07/05/2025
د جلالالدین عبدالله خصوصي لېسې ویاړلې شېبې!
نن چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د ثور ۱۴مه نېټه —
د جلالالدین عبدالله خصوصي عالي لېسه کې د علم، استعداد او هڅونې فضا خپره وه!
د لېسې د رهبري او فرهنګي کمېټې له لوري، هغه شاګردان چې یې د زده کړو او ځانګړو فعالیتونو په ډګر کې غوره کارکردګي لرله، د مډالونو او ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.
په ځانګړې توګه:
عظیمالله له یولسم ټولګي او اسماعیل له شپږم ټولګي څخه د غوره نعتخوانۍ لپاره وستایل شول.
مشعل له یولسم صنف او شفیعالله له نهم صنف څخه د ښه انضباطی له امله وستایل شول.
اسرار له څلورم صنف څخه د ښه شعر ویلو په برخه کې تقدیر شو.
دغه ستاینغونډه د شاګردانو د لا هڅونې، استعداد پېژندنې او هڅونې لپاره یو ارزښتناک ګام و.
موږ په خپلو زحمتکښو، بااستعداده او منظمو شاګردانو ویاړو!
د جلالالدین عبدالله خصوصي لېسه — دروڼ سبا زیری!