نوښت لیک لوست Nawasht Lik Lwast

نوښت لیک لوست Nawasht Lik Lwast لیک لوست په دریو میاشتوکې

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard!Nasratullah Zadran, Mohammad Elyas Malak, رحيم الله ځدراڼ,...
23/08/2023

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard!

Nasratullah Zadran, Mohammad Elyas Malak, رحيم الله ځدراڼ, خو ستی, عبدا الحق افغان, شامحمد زلنده, Aj Alakozay, Wardak TariqRahman, Mohammad Ashaq Mal

21/08/2023

لنډه یا څرګنده یې (ي) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه
(جمه او مذکر) نومونو، صفتونو او فعلونوکې راځي لکه:
سړي، لرګي، سوټي، منګي، زړګي، پردي، لمسي، کلنګي، ښوونځي،
کالي، مالي. ښادي، ګوري، ښوري، ځي، راځي
نري، ګردي، ګاللي، بایللي،
وروري، خپلوي، دوستي، دوښمني، او...
نوښت لیک لوست
د ښوونې بنسټ

د املا بشپړې زده کړې لپاره مو په خدمت کې یو.په مختلفو ټایمونو کې نوم لیکنه روانه ده...
20/08/2023

د املا بشپړې زده کړې لپاره مو په خدمت کې یو.
په مختلفو ټایمونو کې نوم لیکنه روانه ده...

19/08/2023

صیانت د ساتنې معنا لري خو که (سیانت یا ثیانت) یې ولیکو، هېڅ معنا نه لري.
د املاء برخه
نوښت لیک لوست
د ښوونې بنسټ

17/08/2023

که کومه ) يې ( بېځايه وکارول شي هم د لوستلو. او هم ښايي د معنا له مخي
ستونزه پېښه کړي د بېلګي په توګه:
که موږ د يوه ځوان چې ګلالی نومېږي په مؤنثه (ۍ) وليکو نو ښځينه نوم(ګلالۍ) ترې جوړېږې، همدا ډول که ښځينه نوم ( ګلالۍ ) په نرمه (ی) وليکو نارينه ترې جوړېږي. دې ته ورته ډېرې نورې بېلګې هم شته چې پښتو یې ګانې (ی ي ې ۍ ئ) پر خپل ځای ونه کاروو په لوستلو او معنی کي د ستونزو لامېل کېږي.
نوښت لیک لوست
د ښوونې بنسټ

16/08/2023

کله چې په لیکنه کې د دوه همغږو کلمو تر منځ د لیکلو توپیر نشئ کولای نو خپل منظور مو د مترادفې کلمې له لارې و رسوئ د مثال په توګه: که د صبر، ثبر او سبر تر منځ شک لرئ نو غوره دا ده چې د «زغم» له کلمې ګټه واخلئ دا کلمه د صبر سره مترادفه ده.
نوښت لیک لوست
د ښوونې بنسټ

15/08/2023

بې ټکو یا نرمه یې ( ی) ــ په نارینه (مفرد مذکر)نومو، صفتو او فعلونو کي راځي لکه : سړی، لرګی، منګی، هراتی، کندهاری، خټکی، نېکی، بدی، دی، پردی او نور
ځای، سرای،
لوی، خوی، زوی، بوی، دوی، جوی،
نری، ګردی، لالی، توری، زېړی، مرګی
راغی، ولاړی
نوښت لیک لوست
(د ښوونې بنسټ)

13/08/2023

اوږده ې استثنائات لري چې یوه یې په لاندې ډول ده؛
ځینې مهال اوږده یې په ښځینه اشاري نومونو کې استعمالېږي لکه: چې ووایو ادې ته، خورې ته، مورې ته او یا فاطمې ته ور غږ که.
نوښت لیک لوست؛
ستاسو د اولادونو د تعلیمي ظرفیت لوړتیا لپاره مناسب ځای!

محترمو والدینو!خپل ښایسته ماشومان مو یوازې ښوونځي ته د ورتګ لپاره مه لېږئ بلکه د دوی د څه ډول درس وېیلو پوښتنه هرو مرو و...
12/08/2023

محترمو والدینو!
خپل ښایسته ماشومان مو یوازې ښوونځي ته د ورتګ لپاره مه لېږئ بلکه د دوی د څه ډول درس وېیلو پوښتنه هرو مرو وکړئ.
د دوی ښایسته ذهنونه او استعدادونه د قسمت سمسور باغ او ښوونکو ته مه سپارئ.
تاسې د دوی د روزلو برخه کې بشپړ مسئولیت لرئ.
د نوښت لیک لوست اداره

12/08/2023

هغه ښځینه نوم چې په پای کې «ه» و لري په اوږده «ې» جمع کېږي لکه:
(تخته= تختې، تَوده= تودې، تیاره= تیارې او ...)
نوښت لیک لوست

ماشومان د ژوند په لومړیو پنځو کلونو کې انځوریز ذهن لري.غوره دا ده چې دغه استعداد یې و روزل شي.خیالي کیسې ورته وکړئ او د ...
09/08/2023

ماشومان د ژوند په لومړیو پنځو کلونو کې انځوریز ذهن لري.
غوره دا ده چې دغه استعداد یې و روزل شي.
خیالي کیسې ورته وکړئ او د دوی لپاره د لوبو سامانونه چمتو او په اختیار کې یې ورکړئ! خبرو ته یې غوږ ونیسئ او احساسات یې درک کړئ.
دغه یې حداقل لومړني حقونه دي.
کله هم دوی ته دروغ مه وایئ، دوکه مه ورکوئ او ادب یې وستایئ!

09/08/2023

د ‌"ډير" پر ځای که "ډېر" ولیکل شي کره به وي.

Address

Kabul
1006

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نوښت لیک لوست Nawasht Lik Lwast posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to نوښت لیک لوست Nawasht Lik Lwast:

Shortcuts

Share