د قرآنکریم زده کړه د هر مسلمان لپاره یو مهم او برکتناک عمل دی. دا نه یوازې د اسلامي عقیدې اساسي رکن دی، بلکې د دنیا او آخرت لپاره بریا هم لري. د قرآنکریم زده کړه څو اساسي مرحلې لري:
1. د تجوید زده کړه
• تجوید د قرآن کریم د صحیح تلفظ او ادایې اصول دي.
• د عربي حروفو تلفظ، د مخرجونو پیژندنه، او د وقف او وصل اصول پکې شامل دي.
• د تجوید زده کړه د قاري استاد له لارې یا د انلاین کورسونو په مرسته ممکنه ده.
2. د حفظ (حفظ القرآن) زده کړه
• حفظ د قرآنکریم یادول دي، چې د زړه او روح لپاره ستر نعمت ګڼل کیږي.
• د حفظ لپاره یو تنظیم شوي مهالویش ته اړتیا وي، چې زده کوونکی هره ورځ یو ټاکلی مقدار حفظ کړي.
• د تکرار (مراجعه) ساتل ډېر مهم دي، ترڅو حفظ شوی قرآن کریم هېر نشي.
3. د تفسیر زده کړه
• د قرآنکریم تفسیر زده کړه د دې لپاره مهمه ده، چې د آیتونو اصلي مانا او د ژوند لپاره پیغام درک شي.
• د تفسیر لپاره د معتبرو علماوو کتابونه او درسي حلقې غوره لارې دي.
4. د عمل کولو مرحله
• قرآن کریم یوازې د لوستلو او حفظ لپاره نه دی، بلکې د عمل کتاب دی.
• د قرآن پیغام باید د ژوند په هر اړخ کې تطبیق شي، لکه عبادات، معاملات، اخلاق او ټولنیز تعاملات.
د قرآن کریم د زده کړې ګټې
• د روحاني سکون او دنني آرامتیا سبب ګرځي.
• د ثواب او اخروي بریا لامل کیږي.
• د ژوند لپاره لارښود او د مشکلاتو حللارې وړاندې کوي.
• د اخلاقو، صبر، او تقوا د لوړوالي سبب کیږي.
که غواړئ د قرآنکریم زده کړه پیل کړئ، نو تر ټولو ښه لار دا ده چې یو منظم پلان جوړ کړئ، یو ماهر استاد ومومئ، او هره ورځ یو ټاکلی وخت ورته ځانګړی کړئ.
دقرآن کریم آنلاین زده كړی
من طلب العلم تکفل الله برزقه
05/07/2023
دکهف سورت ترجمه او تفسیر لو مړی برخه دعبیدالله حسام له خولی څخه واوری.
له قبر او مرګه ډاریدم تر هغی چی دا ویډیو می وکتله
د قدر شپه مه ضایعه کوئ
الله رب العالمین فرمايي:
1. لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ، (القدر، 3 ایت). ژباړه: ”د قدر شپه له زرو میاشتو څخه غوره ده”.
2. حم، وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ، إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ، (الدخان، 1-3). ژباړه: ”حا، میم، قسم دى پردغه ښكاره كوونكي كتاب (قران کریم)، موږ داپه يوه ډېره بركتناكه او غوره شپه (لیلة القدر) کې نازل كړى دی، [ددې لپاره چې] موږ اراده درلوده چې خلكوته ګواښنه [په ویرې سره] ورکړو”.
په دې شپه ملایک ځمکې ته ښکته کېږي اوهغه څوک چې په دغه شپه د الله سبحانه تعالی په عبادت اخته وي نو دغه ملایک د الله رب العالمین په امر خیر، برکت او رحمت پرې نازلوي. د ملایکو په دې ډله کې ترګردو لوړپوړی ملایک جبریل علیه السلام، هغه چا چې ټولو پیغمبرانو علیهم السلام ته د الله سبحانه تعالی پیغامونه او وحی راوړې ده، ځمکې ته راښکته کېږي، ددې دلیل دا ایت دی:
تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا، سَلامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ، (القدر، 4 – 5ایتونه). ژباړه: ”په دې شپه د خپل رب په اجازه ملایک او روح (جبریل علیه السلام) د ټولو چارو لپاره نازلیږي، په دې شپه تر سهاره پورې سلامتیا او امن دی”.
1. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ “ مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ ”. ژباړه: ” له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل څوک چې د لیلة القدر په شپه له ایمان سره او له الله څخه د ثواب د ترلاسه کولو په نیت د عبادت لپاره ودرید، د هغه ټول تیر ګناهونه بښل کېږي او چاچې د رمضان د میاشتې روزې له ایمان سره د ثواب په نیت ونیولې د هغه ټول پخواني ګناهونه بښل کېږي”، [سرچینه: صحیح البخاري،1901; صحیح المسلم، 760; سنن النسايي، 5027].
2. عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ دَخَلَ رَمَضَانُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ ” إِنَّ هَذَا الشَّهْرَ قَدْ حَضَرَكُمْ وَفِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ مَنْ حُرِمَهَا فَقَدْ حُرِمَ الْخَيْرَ كُلَّهُ وَلاَ يُحْرَمُ خَيْرَهَا إِلاَّ مَحْرُومٌ ”. ژباړه: له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې روزه پیل شوه او بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل دا میاشت تاسې ته راغله، او هلته یوه شپه ده چې له زرو میاشتو څخه غوره ده. چاچې دا شپه له لاسه ورکړه ټولې نیکۍ يې له لاسه ورکړې، او هیڅوک ددې شپې له خیر څخه نه محرومیږي خو هغه څوک چې په رښتیا محروم شوی دی، [سرچینه: ابن ماجه، 1644].
د رمضان د میاشتې اخري لس ورځې د کال غوره ورځې دي په دې ورځو کې همدا لیلة القدر ده چې په دې شپه الله سبحانه تعالی د خپلو مخلوقاتو د راتلوونکي په اړه پریکړې کوي، او الله جل جلاله رحم او بښنې والا دی نو په دې شپه يې په ځانګړي ډول انسانانو او پیریانو ته یو چانس ورکړی چې د خپل خالق عبادت وکړي چې د دوزخ له اوره وژغورل شي، ځکه الله سبحانه تعالی انسانان او پيریان ددې لپاره هست کړي دي چې د الله عبادت وکړي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ، (الذاریات، 56 ایت). ژباړه: ”اونه دي پيداكړى ما پيريان اوانسانان مګرددې لپاره چې دوی زما عبادت وكړي”.
په دې دنیا کې انسان او پیریانو ته د همدې یوې موخې لپاره ژوند ورکړی شوی دی چې د خپل خالق بندګي وکړي او دا دواړه د الله سبحانه تعالی په قدرت او علم کې ایسار دي نو یوڅوک چې له خپل خالق تښتیدای نه شي او نه ددې زور لري چې الله عاجزه کړي بیا ولې پرته له ځنډه د خپل خالق عبادت نه پیلوي چې له هغو سزاګانو وژغورل شي چې د سرغړوونکو لپاره الله جل جلاله چمتو کړي دي، الله جل جلاله فرمايي:
يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ، مَا أَغْنَىٰ عَنِّي مَالِيَهْ ۜ، هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيَهْ، خُذُوهُ فَغُلُّوهُ، ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ، ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ، إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ، وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ، فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ، وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ، لَا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِئُونَ، (الحاقة، 27-37 ایتونه). ژباړه: ” كاشكې زما هغه مرګ ( چې په دنيا كې راغلى وو ) فيصله كوونكى واى، نن زما مال ماته هيڅ په كار رانغى، زما ټول حكومت له مينځه لاړ. [دلته به الله ملایکو ته حکم وکړئ] دی ونيسئ! په ځنځيرسره يې وتړئ[دلته به اویازره ملایک ددې انسان د نیولو لپاره راوړاندې شي]، دی دوزخ ته وغورځو ئ، نو ننباسۍ دی بيا [په دوزخ کې] په يوځنځيركې چې اوياګزه وي، بيشكه ده [په دنيا کې ] په لوی الله باندې ايمان نه راووړ، او نه يې مسكين ته دخوړو د وركولو هڅونه كوله، نو نن ورځ په دې ځاى كې ده ته كوم دوست نشته .اونشته هيڅ طعام [چې وېخوري] خو [د دوزخيانو د زخمونو] له وينو [زوونو] څخه چې هغه له ګناهګارانو پرته بل څوك نه خورى”.
نو د رمضان دا لس روستنۍ شپې ډیرې مهمې دي که څوک د قیامت په ورځ او له خپل خالق سره په ملاقات ایمان لري په دې شپه دې د خپل رب، خالق، مالک او معبود الله سبحانه تعالی عبادت وکړي ځکه مالومه نه ده چې دچا په نصیب کې د رمضان بله میاشت شته کنه، یوازې الله جل جلاله پوهیږي چې د چا نیټه کله پوره کېږي، موږ نه پوهیږو.
د لیلة القدر د شپې دعا داده:
زما او د نورو مومنانو د قدرمنې مور عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل یا رسول الله که زه د لیلة القدر شپه ومومم نو پخپله دعا کې څه ووایم، نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل، ووایه: اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي ” ، ژباړه: ”ای الله ته بښنې والا يې او ستا بښنه خوښیږي نو ما وبښه”. (سرچینه: ابن ماجه، 3850، حکم: صحیح).
د قدر د شپې یو شمیر فضلیتونه دادي:
• مانا دا چې د لیلة القدر له 1000 میاشتو (83 کلونو) غوره ده.
• په دې شپه لمونځ داسې دی لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي.
• په دې شپه د قران کریم لوستل داسې دي لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي.
• په دې شپه د الله سبحانه تعالی ذکر داسې دی لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي.
• په دې شپه صدقه داسې ده لکه لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي.
• په دې شپه عمرة داسې ده لکه لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي.
ددعا د قبلیدو د شرایطو یو څو بیلګې:
• دعا کوونکی باید رشوت خور نه وي، او په مال او خوړو کې يې د رشوت پانګه نه وي.
• دعا کوونکی باید سودخور نه وي او د سود پانګه يې په مال او جایداد کې نه وي.
• دعاکوونکی باید دروغجن نه وي، او د خبرونو وړونکی او راړوونکی نه وي، یانې ددوه کسانو ترمنځ د شخړې او جګړې پيدا کوونکی نه وي.
• دعاکوونکی باید مور او پلار ته درنښت ولري او د ګاونډي دحقوقو ادا کوونکی، او مسکین ته ډوډۍ ورکوونکی وي.
• دعاکوونکی باید پخه اراده ولري چې له دې روسته به د الله احکام په ځان جاري کوي او د الله په کتاب قران کریم او د نبي صلی الله علیه وسلم په سنتو کې بیان شوي احکام به زده کوي او په ځان به يې احکام جاري کوي.
نو که د چا په ژوندکې له دې ستونزو څخه یوه یا د قران او سنتو خلاف نور اعمال وي نو هغه دې لومړی توبه وباسي، سود پیسې دې بیرته اصلي څښتن ته ورکړي، د رشوت پیسې دې بیرته هغو کسانو ته ورکړي چې دوی ترې اخیستې وې، دروغ دې بند کړي او داسې نور، نو امید دی چې الله جل جلاله یې دعا قبوله کړي. الله سبحانه تعالی دې موږ ته په قران او سنتو باندې د عمل توفیق راکړي.
د روژې په اړه ګټور معلومات
خوږو لوستونکو ! ليکنه یوڅه اوږده ده؛ خولوستل يې د روژه لروونکي لپاره ډېر اړين دي هيله ده، چې ورته ستړي نه شئ.
ګرانو دوستانو ! روژه د اسلام د ارکانو څخه یو مهم رکن دى، چې په هر مکلف، مسلمان، عاقل اوبالغ انسان باندې د ټاکليو شرايطو او ارکانو پر بنسټ قطعي فرض دى او منکر يې د شکه پرته کافر بلل کيږي.
د روژې فرضيت هم په قرآن کريم، هم په نبوي سنتو او هم په اج**ع د امت کې څرګند معلوميږي. د روژې د نېولو په ترڅ کې مسلمان ته بې شمېره ثوابونه او اجرونه ور په برخه کيږي، په دې اړه د نبي کریم صلى الله عليه وسلم بې شمېره سپڅلې ويناوې شتون لري، چې په رڼا کې يې د روژې غوره والى او فضېلت څرګندېږي.
د روژې يوشمير فضايل په لاندي ډول سره بیانوو:
لومړی: روژه لرونکي به الله تعالى په جنت کې په ځانګړي دروازه ورداخل کړي، چې نوم به يې ( ريان ) وي .
رسول اللهﷺ فرمايي: په جنت كې يوه دروازه ده، چې نوم یې رَيّان دی، له دې دروازې نه به يوازي روژه دار ننوزي، وبه ويل شي، روژه دار چېرته دي؟ نو روژه دار به ورپاڅېږي او يوازي همدوۍ له یادې دروازې څخه ننوزي؛ كله، چې دوى ننوزي بيا به ریان وتړل شي. (صحيح البخاري: ۱۷۹۷، د سهل رضي الله عنه په روايت).
دويم: روژه د روژه لروونکي ټول تېر شوي ګناهونه بښي، رسول اللهﷺ فرمايي: پنځه لمونځونه، جمعه تر بلې جمعې او روژه تر بل روژې، دا ټول د صغيره ګناهونو ختموونكي دي كله چې له لويو ګناهونو نه ځان وساتل شي. (صحيح مسلم: ۲۳۳، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت).
روژه (د ګناهونو په مقابل کې) سپر (ډال) ده(صحيح البخاري: ۱۹۰۴، د ابوهريرهرضي الله عنه په روايت).
درېيم: د روژه ماتي پرمهال د روژه نېوونکي دعا قبليږي.
څلورم: روژه د روژه نېوونکي لپاره په قيامت کې شفاعت کوي.
پنځم: د روژه لروونکي د خولې بوي الله تعالى ته د مشکو له بوى څخه زيات خوښ دى.
شپږم: روژه دار ته د روژې اجر الله تعالى په خپله ورکوي، رسول اللهﷺ فرمايي: چې الله تعالٰی فرمايي: چې روژه زما لپاره ده نېوونکي ته زه اجر اوثواب په خپله ورکوم؛ ځکه، چې د انسان هر عمل د همده لپاره دی بغیر له روژې نه، دا روژه زما لپاره ده، او د دې بدله به زه ورکوم زما بنده زما د خوښۍ په موخه خوراک څښاک او کوروالي پرېږدي(صحيح البخاري: ۱۹۰۴، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
د روژه نېوونکي لپاره دوه وختونه د زياتې خوشالۍ ﻻمل اوباعث دي: يوه خوشالي د روژه ماتې پر مهال، او دويمه خوشالي د خپل رب سره د لېدنې پرمهال.
Advertisements
REPORT THIS AD
د بشريت ستر ﻻرښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د سحور ( پيشنمي ) د فضېلت په اړه فرمايي: ( پيشنمۍ )کوئ؛ ځکه ،چې په ( پيشنمي) کې برکت دى(صحيح البخاري:۱۹۲۳، د انس بن مالك په روايت).
د روژې ارکان او شرطونه:
د روژې رکن: د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه په اند د روژه ماتوونکو توکو څخه ډډه کول، لکه: خوراک، څښاک او ج**ع.
د روژې نېونې شرطونه: د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه په اند د روژې شرطونه عبارت دي له:
لومړی: اسلام: د روژې د نېولو لپاره لومړى اسلام شرط دى له همدې امله په کافر روژه فرض نه دى؛ ځکه، چې کافر د شريعت په فروعي احکامو مکلف نه دى.
دويم: عقل: له همدې امله په ليوني او هم په هغه بې هوشه او اوده انسان باندې، چې د روژې د مياشتې د پېل څخه تر پاى پورې په هوش نه شي، او د روژې مياشتې د تېريدو وروسته په هوش راشي؛ نو قضا پرې نشته؛ البته که نيمه مياشت لېونى يابې هوشه وي او وروسته په هوش شي، هم به پاتې ورځې روژه نيسي او هم د تېرو ورځو قضا پرې ﻻزمه ده.
درېيم: بلوغ: له همدې امله په نابالغ هلک او جېنۍ باندې روژه فرض نه دى، که څه هم مميز وي؛ لېکن د مميز هلک او مميزې جېنۍ د لمانځه په څېر روژه هم صحت لري؛ خو پرې واجب نه دى.
څلورم: روغتيا: له همدې امله په ناروغ روژه نه دى فرض؛ که څه هم د شريعت له خوا په قضا مخاطب دى.
رسول اللهﷺ فرمايي: له درې كسانو نه قلم پورته شوى دى (مُكَلّف نه دي) له ويده نه تر دې چې بيدار شي، له نا بالغ نه تر دې، چې بالغ شي او له ليوني نه تر دې چې عاقل شي. (سنن أبي داود: ۴۴۰۳، د علي رضي الله عنه په روايت)
پنځم: مقيموالى: له همدې امله په مسافر باندې روژه فرض نه دى؛ خو وروسته به يې قضايي راوړي.
حمزه بن عمرو اسلمي رضي الله عنه، چې ډېر زيات روژه نيونكى و؛ له نبيﷺ نه پوښتنه وكړه، چې ايا زه په سفر كې روژه ونيسم؟ نبي کریم صلی الله علیم وسلم ورته ويې فرمايل: كه وغواړې نو ويې نيسه او كه وغواړې نو مه يې نيسه. (صحيح البخاري: ۱۹۴۳، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
انس بن مالك رضي الله عنه وايي، چې مونږ له رسول اللهﷺ سره پر سفر وو، نو روژه دارو به روژه نه نيوونكو ته څه بد نه ويل او نه روژه نه نيوونكو به روژه نيوونكو ته څه بد نه ويل(د هرچا خپله خوښه وه). (صحيح البخاري: ۱۹۴۷، د انس بن مالك رضي الله عنه په روايت)
ابن عباس رضي الله عنهما وايي چې رسول اللهﷺ مكې ته په روژه كې روان شو، روژه يې هم نيولې وه خو كله چې كَدِيد نومې ځاى ته ورسېده، نو روژه يې ماته كړه، بيا نورو خلكو هم روژه ماته كړه. (صحيح البخاري: ۱۹۴۴، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
شپږم : د حيض او نفاس څخه د ښځو پاکوالى؛ نو د حيض او نفاس لرونکو ښځو لپاره د روژې اداء نه ده صحيح؛ خو وروسته به يې قضا راوړي.
اووم: نيت: له همدې امله د هغه چا روژه نه ده صحيح، چې د روژې سره يې نيت نه وي مل کړى؛ ځکه، چې نيت عبادات له عادتونو څخه جلا کوي رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې له فجر (سبا صادق) نه مخكې د روژې نيت ونه كړ، نو د هغه روژه نشته(جامع الترمذي: ۷۳۰، د حفصې رضي الله عنها په روايت).
د روژې ماتوونکي:
ګرانو لوستونکو! د روژې ماتوونکي په دوه(٢) ډوله دي، یو د روژې هغه ماتوونکي دي، چې قضاء او کفاره دواړه واجبوي او دوهم د روژې هغه ماتوونکي دي، چې يوازې قضاء واجبوي موږ به لومړی د روژې هغه ماتوونکي بیان کړو، چې قضاء او کفاره دواړه واجبوي:
الف: د روژې په مياشت کې د روژې پر مهال قصدا خپلې ښځې سره ج**ع، زنا او يا لواطت کول؛ برابره ده که انزال يې شوى وي اوکه نه او هم به مفعول انسان، ژوندى، او د اشتها وړ وي؛ نو دا ډول کړنې هم روژه ماتوي، هم قضا پرې ﻻزمه ده او هم کفاره؛ خو په دې جزا کې فاعل او مفعول دواړه برابر دي.
ب: د رمضان په مياشت کې د روژې پر مهال د شرعي عذر پرته قصداً د داسې توکو خوړل، چې يا د غذا لپاره وي، يا د درملنې لپاره وي او يايې خلک په عادت کې خوري، د څښوونکوتوکو څښل، هم روژه ماتوي، هم قضاپرې ﻻزمه ده اوهم کفاره اوهم د ټولو نېشه يي توکو خوړل او څکول، لکه: نسوار، سګريټ، چلم اودېته ورته نور…تهديداً هم روژه ماتوي، هم قضاپرې ﻻزمه ده اوهم کفاره. د روژې قضا په دې معنا، چې خوړل شوې روژه به بيا نيسي او د روژې کفاره په دې معنا، چې دوه مياشتې به پر له پسې روژه نيسي، چې ترمنځ به يې نه د رمضان روژه راځي او نه به هغه ورځې راځي، چې د روژې نېول پکې منع وي؛ که په کفاره کې د روژې نیولو توان نه لري بيا به شپتو مسکېنانو ته ډوډۍ ورکوي. ( الفتاوى الهنديه (علمګيري ) ج١ ص٢٠٥ ).
د روژې هغه ماتوونکي چې يوازې قضاء ﻻزموي:
لومړی: د داسې توکو خوړل، چې نه عذايي وي، نه ددرملنې لپاره وي، نه يې څوګ عادتاً خوري او نه د انسان طبعيت هغې ته ميلان کيږي؛ لکه: کاڼي،خاوره، اوسپنې،لرګی اودېته ورته نور….
دويم: د شرعي عذر په شتون کې عذايي اوخوراکي توکو خوړل، شرعي عذر لکه: ناروغي، سفر، اکراه، شبهه اودېته ورته نور….
درېيم: د ج**ع، زنا او لواطت پرته په بل ځاى کې خپل شهوت پوره کول؛ نوپه داډول ناوړه کړنوباندې يواځې همغه روژه ماتيږي؛ يعنې کفاره نه لري يوازې قضاپرې ﻻزمه ده.
څلورم: قصدا په ډکه خوله قى کول.
رسول اللهﷺ فرمايي: چا ته چې په روژه کې قی(کانګې) راغلې، نو د ده په ذمه قضا نشته، د ده روژه نه ده ماته خو چا چې قصدًا په ډکه خوله قی وکړ، نو دی دې قضا راوړي. (سنن الترمذي:720، د ابو هريره رضي الله عنه په روايت)
پنځم: په غوږ او پوزه کې دوا اچول.
شپږم: د نسوارو اچول، چلم او سګريټ څکول.
اووم: د شپې په ګمان په ګهيځ کې پشنمي خوړل. او د ماښام نه مخکې په دې ګمان روژه ماتول، چې ماښام شوى دى.
هغه توکي چې روژه نه ما توي:
لومړی: هغه مهال چې روژه لروونکى په هېره سره خوراک، څښاک اوج**ع وکړي روژه نه ماتوي رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې په هېره سره په روژه كې خوراك څښاك وكړه، نو نوموړی دې خپله روژه پوره كړي (روژه يې نه ماتېږي بلکې) الله تعالٰی پر ده خوراك څښاك وكړ.(صحيح البخاري: ۱۹۳۳، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
دويم : اح**ام ( شيطان خطاکول ) روژه نه ماتوي.
درېيم: د منى وتل په نظر او فکرسره؛ ځکه چې دا د ج**ع په معنا نه دي.
څلورم: د مذي او ودي وتل.
پنځم: د حامله ښځې وېني راتلل.
شپږم: د ستنې ( پېچکارۍ ) لګول؛ که د رګ وي او که د غوښې (im/ivv) روژه نه ماتوي؛ خو د ضرورت پرته د رګ (ivv ) ستنې لګول منع دي.
اووم: په سترګو کې ددرملو اچول.
اتم: ښکلول اولمس هغه مهال روژه نه ماتوي، چې انزال يې ونه شي؛ لېکن که منى يې خارجه شي روژه يې ماته ده، کفاره پرې نه لازميږي او يواځې قضاپرې ﻻزمه ده.
نهم: قى کول هغه مهال روژه نه ماتوي چې قصداً او عمداً نه وي، که څه هم زياته وي، که چېرې قصداً يې وکړي قضاء پرې ﻻزمه ده.
لسم: مسواک وهل.
يوولسم: بدن او وېښته غوړول، سترګې تورول روژه نه ماتوي.( هداية ج ١ ص ١٩٩-٢٠٠ \هنديه ، جج١ ص ٢٠٣٣ ).
د روژې نېونې مستحبات:
لومړی: پشنمي کول.
دويم: په روژه ماتې کې بېړه کول. او په پېشنمي کې وروسته والى.
درېيم: روژه تيانو ته روژه ماتى ورکول رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې روژه دار ته روژه ماتی (افطاري) ورکړ، نو د ده لپاره د روژه دار په اندازه اجر او ثواب دی او د روژه دار په اجر کې هم هېڅ کمی نه راځي. (جامع الترمذي:۸۰۷، د زيد بن خالد جهني رضي الله عنه په روايت)
څلورم: د روژه ماتي پرمهال دعا کول.
پنځم: له درواغو، غيبت، کنځل او يوشمير نورو هغه ناوړه کارونو څخه ډډه کول، چې د روژې ثواب له منځه وړي رسول اللهﷺ فرمايي: په تاسو کې چې د چا روژه وي، نو نه دې فحشې جنسي خبرې کوي او نه دې شور زوګ کوي، که روژه دار ته څوک کنځلې وکړي يا ورسره جنګ وکړي، نو دى دې ورته ووایې: زه روژه يم (نو له تا سره جنګ کول نه غواړم). (صحيح البخاري: ۱۹۰۴، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت).
شپږم: زيات تلاوت او زيات نوافل کول.
اووم: مسواک وهل.
اتم: سخا کول.
نهم: په خرما(کجورو ) سره روژه ماتول.
لسم: د ټولو ګناهونو څخه ډډه کول؛ برابره ده که د ژبې سره تړاو لري، که د غوږونو، که د سترګو، که د ﻻسونو او که د پښو سره.
د روژې مکروهات:
لومړی: د غاښونو په کريم، دنداسه او هم د مسواک پرته په نورو شيانو غاښونه صفا کول.
دويم: په خوله د يوه شي خوند معلومول.
د روژې نېولو نيت:
وَ بِصَوْمٍ غَدٍ نَوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَ مَضَان.
د روژې د ماتولو پرمهال:
اَللهُمَ لَکَ صُمتُ وَ عَلَى رِ زْقِکَ أفْطَرْتُ.
د تراويحو تسبيح:
سُبْحَانَ ذِ الْمُلْکِ وَ الْمَلَکُوْتِ، سُبْحَانَ ذِى الْعِزَةِ وَ الْعَظْمَةِ، وَالْهَيْبَةِ ، وَالْقُدْرَةِ، وَ الْکِبْرِ ياۤ ءِ، وَالْجَبَرُوتِ. سُبْحَانَ الْمَلِکِ الْحَىِ الَذِى ﻻَ يَنَامُ وَﻻَ يَمُوْتُ، سُبُوْح قُدُوسُ، ربُنَا وَرَبُ الْمَلۤئِکَةِ، وَ الرُوْحِ. اَللهُمَ اً جِرْنَا مِنَ النَارِ يَا مُجِيْرُ يَا مُجِيْرُ يَامُجِيْرْ .
د ليلة القدر د لېدنې دعا:
اَ للهُم اِنکَ عَفُو تُحِبُ العَفْوَ فَا عْفُ عَنِيْ.
کتاب قران راکه باز میکنی با نوری از علم وایمان مواجه می شوی که اګر به بان بها داده وانرا به وجودت راه دهی ،این نور هم وجودت را روشنایی خواهد بخشید وتو را به اوج خواهد رساند . قران کتاب رهنماییست که میتواند انسان را از فرش به عرش برساند ، قران همان نور هدایتیست که میتواند ادم را متحول ساخته واز اون انسانی بهتر بسازد ، انسانی که در جهان هستی مفیدتر وتاثیر ګذار تر است .
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul
124