12/05/2025
اقتصادي وده (Economic Growth) او اقتصادي پراختیا (Economic Development) دوه مختلف مفاهیم دي، که څه هم ډېر وخت سره ګډ کارول کېږي. دلته يې مهم توپيرونه درته واضح کوم:
۱. اقتصادي وده (Economic Growth)
دا د یوه هېواد د ناخالص کورني تولید (GDP) زیاتوالی ته وايي.
یوازې د اقتصاد کمّي اړخونه لکه تولید، عاید، صادرات، او پانګونه په کې شامله ده.
دا ښيي چې هېواد څومره زیات توکي یا خدمات تولید کړي
۲. اقتصادي پراختیا (Economic Development):
دا د خلکو د ژوند د کیفیت ښه والي ته وايي.
اقتصادي پراختیا د اقتصادي ودې ترڅنګ، ټولنیز او بشري عوامل هم لري لکه تعلیم، روغتیا، شفافیت، مساوات، او د بېوزلۍ کموالی.
پراختیا یوه پراخ پراخ مفهوم دى چې اقتصادي، ټولنیز، او سیاسي پرمختګونه رانغاړي.
03/10/2023
زموږ ډېرې ځوانانو د نوو کړنو او یا د کاروبارونو ( سوداګرۍ او تجارت) د شروع پر وخت تل ناسنجول شوې او احساساتي پرېکړې کوي، چې وروسته ترې ستر سر خوږی ور جوړ وي.
د دارنګه پریکړو تر شا خو نه کومه مسلکي مشوره، تجربه، لازمه پوهه، اګاهي او یا هم دقیقه او پر علمی مالوماتو ولاړه محاسبه شته؛ بس همدا یوه خبره ده، Risk به اخلې، کنه؛ هیڅ ممکن نه دي. بې له دې کاروبار نه کېږي. دا چې دا پدیده د کاروبار لوستو لپاره جدا بحث دی، خو راځئ وطنداران څه په بل ډول پوه کړو:
هم به ورته ریسک Risk سره تعریف کړو، چې په اټکلي یا ړندو پرېکړو څومره ورتړلی دی.
ددې پدېدې یو تعریف دا دی:
دغه پدیده په کاروبار کې ستاسې د درستو پریکړو په اساس چې اټکلي او خیالي نه وي د احتمالي ګټې د اندازې چې تاسې یې اټکل کوئ، زیاتیدل او کمېدلو ته وايي.
نه سرا سر تاوان ته چې هر څه مو په کې ډوب شي او تش جیبي شئ.
ځکه دغه تعریف مو بیا لۀ اټکلي ړندو فیصلو ساتئ چې هیڅ یې هم در مالوم نه وي.
مثلآ: که تاسې د یو کاروبار ګټه د میاشتې په پای کې ۱۰۰۰۰ افغانۍ اټکل کړی وي، خو د میاشتې په پای کې تاسې ۱۲۰۰۰ ګټلي چې لۀ اټکل زياتې دي او یا هم ۹۰۰۰ روپی مو ګټلي چې ستاسې د ګټې لۀ اټکل زر روپۍ را کمې دي.
اصلا ستاسې د اټکلي همدغه ناڅر ګندتیا ټیټ او لوړ تګ ته کاروباري ریسک وايي. تاسې یې دلته ځانته په دې نیت دغه پدیده تعریف کړئ.
دوهم؛ موږ داسې ګڼو ګواکې ریسک ( کاروباري خطر) دوه خبرې دي یا ښه ډېره ګټه کول او پيسه داره کیدل وو یا هم سم ډوبیدل او ډوپه کېدل دي.
که یې مسلکیانو ته تعريفو، نو بیا داسې وایو په کاروبار کې، خطر د ستاسې د مختلفو پریکړو او فعالیتونو پورې اړوند ستاسې مالي زیان لپاره ناڅرګندتیا یا احتمال ته اشاره ده، چې تر شا یې ستاسې لپاره د نامناسب پایلو، تاوان یا غیر متوقع پیښو احتمال لري، چې کولی شي د کاروبار پر اهدافو او لاسته راوړنو مو اغیزه وکړي.
کاروباري خطرونه مختلف لاملونه لري او د مدیریت د پاره یې بېلابېلې تګ لارې او چارې شته چې جدا بحث دی.
د رب روی ته وګورئ، په ړندو اټکلونو او ناسنجول شوو پرېکړو دا څو پېسې چې لرئ له لاسه مه ورکوئ.
استاد بهير ځلاند
09/11/2022
سواټ (SWOT) تحلیل:
سواټ تحليل د يو کاروبار، ستراتیژیکې پلان جوړونې او ستراتیژیک مدیریت تر ټولو مهم تخنیک دی چې له یوه شخص یا سازمان سره د سوداګرۍ، سیالۍ یا پروژې په پلانولو کې مرسته کوي؛ په داسې ډول چې تاسې د هر پلان/ کاروبار اړوند خپل، قوتونه، کمزوري، فرصتونه او ګواښونه معلوموئ او د هغې وروسته پرېکړه کوئ چې څه کم کړئ، څه زيات کړئ، څه وکړئ، څه ونه کړئ، څه پیل کړئ یا يو څه بدل کړئ. دا کار ټول بریالي/ شتمن او کاروباري اشخاص هميش ترسره کوي.
25/04/2022
✓✓ What is Economic Depreciation?
Economic depreciation is the decline in the economic value of an asset over time. It also may refer to consumption of fixed capital for the purpose of estimating national accounts. Economic depreciation, in general, can be attributed to indirect factors such as a decline in the quality of living, deterioration in the quality of neighborhood roads, etc.
✓✓ Depreciation and the Capital Accumulation Equation
The capital accumulation equation links present capital stock to future capital stock. The capital accumulation equation considers either proportional depreciation (i.e., a constant fraction of the existing capital stock is lost to depreciation) or constant depreciation (i.e., a constant amount of the existing capital stock is lost to depreciation).
Proportional Depreciation: Kt+1 = (1 – δ)Kt + It
Constant Depreciation: Kt+1 = Kt – δ + It
Where:
Kt – the capital stock level at time period t (the current time period)
Kt+1 – the capital stock level at time period t+1 (the future time period)
It – the investment made in capital stock at time period t
δ – the coefficient of depreciation
✓✓ Causes of Economic Depreciation
1. Expiration of rights
Intangible assets such as software, license, patents, trademarks, etc. are valid through a span of time, the amount of time for which the rights for the same are contracted for. Intangible assets need to be depreciated before the rights expire. Depreciation for intangible assets is called amortization. Intangibles are amortized over time so that when the rights expire, the value of the intangibles is calculated as zero.
2. Wear and tear
Wear and tear are inevitable over time. The decline in the physical value of an asset is accounted for by depreciating the financial value of the asset.
3. New technology replacing old technology
Because rapid technological changes occur, existing technology becomes outdated and is replaced by more efficient technology. This leads to depreciation in the value of an outdated technology asset.
4. Perishability
Certain assets, like work in progress assets such as raw materials or inventory, etc. may deteriorate over a span of time. Such assets are subject to depreciation to account for the resulting loss in their value.
18/11/2021
د حساب پی اپلکېشېن جوړولو سره تاسو کولای شئ په ورځ کې تر زر افغانیو پورې پیسی ترلاسه کړئ.
1: تاسې لمړی باید د Hesab pay اپلکېشېن له پلی سټور څخه ډانلوډ کړئ.
https://play.google.com/store/apps/details?id=af.hesab.app
2: اپلکېشېن جوړولو وروسته په حساب پی کې خپل د ټلفون شميرې پواسطه اکاونټ جوړ کړئ تاسو باید د اکاونټ جوړولو په وخت کې یو ریفریل کوډ اضافه کړئ. 780560590
یادونه: بدون دې ریفریل کوډ تاسو نشئ کولای چې پیسې ترلاسه کړئ.
3: دلته تاسو باید خپل اکاونټ وریفای کړئ چې دا وریفیکیشن د تذکره او پاسپورټ په واسطه ترسره کیږي. له وریفیکیشن کولو وروسته تاسو ته ستاسو payment کیږي.
4: له دې وروسته تاسو باید خپل پین نمبر حتمن بدل کړئ ستاسو پین نمبر اول که څلور صفره وي (0000)
یادونه: بدون د پین نمبر بدلولو تاسو ته payment نه کیږي.
6: تاسو بیا کولای شئ چې خپل پیسې د اسلامي بانک څخه کړئ او یا هم خپل شمیرې ته کریدیټ ولېږئ.
7- کله چی تاسو خپل ایمل ادرس ورکړی نو ستاسو به یو ایمیل وشی هغه به کنفرم کړی نو وروسته به تاسو ته پیسی راشه.
که بیا هم څو غواړی ماسره مسنجر کی رابطه ونیسی انشاالله زه به ستاسو مرسته وکړم
12/08/2021
دخالي بست (دندې )اعلانول :
کله چې دخالي بست لپاره د دندو لايحه ترتيب شي نو بيا دپام وړ خالي بست اعلان ته سپارل کيږي، دخالي بست داعلان مؤثري لاري په لاندي ډول دي.
د دندې اعلان بايد په پوهنتونونو اومسلکي ليسو داعلاناتو په لوحو کې نصب شي
خالي بست بايد د راډيو،تلويزيون ،ورځپاڼي او انټرنيټ له لاري اعلان شي.
دکار موندنې مرکزونوته د اداري د وظيفي داعلان په هکله معلومات ورکړل شي.
د ملکي خدمتونو تعيناتو بورډ څخه بايداعلان ته وسپارل شي.
د ټاکلو پروسه :
د ټاکلو پروسه د نوماندانو په تحصيل ،تجربه او دکار په توانايي باندي دقناعت کولو څخه عبارت ده.
دکارکوونکو دانتخاب پروسه ديوې ادارې څخه بلې ادارې ته فرق کوي ،خو بيا هم د دي پروسي هدف دادى چې مناسب شخص دمناسبې دندې لپاره وټاکل شي.
دانتخاب په پروسه کي لاندې برخې شاملي دي.
دغوښتن ليکونو ارزيابي کول او شارټ لست کول (Shortlist)
امتحان (Testing)
مرکه (Interview)
1- دانتخاب له مخې دوړ اشخاصو غوره کول (Shortlist)
د شارټ لست څخه هدف د هغو وړانديز پاڼو ليرې کول دي چې د ادارې داړتيا وړ معيارونه يي نه وي پوره کړي ، خو په شارټ لست کې بايد دکوم تبعيض څخه کار ونه اخيستل شې او په شارټ لست کولو کې لاندې نقطي بايد په نظر کې ونيول شي .
تحصيلات :
کاري تجربه :
ژبني مهارتونه :
د وظيفي ارتقاء او پرمختګ :
ثبات او استقامت (په وظيفه کي ټينګښت ):
کمپيوټر سره بلدتيا :
2- ازموینه (Testing):
د نوماندانوڅخه د ازموینې اخستلو هدف د هغوى داستعداد ، تجربې او دکار دتوانايي د ماومولو څخه عبارت دى ،د ازموینې لپاره وخت ټاکل فرق لري او نظر په خصوصيت دکار ټاکل کيږي او امتحان لاندې ډولونه لري :
تحريري ازموینه :
تقريري (شفاهي ) ازموینه :
عملي ازموینه :
ذهني (عقلي ) ازموینه :
خو په دولتي ادارو کې چې کوم ازموینه اخستل کيږي په هغې کې څلور سوالونه تحريري او شپږسوالونه شفاهي وي.
3- مرکه یا (Interview) :
دنظرياتو او افکارو تبادلې ته مرکه وايي ،يا مرکه دانتخاب يو ډول دى چې د ګمارل کيدونکو کسانو څخه دمستقيم سوالونو (سوال اوځواب) په اساس د تعيناتو دبورډ يا د ټاکلې کميټې لخوا ترسره کيږي.
د مرکې ډولونه :
منظمه مرکه :دا هغه مرکه ده چې سوالونه پکي مخکي دمخکي نه جوړ شوي وي (سوالونه په پاکټ کي بند وي ) او دا مرکه زياتره لوړ پوري بستونو اشخاصو لپاره وي.
غيرمنظمه مرکه : دا هغه مرکه ده چې سوالونه پکي بند نه وي بلکي په هماغه وخت کي جوړوي او مطرح کيږي چې داشان مرکه زياتره دټيټ رتبه بستونو لپاره وي.
مخلوطه (مکس) مرکه :دا هغه مرکه ده چې واړه قسمه سوالونه پکي مطرح کيږي.
خو د ژوناليزم مرکه په دوه ډوله ده
ازاده مرکه (Free Interview):هغه مرکه ده چې يو ژورنالست يې دمختلفو مضوع ګانو په اړه مطرح کوي.
محدوده مرکه (Bond Interview): هغه مرکه ده چې ديوې مشخصې موضوع په هکله مطرح کيږي.
دمرکې پلان :مرکه بايد په يو منظم ساختمان کې ونيول شي او دسوالونو څخه يو څه د وظيفې مربوط او نور عمومي وي ،څرنګه چې مرکه ساختمان پوري اړه لري نو ټول موضوعات بايد دمخکي نه اماده شوي وي.
د مرکې لپاره مهمې پوښتني :
هغه پوښتني چې دظرفيتونو دڅيړنې ،شخصيت او د نوماندانو د تحرک دپاره ترې استفاده کيږي ځيني يي په لاندي ډول دي.
خپل ځان په لنډډول رامعرفي کړۍ ؟
پنځه کاله وروسته غواړۍ کوم ځاي ته ورسيږۍ ؟
څه مقدار معاش غواړۍ؟
ستاسو لوى ضعف څه شئ دى؟
څرنګه کولاي شئ کاري فشار کنټرول کړئ ؟
ولي زمونږ په داره کي ددي بست سره دلچسپي لرئ ؟
ولي مو پخوانۍ دنده ترک کړيده ؟
ستاسو پلان به داداري د پرمختګ لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کي څه وي ؟
ستاسو ترټولونه لويه لاسته راوړنه او موفقيت څه دى ؟
د دمصاحبي دپاره موڅرنگه تياري نيولى دى ؟
خو په عمومي توګه بايد په مرکه کې لاندي موضوعات په دقيقه توګه ارزيابي شي (وپوښتل شي )
سلوک ،برخوردياطرزتفکر (Behavior):
دهرکار داجراء لپاره انسان يوخاص برخورد لري او دغه برخورد په مختلفو طريقو سره اجراء کيداي شي بايد مرکې په دوران کې ديوشخص برخورد دمطالعي لاندي ونيول شي.
مثلاً: د يوي مهمي موخې په هکله چې مخکې مو ټاکلې وه او دهغي موخې ته رسيدلي ياست توضيحات راکړئ ؟
کاپی له پوهنه ویبپاڼه نه
01/04/2021
باشخصیته کېدل
دومره سخت کار نه دی؛
دا چې تاسو د احمقانو
د هرې خبرې ځواب لرئ؛
خو تاسې یې پر وړاندې چوپتيا اختياروئ؛
همدا یعنې؛ باشخصیت یې...!!!