19/04/2026
له ۴۵۰ تنو راستانه شویو کډوالو څخه د زده کړې کچې د تثبیت په موخه ازموینه واخیستل شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲ مه – یکشنبه
د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري په شلم پړاو کې له (۴۵۰) تنو راستانه شویو کډوالو څخه د ریاست د غونډو په تالار کې د (اووم، اتم، نهم، لسم او یوولسم) ټولګیو لپاره د زده کړې کچې د تثبیت په موخه ازموینه واخیستل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښار پوهنې ریاست د تضمین کیفیت آمر مولوي محمد صادق (صدیقي) راستانه شویو ځوانانو ته د زده کړو پر ارزښت هر اړخیزه وینا واوروله او زده کوونکي یې د زده کړو دوام ته وهڅول، نوموړي زیاته کړه؛ له شته فرصتونو څخه باید اعظمي ګټه واخلو او زده کړې باید په پوره مینه او لېوالتیا سره تعقیب شي.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست په تېرو نولسو پړاوونو کې (۵۰۸۰) تنو راستانه شویو افغان کډوالو ته د زده کړو د دوام زمینه برابره کړې او دا لړۍ لا هم په منظم ډول روانه ده.