25/04/2020
د شام حكومت
كله چې عربانو له خپل اصلي ټاټوبي نه كوچيدل پيل كړل، نو د قضاعه كورنۍ ځنې پښې لكه بني سليح بن حلوان چې بنو ضجعم بن سليح يې له اولادې نه وو، د شام په پولو كې ميشته شوې. روميانو دا كورنۍ د ځان كړې او غوښتل يې په دوى سره له يوې خوا د صحرا او وچې د عربانو مخه ونيسي او له بل پلوه د فارس په مقابل كې ورنه ګټه واخلي. پدې ترتيب سره يې د هغوى لپاره بيل پاچا وټاكه، د دوى پاچايي د دوهمې ميلادي پيړۍ له پيل نه تقريبا تر پايه پورې دوام درلود، تر ټولو مشهور پاچا يې زياد بن الهبوله و. او د دوى د پاچايۍ لړۍ هغه وخت پاى ته ورسيده كله چې د آل غسان كورنۍ ضجاعمه ته ماتې وركړه، او پدې سره د روميانو له خوا د شام پاچايي هم آل غسان ته وسپارله شوه، نوموړې كورنۍ د روميانو د مزدورانو په صفت تر (13) هگ كال پورې د شام په عربانو حكومت وچلاوه، خو په نوموړي كال د حضرت عمر (رضي الله عنه) د خلافت په دوران كې د يرموك د غزا په نتيجه كې د دوى حكومت پاى ته ورسيد، او د دوى وروستى پاچا (جبله بن الايهم) اسلام راوړ او له مسلمانانو سره يو ځاى شو(1).
د حجاز پاچايي
ترڅو چې اسماعيل (عليه السلام) ژوندى و د مكې مشري او د بيت الله شريف مسئوليت له همده سره و،(2) خو كله چې هغه د (137) كلونو په عمر له دنيا نه رحلت وكړ،(3) نو دا مسئوليت يې زامنو نابت ورپسې قيدار او په بل روايت قيدار بيا نابت په غاړه واخيست. او له دوى نه وروسته د مكې مشري د دوى ن*كه مضاض بن عمرو الجرهمي ته وسپارله شوه، خو د اسماعيل (عليه السلام) اولاده كه څه هم مشري له نورو سره وه د ډير قدر او عزت خاوندان وو ځكه د دوى پلار او ن*كه كعبه شريفه جوړه كړې وه.(4)
د وخت په تيريدو سره د اسماعيل (عليه السلام) د اولادې نوم او نښان مخ په وركيدو شو، جرهميان هم د بخت نصر له دورې مخكې كمزوري شول، او په همدې وخت د مكې په سياسي آسمان كې د عدنان د كورنۍ ستورى وځليد. په ذات عرق كې په عربانو باندې د بخت نصر د تيري په هكله را نقل شوى روايت هغه چې وايي پدې پيښه كې د عربو مشر د جرهم له قبيلې څخه نه و، زمونږ د يادې شوې خبرې پخلاوى كوي.(١)
د عدنان كورنۍ د بخت نصر د دوهمې حملې (87 ٥ ق .م) په وخت كې يمن ته وتښتيدلې، برمياه (عليه السلام) چې د اسرائيلو نبي و، معد له ځان سره شام ته بوتلا، او كله چې د بخت نصر فشارونه كم شول معد بيرته مكې ته راستون شو، خو هغه وخت په مكه كې له جرهميانو نه يوازې جرشم بن جلهمه پاتې وو،معد د هغه له لور سره واده وكړ او له هغې نه يې زوى (نزار) پيدا شو.
نوره د جرهميانو وضعه هم مخ په خرابيدو شوه، څوك به چې مكې ته راتلل نو دوى به ورباندې ظلمونه كول دكعبې ټول مال ئې ځان ته خاص كړ . دې كار عدنانيان په غوصه كړل،او كله چې د خزاعه قبيلې خلك په مرظهران نومې منطقه كې ميشته شول او ويې ليدل چې د جرهميانو او عدنانيانو وضعه ښه نده، نو له همدې وضعې نه په استفادې او د عدنان قبيلې دځينو كورنيو په مرسته يې د جرهميانو په خلاف جګړه پيل كړه، بالاخره يې د دوهمې ميلادي پيړۍ په نيمايي كې جرهميان له مكې نه وشړل او د مكې مشري دوى په غاړه واخيسته.
جرهميانو چې كله مكه پريښوده، نو ځنې شيان يې د زمزم په څاه (كوهي) كې واچول او خوله يې ورپټه كړه.ابن اسحاق وايي:عمرو بن الحارث بن مضاض الجرهمي٤ دكعبې شريفې دوې هوسۍ او حجر اسود دواړه د زمزم په كوهي كې ښخ كړل او بيا له خپلو ملګرو سره د يمن په خوا وخوځيده.
د مكې پريښودل جرهميانو ته دډير غم اوخفګان باعث وو پدې هكله عمرو داسې وايي :
كأْن لم يكن بين الحجون الى الصفا أْنيس و لم يسـمر بمـكة سامر
بلى نـحن كـنا أْهلها فأْبـادنا صروف الليالي والجدود العواثر١
د شعر ترجمه داسې كيږي:
[ته به وايې چې دحجون او صفا ترمنځ هيڅوك نه وو (آشنا اودوست نشته) اونه دمكې د شپې له خوا جوړو شويو محفلوكې كوم كيسه ويونكى د شپې كيسې ويلې دي.مونږ د دې ځاى اوسيدونكي وو، خو د وخت ناكردو اوخرابو قسمتونو اونيمه خوا نصيبونو تباه او برباد كړو.]
اسماعيل (عليه السلام) په شلمې قبل الميلاد پيړۍ كې تير شوى وْ. نو پدې سره ويلى شو چې جرهم قبيله تقربيا يوويشت پيړۍ په مكه كې اوسيدلى،او د شلو پيړيو په شا اوخوا كې يې حكومت ورباندې كړى دى.پدوى پسې د مكې مشري د خزاعه كورنۍ ته رسيدلې، خو درى لانديني مسئوليتونه له مضر كورنۍ سره پاتې شوي وو:
1_ له عرفات نه مزدلفې ته د خلكو ليږدول او په (يوم النفير) (يعنى دذي الحجې ديارلسمه ورځ) له منى نه د تللو اجازه وركول.دا وظيفه د بنوالغوث بن مره چې د الياس بن مضر له كورنۍڅخه و په غاړه وه.دوى ته صوفه ويل كيدل،د(يوم النفير) په ورځ به تر هغه پورې بل هيچا هم جمرې نه ويشتلې ترڅو به چې د صوفه يوه كس جمرې ويشتل نه وو پيل كړي، اوكله به چې خلك له جمرې ويشتلو فارغ شول، نو د صوفه خلكو به د عقبې دواړه خواوې ونيولې او تر هغې به بل چاته دتګ اجازه نه وه ترڅو به چې دوى ټول نه ووتللي،او چې دوى به ټول لاړل نو بيا به يې نورو خلكو ته د تګ اجازه وركړه، د صوفه له ختميدو وروسته دا ميراث د تميم قبيلې د بنوسعد بن زيد مناه كورنۍ په برخه ورسيد.
2_ د نحر (قربانۍ) يا لوى اختر په سهار له مزدلفې نه منى ته تلل، دا دنده د بني عدوان په غاړه وه .
3_ د الاشهرالحرام وروسته، مخكې كول چې دا د بني كنانه قبيلې د بني تميم بن عدي كورنۍ وظيفه وه.٢ هغه وخت هم دوى د الاشهرالحرام احترام درلود، پدې مياشتو كې به ئې جګړې نه كولې، خوكله به چې جګړه روانه وه نو بيا به يې داسې فيصله كوله چې دا مياشتى به وروسته كړو،يعنى اوس به جګړې ته ادامه وركړو او بيا به راتلونكې مياشتي الاشهرالحرام وګرځوو.
په مكه باندې د خزاعه كورنۍ مشري درى سوه (300) كاله دوام وموند١. د دوى په دوره كې عدنانيان په نجد، بحرين او د عراق شا او خوا كې خواره شول، د قريشو ځنې كورنۍ لكه حلول او حرم او د بني كنانه مختلفې پښې د مكې په څنډو كې پاتې شوې خو دوى د قصي بن كلاب تر وخته د مكې اوكعبې شريفې په كارونو كې هيڅ ونډه نه درلوده٢.
د قُصي په هكله ويل كيږي چې دوى لا د مور په غيږ كې و چې پلار يې مړشو، موريې د بني عذره كورنۍ له (ربيعه بن حرام) نومي سړى سره واده وكړ او ورسره د هغه اصلي وطن يعنى د شام سرحدي سيمې ته لاړه، خو كله چې قصي ځوان شو بيرته مكې ته راستون شو، پدې وخت كې دمكې مشر د خزاعه كورنۍ حليل بن حبشه و.
قصي د هغه له لورحبي سره واده وكړ٣، خو كله چې حليل مړ شو نو د خزاعه او قريشو ترمنځ جګړه ونښته، په پاى كې دمكې اوكعبې شريفې ټول كارونه قصي پخپله غاړه واخيستل.
د دې جګړې د اسبابو په هكله درى روايتونه رانقل شويدي:
1_ كله چې قُصي د مال او ډيرو سړيو خاوند شو، حليل مړ شو نو ده ځان د مكې اوكعبې شريفې د مشرۍ لپاره تر خزاعه او بني بكر نه غوره وباله، او ويل به يې:.
څرنګه چې قريش د اسماعيل (عليه السلام) د اولادې مشران دي نو بايد دا مشري هم له دوى سره وي، پدې هكله يې له قريشو او بني كنانه سره خبرې اترې اومشورې وكړې هغوى د ده دا خبره ومنله او په يوه اتفاق يې خزاعه او بني بكر له مكې نه وايستل ٤.
2_ بل دا- د خزاعه په ګومان _حليل وصيت كړى و چې دمكې اوكعبې شريفې مشري به قصي ته سپارل كيږي.٥
3_ حليل دكعبې شريفې مشري خپلې لور (حبي) ته سپارلې وه او ابو غبشان خزاعي يې ورته وكيل نيولى و. او پدې سره دكعبې شريفې مشري د حبي په نمايندګۍ د ابو غبشان په غاړه وه، خوكله چې حليل مړ شو نو قصي دا مشري له ابو غبشان نه په يوه ژي (مشك) شرابو واخيستله، خو خزاعه پدې قانع نه شول، او غوښتل يې قصي له كعبې شريفې نه منع كړي، نو قصي هم د دوى د مقابلې لپاره د قريشو اوبني كنانه خلك راټول كړل ترڅو خزاعه بيخي له مكې نه وشړي او هغوى هم ټول پدې خبره كې له قصي سره موافق شول١.
په هر حال كله چې حليل مړ شو صوفه خپل كارونه سرته رسول،يو وخت قصي له قريشو اوكنانه سره يوځاى له عقبې سره د دوى مخې ته ودريد او ورته ويې ويل : د دې كار د سرته رسولو لپاره مونږ له تاسو نه غوره يو او په همدې سره ونښتل په پاى كې قصي ورباندې بريالى شو، او پدې سره خزاعه او بنوبكر د قصي خوا پريښوده، قصي هم د هغوى په خلاف د جګړې تياري ونيوله. سخته جګړه پيل شوه دواړو طرفونو ته زيات ځاني اومالي تاوانونه واوښتل بالاخره په سوله راضي شول او د بني بكر كورنۍ يوغړى (يعمر بن عوف) يې مينځګړى وټاكه او هغه داسې فيصله وكړه: د مكې او كعبې شريفې د مشرۍ لپاره قصي له خزاعه نه غوره او مناسب دى قصي كه څوك وژلي د هغه وينې ورته بښل شويدي، خو خزاعه او بنوبكر به د وژل شويو كسانو ديت وركوي، اوكعبه دې قصي ته پريښووله شي. نوموړى دهمدې فيصلې له امله له همدې ورځې نه په شداخ ونومول شو٢.
پدې ترتيب سره قصي د پنځمې ميلادي پيړۍ په نيمائې برخه يعنى (440م) كال كې د مكې او كعبې شريفې مشري په غاړه واخيسته٣.او په همدې سره په مكه باندې د خزاعه مشرۍ پاى وموند او د قريشو او قصي د مشرۍ دوره پيل شوه. قصي خپل قوم د مكې له شاوخوا نه راټول كړ، هرې قبيلې ته يې بيل بيل ځايونه وټاكل،او النساه، آل صفوان، عدوان او مره بن عوف ته يې خپلې خپلې دندې هم وروسپارلې، ځكه ده دا په ځان پور باله چې بايد پوره يې ادا كړي٤.
د قصي بل مهم كار دا و چې دكعبې شريفې شمال ته يې دارالندوه (د مشورو كوټه) جوړه كړه، د دې كوټې دروازه جومات ته راختلې وه، قريش به دلته د خپلومهمو مسائلو د حل و فصل لپاره راټوليدل. هغوى دې كوټې ته په ډيره درنه سترګه كتل، ځكه د همدې كوټې له بركته د دوى په منځ كې يووالى راغلى و،او همدلته به د دوى لويې لويې پيښې په ښې طريقې سره حل كيدلې١.
قصي پخپله دا تشريفاتي دندې په غاړه لرلې:
1_ د دارالندوه مشري- دلته به قريشو د خپلو مهمو مسايلو په هكله بحثونه كول، او همدلته به يې دخپلو لوڼو ودونه تر سره كول (د ودونو عقد او تړون به همدلته ترسره كيده).
2_ اللواْ (بيرغ) – د جګړى جنډه به له ده پرته نه پورته كيدله .
3_ الحجابه (ساتنه) – د كعبې شريفې دروازه به يوازې ده پرانستله،اوهمده به يې خدمت او سرپرستي كوله .
4_ سقايه يعنې حاجيانو ته اوبه وركول- دوى به د حاجيانو لپاره په خرما اومميزو سره خوږې شوې اوبه برابرولې او د حج په وخت كې به يې حاجيانو ته ور څښلې٢.
5_ حاجيانو ته خوراك وركول (رفاده الحاج)- دا هغه خوراك و چې دوى به حاجيانو ته د ميلمستيا په دود وركاوه. قصي په قريشو باندې دا لازمه كړې وه چې د حج په موسم كې څه اندازه مال ده ته وركړي تر څو هغه ورباندې بې وسه حاجيانو ته خوراك برابر كړي ٣ .
دا ټولې دندې د قصي په غاړه وې، نوموړى لا ژوندى و چې زوى يې عبدمناف د مقام او منزلت خاوند شو، خو عبدالدار چې له هغه نه مشر و پدې خوښ نه و، نو ځكه قصي ورته وويل:اې عبدالداره! زه به تا په قوم كې مطرح كوم كه څه هم هغوى له تانه تكړه او عزتمن دي او له تانه يې ميدان ګټلى دى او كه څه هم هغوى ستا ورور له تا نه غوره بولي، په همدې اساس يې عبدالدار ته د دارالندوه، حجابه،اللواْ او السقايه او الرفاده مسئوليتونه وسپارل. د قصي خبره به هيچا هم په ځمكه نه غورځوله، د هغه هر امر كه په ژوند و او يا پس له مرګه داسې و لكه د دين حكم او امر،او همدا وجه وه چې د ده له مرګه وروسته هم د ده امر په ځاى پاتې شو او زامنو يې بيله كوم مخالفته عمل ورباندې كاوه، خوكله چې عبدمناف هم مړ شو نو بيا د هغه زامنو د خپل تره (عبدالدار) له زامنو سره د دې دندو په سر اختلاف پيل كړ.
پدې ډول قريش په دوو برخو وويشل شول،او نژدې وه چې د دواړو ډلو ترمنځ جګړه ونښلي، خو بالاخره سوله وشوه او دا منصبونه يې سره وويشل. د السقايه او الرفاده مسئوليت د عبدمناف زامنو په غاړه واخيست، دارالندوه، اللواْ او الحجابه له بني عبدالدار سره پاتې شول. بيا بنو عبدمناف هم پخپل منځ كې پچه واچوله (قرعه اندازي يې وكړه) او دا وظيفه د هاشم بن عبدمناف په برخه ورسيده.
كله چې هاشم مړ شو نو دا وظيفه يې ورور المطلب بن عبدمناف ته وسپارله شوه،او له هغه نه وروسته عبدالمطلب بن هاشم بن عبدمناف ددې منصب لپاره غوره كړاى شو. دا دنده (د السقايه او الرفاده مسئوليت) د عبدالمطلب له زامنو سره و، چې اسلام راغى او پدې وخت دا وظيفه د عباس بن عبدالمطلب (رضي الله عنه ) په غاړه وه١.
قريشو لدېنه علاوه نورمنصوبه او وظيفې هم درلودلى چې پخپل منځ كې يې سره ويشلې وې،او يوه دموكراتيك دولت ته ورته اداره يې جوړه كړې وه، او د اوسنۍ زمانې پارلماني تشكيلاتو ته ورته تشكيلات يې درلودل .
او هغه ادارې او دندې عبارت دي له :
1¬_ الايسار- د ويش پخاطر د بوتانو په غشو باندې قرعه اندازي (پچه اچول) دا دنده د بني جمح په غاړه وه .
2_ تحجيرالاموال – بوتانوته وړاندې شويو او اهداء شويو نذرونو اوقربانيو تنظيمول، د شخړو، دښمنيو او داسې نورو مسايلو هوارول، دا دنده او مسئوليت له بني سهم سره و.
3_ شورى – چې مسئوليت يې د بني اسد په غاړه و.
4_ الاشناق – د ديتونو او جريمو تنظيمول، دا د بني تيم دنده وه .
5_ العقاب – د ملي بيرغ وړل او اوچتول، دا د بني اميه وظيفه وه.
6_ القبة – د لښكرو برابرول او د آسونو مشري، دا د بني مخزوم مسئوليت و.
7_ السفارة – دا دنده د بني عدي په غاړه وه٢.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال:: مولانان صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړه: سلطان محمود صلاح
ــــــــــــــــ
راتلونکی درس: د نورو عربو حکومت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د سبسکرایب اتومات لینک :
https://bit.ly/2VrqZXR
نور نشریات:
الله تعالی ته رجوع کول – مولوي عبدالحنان دیوبندي:
https://bit.ly/2Xw0IdD
د انسان د خلقت مقصد – مولوي ولي الله سعید:
https://bit.ly/2Xvdp8E
تلاوت قرآنکریم با ترجمه فارسی / دري – برکت الله سلیم ، عمر خطاب :
https://bit.ly/3cbmB6f
د بدیو ضررونه او د نیکیو فواید – مولوي عبدالحنان دیوبندي:
https://bit.ly/2xpI38S
له بدیو ځان ساتل ستره نیکي ده. - مولوي عنایت الله صاحب:
https://bit.ly/2wFjJPQ
د روژې ۱۰ خصوصیات او فضايل
https://bit.ly/3auZ9jb