09/11/2025
سمینار علمی در مورد بررسیهای اولیه و ثانویه برگزار گردید.
این سمینار که برای محصلان رشته نرسنگ، انستیتیوت علوم صحی ملی برگزار ګردید، هدف آن، آشنایی بیشتر محصلان با روند بررسی وضعیت بیمار در شرایط عاجل و فراگیری اصول تشخیص آسیبها و تعیین اولویتهای درمانی بود.
استاد رشته نرسنگ، سید قسیم شاه سعید در ارایهی علمی خویش، مراحل مختلف DrS ABCDE را توضیح داد و تأکید نمود که رعایت این اصول در حالات بحرانی نقش مهمی در نجات جان مریض دارد، وی با استفاده از مثالها و مدلهای عملی، چگونگی ارزیابی سریع و تصمیمگیری درست در وضعیتهای عاجل را برای محصلان تشریح نمود.
در پایان، محصلان پرسشهای خود را مطرح نمودند و پاسخهای لازم را دریافت کردند.
16/09/2025
نتایج امتحان کانکور خزانی 1404 اعلام گردید!
داوطلبانی که در کانکور سمستر خزانی اشتراک نمودهاند، میتوانند نتایج خویش را، با درج نمودن شماره آی دی (فقط 5 شماره اخیر) خویش، از طریق لنک ذیل دریافت نمایند.
https://mili.edu.af/en/kankor/results
⚠️ قابل یادآوری است، که روند درسی سمستر خزانی سر از امروز مؤرخ 25 سنبله آغاز ګردیده است، لهذا داوطلبانی که به رشتههای دلخواه ایشان راه یافته اند، تقاضا بهعمل میآید، تا هر چه عاجل به صنوف خویش حاضر شوند.
-------------
د خزاني سمستر د کانکور پايلې اعلان شوې!
د خزاني سمستر د کانکور ګډونوال کولای شي، د لاندې تړوني له لارې د خپلې آی ډي (يوازې د وروستيو 5 اعدادو) په مرسته خپلې پایلې ومومي.
https://mili.edu.af/kankor/results
⚠️ د يادونې وړ ده، چې د خزاني سمستر درسي بهير سر له نن څخه (د سنبلې 25مه) پيل شوی، له ټولو هغو داوطلبانو چې د خپلې خوښې څانګو ته يې لاره موندلې، غوښتنه کيږي چې ژر تر ژره خپلو ټولګيو ته حاضر شي.
15/09/2025
د ملي روغتيايي علومو انسټيټيوټ د خزاني کانکور آزموينه واخېستل شوه.
د ملي روغتيايي علومو انسټيټيوټ د 1404 لمريز کال د خزاني کانکور آزموينه د يوې رڼې پروسې له لارې واخېستل شوه، چې د دولسمو ټولگيو لسگونه فارغانو په کې گډون کړی و.
په ياده آزموينه کې داوطلبانو د عالي نرسنگ، فارمسي، د غاښونو پروتيز او طبي ټکنالوژۍ په څانگو کې د زده کړو لپاره خپل بختونه وآزمويل.
د ازموينې بهير د همغږۍ په فضا کې مخته يوړل شو، چې د څارنې او نظارت په پار يې د عامې روغتيا وزارت يو رسمي پلاوی هم حاضر و، څو د بهير شفافيت او د ازموينې د اصولو عملي کېدل ډاډمن کړي.
د ملي روغتيايي علومو انسټيټيوټ هڅه کوي، په هر سمستر کې د کانکور پروسه په بشپړ شفافيت او عادلانه ډول ترسره کړي، څو وړ او مستحق ځوانان له تحصيلي فرصتونو گټه واخلي.
گډونوال محصلين د آزموينې د بهير له شفافيت او د اسانتياوو برابرولو څخه خوښ ول او هيله يې وښوده چې د خپلو زحمتونو پر بنسټ به وکولای شي، د خپلې خوښې په څانگه کې زده کړو ته دوام ورکړي.
--------------------------------------
امتحان خزانی انستیتیوت علوم صحی ملی برگزار گردید.
امتحان خزانی سال ۱۴۰۴ خورشیدی انستیتیوت علوم صحی ملی در یک روند شفاف برگزار گردید که دهها تن فارغ صنف دوازدهم در آن اشتراک ورزيدند.
در این امتحان، داوطلبان برای کسب زمینه تحصیل در رشتههای نرسنگ عالی، فارمسی، پروتز دندان و تکنالوژی طبی بخت خویش را آزمودند.
جریان امتحان در فضای همآهنگی به پیش برده شد که برای نظارت و کنترول آن، هیأتی رسمی از وزارت صحت عامه نیز حضور داشت تا شفافیت روند و عملیشدن اصول امتحان را تضمین کند.
انستیتیوت علوم صحی ملی تلاش میورزد تا در هر سمستر روند امتحان کانکور را با شفافیت کامل و بهگونه عادلانه برگزار کند تا جوانان مستحق و شایسته بتوانند از فرصتهای تحصیلی بهرهمند شوند.
محصلان اشتراککننده از شفافیت روند امتحان و فراهمشدن سهولتها اظهار رضایت کردند و ابراز امیدواری نمودند که بر بنیاد زحمات خود بتوانند در رشته دلخواهشان به تحصیل ادامه دهند.
14/09/2025
یک روز، تا کانکور خزانی!
با استفاده از فرصت کانکور خزانی سال ۱۴۰۴، علاقهمندان به تحصیل در رشتههای نرسنگ عالی، فارمسی، تکنالوژی طبی و پروتیز دندان میتوانند همین حالا به بخش معلومات ما مراجعه نموده و ثبتنام خویش را تکمیل نمایند.
امتحان کانکور: دوشنبه، 24 سنبله
آدرس: ناحیه پانزدهم، بین سهراهی خواجه بغرا و هوتل پروان – کابل
شماره تماس: 0747192222
---------------------------------------
يوه ورځ، تر خزاني کانکوره!
دې د 1404 لمريز د خزاني کانکور له فرصته په استفادې، د عالي نرسنګ، فارمسۍ، طبي ټکنالوژۍ او د غاښونو د پروتيز په څانګو کې د زدهکړو مينهوال کولای شي، همدا شېبه زموږ د معلوماتو څانګې ته مراجعه وکړي او خپله نومليکنه بشپړه کړي.
د کانکور آزموينه: دوشنبه، د سنبلې 24مه
پته: پنځلسمه ناحيه، خواجه بغرا درېلاري او هوټل پروان ترمنځ – کابل
د اړيکې شمېره: 0747192222
10/09/2025
ثبتنام بدون وقفه جريان دارد!
بنا بر خواست مکرر علاقهمندان، اینک دفتر معلومات در روزهای پنجشنبه و جمعه نیز باز بوده و آنان میتوانند، به راحتی ثبتنام نام نمایند.
عجله نمایید، با درنظرداشت فرصت محدود، همین اکنون به انستیتیوت علوم صحی ملی مراجعه نموده و در رشتههای نرسنگ عالی، فارمسی، تکنالوژی طبی و پروتیز دندان ثبتنام نمایید.
شماره تماس: 0747192222
آدرس: ناحيه پانزېدهم، بین سهراهی خواجهبغرا و هوتل پروان - کابل
07/09/2025
ما با داشتن اساتید مجرب، میتودهای درسی عصری و محیط آموزشی مناسب، برای محصلان فرصتهایی فراهم میسازیم، تا در آینده بهعنوان کادرهای مسلکی در خدمت جامعه قرار گیرند.
انستيتوت علوم صحي ملی بهمنظور ساختن آینده علمی جوانان کشور، ثبتنام کانکور خزانی را آغاز نموده است.
اگر شما نیز علاقهمند تحصیل در بخش علوم صحی هستید، انستيتوت علوم صحي ملي برای تان در رشتههای ذیل این فرصت را مهیا میسازد:
• نرسنگ عالی
• فارمسی
• تکنالوژی طبی
• پروتیز دندان
ثبتنام جریان دارد!
تاریخ کانکور: ۲۴ سنبله
شماره تماس: 0747192222
---------------------------------------------
موږ د تجربهکارو استادانو، عصري درسي ميتودونو او ښه درسي چاپېريال له لارې خپلو محصلانو ته داسې فرصتونه برابروو، چې د راتلونکي يو مسلکي کادر په توګه ټولنې ته خدمت وکړي.
ملي د روغتيايي علومو انسټيټيوټ د هېواد د ځوانانو د علمي راتلونکي په موخه د خزاني کانکور لپاره نومليکنه پيل کړې ده.
که تاسې هم د روغتيايي علومو په برخه کې د زدهکړو لېوال يئ، نو ملي د روغتيايي علومو انسټيټيوټ درته په لاندې څانګو کې دا فرصت درکوي:
• عالي نرسنګ
• فارمسي
• طبي ټکنالوژي
• د غاښونو پروتيز
نومليکنه دوام لري!
د کانکور نېټه: د وږي 24مه
د اړيکې شمېره: 0747192222
02/09/2025
د ملي روغتيايي علومو انسټيټيوټ د خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشینۍ سره، چې د تېرې شپې د زلزلې له امله، د ختيځو ولايتونو، په ځانګړي ډول د کونړ ولايت ګڼ شمېر هېوادوال له ځاني او مالي زیانونو سره مخ شوي دي، د ملي روغتيايي علومو انسټيټيوټ مشرتابه او منسوبين د دې دردوونکې پېښې له قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي او غمرازي څرګندوي، موږ د لوی څښتن له دربار څخه د شهیدانو لپاره د فردوس جنت، ټپیانو لپاره د عاجلې شفا او د اغېزمنو کورنیو لپاره د جمیل صبر دعا کوو.
ملي د روغتيايي علومو انسټيټيوټ د زیانمنو سیمو د بیارغونې په پار د اړوند ادارو له هڅو ملاتړ کوي او په ورته وخت کې پر شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو او اړوندو نړۍوالو موسسو غږ کوي، چې له زيانمنو هېوادوالو سره د مرستې په برخه کې ژر او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
#کونړ #زلزله
24/08/2025
ثبتنام جریان دارد!
انستیتیوت علوم صحی ملی برای کانکور خزانی 1404، در رشتههای: نرسنګ عالی، فارمسی، تکنالوژی طبی و پروتيز دندان محصل میپذیرد، علاقهمندان میتوانند، همه روزه به بخش معلومات ما مراجعه نموده و ثبتنام نمایند.
کانکور خزانی: 24 سنبله
آدرس: ناحیه پانزدهم، بین سهراهی خواجه بغرا و هوتل پروان – کابل
شماره تماس: 0747192222
-----------------------------------------------------------
نومليکنه دوام لري!
ملي د روغتيايي علومو انسټيټيوټ د 1404 لمریز کال خزاني کانکور لپاره د: عالي نرسنګ، فارمسۍ، طبي ټکنالوژۍ او غاښونو پروتيز څانګو لپاره محصلان جذبوي، لېوال کسان کولای شي، هره ورځ زموږ د معلوماتو په څانګه کې نومليکنه وکړي.
خزاني کانکور: د وږي (سنبلې) 24مه
پته: پنځلسمه ناحيه، د خواجه بغرا درې لاري او هوټل پروان تر منځ – کابل
د اړيکې شمېره: 0747192222
02/08/2025
د کارموندنې خبرتيا!
ملي د روغتيايي علومو انسټيټيوټ د زدهکړييز کيفيت د لوړوالي او د تدريسي بهير د ښه تامين په پار، غواړي د لاندې برخو يو شمېر استادان وګوماري، پر شرايطو برابر کسان کولای شي، چې خپل اسناد د انسټيټيوټ په پته راواستوي.
۱. د فارمسي شيمک استاد (يو بست)
۲. د فارمسيوتيک استاد (یو بست)
۳. د فارمکوګنوزي استاد (يو بست)
۴. د تطبيقاتو استاد (يو بست)
د فارمکولوژي استاد (يو بست)
کاري تجربه: لږ تر لږه دوه کاله
زدهکړې: لږ تر لږه ليسانس، ماسټر ته لومړيتوب ورکول کيږي.
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه: د اسد 20مه
برېښناليک: [email protected]
د اړيکې شمېره: 0747192222
#کاریابی