Jamshid Haqmal Wardak جمشید حقمل وردگ

Jamshid Haqmal Wardak  جمشید حقمل وردگ

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Jamshid Haqmal Wardak جمشید حقمل وردگ, Tutor/Teacher, khoshal khan, Kabul.

08/10/2025

می‌دانی عزیزم!
در این دنیا اگر با سادگی و صداقت، محبت کنی، ببخشی و بگذری، گاهی ارزشِ تو را درک نخواهند کرد. زیرا بسیاری از دل‌ها مانند سنگ سخت شده‌اند و تابِ لطافت و مهربانی را ندارند.

گاهی با خود می‌اندیشم:
کاش می‌توانستم دلم را چون سنگ سخت سازم، تا در برابر بی‌مهری، بی‌پروایی و بیگانگی، جریحه‌دار نشود. اما باز می‌گویم نه! این دنیا سرای رنگ‌هاست. هرکس با رنگ و سبکِ خود زندگی می‌کند. پس تو نیز رنگ و سبک خودت را نگه‌دار، مهربان بمان و دلِ خویش را تنها به خدا بسپار.

✍️ حقمل

07/06/2025

تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنكُمْ، وَغَفَرَ لَنَا وَلَكُمْ،
عِيدُكُم مُبَارَكٌ، وَكُلُّ عَامٍ وَأَنْتُمْ بِخَيْرٍ.

د نېکمرغه لوی اختر مبارکي تاسو ته او ستاسو قدرمنې کورنۍ ته د زړه له تله وړاندې کوم. هیله‌مند یم چې طاعتونه، عبادتونه او قربانۍ مو د لوی رب العزت په سپېځلي دربارکې قبول او منظور وگرځي.

24/05/2025

«وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ»
دا آیت مؤمن انسان ته څومره سکون او ډاډ ورکوي. زموږ ګران اسلام او دین‌داري له مؤمن او مسلمان انسان څخه دا غوښتنه کوي چې د خپلو لوړو او سپېڅلو موخو د ترلاسه کولو لپاره زیار وباسي او خپلې ټولې هڅې وکړي، او په پای کې ووایي: «وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ»
یعنې: «زه خپل کار الله ته سپارم.»

کله چې دا دعا له یو خاشع زړه څخه د خپل حقیقي مالک په لور پورته شي، نو بنده پخپله هم د ځواک او رضا احساس کوي، او الله پاک هم د خپل بنده لاس نیسي. نو دا د الله جل جلاله کلام دې تل په ژبه جاري ساته او خپل زړه پرې تل تازه او ډاډمن کړه.

✍️ حقمل

01/01/2025

«له ۲۰۲۴ کال څخه، درسونه او د ۲۰۲۵ کال لپاره پلانونه»
✍️ جمشید حقمل وردګ
استاد او اسلامي ارواپوه

ماشومتوب څه وو//یو ښکلی خوب وو
زلمیتوب څه وو//یو لېونتوب وو
کله چې زوړ شوم//په عقل موړ شوم
نړۍ یاغي وه//ژوندون آشوب وو

الحمد لله الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ

۲۰۲۴ کال، د ټولو فرصتونو، ستونزو، پېښو او بدلونونو سره سره، پای ته ورسېد. موږ ټول پوهېږو چې دا کال، نه د تاریخ له اړخه او نه د وخت له اړخه، بیا تکرارېدونکی نه دی. د نړۍ ټول خلک، که مسلمان وي یا غیرمسلمان، شتمن وي یا بېوزله، پوهان وي یا ناپوه، د دې کال ۳۶۵ ورځې یې تېرې کړې.

هغه پوښتنې چې باید یو هوښیار او بېدار، او په ځانگړي ډول یو‌ مؤمن او مسلمان له ځان څخه وپوښتي، دا نه دي چې ولې دا کال تېر شو یا څومره ژر تېر شو، بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې دا کال څنگه تېر شو؟! څه لاسته راوړنې مو لرلې؟! څومره مو په معنوي او مادي برخه کې پرمختګ وکړ؟! د اسلام، ټولنی او خلکو لپاره مو څه وکړل؟! آیا ددې کال له میاشتو، اونیو، ورځو، ساعتونو، دقیقو او حتی شېبو څخه مو په سمه بڼه گټه پورته کړه که نه؟! ایا زموږ ۲۰۲۴ کال د ۲۰۲۳ کال په پرتله غوره و؟!
آیا تاسو د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه وړاندې خپل ځان ته لویې او وړې موخې ټاکلې‌ وې؟! که هو، نو د کال په پای کې مو هغه موخې ترلاسه کړې او که نه؟! دا او دې ته ورته پوښتنې باید هر خور او ورور، هر تنکی ځوان، ځوان او مشر په جدي او دقیق ډول له ځان څخه وکړي او خپل نفس او د تېر کال ژوند له هر اړخه وارزوي.

هر یو زموږ څخه باید څو شېبې د ۲۰۲۴ کال د تېرو ورځو پاڼې د بیا کتنې او ارزونې لپاره ځانګړې کړي او پر هغه وخت چې په غفلت، سستي، ټنبلي، بې همتي، ګناه، ظلم او د ارزښتمنو شیانو په اړه د بې پروايۍ په حالت کې تېر شوی دی، د پښېمانۍ او توبې اوښکې تویې کړو او په ۲۰۲۵ کال کې د دې حالت د تکرار مخه ونیسو.

که څه هم "پر تېرو اوبو پسې بېل اخیستل" گټه نلری، خو له تېروتنو، لوېدلو، سستۍ او ټنبلي څخه درس او عبرت اخیستل د هوښیارانو نښه ده.

ګرانو دوستانو!
د انسانانو په ژوند کې تر ټولو ارزښتناک شی مال او شتمني، شهرت او مقام، کور او مال نه دي، بلکې د انسان په ژوند کې تر ټولو ارزښتناک شی د هغه عمر او وخت دی چې څنګه یې تېروي، په مقابل کې یې څه لاسته راوړنې لري او کومې مطلوبې پایلې ته رسېدلی دی. د وخت ارزښت په قرآن او حتی د الله تعالی په قسمونو کې چې د قرآن په بیلابیلو ځایونو کې راغلي، په ځانګړي ډول د العصر سورت کې ښکاره شوی دی.

د وخت ارزښت په دې حدیث کې هم څرګند دی چې د رسول الله ﷺ لخوا ویل شوی:
"اغتنم خمساً قبل خمس: شبابک قبل هرمک، وصحتک قبل سقمک، وغناک قبل فقرک، وفراغک قبل شغلک، وحیاتک قبل موتک."
رسول الله ﷺ فرمایي:
"پنځه شیان د پنځو شیانو څخه مخکې غنیمت وګڼه: خپله ځواني د زړښت څخه مخکې، روغتیا د ناروغۍ څخه مخکې، شتمني د بېوزلۍ څخه مخکې، فراغت د بوختیا څخه مخکې، او ژوند د مرګ څخه مخکې."

که په دې حدیث ژوره کتنه وکړو، درې مهم ټکي د انسان په وخت باندې اشاره کوي: لومړی ژوند د مرګ څخه مخکې، دویم ځواني د زړښت څخه مخکې، او درېیم فراغت د بوختیا څخه مخکې.

په یوه بل حدیث کې رسول الله ﷺ فرمایي:
"لَا تَزُولُ قَدَمَا عَبْدٍ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ أَرْبَعٍ: عَنْ عُمُرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ، وَعَنْ عِلْمِهِ مَاذَا عَمِلَ فِيهِ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَا أَنْفَقَهُ، وَعَنْ جِسْمِهِ فِيمَا أَبْلَاهُ."
رسول الله ﷺ فرمایي:
"د قیامت په ورځ د بنده پښې له ځایه نه خوځېږي ترڅو چې له ده څخه د څلورو شیانو پوښتنه وشي: د خپل عمر په اړه چې په څه کې یې تېر کړی، د خپل علم په اړه چې څه یې په کې کړي، د خپل مال په اړه چې له کومه یې ترلاسه کړی او په څه کې یې لګولی، او د خپلې ځوانۍ په اړه چې په څه کې یې تېره کړې؟!"

دا حدیث هم په دقیقه توګه د وخت په ارزښت ټینګار کوي، چې عبارت دي له: عمر او ځواني.

ګرانه وروره او بي بي خورې!

هیڅ دین او مذهب نشته چې د وخت او د عمر په تېرېدو یې دومره ټینګار او پافشاري کړې وي لکه اسلام. خو له بده مرغه موږ مسلمانان لا هم په خوب ویده یو.
موږ ددې پر ځای چې د خپل عمر په بې ځایه تېرېدو، ګناه، ټنبلي او سستي اوښکې تویې کړو او د پښېمانۍ احساس وکړو، د خوښیو، جشنونو او پارټیو په فکر کې یو. موږ د دې پر ځای چې د تېر کال له نیمګړتیاوو، کمښتونو او تېروتنو درس واخلو او د راتلونکي کال لپاره برنامه ولرو، راتلونکی کال هم د برنامې په نه شتون، بې هدفۍ، ټنبلي او هیڅ لاسته راوړنې قرباني کوو.

ګرانه ملګریه!

دا د یو مؤمن او مسلمان انسان لپاره غوره نه ده. ځکه چې د الله تعالی څرګند آیتونه، د رسول الله ﷺ روښانه احادیث، د صحابه کرامو او د اسلام مخکښانو بې‌ساري کیسې او ټینګارونه موږ ته د وخت ارزښت په غوره ډول روښانه کړي دي.

نو که ته توانېدلی وي چې ۲۰۲۴ کال په غوره توګه تېر کړې، ښه اعمال دې په کې ذخیره کړي او دا کال دې د آخرت لپاره د قیمتي صندوق په څېر خوندي کړی وي، نو مبارک دې وي درته او ماشاءالله! خو که دی غفلت، ټنبلي، سستۍ، ګناه او ناپوهۍ له امله دې دا فرصت له لاسه ورکړی وي، نو په هیڅ قیمت دا راتلونکئ کال (۲۰۲۵) له لاسه مه ورکوه.

ګرانه!

د دې کال له پیل څخه تر پایه پورې خپل وخت د لویو او سپېڅلو موخو، هڅو، مادي او معنوي لاسته راوړنو، او د ټولو تېرو نواقصو د جبران لپاره د یو غوره، دقیق او سنجیده پلان له مخې تېر کړه. ترڅو دا کال دې د ژوند د پسرلي په څېر وګڼل شي او ستا د ژوند له غوره کلونو څخه وشمېرل شي. ترڅو د دې کال په هره شېبه کې د یو ګټور او ارزښتناک مسلمان په توګه د اسلام، ټولنې، خلکو او کورنۍ لپاره یو بریالی، هیله بښونکئ او الهام‌بښونکئ مثال جوړ شې.

د ۲۰۲۵ کال لپاره د پلان جوړونه

د خپل ځان لپاره اساسي او فرعي (لویې او وړې) موخې وټاکه. دا څرگند کړه چې په دې کال کې څومره کتابونه لوستل غواړې، کوم مهارتونه زده کول غواړې، لکه د نوې ژبې زده کړه، د کمپیوټر زده کړه، د وخت مدیریت په ټولنیزو رسنیو کې، یا د موبایل د استعمال کمول، او نور مهارتونه.

په اخلاقو، چلند، رښتینولۍ، اړیکو، معاملو، عباداتو، د وخت مدیریت او د خپلو اړیکو په څرنګوالي کې جدي کتنه وکړه. همدارنګه د خپلو کمزورو او ناسمو اوصافو یو لست جوړ کړه او د هغوی د اصلاح لپاره په دوامداره توګه هڅه وکړه.

په یاد ولره چې دا ټول کارونه د الله تعالی د توفیق پرته ممکن نه دي. نو د هر عبادت وروسته او حتی په هر وخت کې خپل لاسونه پورته کړه او له الله څخه مرسته، هدایت او توفیق وغواړه.

امید له لاسه مه ورکوه!
راپاڅه او پیل وکړه... د ۲۴ ساعتونو لپاره منظم مهالویش جوړ کړه او د الله په مرسته په جديت، هڅه او قاطعیت سره یې تعقیب کړه. زه پوهېږم چې ته یې کولای شې، یوازې اراده وکړه او اقدام وکړه.

که دا لیکنه درته ګټوره وه او د یو گټور کال د پیلولو لپاره یې انګېزه درکړه، نو له خپلو ملګرو سره یې شریکه کړه، ترڅو یوازې په خپرولو سره یو بل مؤمن انسان ته هم انګېزه ورکړې.

وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ
سه شنبه، ۱۱ جدی ۱۴۰۳ هـ ش، ۳۱ ډسمبر ۲۰۲۴ م، ۲۹ جمادی الثانی ۱۴۴۶ هـ ق، سهار ۷:۳۰ بجې

26/12/2024

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ‌

دا متن زما د ۱۷ کلنې تجربې او د ټولنې بېلابېلو طبقو ته د ښوونې او روزنې پایله ده او همدارنګه د سلګونو هغو کتابونو نچوړ دی چې ما لوستلي دي او زما په ژوند یې مثبتې اغېزې در لودلې. له همدې امله، زه ټولو ته سپارښتنه کوم چې دا متن ولولي، یاد یې کړي، تمرین یې کړي او د ژوند په اوږدو کې ترې گټه پورته کړي.

موضوع: د اسلامي ارواپوهنې اهمیت او د مهارتونو زده‌کړه
وړاندې کوونکی: استاد جمشید "حقمل وردګ"
نېټه​: ١۴۰۳/۹/۲۸

ژوند یوازې په یوه اړخ پورې محدود نه دی؛ بلکې په دې کې د بحرانونو، خوښیو، غمونو، ستونزو او بریالیتوبونو بېلابېل فصلونه شامل دي. د دې موسمونو د اداره کولو لپاره، موږ باید په اسلامي ارواپوهنه پوه شو او مهارتونه ترلاسه کړو.

د اسلامي ارواپوهنې اهمیت
1. د ارواپوهنې په ټولګیو او ګروپونو کې ګډون یو فرصت دی چې موږ یې باید په ارزښت پوه شو. دا پوهه او مهارتونه موږ سره مرسته کوي چې خپلې ستونزې حل کړو یا که موږ کومه ستونزه ونه لرو چې دا ممکنه نه ده، د نورو سره د مرستې لپاره هغه څه وکاروو چې موږ زده کړی. ځکه زموږ دین د مشورې، لارښوونې او خیر غوښتنی دین دی. لکه څنګه چې رسول الله {صلی الله علیه وسلم}فرمایلي دي: الدِّینُ النَّصِیحَةُ.
ژباړه: دین نصیحت او خیر دی.

او الله تعالی په قرآن کریم کې هم فرمایلي دي: وَتَعَاوَنُوا عَلَی الْبِرِّ وَالتَّقْوَی وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَی الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ
ژباړه: په نیکۍ او تقوا کې له یو بل سره همکاري وکړئ او په ګناه او تیرې کې همکاري مه کوئ. الله تعالی په خپل بې پایه فضل او کرم سره انسان ته داسې نعمتونه ورکړي دي لکه؛ پنځه‌گوني حواس، عقل او وحي بیا غوره خلکو (پيغمبرانو) ته ورکړل شوي.
او پر بنسټ يې خلک د ښه او بد، حق او باطل توپير کولای شي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په خپل مبارک کلام کې فرمایي: إِنَّا هَدَیْنَاهُ السَّبِیلَ إِمَّا شَاکِرًا وَإِمَّا کَفُورًا.
ژباړه: موږ انسان ته لاره وښودله،که هغه منندوی وي او که ناشکره وي.

انسانان په ځانګړې توګه مسلمانان او مؤمنان خپل ژوند او ورځنی چارې د الله تعالی له دغو نعمتونو څخه په استفادې سره پرمخ وړي او تل په خپلو خبرو او عملونو کې د الله جل جلاله شکر ادا کوي. یو مومن باید دا باور او ډاډ په ځان کی وروزی چې هېڅ شی د خدای له ارادې بهر نه دی. حتی یوه پاڼه هم د هغه له اجازې پرته ځمکې ته نه راښکته کیږي. خدای موږ ته سمه لار ښودلې او موږ یې په عقل، هوښ، حواس، ضمیر او پوهي سمبال کړي یو. له همدې امله، دا زموږ دنده ده چې د دې وړتیاوو پر بنسټ خپل ژوند پرمخ بوځو، عاقلانه پرېکړې وکړو او سمه لاره غوره کړو. او موږ باید خپلې ستونزې او ناپوهي د خدای تقدیر ته منسوب نه کړو. موږ باید محتاطه واوسو چې خپل ژوند په خپلو لاسونو خراب نه کړو.

2. د اسلامي ارواپوهنې په زده کولو سره، موږ کولی شو خپل شخصیت پیاوړی کړو، خپل شخصي او کورني ژوند ښه کړو، او د نورو په اداره کولو کې مرسته وکړو. اسلامي ارواپوهنه د ژوند په ټولو برخو کې کارول کیږي لکه طب، انجینري، موروالۍ، پلاروالئ، د ښځی او خاوند گډ ژوند، شاګردي او د بحرانونو په مدیریت کې.

د مهارتونو اهمیت د حقیقي مثالونو په بڼه:
1. فکر وکړئ چې دوه کسان چې ورته وړتیاوې، ځواک او فزیکي جوړښت لري د لامبو په حوض کې شتون لري. له دې دوه‌ کسانو څخه یو له حوض څخه‌ په آرامتیا او خوښۍ سره راوځي. د هغه د بریالیتوب لامل دا دی چې هغه پوهیږي چې څنګه لامبو وکړي. هغه ښه پوهیږي چې څنګه لاسونه او پښي وخوځوې، د اوبو فشار سره مقابله وکړي او خپل ځان د اوبو لاندې او پورته کنټرول کړي ترڅو خپل هدف ته ورسیږي.
له بلې خوا، دا بل سړی چې ورته فزیکي وړتیاوې لري، په داسې حال کې چې د اضطراب او ډار سره مخ شوي، په سخته توګه مبارزه کوي او د حوض په کونج کې ځان نښله وی. هغه ستړی او بې وسه دی ځکه چې هغه نه پوهیږي چې څنګه لامبو وکړي او هغه لاهم نه پوهیږي چې څنګه د وضعیت سره مقابله وکړي. په نننۍ نړۍ کې، انسانان د دې مثال په څېر دي. هغه کسان چې په سیمینارونو کې ګډون کوي، ډول ډول کتابونه لولي او هڅه کوي چې په ژوند کې خپل لومړیتوبونه وپیژني، او غواړې په یوه ځانګړې برخه کې تخصص ترلاسه کړی. همدا راز هدف یا موخه لرونکي خلک، په یوه سکټور کې د تخصص سربېره، هڅه کوي چې د ټولو هغو مسلو سره چې د دوی د ودې سره تړاو لري په بشپړه توګه خبر وي. دا ډول هراړخیزه پوهه کولی شي دوی په ژوند کې ځواکمن او بریالي کړي.

2. یوه ورځ یو کس چې د نحوې له پوهې سره بلد وو، په کښتۍ کې ناست کښتۍ چلونکي ته یې وویل: ایا ته د نحوې په علم پوهېږې؟ کښتیۍ چلونکي ځواب ورکړ: "نه، زه نه پوهېږم." د نحوې عالم وویل: بیا خو دې نیم ژوند له لاسه ورکړ! وروسته له یوه ځنډ څخه یو قوي طوفان راغی او کښتۍ د سمندر په سختو څپو کې گیر شوه. کښتۍ چلونکې له سړي وپوښتل: ته په لامبو پوهېږې؟ هغه ځواب ورکړ. "نه"کښتۍ چلونکې وویل: بیا دې خپل ټول ژوند له لاسه ورکړ!
نو د مهارتونو زده کړه موږ له بحرانونو ژغوري. هغه څوک چې مهارتونه زده کوي، کولی شي د خپل ژوند او د نورو د ژوند ملاتړ وکړي.

3. یوه ورځ د احمد په نوم یو سړی له خپل موټر سره ښار ته روان وو. د سړک په منځ کې، هغه ناڅاپه احساس وکړ چې د هغه د موټر یو ټایر پنچر شوی دی. موټر یې د سړک په غاړه ودراوه او د ټایرونو په خلاصه​ ولو یې پیل وکړ. کله چې هغه د ټایر نټ او بولټونه لرې کړل، هغه یې یو طرف ته کېښودل. خو ناڅاپه یې لاس ولړزید او ټول نټونه او بولټونه یې د سړک په غاړه اوبو ته ولوېدل. احمد په نا امیدۍ ویالې ته وکتل. اوبه خړې او ژورې وې او د نټ او بولټونو راخیستل شونې نه وو. احمد له ځانه سره وويل: اوس څه وکړم؟! "زه د دې نټ او بولټونو پرته ټایر نشم پرځای کولی." هغه په اندېښمن ډول د سړک غاړې ته ناست وو او ځان یې ملامت کولو. په همدې حال کې یو مسافر چې دا صحنه یې ولیده، نږدې شو او ورته ویې ویل: وروره، ته ولې دومره اندېښمن یې؟! احمد کیسه بیان کړه. مسافر وخندل او ویې ویل: اندیښنه مه کوه. د موټر له هر بل ټایر څخه یو نوټ او بولټ واخله. هر ټایر معمولا څلور یا پنځه نټ او بولټونه لري. "که تاسو له هر یو څخه یو یو کم کړې ، نو موټر لاهم چلیږی ترڅو تاسو تر مسترې ورسوې." احمد د دې حل په اړه فکر وکړ او پوه شو چې دا څومره ساده او عملي د حل لاره ده. هغه په خوښۍ سره د مسافر څخه مننه وکړه او د هغه په مرسته یې ټایر ځای پرځای کړ. احمد د کار له پای ته رسولو وروسته ترې وپوښتل: تا څنګه داسې د حل لاره وموندله؟! مسافر وخندل او ویې ویل: ستونزې تل هغه څه چه دي د هغه په پرتله لویې ښکاري. مګر که تاسو آرام اوسئ او د نا امیدۍ پرځای د حل په اړه فکر وکړئ، تل به یو حل ومومی." احمد په خندا سره خپل موټر ته پورته شو او خپلې لارې ته یې دوام ورکړ. دې پېښې هغه ته دا ور زده کړل چې کله انسان له ستونزو سره مخ کېږي، باید تسلیم نه شي او تل د یوې ساده حل لارې په لټه کې شي.

له دې کیسې نه درس: له ستونزو پرته ژوند ناشونی دی. نو، د دې لپاره چې ژوند سره له خوږوالي او تریخوالي تېر کړی، د بحراني حالاتو مدیریت او اداره کول زده کړئ. ډیرئ کورنۍ، ملګرتیا، او کاري اړیکې له منځه ځي کله چې تمرکز یوازې د ستونزې په لامل وي، نه د حل لاره. ستونزې هغه وخت زیاتیږي چې خلک د همکارۍ او فکر پر ځای د یو بل دښمنان شي.
له نن څخه تصمیم ونیسئ چې کله هم له کومې ستونزې سره مخ شئ، لومړی یې د حل په اړه فکر وکړئ او بیا په آرامه او د امن په فضا کې د هغه د تکرار د مخنیوي لپاره د هغه لامل وپلټئ.
ډاکټر عائض القرني وايي: په کورنیو ستونزو کې میړه او ښځه باید د اور وژونکو(اطفایې د مؤظفینو) په څېر چلند وکړي. د دې پر ځای چې د نفاق اور ته لمن ووهئ، اور مړ کړئ. او د بحران مدیریت مهارتونه زده کړئ ترڅو بحرانونه او ستونزې حل او مدیریت کړئ.
4. یوه ښځه او خاوند چې یوولس کاله وروسته د یو زوی څښتنان شول او یو بل سره یې ډېره مینه لرله او همدا راز د خپل زوی سره یې هم ډیره مینه درلوده. یوه ورځ، چې هلک شاوخوا دوه کلن وو، میړه یې په پخلنځي کې د درملو بوتل ولید. ځکه چې هغه په بیړه کې وو، خپلې میرمنې ته یې وویل چې بوتل وتړئ او په المارۍ کې یې واچوئ. خو مور يې چې ډېره بوخته وه، هېر یی شو. هلک بوتل ولید، رنګ یې د هلک پام ځانته راواړوه، هغه ته ورغی او ټول درمل یې وڅښل. هغه ډېر سخت ناروغ شو او مور یې روغتون ته یوړ. خو ځکه چې ناروغي یی سخته وه نو هلک په لږ وخت کې مړ شو. کله چه پلار روغتون ته ورسید او د خپل زوی له مړینې خبر شو، خپلې میرمنې ته یې مخ واړوه او یوازې څو خبرې یې وویلې. ته پوهېږې چې دا څو کلمې کومې وې؟! میړه وویل: "ګرانې, زه له تاسره مینه لرم،" دې له انتظار څخه لرې غبرګون مور یو څه آرامه کړه. پلار پوهېده چې د چا ملامتول درد نه دوا کوي. که هغه په وخت اقدام کړی وی او بوتل یې لرې کړی وای، دا پېښه به نه وه شوې په دې وخت کې، غمجنې مور یوازې همدردې ته اړتیا درلوده، نه ملامتۍ ته.
خو راځۍ دا صحنه له بله اړخه وگورو! که خاوند پوه شوئ وئ چې زوی یې مړ شوی دی او خپلې میرمنې ته یې مخ اړولی وی او هغې ته یې فحش او بې ځایه خبرې کړې وی او هغه یې د خپل یوازینی ماشوم د لاسه ورکولو اصلي لامل ګڼلې وي او بیا یې د احساساتو او غوسې پر اساس خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړی وی، نو پایله به یې څه شوې وه؟! هر یوه مور او پلار به څومره تاوان کړی وو؟! دوی به هم ماشوم, هم میرمن/خاوند او هم ژوند له لاسه ورکړی وې. ځینې وختونه ، د دې پرځای چې د غلطۍ په موندلو وخت ضایع کړئ ، دا غوره ده چې مینه او خواخوږي وښایاست.

5. یوه بې دینه انسان یو دیني عالم ته وویل: که ټول علم او پوهه په قرآن کې وي، نو راته ووایه چې له یوې بوجې اوړو څخه څو ډوډۍ جوړیږي؟! عالم هم په سم‌لاسي توگه ډوډئ پخوونکي ته زنګ وکړ او ځواب یې ترلاسه کړ. بې دینه سړي اعتراض وکړ او ویې ویل چې تا له قرآن څخه ځواب را نه کړ! مگر عالم لاندې آیت ولوست او ویې ویل: کله چې موږ په یو څه نه پوهیږو، نو قرآن فرمایي: فَسْئَلُوا أَهْلَ الذِّکْرِ إِنْ کُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ.
ژباړه: د علم خاوندانو څخه پوښتنه وکړئ که چېرې نه پوهېږئ. د اسلامي ارواپوهنې د علم زده کړه او د بېلابېلو مهارتونو سره ځان اشنا کول موږ د ژوند سختو حالاتو ته چمتو کوي. په هر حالت کې، موږ باید د خپلو ستونزو د حل او نورو سره د مرستې لپاره اړینه پوهه او پوهاوی وکاروو.

ګرانه!
دا متن د سترګو له آدرسه د ذهن له لارې خپل زړه ته دننه کړه. او هرکله چې تاسو کومه ستونزه لرئ یا د یو بحراني حالت سره مخ کېږئ، په خپل عملي ژوند کې یې په اغیزمنه توګه وکاروئ.
که مو خوښ شو نو له خپلو ملگرو سره یې شریک کړئ...

#ارواپوهنه
#اسلامی-ارواپوهنه

Photos from ‎Jamshid Haqmal Wardak  جمشید حقمل وردگ‎'s post 16/11/2024

🎓 Second Round English Language Diploma Graduation Ceremony Recap 🎉

We are thrilled to share the success of the second round graduation ceremony for our English language diploma students. This event was a memorable celebration of our students' achievements, made special by the presence of distinguished speakers, family, and friends.

The ceremony featured inspiring speeches from notable members, including:

Maiwand Haqma Wardak, Head of the Centre, who opened the event with an encouraging address, sharing his vision for the future and the importance of language skills.

Nasratullah, English Instructor, who highlighted the dedication and hard work of the graduates, wishing them all the best in their future journeys.

Engineer Azizullah Momenzada, Head of Mahmood Wardak Educational Center, who provided a motivational talk, emphasizing the lifelong benefits of education and continuous learning.

Additionally, some of the graduate students presented topics on behalf of their fellow graduates, reflecting the unity and support within this cohort. These presentations showcased the skills and knowledge gained through the program and gave voice to the collective experiences of the class.

Alongside these honored speakers, other supportive community members also shared in the celebration, applauding the graduates’ commitment to excellence. We extend our heartfelt thanks to everyone who joined us in marking this important milestone.

Congratulations to our graduates, and a sincere thank you to all who contributed to making this second round graduation ceremony an unforgettable event!

15/11/2024

السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ
هیله لرم چې د فېسبوک ګرانو ملګرو روغتیا او سلامتیا په برخه وي او تر دې دمه مو وختونه په خوښۍ تېر شوي وي.
وروسته له یو ځنډه، بیا ستاسو په چوپړ کې یم.

19/06/2024

خوږو ملگرو!
وروڼو او خویندو!
پرته د آخرت په چارو کې په نورو چارو کې عجله مه کوئ چې پښېمانه نه شئ!
«"التؤدة في كل شيء خير إلا في عمل الآخرة "
ځنډ په هر شي کې خیر ده مگر د آخرت په چارو کې» ( صحیح الجامع)
ای مسلمانه!
عجله مکوه!
ډېره بيړه مه کوه!
په خپلو فیصلو او پرېکړو کې بيړه مه کوه!
د خپلو غوښتنو او موخو لپاره بیړه مه کوه!
ددې ټولو نه مخکې خپل فکر او سوچ په ژور شکل وکاروه تر څو هېڅکله په خپلو پرېکړو، غوښتنو او موخو کې وروسته پښېمانه نه شی.
وروسته له دې ټولو که چېرې چاری هغسې چې تا غوښتی پر مخ ولاړې، نو د الله تعالی شکر او قدرداني وکړه خو که چېرې هسی چې تا انتظار درلود پرمخ لانړې، نو خفه کېره مه. پر څای یې داسې ووایه:
د الله تعالی غوښتنه او تقدیر همداسې وو او هغه چې هر څه وغواړي هغه کوي.

جمشید حقمل وردگ
استاذ او اسلامی روان‌پوه

08/06/2024

هدف
میدانی چیست؟!
چگونه ممکن است مؤمن و مسلمان باشی، ولی هدفت را ندانی؟!
چگونه ممکن است ادعای امتی بودن رسول نازنین ﷺ را بکنی، ولی هدفت را ندانی؟!
چگونه ممکن است کلام ناب وحی الهی را هر صبح و شام تلاوت کنی، ولی هدفت را ندانی؟!
چگونه ممکن است این سخن خالق در قلب و ذهنت وجود داشته باشد «وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ
و من جنّ و انس را نیافریدم مگر برای اینکه مرا (به یکتایی) پرستش کنند.» اما هدفت را ندانی؟!
برادرم و تو ای خواهر مؤمنم!
انسان مؤمن هدفمند است.
او مثل جواهر قیمتی و ارزشمند است.
هرگز سُستی و ضعف را در خود راه نمی‌دهد.
شب و روز را به وقت کُشی، بازی‌های بچگانه و طفلانه، هرزه و یاوه گویی سپری نمی‌کند.
او در تلاش ساختن امت است.
جوان مؤمن در تلاش است تا در مسیر موفقیت دنیا و آخرت گام بردارد. از خود انسان شایسته و بایسته بسازد. سعی می‌کند مصدر خدمت به خانواده، جامعه و اسلام عزیز گردد.
راه و مسیر موفقیت را برای همنوعان خود هموار می‌سازد.
او چنان مشغول و مصروف اهداف والا و مقدس خود است، که لحظه‌‌ی هم به غیر آن فکر نمی‌کند.
عزیزم! اگر صبح بدون هدف از بسترت بلند شدی، توصیه می‌کنم دوباره وارد بسترت شو! تا حداقل مزاحم هدفمندان نگردی!

✍️ جمشید حقمل وردگ
استاد و روانشناس اسلامی

06/06/2024
24/05/2024

«ښه اخلاق، ښه فرهنگ او صداقت په ټولنه کې خپرول»
د اسلام آباد شاه فیصل جومات ته راغلم او د سهار لمانځه وروسته د څو دقو لپاره د جومات په پرانیستې فضا کې کېناستم.
یو ځوان چې تقریباً د ۲۰ کالو کم او زیات و څنگ ته مې راغئ او په اردو ژبه یې ویل: پښتو پوهیږې؟!
ما ویل هو څه ستونزه لرې؟!
ویل یې د شپې جومات ته راغلم وروسته له گرځېدو ستړی شوم او د جومات په یو آرام ځای کې پرېوتلم. خوب راباندې راغلی و او سهار چې را ویښ شوم نو نه مې تلفون راسره و او نه هم بټوه.
مانه یې د څو روپیو درخواست لرلو.
مایی هم په ورین تندی د اسلامي تعاون پر اساس یو څه درخواست ومنلو او بیا مې د اسلامي خیرخواهئ له مخې خپل څنگ ته را وغوښت او داسی می ورته وویل:
گوره ځوانه!
زه هم ستا په شان یو ضعیفه انسان او د الله بنده یم.
خو په دی پوه شه چې ساده او بی عقل نه یم.
تا د انسانیت او مسلمانۍ نه په گټه اخیستنې سره خپله ستونزه ماته وړاندې کړله او ماهم ستا پر خبرو او الفاظو باور وکړ او څه می چې په وس کې و خالصاً لله مې تا سره مرسته وکړه. اما داچې ته رښتیا وایې یا دروغ دا پرېکړه مې الله تعالی ته پرېښوده ځکه د زړونو مالک فقط هغه دی او هغه د زړونو په حال ډېر ښه خبر دی.
خو گوره ځوانه!
که چېرې ته په دې برخه کې کسبي یې او د همدې لارې څخه مسلمانان غوله وې او د انسانانو او مسلمانانو له اعتماد او اعتبار څخه ناوړه گټه پورته کوې، نو ته په حقیقت کې غلط او ناوړه اخلاق او فرهنگ په ټولنه کې خپروې چې دا ډېره لویه گناه ده.
څکه دا د انسانانو او بیا په ځانگړي ډول د مسلمانانو تر منځ د اعتبار او اعتماد فضا له منځه وړل دي.
که چېرې خلک خبر شې چې ته یا ستا په شان نور خلک له همدې ناوړې لارې پیسې لاسته راوړئ او په حقیقت کې څه چې د عذر په شکل وړاندې کوئ حقیقت نلري، نو فکر وکړه که یو نفر په رښتیا هم له داسې ستونزو سره مخ شي، یا یې مور مریضه وي، یا یې ښځه او اولادونه په رښتیا هم وږی یا مریضان وي او دی د خلکو نه د مرستې غوښتنه وکړي خو خلک ده ته هم ستاسو گمان وکړي او وی رټي او غوښتنه یې ونه مني نو پوهېږې پایله یې څه ده؟!
ته خو به له دې دنیا څخه لاړ شې یا غریب یا بډا خو دا بد اخلاق او بد فرهنگ چې تا خپور کړئ تر څو چې چلیږي گناهونه او عذاب به یې تاته رسیږي.

نو خبره مې تر دې کوله چې:
لومړئ- انسان بیا په ځانگړي ډول مسلمان باید خپلو خبرو، کړنو او اخلاقو ته ځانگړې پاملرنه وکړي. هسې نه چې ټولنې ته غلط او ناوړه فرهنگ خپور کړي.
دوهم- د الله تعالی فرمان دی چې فرمایي:
«وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ
یو له بل سره په تقوا او ښه کار کې مرسته وکړئ خو په گناه او بد کار کې یو‌ د بل مرسته مکوئ»
یعنې مؤمن او مسلمان انسان د ټولنې په
اصلاح او رغونه کې باید بې‌طرفه نه وي.

جمشید حقمل وردگ
استاد او اسلامي روان‌پوه
۱۴۰۳/۰۳/۰۴

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Khoshal Khan
Kabul