25/01/2022
اومېګاپرو يعنې څه؟
(د ليکنې بشپړ متن ولولئ)
اومېګاپرو د انټرنېټ په نړۍ کې د آنلاين کاروبار چارچوب دی چې په مرسته یې تاسې خپلې پيسې دوی ته د کاروبار لپاره ورکوئ ترڅو د ګټې وټې وسيله شي؛ چې د اومېګاپرو د کارکوونکو په وينا دغه کاروبار په نړيوال صرافۍ مارکېټ کې د پیسو پېر او پلور دی.
تاسې کولای شئ اومېګاپرو ته د يو نړيوال بانکي اکونټ يا د خپلو پيسو معادل کرېپټو کرنسي (ډيجټلي پېسې) ورکړئ او بيا يې د ګټې په تمه کېنئ.
اومېګاپرو تاسې ته دوه ډوله ګټه درکوي:
لمړی: د خپلې سرمايې ګټه چې آن تر 300 فيصده پورې رسېږي.
يعنې ممکن لږه ګټه هم درکړي خو زيات نه زيات 300 فيصده يا د سرمايي درې چنده ګټه درکوي.
دوهم: اومېګاپرو ته کار کول يا نېټورکنګ او يا په ساده اصطلاح کمېشن کاري ده، چې دغه ګټه ستاسې د سرمايې څخه علاوه ده.
دا چې د اومېګاپرو د وعده شويو ګټو طريقې چې پورته ذکر شوي، کارکوونکو ته ګټورې که خطرناکې دي؟ شرعي مشکل لري که نه؟ دا ټول په دې ليکنه کې واضح کوو.
بايد يادونه وکړم چې ما دغه معلومات له انټرنېټ، خارج مېشتو ملګرو، اومېګاپرو کارکوونکو، د همدې برخې له مسلکي کسانو او همدارنګه په شرعي مسئله کې له علماوو څخه را ټول کړي دي، چې زه يې په بې پرې توګه تاسې ته وړاندې کوم.
د اومېګاپرو د کار طريقه:
که په افغانستان کې یاست او غواړئ په اومېګاپرو کې فعاليت شروع کړئ نو تاسې د خپل بانکي اکونټ يا د کوم صراف له ډيجيټلي پيسو څخه خپل اومېګاپرو اکونټ ته پيسې لېږدوئ.
بايد يادونه وکړم چې د ډيجيټلي پيسو له لارې اومېګاپرو ته د پيسو لېږد تر ټولو زيات خطر لري؛ چې متاسفانه اومېګاپرو خپل کارکوونکي همدې لارې ته هڅوي.
اومېګاپرو ته د پيسو له لېږد څخه وروسته به ستاسې پيسې يا سرمايه د 14 څخه تر 16 مياشتو پورې اومېګاپرو سره وي نو بيا به تاسې ته تر 300 فيصده پورې ګټه درکوي او همدا يې بهترين کېس دی.
کېدلی شي لږه ګټه درکړي او يا هم تاوان در واړوي خو له 300 فيصده زياته ګټه هیڅکله نه درکوي.
که چېرې وغواړئ چې خپلې پيسې د اومېګاپرو له ټاکلې مودې او يا مخکې له دې چې 300 فیصده ګټه وکړئ؛ بېرته تر لاسه کړئ نو يوازې 70 فيصده پيسې ويستلای شئ.
تاسې کولای شئ خپله ورځنۍ ګټه د اومېګاپرو پر وېبسایټ وګورئ خو په مياشت کې یې یوازې يو ځل ويستلای شئ، که چېرې مياشت په مياشت خپله ګټه ترلاسه کوئ نو پس له شپږو مياشتو اومېګاپرو تاسې ته ګټه نه درکوي او ستاسې خپلې پيسې بېرته په قسطوار شکل درکوي او نور مو په مخه ښه.
خو بايد ووايم چې اومېګاپرو خپل سېستم داسې جوړ کړی چې تاسې په لالچ له خپل ځان سره تړلي ساتي تر څو خپلې پيسې د اومېګاپرو سره زيات نه زيات وخت پریږدئ.
همدارنګه اومېګاپرو دا دعوه لري چې ستاسې پېسې په Forex Trading يا د صرافۍ په کاروبار کې له نورو پېسو سره يوځای کوي او چې څومره ګټه يې وکړه په ټولو کارکوونکو يې د هغوی د سرمايې مطابق ويشي.
د اومېګاپرو بل مهم اصل MLM يا Multi Level Marketing دی کوم چې په فېسبوک کې زموږ افغانان پرې اخته دي او د دوی د زياتو پوسټونو، ويډيوګانو او هر چا سره د اړیکو شميرو شريکولو يواځينۍ وجه همدا د MLM اصطلاح ده.
ځکه د دوی له وجې چې څوک اومېګاپرو ته راځي نو د هر کس په سر ورته 70 ډالر او همدارنګه د راوستل شوي کس له ګټې په راتلونکې کې معلومه فيصدي ورکول کيږي. MLM په تېر کې يوه ناکامه طریقه او دوکه ثابته شوېده، البته ځېني موقتي کامياب کېسونه هم لري.
د اومېګاپرو نړيوال حيثيت:
اومېګاپرو په نړيواله سطحه کوم قانوني حيثيت نه لري، يعنې نه کومه راجستر شوې کمپنۍ ده او نه کوم منل شوی تجارت بلکې يوه خيالي پروژه ده چې په ډېرو نرمو او غولوونکو تکتيکونو ولاړه ده.
اومېګاپرو په خپل وېبسایټ کې ليکلي چې موږ د امريکا، کاناډا، ايران او د عربو متحده اماراتو څخه غوښتنې نه منو.
دا په داسې حال کې ده چې د اومېګاپرو یو شمېر کارکوونکي پدې قانع کړل شوي دي چې پورته ذکر شوي هيوادونه ټکس ډېر اخلي، او دا دليل مطلق غلط او بې منطقه دی.
همدارنګه یې په وېبسايټ کې په پاکو تورو دا وارننګ هم ورکړی چې يواځې هماغه پېسې له موږ سره سرمایه ګذاري کړئ چې له لاسه ورکول یې منلی شئ. سکرين شاټ يې په کمېنټ کې شريکوم.
همدارنګه اومېګاپرو د فرانسې، بلجيم، هسپانيې او پېرو (Peru) لخوا دوکه او له خطره ډک چارچوب اعلان شوی دی.
پېرو د امريکا لويه وچه کې پروت هيواد دی چې تازه يې اومېګاپرو د خپل خطر لېست کې اضافه کړی دی.
زه د دغه هيوادونو رسمي وېبسایټونه او هلته د ذکر شویو خطرونو لېنکونه د ليکنې په پای کې درسره شريکوم.
د اومېګاپرو د کارکوونکو دلايل :
زه دلته د ځېنو دلايلو په هکله چې د اومېګاپرو قدرمن افغان کارکوونکي يې وایي لږ وضاحت وړاندې کول غواړم.
لمړی: اومېګاپرو په انګلستان کې د FCA سره راجستر کمپنۍ ده.
تحليل: FCA يا (Financial Conduct Authority) د انګلستان هيواد د ماليې وزارت سره موازي د مالي سیستمونو د کنټرول اداره ده.
د افغان اومېګاپرو کارکوونکو دا دعوه بلکل غلطه ده.
اومېګاپرو په دې نوم د FCA سره بلکل راجستر نده! بلکې د OMP Money LTD په نامه بله کمپنۍ یې مقصد دی کوم چې په FCA وېبسایټ کې راجستر ده مګر د اومېګاپرو په هکله په کې هیڅ نوع یادونه نه ده شوې او د مشکل په صورت کې هيڅوک په OMP Money LTD باندې عريضه نه شي کولای. (لينک یې د ليکني په پاې کې شريکوم)
هلته په انګلستان کې مېشتو ملګرو و ويل چې که اومېګاپرو تاسې سره دوکه وکړه نو FCA مو مسؤل نه ده ځکه د اومېګاپرو په نوم کومه کمپنۍ ورسره ثبت نه ده.
بله خبره دا چې فرض کړه بيخي انګلستان د اومېګاپرو قانونيت ومانه او بله ورځ دا سېستم خراب يا کومه دوکه وشوه نو موږ غريب افغانان به چاته وايو چې زموږ حق اومېګاپرو وخوړ؟
ځکه د انګلستان اداره د انګرېزانو لپاره مسؤله ده نه د افغانانو لپاره!
دوهم : د اومېګاپرو کارکوونکي وايي چې اومېګاپرو معلوم ادرس لري.
تحليل :
که تاسې د اومېګاپرو وېبسایټ کې ذکر شوي ادرس په هکله پلټنه وکړئ نو دا به ثابته نشي چې اومېګاپرو په دغه ځايونو کې رسمي دفتر لري، بلکې دوی د يو ځای عمومې ادرس ليکي.
کله چې دوبۍ کې رسمي ادرس لري نو ولې په دوبۍ کې فعاليت نه کوي؟
زه یې په کمنټ کې سکرين شاټ شريکوم چې دوي واضح ليکي چې له دوبۍ څخه غوښتنې نه مني.
دریم: اومېګاپرو نړيوال اعتبار لري.
تحليل:
اومېګاپرو يوازې دا نه چې په افغانستان کې کوم رسمي اعتبار نه لري بلکې په نړيواله سطحه هيڅ نوع رسمي اعتبار نه لري.
د FCA غوندې په نړيواله سطحه دوه نورې با اعتباره ادارې دي چې CySEC او ASIC نوميږي او نوموړي ادارې اومېګاپرو له سره پيژنې هم نه!
که چېرې یې نړیوال اعتبار درلودی نو فرانسې، بلجيم او هسپانيې غوندې هيوادونو ولې دخطر لېست ته اچوو؟
څلورم: اومېګاپرو پر خپل وېبسايت د ګټې او تاوان محاسبوي حقيقي ارقام په ژوندۍ بڼه ښايي.
تحليل: د اومېګاپرو پر وېبسايت د ارقامو لاندې ليکل شوي دي چې: ټول ښودل شوي ارقام يوازې د مثال په توګه دي، سکرين شاټ يې په کمېنټ کې شريکوم.
اومېګاپرو تخنيکي ارزونه:
سره له دې چې شا او خوا 1.8 ميلونه کارکوونکي لري خو اومېګاپرو بيا هم په انټرنېټ کې د لويو کمپنيو لکه فېسبوک، يوټيوب او ګوګل لخوا نه پيژندل کيږي.
دا د دې ګواهي ورکوي چې اومېګاپرو د خپل شتوالي او قانوني والي کوم ثبوت وړاندې کولو کې کم راغلی.
همدارنګه
د اومېګاپرو وېبسایټ په کراتو بدل شوی چې مخکې په omegaprofx.com , OmegaPro world.sit , OmegaPro trading.com
نومونو يادېده خو پدې ورستيو کې يې خپل د وېبسایټ نوم په
Omegapro .world
بدل کړی، چې دا کار د اومېګاپرو په بې ثباتۍ دلالت کوي.
اومېګاپرو په خپل وېبسایټ کې له امريکا څخه غوښتنې رد کړي خو د اومېګاپرو سېستم په امريکا کې هاسټ دی چې زه يې لېنک دلته د لیکنې په پای کې شريکوم.
د اومېګاپرو کارکوونکي وايي چې اومېګاپرو د OMP Money LTD په نامه د FCA سره راجستر ده؛ دغه خبره د انډرېس په نامه یو کس چې ځان د اومېګاپرو شريک بولي اعلان کړه او لدې وروسته FCA د OMP Money LTD لايسنس وځنډاوه، وروسته له پنځلسو ورځو تحقيق څخه بېرته OMP Money LTD خپل کار پیل کړ خو خپل فعاليت کې يې د اومېګاپرو په هکله هيڅ نوع يادواري ونکړه.
د اومېګاپرو مثبت اړخ:
د business for home په نامه وېبسایټ کې اومېګاپرو له پنځه ستورو څخه پنځه ترلاسه کړي خو د همدې وېبسایټ په يوه برخه کې ليکل شوي چې موږ د دې معلوماتو هيڅ ډول ضمانت نه کوو!
اومېګاپرو په ډېر مسلکي ډول خپل ټارګېټ ټاکي او په عمومي ډول هغه ساحې ټارګېټ کوي چې خلک يې خوش باوره او له تفکر پرته فیصلې کوي لکه يوګاندا او د جنوبي اسيا ځينې ساحې،
همدارنګه اومېګاپرو ځينې نمايشي او مارکټنک کارونه په پوره مسلکي ډول ترسره کوي، او د نړۍ څخه نا خبره خلک په ډېره اسانه تېر باسي، چې ښه مثال يې دا يوه ورځ دوه مخکې په دوبۍ کې د يوې برنامې ترسره کول ول چې په ډېر ښه شکل سره يې خلک تېر ايستل.
جالبه داده چې دوبۍ کې برنامه نيسي خو د دوبۍ خلک اومېګاپرو کې نه پريږدي. دال مى ضرور کوچ کهاله هی...
د اومېګاپرو شرعي حيثيت:
د علماوو د نظرونو او ډېر تحقيق وروسته دې نتيجې ته رسيږو چې اومېګاپرو او ورته خيالي يا انلاين چارچوبونو استعمال ناجايز دي .
د اومېګاپرو د رد په هکله د پکتيکا د مصباح العلوم لخوا فتوا هم صادر شوې چې سکن کاپي به يې د کمنټ برخه کې شريکه شي.
همدارنګه په پاکستان کې مشهور عالم محمد اسماعيل هم پدې هکله خپل بيان ورکړی چې لېنک يې ددې ليکنې په پای کې کتلای شئ.
اومېګاپرو دوکه ده که رښتيا:
۱: که دا نن د اومېګاپرو وېبسايټ بند شي نو تاسې به چاته مراجعه وکړئ چې پېسې مې راکړه؟
۲: ستاسې سرمايه د چا له سرمايې سره يوځای کيږي؟
د سود خور له سرمايې سره؟
د شراب خرڅونکي له سرمايې سره؟
او يا کومې بلې حرامې سرمايې سره؟
نو ستاسې ګټه به د سود خور له ګټې وي يا د شراب خرڅونکې؟
۳:که ستاسې ټول مال ستاسې د دوه روپيو ګټې له وجهې حرام شي نو د قيامت په ورځ به څه ځواب وایاست؟
۴: که ستاسې مال د بل چا د حرامو له وجهې حرام شي، نو آيا خپل اولاد به په حرامو لوی کړئ؟
۵: که د هيواد په سطحه په سلو کې لس کسه فائده وکړي او ٩٠ تاوان نو زموږ هيواد ګټه کړې که تاوان؟
۶:په فېسبوک کې د اومېګاپرو په غولونکو پوسټونو مه تېر وځئ، لومړى سر خلاص کړئ، پورته ټول اړخونه په پام کې ونيسئ بيا پرېکړه وکړئ.
نوټ :
ددې ليکنې په هکله به يوازې منطقي پوښتنو ته ځواب ويل کيږي او بس.
مننه.
د فرانسې دولت رسمي وېبسايټ کوم چې اومېګاپرو په وارننګ لېسټ کې شامل کړی.
https://www.amf-france.org/en/recherche/resultat?form=global&key=omegapro&&facets%5Bobsolete%5D=1&page=0
د بلجيم ددولت رسمي وېبسايټ کوم چې اومېګاپرو په وارننګ لېسټ کې شامل کړی.
https://www.fsma.be/en/warnings/fraudulent-online-trading-platforms-fsma-updates-its-list-suspicious-sites-6
د هسپانيې د دولت رسمي وېبسايټ کوم چې اومېګاپرو په وارننګ لېسټ کې شامل کړی.
https://www.cnmv.es/Portal/ResultadoBusqueda.aspx?tipo=1&nombre=omegapro.world
د پيرو د هيواد اعلان چې اومېګاپرو يې په وارننګ لېسټ کې شامل کړی دی.
https://behindmlm.com/companies/crowd1-omega-pro-im-mastery-academy-illegal-in-peru/
د OMP Money LTD رسمي ویبسایټ چې د اومېګاپرو په اړه په کې هیڅ یادونه نه ده شوي.
https://www.ompmoney.com/
د مولانا محمد اسماعيل د بيان لينک.
https://fb.watch/aK9TYQQBVS/
اومېګاپرو په خپل ویبسايټ کې د امریکا څخه غوښتنې رد کړې خو سېستم یې په امریکا کې هاسټ دی.
https://myip.ms/info/whois/104.22.14.42/k/269707717/website/omegapro.world
کاپي