05/10/2022
په کابل کې ۹ تنه د جوارګرۍ په تور ونیول شول
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د دیارلسمې حوزې په مربوطاتو کې ۹ تنه د جوارګرۍ په تور نیول شوي دي.
University Lecture
05/10/2022
په کابل کې ۹ تنه د جوارګرۍ په تور ونیول شول
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د دیارلسمې حوزې په مربوطاتو کې ۹ تنه د جوارګرۍ په تور نیول شوي دي.
01/09/2022
ملت ته دحكومت دحساب ورکولو په غونډه کې داحصايې اومعلوماتو ملي ادارې لوى رياست د وګرو احوالو ثبتولو مرستيال محمد صابر ستانکزى: د ا.ا. له راتګ وروسته څه دپاسه دوه ميليونه برېښنايى تذکرې وېشل شوې چې له دې لارې يو ميليارده ٦٨ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
01/09/2022
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون وايي، چې د دغه کمیسیون په هڅو د تېرې ادارې د هوایي قواوو افسر او د بلک هاک هلیکوپټرونو انجنیر نبي الله شایان او د پکتیا او زابل پخوانی امنیه قوماندان برید جنرال نجیب الله سرتېر هېواد ته راستانه شوي دي.
01/09/2022
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، د پاکستان د نفوس د زیاتوالي او په دغه هېواد کې له سبزۍ څخه د زیاتې ګټې اخیستو په مناسبت یې د اړتیا وړ سبزۍ پر وارداتو محصول معاف کړی دی. خو افغان لوری بیا یوازې د سبزۍ په برخه کې د مالیې معاف کول د افغان سوداګرو په ګټه نه بولي.
01/09/2022
افغاني سرې میاشتې په پروان کې له ۹۰۰سېلاب ځپلو کورنیو سره نغده مرسته وکړه
په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۰ زره افغانۍ ووېشل شوې
01/09/2022
د کندوز والي د کرېکټ رسمي لوبو پرانستغونډه کې: ا. ا. ژمن ده چې په دې ولایت کې ورزشکارانو په ځانګړې توګه کرېکټ لوبغاړو ته لازم سهولتونه برابر کړي او پر مخ پرتې ستونزې یې له منځه یوسي.
01/09/2022
د کندوز والي د کرېکټ رسمي لوبو پرانستغونډه کې: ا. ا. ژمن ده چې په دې ولایت کې ورزشکارانو په ځانګړې توګه کرېکټ لوبغاړو ته لازم سهولتونه برابر کړي او پر مخ پرتې ستونزې یې له منځه یوسي.
29/08/2022
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ۷ نوي رئیسان معرفي شول
د دغه وزارت د سرپرست الحاج ملا حمیدالله اخندزاده، په وړاندیز او د ریاست ال.وزرا د حکم پر اساس ۷ نوي رئیسان خپلو کارکونکو ته ور وپېژندل شول.
29/08/2022
د فراه په مرکز کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه او ۸ لکه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده شبکه په لمریزه برېښنا سمبال ده، چې پر یوه وخت کې د ۴۰ متره متره مکعبه اوبو ساتلو وړتیا لري او ۳۳۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابروي.
29/08/2022
په بامیانو کې ۵ ټنه تاریخ تېري خوراکي توکي وسوځول شول
د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د مرکز له هټیو څخه ۵ ټنه تاریخ تېري خوراکي توکي راټول کړي و او نن یې وسوځول
29/08/2022
د امریکا ۴ حکومتونو او سیاسي ګوندونو په افغانستان کې ماته وخوړه
د امریکا د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) پخواني قومندان جنرال فرانک مکنزي ان بي سي چینل ته اعتراف کړی، چې امریکا په افغانستان کې پوځي او سیاسي ماته خوړلې ده.