د صدري او قلبي وعايي ناروغيو انستېتيوت او فوق تخصصي روغتون

د صدري او قلبي وعايي ناروغيو انستېتيوت او فوق تخصصي روغتون

Share

جراحي صدري و قلبي، داخله قلبي ،ايکوکارډيوګرافي.......

07/07/2024

په قلبي صدري او وعایي ناروغیو انسټيټيوټ کې نرسانو ته د روزنیزو ورکشاپونو لړۍ پیل شوه

د روان کال چنګاښ میاشتې پر ۱۴مه نېټه د کابل طبي علومو اړوند په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انسټيټیوټ کې د دغه انستیتیوت له لوري نرسانو ته د ظرفیت لوړونې او مهارتونو د انتقال په موخه د روزنیزو ورکشاپونو لړۍ پیل شوه.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې یو شمېر استادانو او متخصص ډاکټرانو هم ګډون کړی و.

د صدري او قلبي وعایي ناروغیو انسټيټيوټ سرطبیب پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ د دغه ورکشاپ د پیل په غونډه کې وویل: چې دغه ډول ورکشاپونه د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت کچې د لوړوالي په موخه تر سره کېږي.

نوموړي زیاته کړه: چې د نرسانو لپاره دغه ډول روزنیز ورکشاپونه به د متخصصانو له لوري په یاد انسټيټيوټ کې دوام ولري.

په دغه ورکشاپ کې چې یو شمېر روغتیایي کارمندانو (نرسانو) ګډون درلود، د جدي مراقبت څانګې سر پرستار بنیامین امین له لوري د نرسنګ برخې اړوند مسایلو په اړه معلومات وړاندې شول.

ــــــ

روند ورکشاپ های آموزشی در انستیتوت امراض صدری و قلبی وعایی آغاز یافت

روند ورکشاپ های آموزشی به هدف ارتقای ظرفیت و آموزش مهارت لازم مربوط به بخش نرسنگ برای کارمندان صحی(نرس ها) روز پنج شنبه 14 سرطان سال جاری از سوی این انستیتوت طی محفلی افتتاح و شروع شد که در محفل افتتاحیه این ورکشاپ شماری از استادان و داکتران نیز شرکت کرده بودند.

پوهنیار دوکتور احمد فواد وردک سرطیب انستیتوت امراض صدری و قلبی وعایی می گوید که این نوع ورکشاپ ها به منظور سطح بلند بردن ظرفیت علمی پرسونل صحی موثر می باشد. وی افزود ورکشاپ های آموزشی برای نرس ها از سوی متخصصین در این انستیتوت ادامه خواهد داشت.

در این ورکشاپ که شماری از کارمندان صحی(نرس ها) اشتراک کرده بودند از سوی بنیامین امین سرپرستار بخش مراقبت های جدی مسایل مربوط به بخش نرسنگ آموزش داده شد.

قابل ذکر است که این نوع ورکشاپ ها و کنفرانس های علمی در این انستیتوت ادامه داشته و هفته یک بار برگزار خواهد شد.

11/06/2023

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې زړه او رګونو ناروغیو په انسټیټوټ کې د HEART LUNG په نامه د 2.8 میلیونه افغانیو په ارزښت ‌طبي ماشین چې د زړه خلاصو عملیاتونو کې کارول کېږي؛ او له هېواد څخه بهر خریداري شوی تازه په یاده انستیتیوت کې فعال او عملا د استفادې وړ وګرځېد چې د زړه ناروغانو ته به په دې سره لا ښه خدمات مهیا شي. جزییات په راپور کې:

23/05/2023

الحمدالله حمد کثير..
د لومړي ځل لپاره د لوړو زده کړو وزارت کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په صدري او قلبي وعايي ناروغيو انستیتوت کې د زړه مټرال دسام(mitral valve) د تبديل بريالى عمليات ترسره شوو.
...........…..……………
وطن مو په جوړېدو ده انشاﺀالله.

05/10/2022

الحمدلله
د سينې، زړه او رګونو ناروغيو په روغتون کې د متخصصو ډاکټرانو له لورې د لومړي ځل لپاره د زړه خلاص (Open Surgery) عمليات ترسره شو، دغه لاسته راوړنه دې د روغتون مشرتابه، کارکوونکو او ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.
له دې وړاندې دغه ډول عملياتونه په خصوصي روغتونونو کې په خورا لوړو مصارفو ترسره کېدل او په دولتي سطحه يې اسانتياوې موجودې نه وې.

Photos from ‎د صدري او قلبي وعايي ناروغيو انستېتيوت او فوق تخصصي روغتون‎'s post 07/08/2022

نن ورځ د صدري او قلبي وعايي ناروغيو انستېتيوت د کنفرانسونو په تالار کې د ټرېني ډاکټر عبدالرحمن صميم له خوا د شاک (Shock)په اړه کنفرانس وړاندې شو چې په کې د شاک پېژندنه،پتوفزيالوي،ډولونه،کلينيکي لوحه،تشخيص او درملنه په پوره واضح شول.

Photos from ‎د صدري او قلبي وعايي ناروغيو انستېتيوت او فوق تخصصي روغتون‎'s post 27/07/2022

د ICRC او WHO نړيوالومؤسساتو څخه مننه کوو چې له صدري او قلبي وعايي ناروغيو انستېتيوت سره يې د اړينو مصرفي موادو او درملو مرسته وکړه.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


جمال مېنه کارته ی سخي
Kabul