سیدالرحمن د صوت العلم خصوصی ښوونځی د څلورم ټولګی زده کوونکی دی ماشاالله ډیر لایق دی د لوی دربار څخه ورته روښانه اینده غواړو
صوت العلم خصوصي عالي لېسه
زموږ سره یو ځای چی هیلې مو په ريښتیا بدلي شي
16/03/2024
"طَلَبُ العِلمِ فَريضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَةٍ")
ژباړه:
د علم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض دی؛
24/02/2024
د صوت العلم خصوصی ښوونځی زده کوونکی
11/06/2023
#تعلیم
پوهنه د جهالت په تیارو کې د رڼا څراغ دی.ښوونه او روزنه د انسانانو او حیوانانو ترمینځ روښانه توپیر رامینځته کوي او انسان د ټولو مخلوقاتو څخه هوښیار ثابته وي. دا به ناسمه نه وي چې ووایو تعلیم د ژوند د بدلون لپاره ترټولو مهمه وسیله ده. دا زموږ ټولنیز او اقتصادي وضعیت هم ښه کوي. زده کړه د انسان پوهه، شخصیت او چلند ته وده ورکوي.
تعلیم یافته خلک د خپل ملت په سوکالۍ کې بیخي زیاته مهم رول لوبوي. همدا لامل دی چې ښوونه او روزنه د یو پیاوړي او باثباته ملت ستنه ده.
د ټولنې او ملت پرمختګ په تعلیم پورې اړه لري. یوازې تعلیم یافته طبقه کولی شي د ژوند ښه کیفیت رهبري کړي، تعلیم په ټولنه کې سوله. خوشالي، برابري،اختیار ښه منظم ساتي.
د نړۍ پرمختګ په بشپړه توګه په تعلیم پورې تړلی دی. نو باید تعلیم ته وده ورکړو او جهالت له منځه یوسو.
ښوونه او روزنه ترټولو پیاوړې وسله ده چې موږ یې د نړۍ د بدلون لپاره کارولی شو.
زده کړه د ژوند په هره برخه کې مهمه ده. د دې نشتوالی یو شخص د جرمي فعالیتونو په لور هڅوي. په ناپوهۍ کې لاس وهنه نه یوازې د انسان په ژوند اغیزه کوي بلکې دا ناپوهي د ټولنې د تباهۍ لامل هم کیږي.
تعلیم زموږ په ژوند کې بیخي مهم دی.
پرته له دې موږ نشو کولی په خپل ژوند کې بریا ترلاسه کړو.
ښوونه او روزنه زموږ د روښانه راتلونکي لپاره مهمه وسیله ده.
د دې وسلې سره موږ کولی شو په خپل ژوند کې هر ښه هدف ترلاسه کړو.
زده کړه زموږ د پوهې په لوړولو کې مرسته کوي.
تعلیم یافته خلک کولی شي په اساني سره دندې (کار،روزګار) ترلاسه کړي.
د تعلیم په زیاتیدو سره د بیکاري کچه هم کمیږي.
دا موږ ته دا وړتیا راکوي چې خپل ملت ډیر ښه کړو.
د غربت، جهالت، بدامني، بې روزګاري له منځه وړلو لپاره تعلیم اړین دی.
09/03/2023
علم ـ
پوهه علم زده کړه ! ځکه د پوهې په څنګ کې ثواب سته او د پوهې طلب عبادت دى،
د چا څخه چې علم زده کوي ، هغه محترم او د قدر وړ وبوله!
پوهه علم زده کول، يعني د معرفت څخه ځان بارول، علم پاى نه لري،
پو هان هغه دي ، چې په علم زده کولو او ورښوولو مړيږي.
دعلم زده كړه تر ټولو ښه او غوره صدقه ده. (حضرت سليمان ع)
09/03/2023
پنځلسمه دعا
د غم او خفګان د لرې کولو دعا
27/02/2023
څنګه کولای شو خپله حافظه قوي کړو؟
ژباړه: احسان الله کریمي
لیکل د حافظې د قوت لپاره تر ټولو ګټوره لاره ثابته شوې ده. څیړونکي وايي، هغوی چې په قلم د لیکلو عادت لري او په لاس لیکل کوي، حافظه يې قوي کیږي او په ورځني ژوند کې ښه مخ ته ځي. کله چې موږ یو څه په خپل قلم لیکو، د ژبې او زهن تر منځ یو قوي تړاو رامنځ ته کیږي او له موږ څخه لیکلي څیزونه نه هېرېږي. دا چاره په اوږدمهال کې زموږ حافظه قوي کوي.
څیړنې ښيي چې زموږ ذهن په یوه وخت کې په زیاتو کارونو د تمرکز قابلیت نه لري. که موږ چیرته په یوه وخت کې ډېر کارونه تر سره کوو، نو پر یوه هم تمرکز نه شو کولای. ښه خبره دا ده، چې په یوه وخت کې ټوله توجه او پاملرنه هماغه یوه کار ته راټوله شي.
که غواړی چې یو څه د اوږدمهال لپاره په ذهن کې وساتی او د حافظې د قوي والي لپاره کار وکړی، نو شته مالومات په اړوندو ګروپونو او ډلو وویشئ. د بېلګې په ډول، غواړی د خپل بانک اکونټ او یا هم د چا د ټلېفون نمبر په یاد ولری، نو هغه په څو برخو وویشئ، ویې لیکئ؛ په خپله مو په ذهن کې پاتې کیږي.
داسې کسان شته چې زیاته مطالعه کوي او په ځان باندې نهایت زیات فشار راولي؛ خو ښه پایله نه ورڅخه اخلي، په داسې حال کې چې ځینې نور کسان بیا پرته له دې چې وخت یې زیات ضایع شي او یا هم په ځان باندې زیات فشار راولي، خپلې موخې ته رسیږي او له مطالعې کولو څخه چې یې څه هدف وي، په ډېره اسانۍ یې لاسته راوړي او یادوي یې.
د مطالعې کولو لپاره تر کمیت کیفیت ډېر مهم دی او هر محصل یا زده کونکی باید د مطالعې کولو په لارو چارو باندې بلد وي، څو په ازموینه کې پرته له زیات فشار څخه ښه پایله لاسته راوړي او په ازموینه کې ښې نمرې واخلي.
په دې مقاله کې د داسې لارو چارو یادونه شوې ده، چې په مټ یې کولای شی د حافظې د قوي کولو او تر څنګ یې د مطالعې کولو او پرته له زیات فشار څخه د یوڅه یادولو کې ترې ګته واخلئ.
۱- له ازموینې مخکې پلي وګرځئ
څېړنو ښودلې ده چې ورزش کول د حافظې په قوي کولو کې مهم رول لري او مغز په فعالیت باندې راولي. د دایلینوي پوهنتون ښوونکي (چار هیلمین) د خپلو څېړونو په ترڅ کې ښودلې ده، چې له ازموینې څخه مخکې ۲۰ دقیقې ورزش کول کولای شي چې له تاسو سره په ازموینه کې مرسته وکړي.
۲– مطالعه په لوړ غږ سره وکړئ
سمه ده چې په دې کار سره به لږ د لیوني په شان ښکاره شی، خو دا کار حتمن یو ځل وکړئ، کله چې مطالب په لوړغږ سره مطالعه کوی، ذهن کې مو پاتې کیږي، خو په یاد ولرئ چې هېڅکله دا چاره په ګڼه ګوڼه کې مه تر سره کوئ، ځای مو باید ارامه وي.
د دې پر ځای چې څو څو ځله یو کتاب مطالعه کړی، یو ځل یې په لوړ غږ سره په ارام ځای کې ووایاست، خپله به درته معلومه شي.
۳- ځان ته مو ډالۍ ورکړئ
ځان ته مو له مطالعې کولو وروسته ډالۍ ورکړئ او له ځان سره دا ووایاست، چې د تېرې ورځې په پرتله مو نن مطالعه ډېره ګټوره وه.
ډېری خلک په خپل کار کې دومره بوخت وي، چې ان خپله ډوډۍ او چای هم په خپل میز خوري او سترګې له خپل کار څخه بل لوري ته نه اړوي. که تاسې هم دا عادت لری، نو دا کار مه کوئ. له خپل کار څخه د یو څه وخت لپاره دمه واخلئ. حتی پنځه دقیقې دمه هم ستاسې ذهني ځواک غښتلی قوي او د مالوماتو په یاد راوړولو کې مرسته درسره کوي.
۴– خپله زده کړه نورو ته وښيئ
که بل څوک درسره نه وي، په یو تنها ځای کې کېنئ او له ځان سره داسې فکر وکړئ، چې ډېر زده کوونکي ستاسو خبرو ته غوږ دي او هغه څه چې مو یاد کړي، هغوی ته یې ووایاست. دا چاره د مالوماتو د ډېر وخت لپاره په یاد ساتلو کې مرسته کوي.
۵- نقاشي وکړئ
یوه بله تر ټولو غوره لاره دا ده چې نقاشي(رسامي) وکړئ، په نقاشۍ سره ستاسو حافظه په حرکت کې راځي، په دې وخت کې هم کولای شی چې د ازموینو لپاره مو چمتووالی ونیسئ.
۶- ټولنیزې رسنۍ د مطالعې په وخت کې مه کاروئ
ممکن داسې څه په مخ درشي چې په هغه سره مو روان حالت ګډوډ شي، په دې وخت چې فکر مو ګډوډ شو، بیا نه یوازې چې مطالعه نشی کولای، بلکې یادولی یې هم نشی.
۷ – داسې فلمونه وګورئ چې د درس د موضوع اړوند مو وي
داسې مستند فلم چې ستاسو د موضوع اړوند وي، وګورئ. دا فلم له تاسو سره ډېره مرسته کوي چې د خپلې ازموینې لپاره ښه تیاری ونیسي.
۸- کله چې مطالعه کوی باید تر څنګ یې ارام هم وکړئ
کله چې مو مغز کار کوي، اړینه ده چې په منظم ډول سره ارام وکړئ څو لا ډېر څه په ذهن کې ځای پرځای کړی.
په منظمه توګه باید له ۴۵ دقیقو څخه تر ۵۰ دقیقو پوره یوڅه ارام وکړئ او د یادولو ده که چېرته سستي وکړی او زیات وخت په درس ویلو او یا هم د یوڅه په یادولو کې پاتې شی، بیا مو فکر خرابېږي چې دا وخت بیا نشی کولای څه یاد کړی.
۹- د مطالعې کولو ځای مو بدل کړئ
انسان داسې جوړ شوی دی چې یو څه سره ډېر ژر عادت کیږي. د بېلګې په توګه، په کتابتون کې مو یوه د خوښې وړ څوکۍ شته ده، خو کله چې د مطالعې ځای بدلوی، شاید په هغه ځای کې بل څوک هم وي او پر یوه کار اخته وي، چې له دې سره مو هم فکر ګډوډېږي او بیا نه شی کولی چې په ښه ډول مطالعه وکړی.
پیاوړې او ښې ټولنیزې اړیکې هم حافظې او ذهن ته قوت بښي. کوښښ وکړئ چې له خلکو سره ښه راشه درشه ولری او له هغوی سره ښه سلوک وکړئ. دا چاره تاسې ته ذهني سلامتیا او قوي حافظه در په برخه کوي.
کتاب!
بهترین ملګری او غوره استاد دی، تر هغې دې نه پریږدي تر څو چې یې ته پرې نه ږدې، تر هغې در سره مینه کوي تر څو چې ته ور سره مینه کوي، وخت دې بې ارزښته نه مصرفوي، هغه وخت ارزښتمند دی کوم چې د کتاب پر لوستلو تیر شي، کتاب کتاب دی کوښښ وکړئ کتاب ولولئ، کتاب هغه ښوونکی دی چې هېڅکله احسان درباندې نه کوي، هغه ټولنې چې کتاب مطالعه کوي تر نورو ټولنو مخکې او خورا پیاوړي دي، کتاب د ژوند ملګری وګرځوۍ،
راځئ! چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې عامه کتابتونونه جوړ کړو تر څو هېوادوال ترې په آسانۍ استفاده وکړي
دا چې د کتاب لوستل ټولنو ته مثبت تغیر ورکوي، نو بیا خو پکار ده چې هر ښوونځی، پوهنتون، میلمستون، پارکونه، او نور ځایونه لوي او واړه عامه کتابتونه ولري تر څو هر شخص د کتاب پر لوستلو روږدي شي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul
1053