احسان الله”حسین“

احسان الله”حسین“ Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from احسان الله”حسین“, Education, Kabul.

30/11/2025
27/06/2022

د حضرت سليمان عليه السلام په وخت کې يوه مرغۍ ډيره تږې شوې وه .
د اوبو يو ډنډ ته راغله چې اوبۀ وڅښي خو پۀ ډنډ کې ماشومانو مستي کولې .
مرغۍ سوچ وکړو که اوبو ته ښکته شم هسي نه چې ماشومان مې په تيږو وويلي نو منتظره شوه.
ماشومان لاړل .
ګوري چې يو ښائيسته د ږيري والا سړي راغي چې سپينې جامې يې اغوستي دي .
مرغۍ اوبو ته راښکته شوه.
سړي تيږه راواخيسته او مرغۍ يې پرې وويشتله.
د مرغۍ سترګه ړنده شوه .
مرغۍ راغله د حضرت سليمان عليه السلام په دربار کې ېې عرض وکړو او خپله کيسه يې ورته وويله.
حضرت سليمان عليه السلام خپل عسکر وليږل او سړي يې راوست .
له سړي څخه حضرت سليمان عليه السلام پوښتنه وکړه: چې تا ولي مرغۍ وويشتله؟
سړي ورته په ځواب کې وويل: چې ما د ښکار په نيت وويشتله .
حضرت سليمان عليه السلام په ځواب کې ورته وويل: ښکار خو خلک په غر کې کوي نه د اوبو په ډنډ کې؟
بالاخر حضرت سليمان عليه السلام فيصله وکړه چې د مرغۍ د سترګي په بدل کې دې د دې سړي سترګه هم ړنده شي.
مرغۍ حضرت سليمان عليه السلام ته وويل: چې د سړي سترګي ماته ضرر نده رسولي ، په څيره کې دې ورته بدلون راوستل شي ، د ښکاري جامي دې ورته واغستل شي ، ځکه چې ګيره او صفا جامي د ټولو انبياؤ سنت دي ، هغه وخت به چې د چا ګيره وه د الله جل جلاله څخه به يې حيا کوله ، مظلوم ته به يې ضرر نه رسوو ، د الله جل جلاله د اړمندو او مختاجه مخلوقاتو سره به يې مرسته کوله ، دا سړی ددې جامو لايق نه دي ، زه يي په څيره دوکه شوم.

دا کس کاکا عبدالعظیم نومیږي د مصر هیواد دی  ورته ولاړ کس د یوې خیریه بنسټ مسول دی ددې بوډا لاس کې پنځه مصرۍ روپۍ وې، دی ...
08/04/2022

دا کس کاکا عبدالعظیم نومیږي د مصر هیواد دی ورته ولاړ کس د یوې خیریه بنسټ مسول دی
ددې بوډا لاس کې پنځه مصرۍ روپۍ وې، دی ورته راغلی لمړی یې ورته 3000 ورکړې کله چي کاکا دا پیسې ولیدلې ورته په ژړا سو سمدستي یې دا مسول وپوښتنی.

( ایا دغه پیسې حلالي دي؟ حرامي خو ندي؟ دا لوی مسولیت دی که حرامي وې خدای ته څنګه قیامت کې ځواب ورکړم؟ )

دې یوڅو جملو د عربي نړۍ ټولي ټولنیزي شبکې په لړزه کړې، په لسګونه ملیونونو انسانانو دغه ویډیو وکتل آن علماء کرامو وویل:
زموږ په لکونو ددجمعې دورځي نصیحتونه یو لوري ته او ددې کاکا دا یو څو جملې بل لوري ته دي.
کله چي حق او پاکه خبره په اخلاص او د الله له خاطره وي زړونو ته پرته له اجازې داخلیږي.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when احسان الله”حسین“ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category