Naray Tv نړۍ ټي وي

Naray Tv نړۍ ټي وي

Share

په پښتو ژبه د ساينسي او ښوونيزو معلوماتو د خپراوي په پا?

17/06/2021

کرونا ویروس دوهم ځل او د انسان معافیتی سیستم.

لیکنه نګین کرګر (Ph.D)

په ۳۱ د دسمبر ۲۰۱۹ کې چینایي روغتیایي کارکوونکو نړیوال روغتیایي سازمان ته خبر داری ورکړ چې د کرونا ناروغۍ کچه په لوړه توګه خپریږي، چې دیته په طبي لحاظ اپیدیمي ویل کیږي.

همدارنګه په اووم د جنوري ۲۰۲۰ چینایي ساینس پوهانورسنیو ته وویل چې دا ویروس کُرونا نومیږي، او په دوه زره دویم کال کې د خپور شوي SARS ویروس سره توپیر لري.

ددی ناروغۍ له کبله ددوه مترو حفاظتی فاصله د یو بل څخه او د ماسک کارول په عامه ځایونو کې قانونی شول. مخکی د وبا نه ساینس پوهان په دی شک کې و چې ایا ماسک اغوستل به د تنفسی امراضو د مخنیوی مرسته وکړی او یا نه؟ خو دا ثابته شوه چې ماسک کارول او فاصله مراعاتول تقریباً په لوړه کچه د ویروس د انتقال مخنیوی کوی. د کرونا ویروس په هوا کې ډیر کوچنې یعنی د یو ګرام یو زرمه حصه ذرات لرې چې د یو ټوخی سره په میلیون داسی ذرات هوا کې خپریږې او دا چې ویروس د یو پوښ په منځ کې ډیری مودی ته فعال پاتې کیږې نو په اسانۍ سره د سږو په حجراتو کې ځای نیسې.

دا ویروس په نیمه شپیتمو کلونو کې په برتانیا کې وپېژندل شو. خو کرونا ویرویس د ویروسونو یوه کورنۍ ده چې: له عادي زکام نه تر سارس" SARS" ويروس پکې شامل دي. عادي زکام ویروس د پزې په مخاطي غشا کې ځای نیسي. یا د نمونیا ویروس د تنفسي سیستم پاسنۍ برخه ککړوي. نوی پيژندل شوی ویروس کرونا، د سږو په ژورو کې ډېرېږي. ځکه ددې ویروس په سر * کې چې کومه تېره څوکه ده، هغه په سږو کې ځای پر ځای کیږي او بیا هلته ډېریږي. که د کرونا په ویروس ککړ کس سمه ساه نشي اخیستی نو ځکه باید ورته اکسیجن ورکړل شي.

باید یادونه وکړو چې د کُروناویروس د څه کم دیرشو جینتیکي القلي مادو څخه جوړ شویدی. په څه کم درې اونیو کې ساینس پوهانو وکولای شو ددې ویروس مکمل ارثي خواص معلوم کړي، کوم چې د ناروغۍ په پيژندنې،نوي درمل یا واکسین جوړونې کې مرسته کولاي شوه. دوی نه یواځې د ویروس اړوند بشپړ معلومات ترلاسه کړل، بلکې ترڅنګ یې د ارثي معلوماتو زرګونه کاپیانې هم د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو ته ولیږلي. هیره دې نه وي چې د ساینس او تکنالوجی د پرمختګ له کبله د SARS ویروس په پرتله دا ویروس په خورا چټکتیا سره وپیژندل شو. که د دغه ویروس په هکله ساینس پوهان هرڅومره زیات ارثي معلومات ولري، هومره ژر یې د واکسین او درمل جوړولو په برخه کې پرمختګ کولای شي.

نن چې تقریباً دوه کاله کیږی او نړۍ دی ناروغی په ډیرو مواردو کې په ټپه درولی ده، خو د ساینس لاس ته راوړنو نه مونږ دا ښه خبر ګڼلی شو چې ددی ناروغی واکیسن بیلابیلو هیوادونو جوړ کړل. د دی ناروغۍ په هکله ساینسی او کلینیکې څیړنې وشوی او دا جوته شوه چې د تنفسی سیستم د امراضو د مخنیوی لپاره ماسک او وقایوی تدابیر ګټور تمامیدی شې.

د کوید نولس ناروغی بیلابیل عوارض څرګند شو حتی د سږو د کاره غورځیدل او هم د تنفسی سیستم مکروب ویروس ، نمونیا او یا د بدن د څو غړو د کاره غورځیدو سبب وګرځیدو. دا ناروغی هغه کسانو ته چې د شکر، زړه او یا ناروی دومامداره روغتیایی ستونزی لری یو لوی مشکل دی ځکه دوی په لوړه کچه پری اخته کیدای شې.

د کوربه معافیتی غبرګون یا host immune response د کرونا مرض د مخنیوی او پرمختګ یو عمده عامل شمیرل کیږې.
د کرونا ویروس SARS-CoV2 یا د سږو د مضمن ویروس یوه بڼه ده. * د کرونا ویروس د قندی پروتین نه جوړ دی چې په خپل ساختمان کې تیزی څوکې لریچې دا تیزی څوکې په ډیری چټکی سره د انسان د ځینو حجراتو اخذو سره د انزایمی تعامل په نتیجه کې نښلې او په نتیجه کې یې ویروس د سږو منځ کې ځای نیسې، پس له دی چې ویروس یا په بله وینه خارجی جسم یا انتی جن وجود ته ننوته د انسان معافیتی سیستم چې یو ډیر مغلق او پیاوړی سیستم دی انتی بادی یا دفاعی حجرات ددغه خارجی جسم په وړاندی جوړوی، او د انسان معافیتی سیستم دا توان لری چې دغه انتی بادی حجرات په وینه کې وساتی او که دوهم ځل انسان ناروغه شې نو دغه معافیتی حجرات د خارجی جسم یا انتی جن یا ویروس سره عادی وی او عکس العمل چی ټوخۍ، ځان درد، تبه او نور علایم دی نه ښکاره کوی او که ښکاره یی کړی نو د لمړی ځل څخه یی کچه کمه وې.

د کوید نولس ناروغۍ په وړاندی انتی بادی یا د مقاومت حجرات هغه وخت څرګندیږی یا زیاتیږې کوم څوک چې ناروغی یی په شدت سره تیره کړی وی او په هغه کسانو کې ددی انتی بادی حجراتو کچه کمه وی چا چې کرونا په اسانۍ تیره کړی وی. دا حجرات د وینی د سپینو کرویاتو څخه چې نورو جحجراتو ته تکثر کوی او یوه مغلقه حجروی او وظیفوی پروسه ده جوړوی.

د کرونا ویروس د دری ډوله پروتینو څخه جوړ شوی دی چې یو د ویروس پوښ دی د ویروس ار ان ای یا ارثی مالومات چې یو ډول واکیسن هم تری جوړ شوی دی او قندی پروتین چې د ویروس په سطحه کې د تیزی څوکې په شکل موجود دی. دغه دری ډوله پروتین مختلو څیړنو بیلابل په جزییاتو سره څیړلی دی څکه دا پروتین هر یو جلا جلا تشخیص کیدای شې او د واکیسن په جوړولو کې خورا مهم رول لوبوی. او دا دری ډوله پروتین د وجود په انتی بادی جوړولو کې برخه اخلی ځکه وجود ددی دری ډولو پروتینو یا انتی جن په وړاندی انتی بادی جوړولای شې.

د امراضو د کنترول مرکز د څیړنو په اساس هغه کس چې یو ځل کرونا تیره کړی وی کولای شې چې په دوهم یا دریم ځل هم په کرونا اخته شې خو د شدیدی ناروغی چانس یی کم وې، دا ځکه چې وجود یی ددغه انتی جن یا خارجی جسم (ویروس) په وړاندی انتی بادی یا معافیتی حجرات جوړ کړی وی.

طبیعی معافیت یعنی پس له کرونا څخه رغیدل نسبت د کرونا د واکسین نه موثره دی خو واکسین هم یو شانته اثر لری او یو وقایوی درمل شمیرل کیږې . د کرونا په مرض دوهم یا دریم ځل اخته کیدو ساینس پوهانو ته ددی اجازه ورکوی چې دوی پوه شې صحیح درمل او واکسین پیدا کړی.

ایا ماشوم ته شودې ورکول د مور ښکلا کموي ؟ کوچني ته د شیدو ورکولو ګټې - د پوډري شودو خطرونه 11/06/2021

د مور شیدو کې هغه انتي باډې موجود دي چې ماشوم ته د ویروس باکتریا په مقابل کې مقاومت ورکوي. د ماشوم مقاومت د ځینو مرضونو په وړاندې لکه ساه ‌‌‌‌‌‌‌ډوبي، حساسیت او یا د جلدي مرضونو په وړاندې تقویه کوي، او هغه ماشومان چې د مور شیدې روي، د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې ‌‌‌‌‌‌ډیر لږ ناروغېږي. مثلاً دوی اسهال کیږي نه، د غوږونو مکروب نه لري او همدا راز د تنفسي سیستم د امراضو نه بچ وي.

لاندی لینک کې نور پوره مالومات اوریدلئ شي.

ایا ماشوم ته شودې ورکول د مور ښکلا کموي ؟ کوچني ته د شیدو ورکولو ګټې - د پوډري شودو خطرونه Advantages of breastfeeding #نړۍ #کوچنی #کمکی #کوچنیان # کمکیان #ماشومان of

اهنگ بسیار زیبا به مناسبت روز جهانی زن تقدیم به همه زنان جهان Happy International Women’s Day / Song 09/03/2021

د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه ښکلې سندره- د نړۍ ټولو ښځو ته دې ډالۍ وي.

اهنگ بسیار زیبا به مناسبت روز جهانی زن تقدیم به همه زنان جهان Happy International Women’s Day / Song OTHER VIDEOS YOU MIGHT LIKE: ویدیوهای مفید دیگری که شاید خوش تان بیایدIstanbul Street Dance & Music- İstanbul sokaklarında şarkıcılar رقص و آواز خوانی در جاد...

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00