29/06/2025
رښتونی يوازيتوب څه ډول وي؟
د یوازیتوب تر ټول بدترین ډول هغه ندی چې ستا تر څنګ خلک نه وي، بلکه هغه دی چې ستا په اړه درک نه وي اوغلط فهم شتون ولري. په کوم يوازیتوب کې چې ته؛ له خلکو ډکه کوټه کې ولاړ وې، خو دا خلک تا نه ویني، ستا نه شي اوریدی او ستا د شخصیت اصلیت نه پیژني.
په دې ډول یوازیتوب کې به ته د ضایع کیدو حس کوې، داسې احساس به کوې لکه چې په ورکیدو وې، د پیري غوندې دې هیڅ دې هم پاتې نه وي – فقط د پخواني ځان او شخصیت سیوری دې پاتې وي.
دا ډول یوازیتوب د روح په ژورو کې د پټ درد غوندې وي. شاوخوا درسره ډیر خلک وي، کورنی، ملګري او همکاران درسره وي، خو ته هیچاته نه ښکارې. ته به ممکن له نورو سره خاندې، له خبرو سره به سر ښوروې، ټولنیز حرکتونه به ټول ترسره کوې، خو د خپل زړه دننه د تنهایۍ داسې احساس به کوې چې په الفاظو کې نشي تشریح کیدلای. داسې حس به کوې لکه هیڅوک دې په صحیح ډول نه درک کوي - داسې، لکه ستا د ځان تر ټولو اصلي برخې له نورو پټې وي، نا پیژندلې پاتې وي. او نړۍ یوازې ستا د ځان هغه برخه مني او پيژني چې د دوی په فکر برابره وي.
دا ډول یوازیتوب ډیر سخت وي، ځکه په دې کې د خلکو د کمښت ستونزه نه وي، بلکه د اړیکې او تړاو کمی وي. زړه کې دې همدا هیله وي چې کاش یو چا دې رښتونی شخصیت پیژندلی وای، داسې یو څوک وای چې ستا د روح په ژبه وپوهیږي، ستا مخصوص عادتونه، آرمانونه او د زړه د پیچلتیاو درک وکړي. خو کله چې د اصليت برخلاف ستاسو په اړه غلط فهم وي، او د ادراک کمښت موجود وي، تاسو داسې احساس کوئ لکه چې ستا د ځان داخلي نړۍ او باندنی نړۍ ترمینځ فاصله رامینځته شوي وي، او د دواړه په مینځ کې پُل او لاره ړنګه شوي وي.
په داسې نا معلوم حالت کې ته له ځانه پوښتنې پیل کوې، او نه پوهیږې چې آیا ځان بدل کړې او هغه څوک له ځانه جوړ کړې چې دنیا یې درڅخه توقع لري تر څو د خلکو ترمینځ د منل کیدو لږ شانتې احساس وکړې؟ که دا کار و هم کړې، یوازیتوب نه ورکیږي، بلکه لا نور زیاتیږي. ځکه چې تر ټولو غموونکې حادثه دا وي چې خپل اصلیت له لاسه ورکړې، د خپل ځان هغه برخې دې ضایع کړې چې یی له نورو یې پټول پیل کوې – هغه هم یوازې ددې لپاره چې د خلکو ترمینځ ځای ومومې. په دې کار سره له تا څخه سیوری جوړیږي، د پخواني ځان هغه ارواح درڅخه جوړیږي چې نور په وجود کې نشته، په خاموشی سره هرې خوا منډې رامنډې وهي، په دې امید چې یوه ورځ به یو څوک راشي او درک به یې کړي.
دا ډول یوازیتوب له دې وجې دردناک وي چې آرمان او هیله مو یوازې دا نه وي چې مینه درسره وشي، بلکه هیله مو وي چې وپیژندل شئ، او ستاسو اصلیت سره مینه وشي. داسې څوک ومومې چې ستا د زړه ګډې وډې، پیچیده او ماتې برخې وویني، او درته ووایي چې” زه دې وینم! زه دې درک کوم او زه درسره یم ! “. د داسې چا د لرلو په آرمان وې چې ستا د زړه تر ټولو خاموش غږونه واوري، او له قضاوت او توقع پرته ستا د روح ژورې احساس کړي.
ددې هر څه سره سره، په دې ډول یوازیتوب کې یو خاموش غوندې ځواک شتون لري. یو قوت مو دې ته هڅوي چې خپل اصلیت له لاسه ورنکړې – که څه هم نورو ته نه ښکاري. یو جرئت مو د شخصیت روښنايي ژوندی ساتي، او نه پریږدي چې د دنیا سوء تفاهم او درک کمښت ستاسو رڼا مړه کړي. ممکن ستاسو اصلیت څوک نه ویني، خو حقیقت دادی چې ستاسو بې مثله، او مغلقې ځانګړنې ستاسو د فوق العاده شخصیت ښکارونه کوي. یو څوک به راشي چې ستاسو په ارزښت به وپوهیږي. خو تر هغه وخته، ته پخپله د ځان قدر کوه او خپل ارزښت ته قایل اوسه.
کله کله د غلط فهم او د ادراک کمښت د خپل ځان د لا غوره پیژندلو لامل ګرځي. دا درته ښايي چې خپل ځان وپیژنې او ویې منې – که څه هم دنیا دې منلو ته تیاره نده. درته ښايي چې د خپل ځان په ملګرتیا کې سکون حاصل کړې، او د خپل ځان له هغو برخو سره وخت تیر کړې او مطالعه یې کړې کومې چې د یوازیتوب احساس کوي. او یوه ورځ به صحیح انسانان په داسې وخت کې درته راشي چې ستا تمه به هم نه وي - هغه انسانان چې تا لیدلای شي، اوریدلای شي او پژندلای شي.
نو تر هغه وخته ځواکمن اوسه، خپل اصلیت له لاسه مه ورکوه، مه پریږده چې سیوری درڅخه جوړ شي، حتا که مجبوریږې چې ځینې وخت د ډیرو خلکو ترمینځ یوازې اوسې. ستا ریښتونی ځان د لمانځلو وړ دی. که څه هم ممکن د لمانځل کیدو انتظار اوږد وي، خو د پوره ډول د درک کیدلو او پیژندل کیدو ښکلا په انتظار ارزي. ستا خلک - څوک چې په رښتوني ډول ستا د درک کولو توان لري – شتون لري. او کله چې تا پیدا کړي، نو ستا یوازیتوب به ختم شي. او هغه وخت به وپوهیږې چې ستا اصلیت هیڅکله د پټولو لپاره نه وو، بلکه د ځلیدلو لپاره وو.
- جورج اوروېل
ژباړه: ر. خاموش