سیال خصوصی لیسه

سیال خصوصی لیسه تعلیم به مو د سیالانو سره سیال کړی.

13/10/2025
د کابل ښار د خصوصي ښوونځیو اتحادیې د دولسمې تعلیمي حوزې لپاره نوې رهبري وټاکله!د 1404 کال د تلې مياشتې 20 نېټه د يکشنبې ...
13/10/2025

د کابل ښار د خصوصي ښوونځیو اتحادیې د دولسمې تعلیمي حوزې لپاره نوې رهبري وټاکله!
د 1404 کال د تلې مياشتې 20 نېټه د يکشنبې ورځ د کابل ښار د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې رئیس ښاغلي محمد هارون رسولی د یوې رسمي او علمي غونډې په ترڅ کې د دولسمې تعلیمي حوزې د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې لپاره نوې رهبري وټاکله.
دغه غونډه د یادې اتحادیې د مرکزي دفتر په همغږۍ ترسره شوه، چې پکې د ګڼ شمېر خصوصي ښوونځیو مسؤلینو، ښوونکو، د اتحادیې استازو، د دولسمې تعلیمي حوزې امر، د مختلفو حوزو د اتحادیو رئیسانو او د مرکزي اتحادیې غړو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
په پیل کې د دولسمې تعلیمي حوزې امرمولوي حمید الله حماد وینا وکړه او د خصوصي ښوونځیو ونډه یې د هېواد په تعلیمي نظام کې ارزښتناکه وبلله. نوموړي له نوې رهبري وغوښتل چې د ښوونې او روزنې د کیفیت د لوړولو، د ښوونکو د مسلکي ودې، او د زده‌ کوونکو د علمي، فرهنګي او سپورتي فعالیتونو د پراختیا لپاره کوټلي ګامونه واخلي. ده ټینګار وکړ چې "د تعلیم خدمت، د وطن خدمت دی."
وروسته د کابل ښار د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې رئیس محمد هارون رسولی د غونډې موخه او اهمیت تشریح کړ او زیاته یې کړه:
د نوې رهبري ټاکنه د تعلیمي چارو د لا منظمېدو، د خصوصي ښوونځیو د ستونزو د حل، د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا، او د زده‌کوونکو د علمي، فرهنګي او سپورتي فعالیتونو د ودې لپاره یو مهم ګام دی. ده وویل چې د خصوصي ښوونځیو اتحادیه د هېواد د تعلیمي نظام یوه ملاتړه ستنه ده او دوی ژمن دي چې د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ کړي.
وروسته د کابل ښار د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې اجرائیه رئیس انجینر اسلام الدین یارمل هم وینا وکړه او د نوې مشرتابه د ټاکنې هرکلی یې وکړ. نوموړي ټینګار وکړ چې د خصوصي ښوونځیو ترمنځ ګډ کار، یووالی، او منظم مدیریت کولای شي د ښوونې او روزنې بهیر لا اغېزمن کړي.
په پای کې د دولسمې تعلیمي حوزې د نوې ټاکل شوې اتحادیې رئیس انجینر میرویس ستانکزي د ګډونوالو له باور او ملاتړ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خدمت، همکارۍ او شفافیت په روحيه به د خصوصي ښوونځیو د پرمختګ لپاره منظم کار وکړي. ده وویل چې د اتحادیې د لا اغېزمن کار لپاره به منظم کاري پلانونه، فرعي کمېټې او د همغږۍ تګلارې جوړې کړي.
د غونډې په پای کې، د کابل ښار د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې رئیس محمد هارون رسولي ، اجرائيه رئیس انجینر اسلام الدین یارمل او د اتحاديي د شرقي زون رئيس اسرارالحق نظامي او مرکزي اتحادیې استازو انجینرمیرویس ستانکزي ته د فعالیت جواز ورکړ او رهبري غړي يې په لاندې ډول اعلان کړل:
1. رئیس: ښاغلی انجینر میرویس ستانکزی
2. لومړی معاوون: ښاغلی ډاکټر اجمل ستانکزی
3. دویم معاوون: ښاغلی لعل اغا موسی زی
4. مالي مسؤل: ښاغلی : امان الله ساحل توتاخیل
5. منشي: ښاغلی : عنایت الله ځلاند
ګډونوالو د نوې رهبري ټاکنه د اتحادیې لپاره یو مثبت او پرځای ګام وباله، او غونډه د دعا او د متقابلې همکارۍ په فضا کې پای ته ورسېده.

19/08/2025

سیال خصوصي عالي لیسه !!!

*که اولاد ته تُحفه ورنکړي نو لږ وخت به وژاړي ،*

*که عِلم ورنکړي نو ټول عمر به ژاړی ،*

*او که د دين لارښوونه ورنکړي نو په قيامت به هم ژاړي .*
نو خپلو اولادونو باندې تعلیم وکړی .

ژمنی رخصتی پای ته رسیدلی خپل ماشومان ښوونځي کی شامل کړی.
25/03/2025

ژمنی رخصتی پای ته رسیدلی خپل ماشومان ښوونځي کی شامل کړی.

نوم لیکنه روانه ده
15/03/2025

نوم لیکنه روانه ده

د درسونو پیل د حمل لومړی نیټه
14/03/2025

د درسونو پیل د حمل لومړی نیټه

ګرانه والدينو له دی فرصت څخه د خپلو ماشومانو د ژمنی رخصتیو په وخت کی ګټه پورته کړی.
09/12/2024

ګرانه والدينو له دی فرصت څخه د خپلو ماشومانو د ژمنی رخصتیو په وخت کی ګټه پورته کړی.

03/10/2024

کتاب او قلم دی راباندی پيرځو کړی ده
خوار مه شی معلمه د رڼا لار دی راښودلی ده

16/06/2024
د ماشوم په وړاندی خپل مسؤولیت پرځای کړی.
09/03/2024

د ماشوم په وړاندی خپل مسؤولیت پرځای کړی.

Address

Kabul

Opening Hours

09:00 - 17:00

Telephone

+93782828245

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سیال خصوصی لیسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category