18/12/2025
د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه د میوند خصوصي عالي لېسې په انګړ یوه شانداره غونډه ترسره شوه. دې غونډه کې د د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالسلام شعیب، د بګرامیو ولسوالۍ د پوهنې امر الحافظ سید مقدس یعقوبي، امارتي چارواکو، د زده کوونکو والدینو، علماء کرامو، قومي مشرانو، د معارف مینه والو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
د کابل ولایت د پوهنې ریاست مسؤلینو، امارتي چارواکو، د میوند خصوصي عالي لېسې رهبري، د زده کوونکو والدینو او زده کووونکو په ترتیب سره خبرې وکړې او ګډنوالو سره يې د میوند خصوي عالي لېسې په فعالیتونو او لاسته راوړنو خپل نظریات شریک کړل، هریو پخپل نوبت سره د میوند خصوصي عالي لېسې فعالیتونه وستایل او مننه یې وکړه چې د هیواد بچیان په ښه طریقه روزي.
د غونډې په اوږدو کې د میوند خصوصي عالي لېسې زده کوونکو ساینسي تجارب او د دوی په واسطه جوړ شوي تخنیکي وسایل نمایش ته وړاندې کړل چې د ګډونوالو د خاصې توجه وړ وګرځېدل.
د غونډې په بله برخه کې زده کوونکو ته د کلنیو ازموینو نتایج ابلاغ شول او ممتازه زده کوونکي په ډالیو و نازول شول، ورپسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شویو زده کوونکو ته د فراغت سندونه ورکړل شول او دخوشحالۍ شانداره او ځانګړي مراسم ترسره شول.