02/12/2025
زیری
وړیا حج او عمره
دهغو کسانو لپاره چې غواړی حج او عمره وکړي اما بیت الله ته د تللو وس نلري.
الجلوس في المصلى بعد صلاة الصبح للذكر: {من صلى الفجر في جماعة ثم قعد يذكر الله حتى تطلع الشمس، ثم صلى ركعتين، كانت له كأجر حجة وعمرة } قال رسول الله { تامة، تامة، تامة } [رواه الترمذي وحسنه].
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "چا چې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړ، بیا د لمر راختلو پورې د الله ذکر کولو لپاره کښېناست، او وروسته یې دوه رکعته لمونځ وکړ، نو ده ته د یو پوره حج او عمرې اجر ورکول کیږي."
(او رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ځله وفرمایل: پوره، پوره، پوره)
[روایت: ترمذي، او حدیث یې حسن ګڼلی].