27/06/2025
د اسلامي تاریخ په اړه معلومات او د اوسنیو وګړو ګیله
مولوي ضیاءالحق (حسان)
تاریخ په لغت کې د وخت پیژندلو او پوهیدلو ته وایي او په اصطلاح کې د هغه فن نوم دی چې په عالم کې د زمانې د پېښو د تعین او وخت نه بحث کوي.
موضوع ــ یې انسان، زمانه او د هغه حالات دي.
فایده ــ یې پیژندل د شیانو دي په خپل شان باندې.
اول چا تاریخ تعین کړ له اسلام مخته؟
هرکله چې انسانان په ځمکه کې زیات او خواره واره شول نو تاریخ یې د حضرت آدم علیه السلام له راکوزیدلو شروع کړ تر طوفان د حضرت نوح علیه السلام پوری، بیا یې د حضرت ابراهیم علیه السلام تر اور پورې، بیایې د یوسف علیه السلام تر زمانې پورې، بیا د موسی علیه السلام له وتلو وروسته له بني اسرائیلو د داؤد علیه السلام تر زمانې پورې، بیا د سلیمان علیه السلام تر زمانې پورې بیا د عیسی علیه السلام تر زمانې پورې.
الاعلان بالتوبیخ ص ۸۲ ــ ۸۳.
په اسلام کې اول چا تاریخ تعین کړ (هجري قمري)
د هر امت لپاره مناسبات، شعائر او محفلونه وي لکه د بعضې ځایونو مقدس ګڼل، یا هم د ځینو خاصو کړنو عبادة ګڼل او خاص کول د ورځو لپاره د خوښیو لکه اخترونه همدارنګه د هر ملت لپاره د تاریخ نظام هم شته لکه د یهودو، هنودو، نصاراؤ، رومیانو او ایرانیانو.
د مسلمه امت نظام او قانون زیات پوره دی، ځکه دا د ټولو امتونو اخرنی امت دی، نو هجري تاریخ هم ددې ویاړلي امت له ځانګړنو څخه دی، ځکه خو په حکومتونو، ټولنو او افرادو لازمه ده چې دا تاریخ د خپلو کارونو د تعین لپاره انتخاب کړي.
دلته مشهورې حادثې وې چې باید اسلامي تاریخ پرې شروع وای لکه د نبي اکرم صلی الله علیه والسلام میلاد، شق صدر (د سېنې څیریدل) د وحې شروع، د بدر غزا او نورې مشهورې ورځې او مشهورې واقعې لکن هجرت داسې واقعه وه چې د نورو په شان نه وه ځکه د هجرت په برکت امت د کمال پوړیو ته هسک شو.
مسلمانان په مکه مکرمه کې ضعیف وو، دوی له دیني، سیاسي او اقتصادي حریت نه محروم وو دا ټول وسائل د اسلام د دښمنانو په لاسونو کې وو او هغوی زیات ظالم او متعصب وو.
مدني دور د اسلام د سیاست، اقتصاد او دیانت په بناء لوړ و دلته مسلمانان د کموالي نه په یو واړه دولت بدل شول د کارونو واګي یې په لاس کې واخیستل نو مناسبه وه چې همدا د اسلامي تاریخ د شروع لپاره تعین شي.
په دې کې اختلاف دی چې دا چا تعین کړ، زیات روایات دادي چې امیرالمؤمینین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه هجرت د تقویم هجری د شروع نقطه وګرځوله.
له شعبي نه روایت دی، چې حضرت أبا موسی اشعري رضي الله عنه عمر صاحب ته ولیکل: چې ستاسو داسې خطونه راځي، چې تاریخ نه لري.
حضرت عمر رضی الله څو تنه صحابه کرام راټول کړل، ځینو ویل د مبعث (پیغمبر کیدلو) له زمانې به یې شروع کړو، ځینو ویل د هجرت نه به یې شروع کړو.
حضرت عمر رضی الله عنه وویل: هجرت حق او باطل جدا کړل نو تاریخ يې له دې شروع کړ.
وثایق السیاسیه للدکتور حمیدالله ۵۲۱ بیروت.
قدرمنو لوستونکو!
نن مسلمانان له اسلامي تاریخ غافل دي، دوی حسابونه په میلادي تاریخ کوي تر دې چې اکثره کسانو ته د هجري قمري کال د میاشتو معلومات هم نه وي، نو مناسبه ده چې خپله او بچیانو ته د دې توصیه وکړو څو داحساب زده او د خپل روزمره کارونو د تعین لپاره یې وټاکو.