تر ټولو عام ترتیب دی.

کله کله صفت په پښتو کې د ربطي فعلونو په مرسته له نوم وروسته هم راځي، لکه:
زما کور ښکلی دی. زموږ ونه لوړه ده. د علي حجره پراخه ده. زما غږ خوږ دی.
په دغو جملو کې ښکلی، لوړه، پراخه، خوږ صفتونه دي، خو دلته د نومونو تر مخه نه دي راغلي، بلکې د مسند یا خبري برخې په توګه کارېدلي دي. یعنې دا جملې د «مبتدا + ربطي فعل + صفت» په جوړښت ولاړې دي. نو په دې ډول کې صفت د نوم تر څنګ مستقیم اضافي توکی نه دی، بلکې د جملې په خبري برخه کې د نوم ځانګړنه بیانوي.

دا هم باید وویل شي چې په پښتو کې صفتونه د جنس له مخې په ټولو حالاتو کې یو شان نه ګردانېږي، بلکې په ځينو صفتونو کې د مذکر او مونث توپير ښکاره وي او په ځينو کې نه وي. نو که ووایو چې په پښتو کې ټول صفتونه د فرانسوي ژبې په څېر په منظم او بشپړ ډول له جنس او شمېر سره ګردانېږي، دا به مبالغه وي. دقیق تعبیر دا دی چې په پښتو کې ځينې صفتونه د جنس له مخې د موافقې نښې ښکاره کوي.

اوس د هغو بېلګو یادونه کوو چې صفت ته ورته توکي د فعل تر څنګ راغلي دي:
احمد ورو خبرې کوي. علي کراره ګرځي. ته سم ليکل کوې. محمود ژر ولاړ.

په دغو جملو کې ورو، کراره، سم، ژر د فعل د ترسره کېدو طرز، حالت یا کیفیت بیانوي. له همدې امله په نحوي لحاظ دا توکي تر ډېره قیدي دنده ترسره کوي، نه دا چې مستقیم د نوم صفت وي. که څه هم د دغو ځينو کلمو ريښه ممکن له صفتي معنا سره تړاو ولري، خو په جمله کې یې اوسنی نقش قیدي دی. نو علمي دقت دا ایجابوي چې د کلمې لغوي اصل او د هغې نحوي دنده سره جلا وساتل شي.

په فارسي دري ژبه کې د صفت او موصوف دریځ
په فارسي دري ژبه کې عموماً صفت له موصوف وروسته راځي. دا اړیکه اکثره د کسرې په وسیله څرګندېږي، لکه:
آدم خوب، خانهٔ قشنگ، آلوى ترش، شخص شریف
په دغو بېلګو کې خوب، قشنگ، ترش، شریف صفتونه دي او آدم، خانه، آلو، شخص موصوفونه دي. د دري ژبې د نومیز ترکیب له مهمو ځانګړنو څخه یوه دا ده چې موصوف او صفت د کسرې په تړاو سره نښلول کېږي. دا کسره په حقیقت کې د پښتو ژبې د اضافت توري دنده ترسره کوي.

خو په دري کې ځينې صفتونه یا صفتي جوړښتونه له نوم مخکې هم راتللی شي، په ځانګړي ډول په هغو ترکیبونو کې چې برتریت، عالي درجه، ثابت ترکیب، یا ادبي جوړښت ولري؛ لکه:
زیباترین دختر، داناترین شاگرد، سیاه‌چشم، خوش‌کلام، نیک‌نام
په دغو بېلګو کې یا خو د عالی صفت بڼه کارول شوې، یا مرکب صفتونه راغلي چې په دودیز استعمال کې د نوم تر مخه ځای نیسي.

خو دا به سمه نه وي چې هر هغه ترکیب چې ظاهراً صفت تر نوم مخکې په کې راغلی وي، د عادي نحوي قاعدې استازیتوب وکړي. د دري ژبې عمومي قاعده دا ده چې صفت تر موصوف وروسته راځي، او هغه موارد چې صفت تر نوم مخکې راځي، ډېر کله یا سبکي، ادبي، اشتقاقي یا ترکیبي ځانګړنه لري.

دا هم د یادونې وړ ده چې په دري ژبه کې صفتونه عموماً د جنس او شمېر له مخې ګردان نه لري. یعنې یو صفت د مذکر او مونث نومونو لپاره په یوه بڼه کارېږي؛ له همدې امله د دري ژبې نظام په دې برخه کې له پښتو او فرانسوي سره توپير لري.

په ترکي ژبه کې د صفت او موصوف دریځ
په ترکي ژبه کې صفت عموماً له موصوف مخکې راځي. لکه:
beyaz saray = سپینه ماڼۍ
büyük araba = لوی موټر

په دغو ترکیبونو کې beyaz او büyük صفتونه دي او saray او araba نومونه دي. ترکي ژبه په دې برخه کې له انګلیسي او د پښتو له عام جوړښت سره ورته والی لري، ځکه صفت تر نوم مخکې ځای نیسي.

په ترکي ژبه کې صفتونه عموماً د جنس له مخې ګردان نه لري، ځکه ترکي په اصل کې د نحوي جنسیت نظام نه لري. همدارنګه صفت په خپل عادي حالت کې د موصوف له مخې نه مذکر او نه مونث بڼه اخلي. له همدې امله د ترکي ژبې صفتي نظام د فرانسوي او تر یوې اندازې د پښتو له هغو بڼو سره توپير لري چې پکې جنسیتي موافقه ښکارېږي.

په انګلیسي ژبه کې د صفت او موصوف دریځ
په انګلیسي ژبه کې صفت عموماً له نوم مخکې راځي، لکه:
a big house = لوی کور
a good teacher = ښه استاد
a young man = ځوان سړی

په دغو بېلګو کې big, good, young صفتونه دي او house, teacher, man موصوفونه دي. دا د انګلیسي تر ټولو عام صفتي ترتیب دی.

خو په انګلیسي کې صفت له نوم وروسته هم راتللی شي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د linking verb یا copular verb له لارې د جملې خبري برخه جوړه کړي. لکه:
My house is big.
Mike’s car is new.
This coffee tastes good.

په دغو جملو کې big, new, good صفتونه دي، خو دلته د نومونو تر مخه نه دي راغلي؛ بلکې د ربطي فعلونو is او tastes له لارې د جملې مسندي یا خبري برخه جوړه کړې ده. نو دا به ډېر دقیق وي چې ووایو: په دې جوړښتونو کې صفت د فاعل یا مبتدا ځانګړنه د ربطي فعل په مرسته بیانوي، نه دا چې حتماً د ضمیر ستاینه کوي. ځکه په دغو جملو کې فاعل کله نوم وي، کله نومي ترکیب، او کله ضمیر.

دا هم باید وویل شي چې په انګلیسي ژبه کې صفتونه د جنس او شمېر له مخې ګردان نه لري. یعنې big house او big houses کې د صفت بڼه نه بدلېږي.

په فرانسوي ژبه کې د صفت او موصوف دریځ
په فرانسوي ژبه کې عموماً صفت له نوم وروسته راځي، خو ځينې صفتونه د ځانګړو معنایي، سبکي او دودیزو قواعدو له مخې له نوم مخکې هم راځي. لکه:
une jolie fille = یوه ښکلې نجلۍ
une nouvelle maison = یو نوی کور

په دغو بېلګو کې jolie او nouvelle صفتونه دي او fille او maison نومونه دي. دلته صفت تر نوم مخکې راغلی دی. البته په دې مثال کې une صفت نه دی، بلکې حرف تعریف/ټاکندوی دی.
د فرانسوي ژبې یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې صفت په کې له نوم سره د جنس او شمېر له مخې موافقه کوي. یعنې که نوم مونث وي، صفت هم عموماً مونثه بڼه اخلي، او که نوم جمع وي، صفت هم د جمع نښه خپلوي. لکه:
une pomme verte = یوه شنه مڼه
un vélo noir = یو تور بایسکل

په دغو مثالونو کې verte د مونث نوم pomme له مخې راغلی او noir د مذکر نوم vélo له مخې. نو فرانسوي ژبه په صفتي موافقه کې یو منظم صرفي نظام لري.

باید دا هم وویل شي چې په فرانسوي کې د صفت ځای بدلون کله کله د معنا په بدلون هم اغېز کوي. یعنې ځينې صفتونه که له نوم مخکې راشي، یوه معنا لري، او که وروسته راشي، بله ظریفه معنا ورکوي. له همدې امله د فرانسوي صفت موقعیت یوازې نحوي موضوع نه ده، بلکې معنایي اړخ هم لري.

د پښتو، دري، ترکي، انګلیسي او فرانسوي ژبو کې د صفت او موصوف پرتلنه

په پښتو، ترکي او انګلیسي ژبو کې عموماً صفت تر موصوف مخکې راځي. برعکس، په دري او فرانسوي ژبو کې عمومي تمایل دا دی چې صفت تر موصوف وروسته راشي، که څه هم په دواړو ژبو کې د نوم-مخکني صفت بېلګې هم شته.

په فرانسوي ژبه کې صفت له نوم سره د جنس او شمېر له مخې څرګنده موافقه کوي. په پښتو کې هم په ځينو صفتونو کې د جنس له مخې د موافقې نښې لیدل کېږي، خو دا نظام د فرانسوي په اندازه منظم او عمومي نه دی. په انګلیسي، ترکي او دري ژبو کې بیا صفتونه عموماً د جنس او شمېر له مخې ګردان نه لري.

په پښتو او انګلیسي ژبو کې صفت هم د نوم تر مخه راتللی شي او هم د ربطي فعلونو له لارې د جملې په خبري برخه کې د نوم ځانګړنه څرګندولای شي. په ترکي کې هم ورته مسندي جوړښت شته، نو دا به سمه نه وي چې ووایو په ترکي ژبه کې دا ډول قاعده نه تر سترګو کېږي. توپير یوازې دا دی چې د هرې ژبې نحوي نښې او فعلي جوړښتونه سره یو شان نه دي.

په دري او فرانسوي ژبو کې د نوم-وروستي صفت جوړښت ډېر عادي دی، خو د دواړو ژبو تر منځ یو مهم توپير دا دی چې فرانسوي صفتونه په صرفي ډول له نوم سره موافقه کوي، حال دا چې دري صفتونه عموماً داسې صرفي موافقه نه ښيي.

له عمومي ژبپوهنیز نظره ویلی شو چې د صفت او موصوف ترتیب په ژبو کې یو ثابت نړیوال قانون نه لري، بلکې په ژبو کې بدلېږي. ځينې ژبې د نوممخکني صفت ځانګړتیا لري، ځينې د نوم-وروستي، او ځينې بیا دواړه جوړښتونه لري. دا توپيرونه د هرې ژبې د نحوي جوړښت، تاریخي بدلون او سبکي دودونو له مخې رامنځته شوي دي.
#په پښتو، دري، انګليسي، ترکي او فرانسوي ژبو کې د صفت او موصوف ګردان # #د ژبي نړۍ # #سیلانی #

15/03/2026

فرهنګي سنوبیسم/سنوبیزم (Cultural Snobism) هغه ټولنیز او فرهنګي چلند ته ویل کېږي چې په کې یو فرد یا ډله خپل فرهنګي ذوق، هنري خوښونې، ژبني معیارونه او فکري دودونه د نورو په پرتله لوړ او غوره ګڼي. په دې حالت کې سنوب شخص هڅه کوي چې د ځانګړو فرهنګي نښو مثلآ د کلاسیکو ادبياتو لوستل، ځانګړې هنري بڼې، متفاوته لهجې کارونه، یا د بهرنیو ژبو کارول د خپل لوړ ټولنیز مقام د ښودلو لپاره وکاروي. په فرهنګي سنوبیسم کې فرهنګ یوازې د پوهې یا ښکلا د ارزښت له مخې نه ارزول کېږي، بلکې د ټولنیز تفوق او تمایز د وسیلې په توګه هم کارول کېږي. له همدې امله دا پدیده ډېری وخت د نخبه‌ګرایۍ (elitism) او ټولنیز تمایز له مفاهیمو سره تړلې وي.

په ټولنپوهنه او فرهنګي مطالعاتو کې فرهنګي سنوبیسم د ټولنیزو طبقو او د فرهنګي پانګې له مفهوم سره نږدې اړیکه لري. د فرانسوي ټولنپوه Pierre Bourdieu د نظریې له مخې، ځینې کسان د فرهنګي پوهې، ادبي ذوق او هنري سلیقې له لارې خپل ټولنیز موقعیت پیاوړی کوي او د نورو خلکو له فرهنګي ذوقونو څخه ځان جلا او غوره ښيي. د بېلګې په توګه، که څوک خپله لهجه، فرهنګ او ټولنیز موقف په سیاسي او فرهنګی لحاظ له نورو لوړ ګڼي نو دا چلند د فرهنګي سنوبیسم څرګند مثال بلل کېږي. په همدې ډول، فرهنګي سنوبیسم د فرهنګ د تنوع پر ځای د فرهنګي برترۍ احساس ته وده ورکوي او د ټولنیز واټن د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

سنوبیسم او نارسیزم دواړه د برترۍ له احساس سره تړلي مفاهیم دي، خو له علمي پلوه یې ماهیت او د څرګندېدو ساحه توپیر لري. «سنوبیسم» یو ټولنیز او فرهنګي چلند دی چې په کې فرد خپل فرهنګي ذوق، ژبني معیارونه، هنري خوښونې یا ټولنیز مقام د نورو په پرتله لوړ ګڼي او د همدې برترۍ د ښودلو لپاره د خلکو د فرهنګي سلیقو او دودونو سپک ګڼلو ته مایل وي؛ نو ځکه دا پدیده زیاتره د فرهنګي پانګې او ټولنیز تمایز له بحثونو سره تړاو لري.

برعکس، «نارسیزم» یو رواني او شخصیتي ځانګړتیا ده چې بنسټ یې د ځان-محورۍ، مبالغه شوې ځان ستاینې او د ستاینې د دوامدارې اړتیا پر محور ولاړ وي؛ په دې حالت کې فرد د خپل شخصیت او اهمیت په اړه له حده زیات تصور لري. په لنډه توګه، سنوبیسم د فرهنګي او ټولنیزې برترۍ د ښودلو تمایل دی، حال دا چې نارسیزم د فرد د شخصیت له جوړښت سره تړلې خود شیفتګي او ځان محوري ده.
#د ژبې نړۍ # #فرهنګي سنوبیسم (Cultural Snobism) # #سنوبیسم او نارسیزم # #تمهید سیلانی #

11/03/2026

Translation Services is your trusted partner for professional and high-quality language solutions. If your company, translation agency, organization, or institution is looking for expert translators, our highly qualified team of PhD and Master’s degree holders is ready to support your projects with precision, professionalism, and full commitment. We specialize in delivering accurate, culturally appropriate, and polished translations that meet the highest professional standards.

With extensive experience and a strong commitment to quality and on-time delivery, we provide reliable services tailored to your needs. Whether you require document translation, video translation, subtitle translation, transcription, website translation, proofreading, interpretation, recording, or language verification, our skilled team is prepared to deliver outstanding results within your deadline. RANA Translation Services stands for excellence, trust, and professional performance.
contact: [email protected]
Translation services #
Saylani #
#
/Dari #
#
#
#
#
#

11/03/2026

ادراکي لهجه‌پوهنه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دې ویډیو کې به تاسو د ادراکي لهجه پوهنې (Perceptual Dialectology) او شالیډ په اړه یې معلومات ترلاسه کړئ. هیله ده معلومات مو خوښ شي.
#د ژبې نړۍ # #تمهید سیلانی # #ادراکي لهجه‌پوهنه (Perceptual Dialectology) # #ژبپوهنه او لهجه پوهنه #

04/03/2026

ادراکي لهجه‌پوهه (Perceptual Dialectology) د ټولنیزې ژبپوهنې او لهجه‌پوهې یوه څانګه ده چې د عادي خلکو یعنې د ژبې د غیرمتخصصو اشخاصو برداشتونه، باورونه او قضاوتونه د اکسنټونو او لهجو په اړه څېړي. نور معلومات په دې ویډیو وګورئ
#د ژبې نړۍ # #تمهید سیلانی # #ادراکي لهجه‌پوهه (Perceptual Dialectology) # #ژبپوهنه او لهجه پوهنه #

26/02/2026

د ویلیام شکسپیر ژوند او ادبي شخصیت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: تمهید سیلانی

د ویلیام شکسپیر د زېږېدو او پیدایښت په اړه ټول پوهان په یوه خ*له نه دي، او داسې ټول منلي اسناد نه دي تر لاسه شوي چې د هغه د زېږېدو او ماشومتوب دوره په بشپړ ډول روښانه کړي. خو هغه اسناد چې د انګلستان د ستراتفورډ په کلیسا کې موندل شوي، ښيي چې د شکسپیر د تعمید نېټه د ۱۵۶۴م کال د اپرېل ۲۶ وه. لکه څنګه چې عیسویان خپل ماشومان عموماً د زېږېدو څو ورځې وروسته د تعمید لپاره کلیسا ته وړي، نو ډېری څېړونکي دا اټکل کوي چې شکسپیر به د ۱۵۶۴م کال د اپرېل په ۲۳ دې نړۍ ته سترګې غړولې وي.

د شکسپیر پلار جون شکسپیر نومېده. نوموړی د ښار له پېژندل شوو اشخاصو څخه و او د ځمکو او سوداګرۍ څښتن و. د ده مور ماري ارډن د رابرت ارډن لور وه، چې د ستراتفورډ له درنو کورنیو څخه شمېرل کېده او د واده پر مهال یې د پام وړ میراث درلود. د شکسپیر د کوچنیوالي د ورځو په اړه کره معلومات نشته، خو دومره ویلای شو چې هغه په یوه بډایه او پېژندل شوې کورنۍ کې وزېږېد او د ژوند د نسبتاً ښو شرایطو لاندې لوی شو.

ویلیام شکسپیر په ۱۵۷۰م زېږدیز کال کې د ستراتفورډ په یوه منځني ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. هلته یې لاتیني ژبه ولوسته او د لرغوني روم د ستر شاعر ویرجیل اثار یې مطالعه کړل. د شکسپیر کورنۍ د کاتولیک مذهب پیرو وه او په ټولنه کې یې ښه ځای درلود. شکسپیر تر څوارلس کلنۍ پورې په ښوونځي کې زده کړې وکړې او وروسته یې په خپل سر مطالعې ته دوام ورکړ.

له نولس کلنۍ وروسته د شکسپیر د ژوند او دندې په اړه بېلابېلې نظریې موجودې دي. ځینې کسان وایي چې هغه د حقوقي وکیلانو په دفتر کې کار کاوه، ځینې نور تاریخ لیکونکي باور لري چې هغه د قصابۍ کار کړی، او ځینې دا هم وايي چې په یوه ښوونځي کې یې د ښوونکي دنده ترسره کوله. خو د دغو نظریو په اړه کره اسناد نشته.

د ویلیام شکسپیر په ژوند کې یوه مهمه پېښه دا وه چې هغه په ۱۵۸۳م کال کې، شاوخوا د نولس کلنۍ په عمر، له ان هاته وي سره واده وکړ. ان هاته وي د چارلس هاته وي لور وه او له شکسپیر څخه اته کاله مشره وه. له دې مېرمنې څخه یې درې اولادونه وزېږېدل: سوزانا، او دوه غبرګوني اولادونه، جودیت او هامنت. له بده مرغه، هامنت په یولس کلنۍ کې وفات شو.

ویل کېږي چې شکسپیر په ۱۵۹۴م کال کې لندن ته ولاړ او هلته یې د تیاتر له نړۍ سره اړیکه ټینګه کړه. د الیزابت د دورې له مشهورو ډرامه لیکونکو څخه رابرت ګرین هم د هغه د نوم یادونه کړې ده. د شکسپیر د ځوانۍ د شپږو کلونو په اړه دقیق معلومات نشته؛ خو داسې انګېرل کېږي چې له واده څو کاله وروسته په لندن کې د یو هنرمند په توګه راڅرګند شو.

په ۱۵۹۲م کال کې په لندن کې د طاعون ناروغي خپره شوه او زرګونه کسان یې ووژل. د تیاتر دروازې وتړل شوې، ځکه چې د ګڼو هنرمندانو ژوند هم له لاسه ولاړ. په دې موده کې شکسپیر له ستونزو سره مخ شو، خو بیا هم ارام کښې نه ناست او خپل ادبي فعالیت ته یې دوام ورکړ.

ویلیام شکسپیر د ۱۶۱۶م کال په اپرېل میاشت کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه د شخصیت په اړه ویلای شو چې دی د هنر او ادبیاتو یوه ویاړلې څېره وه. که څه هم شکسپیر په خپل ژوند کې هم مشهور و، خو تر مړینې وروسته یې شهرت لا پراخ شو، سره له دې چې د هغه د ژوند په اړه لا هم ځینې برخې مبهمې پاتې دي.

د شکسپیر اثار
ویلیام شکسپیر د انګلستان له وتلو ډرامه لیکونکو څخه دی. هغه د تیاتر لپاره ستر خدمتونه کړي دي. شکسپیر له تیاتر سره ډېره مینه لرله او د تیاتر په اړه یې پوره معلومات درلودل. د ده په اثارو کې د ظرافت، بشرپالنې او تواضع څرګندې نښې لیدل کېږي. د ده له ځینو اثارو لکه «هملت»، «پنځم هانري» او «اتللو» څخه فلمونه هم جوړ شوي دي. شکسپیر هغه لیکوال دی چې د تراژیدي لیکوالو په سر کې راځي. ده په خپلو اثارو کې د تراژیدۍ تر څنګ طنز، رومان او تاریخ ته هم پراخه برخه ورکړې ده، او له همدې امله یې مینوال په بېلابېلو ادبي ډګرونو کې ځانته راجلب کړي دي.

د تاریخي ډرامو له جملې څخه د «ځوان پاچا» او «جولیوس سزار» نومونه یادولی شو، چې د «شپږم هانري» او «دوهم ریچارد» تاریخي پېښې پکې بیان او انځور شوې دي. د نوموړي د «موږ ملت» په نوم له نمایشنامې څخه د فلسفې ځانګړې رڼا خپرېږي. د شکسپیر ټول اثار د نړۍ په بېلابېلو ژبو ژباړل شوي دي. د ده د اثارو ادبي اړخ ډېر پیاوړی دی او کیسې یې نوښتګر رنګ لري. د شکسپیر تلپاتې اثار دا دي:

رومیو او ژولیت
«رومیو او ژولیت» د شکسپیر له لومړنیو مشهورو تراژیدیو څخه شمېرل کېږي. د دې تراژیدۍ بنسټ د ایټالوي ژبې له یوې لیکل شوې کیسې څخه اخېستل شوی دی، چې په ۱۵۶۲م کال کې د «رومیو او ژولیت د پخواني داستان» په نوم د شعر په بڼه د ارتور بروک له خوا لیکل شوې وه. وروسته دغه اثر په ۱۵۹۱م کال کې د ویلیم پنټر له خوا په نثر واړول شو. شکسپیر له دواړو اثارو څخه په ګټې اخیستنې سره، د نوي فکر او ځانګړي طرز پر بنسټ، دا ډرامه د ۱۵۹۱ او ۱۵۹۵م کلونو ترمنځ ولیکله. دا ډرامه په ۱۵۹۷م کال کې د لومړي ځل لپاره چاپ شوه.

دغه داستان چې د یوې غمجنې مینې بیان دی، په ټوله نړۍ کې شهرت لري. کیسه د دوو دښمنو کورنیو د اولادونو د مینې په اړه ده، چې مینه یې په تراژیک ډول د دواړو په مرګ پای ته رسېږي.

د دې ډرامې اتلان یو هلک او یوه نجلۍ دي چې کورنۍ یې له پخوا څخه له یو بل سره دښمني لري. رومیو هغه ځوان دی چې پر ژولیت ژوره مینه لري. دوی د کورنیو له اجازې پرته د یوه راهب په منځګړیتوب واده کوي. کله چې د هلک او نجلۍ کورنۍ خبرېږي، پخوانۍ کینه او دښمني نوره هم زیاتېږي. د ژولیت کورنۍ غواړي هغه له بل ځوان سره په جبري ډول واده کړي، خو ژولیت بېرته هماغه راهب ته ورځي چې د دوی نکاح یې تړلې وه. راهب هغې ته یو ډول مایع ورکوي چې د څښلو په صورت کې به یې د ۲۴ ساعتونو لپاره د مرګ په څېر ژور خوب ونیسي، څو کورنۍ یې داسې وانګېري چې ژولیت مړه شوې او خښه یې کړي.

راهب پلان درلود چې رومیو ته خبر ورکړي، څو ژولیت له ویښېدو وروسته یو امن ځای ته یوسي؛ خو په دې کار کې پاتې راځي. رومیو بې له دې چې د راهب له پلان څخه خبر وي، د ژولیت د مړینې خبر ترلاسه کوي او کلیسا ته ورځي. کله چې د ژولیت جسد ویني، ځان وژني. ژولیت چې بېرته راویښېږي او د رومیو جسد ویني، د غم له امله ځان هم وژني. په دې توګه د دوی مینه په تراژیک ډول پای ته رسېږي.

هملت
شکسپیر دا ننداره په ۱۶۰۱م کال کې ولیکله. «هملت» د نړۍ له مشهورو تراژیدیو څخه ده. په دې ډرامه کې هملت، چې د ډنمارک شهزاده دی، د خپل پلار له مرګ وروسته ژورې اندېښنې او تردید ته لوېږي. هغه ګومان کوي چې کاکا یې، چې له مور سره یې واده کړی او پاچا شوی، د ده د پلار قاتل دی. هملت د انتقام په فکر کې ډوبېږي، خو د عمل او پرېکړې ترمنځ په تردید کې پاتې کېږي. د ډرامې اصلي راز د هغه په رواني حالت، ژورو اندېښنو او د «ولې» او «څنګه» پوښتنو کې نغښتی دی.

اتللو
دا ډرامه یې په ۱۶۰۴م کال کې ولیکله. په دې تراژیدي کې د مینې او خیانت موضوع څېړل شوې ده. اتللو یو پوځي قوماندان دی او مېرمن یې دزدمونا نومېږي. کله چې اتللو خپل عسکر کاسیو ته رتبه ورکوي، بل سپاهي یاګو کینه اخلي. یاګو په دروغو اتللو ته وایي چې کاسیو او دزدمونا نامشروع اړیکې لري. اتللو د شک او غوسې له امله خپله مېرمن وژني. وروسته چې پر خپلې تېروتنې پوه شي، له خلکو غواړي چې هغه د یوه ساده او سخت مین په توګه یاد کړي.

مکبث
دا ډرامه یې په ۱۶۰۶م کال کې ولیکله. د دې تراژیدۍ موضوع د سکاټلنډ له تاریخي پېښو اخېستل شوې ده، خو شکسپیر د خپل هنري ذوق له مخې پکې بدلونونه راوستي دي. د دې تراژیدۍ موخه په ټولنه کې د هغو کسانو څرګندول دي چې د نفس په لارښوونه د واک او قدرت تږي وي.

د ډرامې اصلي کرکټر مکبث دی. درې جادوګرې ورته وړاندوینه کوي چې هغه به د سکاټلنډ پاچا شي. مکبث د واک د ترلاسه کولو لپاره هڅې پیلوي او د خپلې مېرمنې په مرسته پاچا په ناځوانه توګه وژني. خو د وجدان عذاب یې آرام نه پرېږدي. په پای کې همدغه وینه د دوی ګرېوان نیسي او دواړه سزا ویني.

انتوني او کلوپاترا
دا تراژیدي یې په ۱۶۰۷م کال کې ولیکله. کیسه د روم د قومندان انتوني او د مصر د ملکې کلوپاترا پر مینه راڅرخي. له ۱۶۰۰م څخه تر ۱۶۰۹م پورې یې یو شمېر طنزي ډرامې هم ولیکلې. وروستۍ نندارې یې «د ژمي کیسه» او «طوفان» وې.

نور اثار
۱. د عشق کوښښ بې ځایه دی
۲. تیتوس اندرونیکوس
۳. د خطاوو کومېډي
۴. جون پاچا
۵. د سرکښې ښځې رامول
۶. څلورم هانري
۷. پنځم هانري
۸. د هېڅ لپاره غالمغال
۹. هر څه چې وغواړې
۱۰. دولسمه شپه
۱۱. ښه دی هغه چې پای یې ښه وي
۱۲. جولیوس سزار
۱۳. اندازه په اندازه
۱۴. لېر پاچا
۱۵. د وینس سوداگر
۱۶. اتم هانري
۱۷. د ژمي کیسه
۱۸. کوریولانوس
۱۹. سیمبلین
۲۰. تیمون اتن
۲۱. پریکلس
۲۲. ټرایلوس او کریسیدا

د شکسپیر څو لنډې ویناوې
• ډارن له مرګه وړاندې څو ځله مري، خو زړور یوازې یو ځل مري.
• له هر چا سره مینه کوه، په لږو خلکو باور کوه او له هېچا سره بدي مه کوه.
• د رښتیا او نېکۍ پرته بل هېڅ ښه میراث نشته.
• ښځې په خپلې مهربانۍ سړي تسخیر کوي، نه په حسن.
• زه باور لرم چې د انسان برخلیک مینه ټاکي.
• تملق د بې عقلو خلکو خوراک دی.
• ناوړه انسان ځي، خو د هغه شر پاتې کېږي.
• هر څوک چې فقیر او قانع وي، شتمن دی.
• د انسان ډېری لاسته راوړنې د زغم او بردبارۍ پایله ده.
• یوه بې‌مانا او ناممکنه هیله له لاسه ورکول خپله یو ستر پرمختګ دی.

ماخذونه
۱. سعیدپور، سعید. (۱۳۸۹ه.ش). از شکسپیر تا الیوت. تهران.
۲. روهي، اناهیتا. (۱۳۹۴ل). نامتو مفکران، لیکوال او شاعران. کابل: د سعادت خپرندویه ټولنه.
۳. صمیمي، عبدالحق. (۱۳۸۹ل). د نړۍ مشاهیر. پېښور: الازهر خپرندویه ټولنه.
۴. کاڼي، محمد طاهر. (۱۳۹۴ل). بهرني لیکوال. کابل: همایون مطبعه.
۵. رضایي، عرب علي. (۱۳۸۳ه.ش). تاریخ ادبیات جهان، جلد دویم. تهران.
۶. حمیدي، ډاکټر. (۱۳۶۹ه.ش). دریای ګوهر، جلد دویم. تهران.
۷. تاند ویبپاڼه.
#د ژبې نړۍ # #تمهید سیلانی # #د ویلیام شکسپیر ژوندلیک او ادبي شخصیت #

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul
1001