20/02/2026
📢 رسمي اعلان
د کانکور د چمتووالي د ملاتړ پروګرام – کابل
یو خیر غوښتونکی غواړي د ۱۲۰,۰۰۰ افغانیو په مجموعي مقدار سره د کابل ولایت د ۱۰ مستحقو او بااستعداده زده کوونکو د کانکور د چمتووالي پروګرام تمویل وکړي.
د هر زده کوونکي لپاره د اکاډمۍ بشپړ فیس: ۱۲,۰۰۰ افغانۍ
دا پروګرام د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کېږي، تر څو هغه زده کوونکي چې مالي توان نه لري، وکولای شي د کانکور ازموینې لپاره مناسب چمتووالی ونیسي.
📚 ټاکل شوي زده کوونکي کولای شي د کابل په معتبرو اکاډمیو کې، په هغه تعلیمي مرکز کې چې خپله خوښه ولري، شامل شي.
د ګډون شرایط:
• د کابل ولایت اوسېدونکی وي
• د دولسم ټولګي زده کوونکی یا تازه فارغ وي
• مالي اړتیا ولري
• د کانکور لپاره جدي اراده او ژمنتیا ولري
د غوښتنلیک وروستۍ نېټه:
📅 د روان کال د حوت ۲۵
د اړیکې شمېره:
📲 واتسپ: 0093730283034
یادونه: یوازې ۱۰ تنه به د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ انتخاب شي.
🙏 له درنو مدیرانو، ښوونکو او دوستانو څخه هیله کېږي چې دا اعلان له مستحقو زده کوونکو سره شریک کړي، تر څو دا فرصت واقعي اړتیا لرونکو ته ورسېږي