Sabr- صبر

Sabr- صبر

Share

د صبر دعوتي لړۍ ته ښه راغلاست- إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ.

29/03/2024

په هغه ټولنه کې چې د غریب لپاره ډوډۍ نه وي، نو د شتمن لپاره به امنیت نه وي.

20/03/2024

1- يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ.
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 153]

اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، الله د صبر لرونكو ملګرى دى.

2- إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ.
[سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 46]

په يقيني توګه الله د صابرانو ملګرى دى.

[سُوۡرَةُ لقمَان : 17]

3- يٰبُنَىَّ أَقِمِ الصَّلٰوةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلٰى مَآ أَصَابَكَ ۖ إِنَّ ذٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ

زويكيه! لمونځ قايم کړه، په نېکۍ امر وکړه، له بدۍ څخه منع وکړه او هره سختي یا غم چي درباندي راشي، صبر ورباندي وکړه، دا هغه مهمي خبري دي چي ډېر تاكيد يې شوى دى.

4- إِنَّمَا يُوَفَّى الصّٰبِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ.
[سُوۡرَةُ الزُّمَر : 10]
صبر كوونكو ته به خپل اجر بې حسابه ورکړ شي."

5- وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ.
[سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 43]

البته څوك چي له صبر څخه كار واخلي او بښنه وکړي، نو دا ډېر د لوړي ارادې له چارو څخه ده.

09/09/2023
06/09/2023

ځينې داسې خلک به هم ووینئ!
چې ستاسو په زوال کې خپله بقا ويني.
ستاسو پښې وهي او دا نه غواړي چې تاسو ترې مخکې شئ.
حال دا چې ستاسو موخه له خلکو څخه مخکې کېدل نه بلکې خپل موخو ته ځان رسول دي.
مه کوئ؛ تاسو څوک له پرمختګ څخه راګرځولی نشئ.
ځکه هغوی داسې یو څوک لري، چې لومړی او وروستی دی.

16/08/2023

په #مسجد بدل شو!
دا چې دا خبر څومره دقیق دی نه پوهیږم. خو که چېرې رښتيا وي نو ډېر ښه کار شوی دی. الله تعالی د ټولو مسلمانانو ته وس ورکړي څو داسې مرکزونه د الله تعالی د ذکر په مرکزونو بدل کړي.
#ویل کیږي چې د اصف عزيز په نوم یو مسلمان ورور د لندن ښار تر ټولو غټ د عیاشي مرکز په 220 ميليونه پونډه واخيست او په مسجد يې بدل کړو.

15/08/2023

!
دا د ترکیې هېواد یو سپین ږیری ناروغ انسان دی.
یاد کس په داسې حال کې چې اکسیجن ورته بند دی. د عبادت لپاره د خپل رب تعالی (ج) د مينې په پار مسجد ته راغلی.
د افسوس ځای خو دادی چې زموږ او تاسو ځوانان، تکړه او روغ مسلمانان
ورونه او خویندې ولې د الله تعالی عبادت له زړه نه کوي؟ ولې دا وده ورځې ژوند د ابدي ژوند وړاندې ښه بولي؟
عبرت واخلئ.

08/08/2023

ریښتینی مینې پای نلری.!
که ښه ژوند کول غواړی،
د پیسو پرځای د خلکو،‌ زړونه❤️ لاسته راوړئ*

07/08/2023

په نړۍ کې تر ټولو سخت کار د زړونو ساتل او ګټل دي.
او تر ټولو آسانه کار د زړه ماتول او خفه کول.
خو هغه چا ته چې په الله او ورځ د محشر ایمان نه لري.

07/08/2023

قدرمنو ورونو!
که غواړئ، چې دنیا او آخرت مو له بریاوې او خوښیو ډک وي.
هیڅکله هم لمونځ مه هېروئ.
ځکه لمونځ يوازينۍ هفه لاره ده، چې د انسان او الله تعالی ترمنځ اړيکه پرې ټینګیږي.
👈🏻د الله تعالی دوستي غوره کړه؛ بریاوې دې شمېره. 📿🤲

24/09/2022

اې د کایناتو ربه!
ګناهونه مو ډېر او عبادتونه مو کم دي؛ مونږ ته بښنه وکړه.
#آمین🙏

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Kabul
1012