28/07/2021
څلوریزه
مینه او ذوک مې شاغري
28/07/2021
څلوریزه
05/07/2021
یوه څلوریزه ده
30/06/2021
#عزل
ښـکـلـیـه انـتـظـار وکړه
هـر تـه چـا اظـهار وکړه
نن به پرې رقیب سېزم
ښــه بـلا سـنـګـار وکـړه
زه دې لــیــونـی شــمــه
تــه راتــه هـــزار وکــړه
تـا پـسـې بـه مـړه شـمه
وا جـنــۍ تــلـوار وکـړه
زه (صادق) په تا مئـیـن
دا خــبـــره جـــار وکــړه
21/06/2021
زه دې شـمـه سـتـا د لاســه پــه جــنـجـال
خـو چې بـل دې په سر نه کـړي درته شال
ستـا راتـلو تـه ووم په تـمعه چې به راشې
تــه رانـغـلـې دا دی تــېـر شــو پــوره کـال
نـښـې ټـولـې د قـیـامـت دي شـروع شـوې
جنګ دی مرګ دی هرې خوا ته دی بد حال
د نــړۍ خـلـک روان دي پــرمـخـتـګ کـړي
پــښــتــون ښــکـتـه راروان دی پــه زاوال
سـوداګـر د وطـن هـیڅ پـرې مـاړه نه شول
خــوري لـګـیـا دي کـه خـرام وي کـه حـلال
خـوله مـې ګـونـګه شـي حـراب حـراب شم
مـا نـه وشـي چـې دا سـتـا بـاره کې سـوال
(صـادق) ولـې بــې ارزښـتـه ګـڼـۍ خـلـکـه
د ده شــعـر کــې دی ولا چــې عــټ کــمـال
تاریخ/۴۰۰/۳/۳۱/
27/05/2021
#غزل
زندګي ټوله بې جانانه ښه ده
زما د مینې دنیا ورانه ښه ده
دا مخلونه دې نور ستا مبارک
زما کـوډلـه بـایـه بـانـه ښه ده
په نورو ژبو کې ډېګرانې واخله
د پښتو ژبه دې ارزانه ښه ده
جوړه جوړه ښه ده چې دواړه ګرځو
رقـیب ته داسې مړه ګرانه ښه ده
(صادقه) ومې کړه تر خپله وسه
بیا چې رضا نشوه ښپیمانه ښه ده
20/05/2021
#غزل
په مرګ پرته دې دا بلا ختمه شي
مـړه چـې ظـلـم انـتـها ختمه شي
اخیر جګـړه مـړه پـه څـه مانا ده
اخیر دې دغه پښتونخوا ختمه شي
دا ځینې ځینې د مرګ نه دي خدایه
چې ښکلو ښکلو دا خندا ختمه شي
ربـه وطـن کـې درنـه امـن غـواړم
چې مې ولس کې دا ژړا ختمه شي
پښتنه پیغله کور کې ښه ښکاريږي
ګرځـي سر توره نو حیا ختمه شي
(صادقه) دلته د چـا نه خـوښـیـږې
له دې ځای درومه چې غوغوا ختمه شي
14/05/2021
تازه غزل دی
دې دنیاګۍ نه په تنګ شوی یمه
دې زندګۍ نه په تنګ شوی یمه
په دغـه مینه دې نور اور ولګي
دغې جنۍ نه په تنګ شوی یمه
په اوښـوکـو لـونـد ګریـوان مې
دې غریبۍ نه په تنګ شوی یمه
خدمت به دواړه خپل وطن ته وکړو
دې غلامۍ نه په تنګ شوی یمه
صادقه نشته دی غزل ارزښت دې
دې شاغرۍ نه په تنګ شوی یمه
کوچني اختر لومړۍ ورځ تاریخ ۱۴۰۰/۲/۲۴
07/05/2021
په یو بیت کې مې یادونه کړې
ترور ځای مې خانه ګل یو کال نیم مخکې په ارزګان کې شهید شوی وو
ځـکه خـپه یـم دې وطن نه مې یاران تللی دی
ژړام په دې چې دې وطن نه په ارمان تللی دی
سپرلۍ بـه راشي دې وطن کې بلبلان نه نشته
نا امـنـی شـوې ډېـره دې وطـن بلبلان تللی دی
هـغه رنـګین مازیـګری وو او یـاران نـو خـدایه
مـزه یـې نـشته ده دې ځـایه شاغـران تللی دی
جـنګه بـرباد شې څنګه چې دې موږ بـرباد کړو
د دې دنیا نه خانه ګل غوندې ځوانان تللی دی
امن که راغـلو بـیا جوړه جوړه به دواړه ګرځو
سـولې لـه تـانـه مـرور دي افــغــانـان تللی دی
(صادقه) پریده دغه کلی چې کیسه ختمه شي
یاران مې نشته رانه ګل غوندې یاران تللی دی
27/02/2021
طرحیه غزل
چې جوړ دې قت په قت کړه تور زلفان خواره واره
خـیـران ګـوتـې پـه خـوله شـو عاشـقـان خواره وار
★ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ★
چې جوړ دې قت په قت کړه تور زلفان خواره واره
خـیران ګـوتې پـه خـوله شـو عاشـقـان خواره واره
ای خدایه په کومه ګناه موږ ته دې سزا را برخه کړې
د ویـر پـه ټـغـر نـاسـت دي افـــغـانــان خـواره واره
دنـیـا کـې پـه ژونـدیـنـې چـرتـه قـدر چـا ونـه شـو
قـبـرونو خـو اوس مـه شـیـنـدئ ګـلان خـواره واره
ښــاغــلـيـه سـتــا هــمــدومــره لـــږ ارزښــــت وو
پــه لارو دې پــراتــه دي تــصـویـران خــواره واره
(صـادقـه) ته به مړ یې دا یاد ګار به دې ژوندئ وي
شـې پــاتـې بــه دې ګــوره پـه جـهـان خـواره واره
21/02/2021
زه به جنت ته د پښتو سره ځم!
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ مو مبارک شه
14/02/2021
دی
مـخ دې رڼـا کـول شـغله وه یاره
دا ستا راتـلـل خـو زلـزله وه یاره
دا ستا له مخ ځینې باران وریدو
باران خـو نه وو دا خـوله وه یاره
دا ستا په حسن مې ایمان راوړئ
دا ستـا دیـدن راته کیـبله وه یاره
د خوشالئ په ځای دې غم راکړی
له تـا مې هـم ډېـره ګیله وه یاره
باڼـه دې نـیغ وو زه دې اویـشتـمه
تـا تـه مـې تـنـګه خـوصله وه یاره
ټـول پـښتانـه وربـانـدې فـخر کوي
د اخـمـدشـاه رهـبـر شـمله وه یاره
حسین صادق