17/02/2025
بسم الله الرحمن الرحیم:
د زرغون افغانستان کمپاین سره ملتیا وکړئ او د ګران افغانستان لپار یو نیالګی کینوئ!
پخوانیو ونې او بوټي کینول، موږ ترې مستفید شوو او موږ باید بوټې او نیالګي کېنوو څو نوي نسلونه ترې ګټه پورته کړو!
لکه څنګه چې زموږ مقدس دین او د بشریت ستر لارښود د ژوند په ډیرو نورو برخو کې پیغامونه لري، همدا رنګه د نیالګیو کینولو او کرنې په برخه کې هم مهم پیغامونه لري او په دې هکله انسان ته لارښوونې او سپارښتنی کړې دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا أَوْ يَزْرَعُ زَرْعًا فَيَأْكُلُ مِنْهُ طَيْرٌ أَوْ إِنْسَانٌ أَوْ بَهِيمَةٌ إِلَّا كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةً:
هر مسلمان چې یو بوټی وکري یا ونه کېنوي او له هغې څخه مرغه، انسان یا څاروی خوراک وکړي، دا د هغه لپاره صدقه ګڼل وي. په اړه په یو بل حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (که قیامت شروع شي او په لاس کې مو یو نیالګی وي او د قیامت تر رارسیدو پورې دومره وخت وي چې هغه وکرئ، نو باید هغه وکرئ.
نیالګي کېنول او هغو ته وده ور کول په حقیقت کې د دیني ارشاداتو عملي کول او د افغانستان او افغان ملت لپار ه لویه پانګونه ده.
نیالګي کینول نه یوازې د چاپېریال پاکوالی تضمینوي، بلکې ګڼ شمېر نورې اقتصادي ګټې هم لري. د اټکل له مخې، د هېواد ۷۰ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي او د کرنې له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي. که موږ د کرنې پرمختګ ته ډېره پاملرنه وکړو، نو له یوې خوا به د هېواد اقتصادي بنسټونه پیاوړي شي او له بلې خوا به د نورو له احتیاجه خلاص شو.
د نیالګیو کېنول او زرغون چاپیریال زموږ د ژوند لپاره ډېرې ګټې لري چې څو مهمې یې په لاندې توګه دي:
د هوا پاکوالی: ونې کاربن ډای اکسایډ جذبوي او اکسیجن تولیدوي، چې د هوا کیفیت ښه کوي او د تنفسي ناروغیو مخنیوي کې مرسته کوي.
اقلیمي بدلون کمول: ونې د ګلخانه یي ګازونو جذبولو سره د ځمکې د تودوخې زیاتوالی کموي او د اقلیم د بدلون اغېزې محدودوي. پر دې سربېره د ونو ریښې اوبه جذبوي، د سېلابونو مخنیوی کوي، د ځمکې لاندې اوبه ډېروي.
د ځمکې د تخریب مخنیوی: د ونو ریښې خاوره کلکه ساتي، د خاورو د تخریب، د شګو د طوفانونو او د ځمکې د پړسوب مخه نیسي.
د حیواناتو سرپناه: زرغون چاپیریال د حیواناتو لپاره خوندي ځای برابروي، چېرې چې دوی خواړه پیدا کولی شي، سرپناه موندلی شي او ژوند کولی شي.
اقتصادي ګټې: میوه لرونکې ونې کروندګرو ته عاید ورکوي، لرګي ترې لاسته راځي چې فرنیچر ترې جوړیږي او په ودانیو کې کارول کېږي او له دې سره بالاخره د لرګیو صنعت ته وده کوي.
د ښاري سیمو ښکلا: زرغون چاپیریال ښارونه او کلیوالي سیمې ښکلي کوي، سیلانیان جذبوي، د ژوند کیفیت لوړوي او د خلکو د ذهني ارامتیا لامل کېږي.
روغتیایي ګټې: شین چاپیریال د سترګو لپاره ارام ورکوي، په فشار کمولو کې مرسته کوي، خلک ورزش ته هڅوي او د دې تر څنګ د فزیکي او ذهني روغتیا سبب کېږي.
حیواناتو او مرغانو ته د خوراک برابرول: لکه څنګه چې انسان ته د خوراک برابرول ثواب لري، همداسې مرغانو او حیواناتو ته هم خوراک برابرول صدقه ده.
جاري صدقه: ونې او بوټي کینول جاري صدقه ده او کروندګر ته یې ثواب رسېږي.
د چاپېریال ککړتیا د وژونکو او خطرناکو ناروغیو د زیاتوالي له عمده عواملو څخه ګڼل کېږي. د روغتیايي چارو پوهان وایي، چې ککړ چاپېریال د نفس تنګۍ، ژیړي، توبرکلوز، سرطان او نورو بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي. دوی وایي چې په افغانستان کې هر کال ګڼ شمیر کسان د چاپېریال د ککړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ونو کینول د چاپېریال او هوا په پاکولو کې مهم رول لري او د هوا ککړتیا جذبوي، اکسیجن تولیدوي او د هوا کیفیت ښه کوي. له همدې امله، د ونو کینولو بهیر باید تلپاتې وساتل شي.
مسئولیتونه او اقدامات:
هر فرد باید د کال لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي.
د شنو سیمو ساتنه وکړي او د ونو له پرېکولو څخه ډډه وکړي.
د چاپیریال ساتنې لپاره د ټولنې سره همکاري وکړي.
پایله:
د نیالګیو ایښودل او د زرغون چاپیریال جوړول نه یوازې زموږ د ژوند کیفیت لوړوي، بلکې د راتلونکي نسل لپاره هم یو پاک او صحتمند چاپیریال رامنځته کوي. موږ ټول باید هڅه وکړو چې د طبیعت ساتنه وکړو، نیالګیو کېنولو ته دوام ورکړو او یوه زرغونه، سالمه او ښکلې ټولنه رامنځته کړو.
د افغان کلتوری ټولنو ګډه جرګه