Which Scholarship

Which Scholarship

Share

د نړیوالو سکالرشیپونو ، سیمینارونو، غونډو او نورو علمي

د نړۍ ډېرى سکالرشيپونه؛ اړين کنفرانسونه؛ فيلوشيپونه؛ نړيوال او سيمه‌ييز علمي؛ اقتصادي؛ سياسي؛ کلتوري او ټولنيز پروګرامونه چې افغانان پکې ګډون کولاى شي؛ هره ورځ له دې پاڼې کتلاى شئ. د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره په معياري او عصري علومو سمبال ځوانان چې له نړيوالو کلتورونو سره بلد وي؛ او په نړيواله کچه سيال شي!

05/11/2022



اکنون شما میتوانید ماستری رشته علوم اقتصادی اسلامی را در بهترین دانشگاه های ایران بدست آورید.
فیس سمستروار ۴۵۰دالر امریکایی
✍️ مقاطع❗
✅ ماستری
نوت: امتحان ورودی ندارد و بر اساس اوسط فیصدی نمرات تان انتخاب میشوید.
.............................................................................
لینک ثبت نام آنلاین: www.awswo.org.af/online-application

05/11/2022

ویاړ
سږکال د کانکور عمومي اول نمره سلیمان د هرات ولایت څخه دی

06/09/2022

د افغان محصلینو لپاره د علامه اقبال سکالرشپ پروګرام!

د 2025-2022 کال لپاره به د علامه محمد اقبال بورسونه دریم پړاو ډیر ژر پیل شي. د دې پروګرام لاندې به په راتلونکو دریو کلونو کې 4,500 نوي بورسونه افغان زده کوونکو ته ورکړل شي. لږترلږه، د بورسونو دریمه برخه به ښځینه زده کونکو ته ورکړل شي.

د علامه اقبال سکالرشپ پروګرام خورا مشهور دی ځکه چې دا افغان زده کونکي په مسلکي برخو لکه طب، انجینرۍ، کرنې او سوداګرۍ کې په لوی شمیر کې ځای په ځای کوي.

اټکل کیږي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه به هر کال له 30,000 څخه ډیر زده کونکي د 1,500 بورسونو لپاره سیالي وکړي. بریالي نوماندان به د پاکستان په غوره مسلکي کالجونو او پوهنتونونو کې ځای په ځای شي.

د سکالرشپ برنامې دریم پړاو لپاره SOPs جوړ شوي چې په راتلونکو څو اونیو کې به اعلان شي.
Pakistan Embassies in Afghanistan

Albukhary International University - Albukhary International University 19/06/2022

#ماليزيا


د مالیزیا هېواد په کوالا لامپور د افغانستان سفارت په لاندې شرایطو د ۲۰۲۲ م کال د اکټوبر سمستر لپاره نویو محصلینو ته د لېسانس تحصیلي بورسونو خبر ورکوي، چې د لوړو زده کړو وزارت یاد بورسونه د ازادې سیالۍ په موخه اعلان ته سپارلي دي.‌
هېواد: ماليزيا
د زده کړو کچه: لېسانس
نوم ليکنه: لومړی انلاين او وروسته د لوړو زده کړو وزارت ته مراجعه وکړئ.
د نوم ليکنې پای: د روان ۲۰۲۲ کال د جولای مياشتې ۳۱مه نېټه
اړین شرایط او اسناد:
- د ښوونځي فراغت سند (شهادت نامه) لرل، چې د نمرو سلنه یې له 70 څخه کمه نه وي.
- د تابیعت تذکره يا پاسپورټ
- د کاندید د کورنۍ عواید په میاشتني ډول "درې سوه" امریکايي ډالرو څخه ډېر نه وي. ( دا سکالرشيپ د هغه محصلانو لپاره په نظر کې نيول شوی دی چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه وي او د دې لپاره معيار دا دی چې د کورنۍ مياشتينی عايد به يې له ۳۰۰ ډالرو ډېر نه وي).
- د غوښتونکي عمر باید د 18 او 22 کلونو ترمنځ وي.
- د کاندید مدني حالت باید مجرد وي.
امتيازات:
د یادو بورسونو د تحصیلي دورې په اوږدو کې د تدریس فیس، لیلیه او د محصل جیب خرچ شامل دي.
د البخاري پوهنتون لاندې تحصيلي څانګې لري:
• Bachelor of computer Science
• Bachelor of Economics
• Bachelor of Finance (Islamic Finance)
• Bachelor of Business Administration
• Bachelor of Business Administration (Marketing)
• Bachelor of Business Administration (Human Resources Management)
• Bachelor of Education
• Bachelor of Early Childhood Education
• Bachelor of Elementary Education
• Bachelor of Media and Communication
• Bachelor of Social Development
• Bachelor of Foundation Studies
د پوهنتون د ارزونې کمېټه د کاندیدانو د تحصیلي اسنادو بیاکتنه کوي او که اړتیا وي، انفرادي مرکې (انټرویو) ورسره آنلاین ترسره او وړ اشخاصو ته بورسونه ورکوي، او هغه غوښتونکي چې د سکالرشيپ په ترلاسه کولو کې بریالي کېږي د اکتوبر 2022 په سمستر کې به خپل درسونه پیل کړي.
په همدې اساس په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، که دوی غواړي چې د ذکر شوي هېواد سکالرشیپونو لپاره نوم لیکنه وکړي، د 24/4/1401 نېټې سره سم د 2022 کال د جولای له 31 مې دمخه دې په ذکر شوي انټرنیټي ادرس کې د آنلاین نوم لیکنې پروسې بشپړولو سربیره، د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش په امریت کې د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم اړوند (۱۵) غرفې ته، د اصل اسنادو سره مراجعه وکړي او د ضروري اسنادو یوه یوه کاپي دې وسپاري.
د نورو معلوماتو او نوم ليکنې لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ:
https://aiu.edu.my/
که په شرایطو برابر یئ نو انلاین نوم لیکنه وکړئ او یا هم د نوم ليکنې او معلوماتو لپاره زموږ دفتر ته مراجعه وکړئ او يا په وټسپ پوښتنه وکړئ.
0778859378

Albukhary International University - Albukhary International University Inspiring Minds

SAU - South Asian University - SAU - South Asian University 16/06/2022

#پايلې


د جنوبي اسيا پوهنتون د شموليت ازموينې پايلې اعلان شوې چې له نېکمرغه له افغانستان هم د ۳۰ شا او خوا کسانو ماسټري ته لار موندلې ده.
د Which Scholarship اداره ټولو بريالي شويو کسانو ته مبارکي وايي او هيله ده چې د پوهنتون له غوښتنې سره سم خپل اسنادونه سيستم ته اپلوډ کړئ.
يادونه: د دوکتورا دورې د شارټ لېست کسانو اعلان به هم ډېر ژر خپور شي.

د لاندې لېنک له لارې مو پايلې وګورئ.

SAU - South Asian University - SAU - South Asian University The South Asian University is an International University sponsored by the eight Member States of the South Asian Association for Regional Cooperation (SAARC).The eight countries are: Afghanistan, Bangladesh, Bhutan, India, Maldives, Nepal, Pakistan and Sri Lanka.The vision of a world-class South As...

IELTS Academic Test Preparation 13/06/2022


#ایېلټس
د ایېلټس انګلیسي ازموینې د تیاري وړیا کورس!

ډېری وخت دوستان پیغامونه را لېږي او د انګلیسي ژبې د ایېلټس ازموینې د تیاري په هکله معلومات غواړي، تاسو په بېلالېلو پلټفورمونو کې د ايېلټس ازموینې په هکله معلومات موندلای شئ، لاندې موږ تاسو ته د edX پلټفارم یو کورس را اخیستی دی چې د Queensland پوهنتون له لوري وړاندې کېږي.

په دې کورس کې به د لوستلو، اورېدلو، لیکلو او خبرې کولو په مهارت تاسو ته درسونه درکول کېږي، همدارنګه د ایېلټس ازموینې په هکله به عمومي معلومات درکوي چې څنګه د ازموینې پر مهال وخت مدیریت کړئ، د ازموینې پر مهال څنګه دقت ولرئ او نور د ازموینې اړوند مهارتونه.
د یادولو وړ ده چې تاسو به درسي موادو ته په وړیا ډول لاسرسی ولرئ او هغوی چې د دې کورس سرټیفیکېټ هم غواړی نو باید چې فیس ورته ورکړي.

که تاسو یواځې د زده کړو نیت لرئ نو دا یو له مناسبو کورسونو څخه دی چې په انلاین بڼه یې تعقیب کړئ.
لېنک:

IELTS Academic Test Preparation Prepare for the IELTS Academic tests in this comprehensive, self-paced course covering listening, speaking, reading and writing.

12/06/2022

برازيل د بشردوستانه ويزي د ترلاسه کولو په اړه له تاسى سره ضروري معلومات شريک کړم چي څوک او څه رنګه کولى شي د برازيل بشر دوستانه ويزه ترلاسه کړي

تر ټولو مهم اسناد چي تاسي يي بايد ولري ،

(1) پاسپورټ

(2) عکس سپين بګراونډ ولري

(3) تابعيت اصلي تذکره

(4) د بانک سټيټمينټ

(5) کرونا ټيسټ
که غواړئ چې دقيق او چټک ثبت نام وکړي نو له مونږه سره په اړيکه کې شئ

که چيرته دا اسنادونه نه لري نو تاسي نشي کولى چي په دې برنامه کى خپل غوښتنليک پر مخ يوسي

دوهمه خبره : که تاسي د هر څومره وخت لپاره غواړي په برازيل هيواد كي پاتي شي بايد خپل مصرف تر هغه وخته برداش کړى

دريمه خبره : ټيکټ بايد پخپله واخلى ان دې ته مه په تمه کيږي چي تاسي ته په برازيل کي څوک هوايي ډګر ته مخى ته راشى ،
ويزه ستاسي لپاره وړيا ده او نور هر ډول مصرف مو پر ځان دي ،
کله مو چي غوښتنليک بشپړ کړو تاسي هغه کولى په ايران او پاکستان کى د برازيل هيواد سفارت ته د بريښناليک له لارى وليږي

پدى دوه هيوادونو کى چي هر يو ته غواړي خپل غوښتنليک وليګى بايد هغه هيواد ته د ننوتلو جواز ولري يعنى ويزه يي بايد ولري

په پاکستان کي د برازيل دسفارت لينک او ايميل

Embassy of Brazil in Islamabad

House #1, Street #72, Sector F-8/3, Islamabad - Pakistan

([email protected])

Photos from Which Scholarship's post 07/06/2022

چانس طلایی برای علاقمندان تحصیلات عالی در دانشگاه های دولتی روسیه به مصرف مناسب.

رشته های شبانه دانشگاه دولتی شهر اریول کشور روسیه.
فیس سالانه دانشگاه 450دالر آمریکایی
(لیسانس و ماستری)
1-ساختمانی
2-معلومات کاربردی
3-فناوری رسانه های الکترونیکی
4-محیط زیست
5-تخنیک موتر
6-مدیریت در سیستم های فنی
7-معاینه وترنری
8-روانشناسی
9-تضاد شناسی
10-اقتصاد
11- اداره و منیجمنت
12-قضا
برای ثبت نام و معلومات بیشتر با واتساپ شماره های روسی ما به تماس شوید!
0778859378
0731731885

🎓🎓🎓🎓
طلایی چانس افغان ځوانان ته !
لوړې زده کړې د روسیې په دولتي پوهنتونونو کې په مناسب قيمت باندې
د روسیه اریول ښار د دولتي پوهنتون د شپې پوهنځي
د پوهنتون یو کال فیس 450دالر
(لیسانس او ماستری)
1-ساختمانی
2-معلومات کاربردی
3-فناوری رسانه های الکترونیکی
4-محیط زیست
5-تخنیک موتر
6-مدیریت در سیستم های فنی
7-معاینه وترنری
8-روانشناسی
9-تضاد شناسی
10-اقتصاد
11- اداره و منیجمنت
12-قضا
د ثبت نام او لا زیاتو معلوماتو لپاره زمونږ د واتساپ روسیې نمبرونه سره په اړیکی کي شي!

0778859378
0731731885

05/06/2022

د لوړو زدکړو غوره وړاندیزونه!
د Which Scholarship غوره تحصیلی وړاندیزونه د روسیې هیواد په دولتی پوهنتونو کې!
هیواد وال کولای شی د روسیې هیواد په دولتی پوهنتونو کې د لیسانس ، ماستری، دوکتورا او تخصص په کچه خپلو زدکړو ته د خپلې خوښی په رشته کې ادامه ورکړی.
د معلومات لپاره کولای شی زمونږ شمیرو سره اړیکه ونیسئ او یا هم زمونږ دفتر ته مراجعه وکړی..
د اړیکو شمیرې : -0731731885
وټس اپ: 0778859378

Institute Search 05/06/2022



#ټافل او .
#شمېر: ۲۰۰۰ بورسونه (SII Scholarships)

د هندوستان هېواد د بشري سرچینو پراختیا او تجارت او صنعت وزارت په مشترک ډول د ۲ زره سکالرشیپونو د ورکړې اعلان کړی دی، دا سکالرشیپونه چې د افغانستان په شمول ورته له بېلابېلو هېوادونو په ازاد او انلاین ډول نوم لیکنه کېږي د زده کړو لپاره یو غوره چانس دی.

د دې سکالرشیپونو رسمي نوم SII یعنې Study in India دی چې د لېسانس، ماسټري، دوکتورا او ديپلوم کورسونو په برخه کې ورکول کېږي.
د SII سکالرشیپونو کې څه باندې سل پوهنتونونه، کالجونه او ۲۶۰۰ بېلابېل پروګرامونه او څانګې شاملې دي.

د زده کړو ځای: هندوستان
د زده کړو کچه: لېسانس، ماسټري، دوکتورا
شمېر: ۲ زره سکالرشیپونه
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې شلمه نېټه

د سکالرشیپ امتیازات: د SII سکالرشیپ د هر ګټونکي لپاره په کلني ډول ۳۵۰۰ امریکايي ډالر په نظر کې نیول شوي دي چې د لاندې لګښتونو لپاره به کارېږي.

• د پوهنتون د زده کړو فیس
• د اوسېدو ځای
• ډوډۍ او د خوړو لګښت

د یادولو وړ ده چې د سکالرشیپ دا مقدار به مستقیم اړوند پوهنتون ته ورکول کېږي، یعنې کامیاب محصل ته به نغداً دا پیسې نه ورکول کېږي.

د زده کړو څانګې:

د SII سکالرشیپونو کې کابو سل پوهنتونونه شامل دي چې تر ۲۶۰۰ پورې بېلابېل پروګرامونه په بېلابېلو کچو کې په بر کې لري؛ له طبي علومو پرته نورې ټولې څانګې پکې شاملې دي.
دا چې د څانګو او پوهنتونو شمېر ډېر دی نو د لاندې لېنک په کلېک کولو سره تاسو کولای شئ د پوهنتونو او څانګو لېست ته لاسرسی ولرئ او یا هم خپله د خوښې څانګه پکې پیدا کړئ.

د اړتیا وړ سندونه:

• انلاین اپلیکېشن په دقیق او کره ډول ډک کړئ.
• خپله د نمرو فیصدي مو د هندوستان هېواد سیستم ته تبدیل او د هغوی پر سیستم یې ولیکئ.
• د نمرو ټرانسکېپټ او د فراغت سند که موجود وي. (یعنې د وروستي سمستر محصلین هم نوم لیکنه کولای شئ)
• شهادتنامه یا په انګلیسي ژبه درې کلنې نمرې
• عکس
• سکن شوې امضا
• پاسپورټ یا تذکره (که پاسپورټ موجود وي خو ښه دی او که موجود نه وي نو د اوس لپاره ورته اړتیا نشته ده خو وروسته بیا حتمي دی)
یادونه: پورته اسنادونه حتمي او ضروري دي بیا هم چې کله تاسو پوهنتون او څانګه انتخاب کړئ، ممکن ځينې شرایط یې نور هم اضافه وي، لکه د دوکتورا لپاره پروپوزل یا د SAT ازموینې نمرې.

څنګه نوم لیکنه وکړو؟

نوم لیکنه په انلاین ډول د لاندې وېبپاڼې له لوري کېږي، تاسو مو باید پوهنتون، د زده کړو څانګه باید په کره او دقیق ډول انتخاب کړئ.
د نمرو فیصدي مو د هند پر سیستم عیاره او هلته یې وورسوئ.
سندونه مو د وېبپاڼې په شرایطو برابر په PDF بڼه تیار کړئ.
ځینې څانګې او پوهنتونونه ممکن له تاسو څخه ازموینه واخلي یا هم انټرویو وکړي او یا مو هم د اسنادو له مخې انتخاب کړي، تاسو به د هر ډول معلوماتو لپاره خپل جوړ شوی اکونټ او سبمېټ شوی اپلیکېشن تعقیبوئ.

یادونه:
د دې سکالرشیپونو ګټونکي کسان به د ۲۰۲۲ کال په اګسټ میاشت کې زده کړې پیلوي چې تر هغو ممکن د ویزې او تګ راتګ ستونزه هم حل شي، نو نوم لیکنه وکړئ ځکه له انلاین نوم لیکنې سره تاسو هېڅ څه هم له لاسه نه ورکوئ.
د لاندې لېنک په کلېک کولو سره بشپړ معلومات، د پوهنتونو او څانګو لېست وګورئ او نوم لیکنه وکړئ:
https://www.studyinindia.gov.in/home

که تاسو په شرایطو برابر یئ او غواړئ چې زموږ دفتر درته په مسلکي ډول نوم لیکنه وکړي نو په لاندې پته مراجعه وکړئ او یا هم په وټسپ پوښتنه وکړئ.

د وټسپ مسېجونه ډېر زیات وي نو ځواب به لږ ناوخته کېږي، هیله ده حوصله وکړئ او زموږ عذر ومنئ.
0778859378

Institute Search

19/05/2022

#يادښت
د سلواک وړيا سکالرشيپونو په هکله معلوماتي پروګرام به پوره شل دقيقې وروسته يعنې د افغانستان پر وخت ۷ بجې د Which Scholarship پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه د ښاغلي حميدالرحمن همت له خوا وړاندې شي، ملګري مو منشن او دا پوسټ ور سره شريک کړئ.
ښاغلی حميدالرحمن همت د سلواک سکالرشیپ ګټونکی او ياد هېواد کې د طب پوهنځي محصل دی.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


First Zon
Kabul