انصارالمؤمنین عامه کتابتون

انصارالمؤمنین عامه کتابتون

Share

یو قلم یو کتاب انقلاب انقلاب

01/10/2022

له اوږده ځنډ وروسته
موسی شهید عامه کتابتون ډېر ژر....
زموږ ټولنه تر ټولو زیات د نوي نسل سالمې روزنې ته اړتيا لري او د دې اړتيا د پورکولو يوازینۍ لار تعليم او کتاب دی.
که څوک غواړي چې له موږ سره په دغه سپېڅلې لار کې مرسته وکړئ موږ لبیک ورته وايو، ان که يو وړوکی کتاب یا د یوه کتاب مالي لګښت هم وي.
که نور څه مو په وس نه وي پوره، ليکنه خو شریکه کړئ..

30/09/2022

*د مطالعې ارزښت:*
د مطالعې د ارزښت په اړه د مشهورو پوهانو خبرې ولولئ.
۱- امام غزالي:
د ښو کتابونو مطالعه زړه بیدار او ژوندی ساتي.
*****
۲- فتاوی عالمګیري:
که یو غل د مطالعې لپاره کتابونه غلا کړي، نو سزا باید ورنه کړل شي.
*****
۳- ویلیم المیري:
هر انسان یو پنډ کتاب دی، په دې شرط چې لوست دې زده وي.
*****
۴- هشام بن عبدالملک:
کاشکې د کورنۍ او شتمنۍ پر ځای راسره کتابونه وای.
*****
۵- لارډ میکالي:
کاشکې! په کتابتون کې مړ شم.
*****
۶- جان برایټ:
چې کتابتون ته وګورم، خواشینی شم؛ ژوند دومره لنډ دی، چې له دې ټولو ادبي خزانو نه خوند نه شم اخېستی.
*****
۷- ګلیډ سټون:
کتابتون مې د ارامتیا معبد دی.
*****
۸- هیلن کلر:
کتابونه مې داسې ملګري دي، چې یوازې هغه خبرې راته کوي، چې ښې راباندې لګېږي.
*****
۹- بطلیموس:
د عالم سره یو ساعت خبرې کول له لسو کالو مطالعې نه غوره دی.
*****
۱۰- چینایي متل:
که تر درېیو ورځو پورې مطالعه ونه کړې په څلورمه ورځ دې خبرې پیکه کېږي.
*****
۱۱- سیسرو:
انسان له طبیعي منظرو او د کتابو له پاڼو ډېر څه زده کولی شي.
*****
۱۲- وایټي:
په مطالعې کولو سره به دې مالومات اضافه شي او بل به دې شخصیت په زړه پورې شي.
*****
۱۳- تولسي داس:
مطالعه د دماغو لپاره داسې ارزښت لري لکه د کنول ګل یې چې اوبو ته لري.
*****
۱۴: بېکن:
د چا سره د اختلاف او د فصیحو خبرو لپاره مطالعه مه کوئ بلکې د (تللو) او (فکر کولو) په خاطر یې وکړه.
*****
ژباړن: ع. صیاد

22/09/2022
Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Kabul