Civil Engineering Information

Civil Engineering Information

Share

this page is for learning of civil engineering

25/02/2026

په تهدابونو کې د ستنو د اشايرو (Dowels) د لوري انجنیري لارښوونه :
د امریکا د کانګریټو د ټولنې د کوډ (ACI 318) له مخې، د اشايرو د لکيو د لوري (بهر یا داخل ته) په اړه کوم صریح یا جبري امر نشته، بلکې اصلي تمرکز د قوې پر لېږد او د سيخانو پر نښتلو دی.

۱. د اشايرو لپاره د ACI 318 معیارونه :
😎 د نښتلو اوږدوالی (L d): کوډ شرط ایږدي چې اشاير باید په تهداب کې لږترلږه د نښتلو د اوږدوالي (Ld) په اندازه، یا ۳۰۵ ملي متره ، او یا د سيخ د قطر ۶ چنده داخل شي ترڅو قوه په بشپړ ډول ولېږدول شي.

😎 ده Punching Shear : د اشايرو ځای پر ځای کول باید داسې وي چې په حساسو ساحو کې د کانګریټو د پنچنګ یا PUNCHING کېدو مخه ونیسي.

۲. ولې په عملي کار کې "بهر ته لوری" غوره ګڼل کېږي؟
که څه هم دا قانون نه دی، خو انجنیران د لکيو لوری بهر ته غوره بولي ځکه:
😎 د کانګریټ اچونې کیفیت: کله چې لکۍ بهر ته وي، د ستنې په منځنۍ برخه کې د سيخانو ګڼه ګوڼه کمېږي، چې دا کار د (Honeycombing) مخه نیسي او کانګریټ په اسانۍ ځای پر ځای کېږي.

😎 ثبات: بهرنۍ لکۍ د کانګریټ اچونې پر مهال د ستنې د عمودي سيخانو د بې ځایه کېدو او څرخېدو مخه نیسي، په ځانګړې توګه په زلزله لرونکو سیمو کې.

۳. د تثبیت حالت (Fixed vs. Pinned):
په ACI 318 کې د لکيو د لوري او د اتصال د ډول ترمنځ مستقیم تړاو نشته.
په Fixed حالت کې چې مومنټونه زیات وي، د اشايرو او Hooks تعداد ډېرېږي، خو بیا هم د کانګریټو د ښه ځای پر ځای کېدو لپاره بهرنی لوری غوره دی.

په pinned : که څه هم قوه کم دی، خو بیا هم د کار د اسانتیا او د وسپنې د ثبات ډاډمنولو لپاره بهرنی لوری غوره ګڼل کېږي.

۴. استثنايي حالات (Exceptions):
ده (Edge Columns):
که چېرې ستنه د تهداب په کنده کې وي او لکۍ یې له تهدابه وځي، نو په دې حالت کې لکۍ دننه ته قاتېږي او د ۹۰ یا ۱۳۵ درجو هک ورته جوړېږي.

زلزلې: په هغو سیمو کې چې د زلزلې خطر (SDC D-F) وي، د اشايرو د بندولو Confinement لپاره ځانګړي شرایط په پام کې نیول کېږي.

16/02/2026

د دېوالونو د وزن خپرول (Slab Loading):
د انجنیرۍ د ناورین تر ټولو اسانه لاره ، انجنیرانو! راځئ په ډېر صراحت سره د یوې داسې طریقې په اړه خبرې وکړو چې زموږ په ډیزاینونو کې ډېره عامه شوې ده. هغه دا چې د خښتو یا دېوالونو (Partition walls) وزن په ایټابس (ETABS) یا نورو پروګرامونو کې د اسانۍ لپاره په ټوله سلیب باندې په مساوي ډول وېشل کېږي.
دا طریقه که څه هم ډېره راحته ده، خو له ساختماني پلوه ډېره غولوونکې ده. تصور وکړئ چې تاسو د کوټې په منځ کې یا د بالکون په غاړه کې یو دروند دېوال لرئ؛ کله چې تاسو دا وزن په ټول متر مربع وېشئ، نو تاسو په اصل کې د Moment اصلي قیمت په خورا زیاته اندازه کموئ.

په حقیقت کې، هغه moment چې یو دېوال یې په خپل ځای کې تولیدوي، کېدای شي د هغه moment دوه چنده وي چې تاسو د وېشلو په طریقه لاسته راوړی وي. دا پدې معنی ده چې هغه اوسپنه چې تاسو په ډیزاین کې کارولې، د حقیقي بار د زغم لپاره کافي نه ده. د خوندیتوب ضریبونه Factors of Safety هیڅکله دا دومره لوی توپیر نه شي پټولی.
له همدې امله، د کار له بشپړېدو وروسته په سلیبونو او بالکونونو کې چاودونه Cracks او Deflection رامنځته کېږي؛ ځکه چې موږ د بارونو په ماډلینګ کې یوازې اساني په پام کې نیولې وه.

زما انجنیري مشوره:
په تصادفي او غیر علمي ډول د بارونو له خپرولو ډډه وکړئ. په حساسو ځایونو کې لکه د لویو سلیبونو په منځ کې یا د Cantilever په سرونو کې، د دېوال وزن په خپل ځای کې د Line Load په توګه واچوئ.
په یاد ولرئ: په ماډلینګ کې دقت، په عمل کې د خوندیتوب او له چاودونو د خلاصون ضمانت دی.

Crl+ C from page

15/02/2026



سوال:- سلب (Slab) تعریف کړئ او ووایاست چې په صورت عموم سره موږ څو ډوله سلبونه لرو؟
سلب د هغه ساختماني عنصر څخه عبارت دی چې ضخامت یې نسبت طول او عرض ته په مراتبو کوچنی وي او په څلور ډوله دی
One-way slab
Tow way slab
Flat slab (beam less)
Flat plate slab

سوال:- که په (One Way) سلبونو کې د سیخ کششي مقاومت 60000psi وي نو (ρ_min) ورته په محاسباتو کې څومره په نظر کې نیول کیږي؟
0.0018ρ_min

سوال:- که یو (One Way) سلب چې دوو طرفو ته یې ادامه پیداکړې وي، ارتفاع یې نظر تغیر شکل ته د کومې رابطې څخه لاسته راځي؟
h=Span/28

سوال:- په سلب کې اعظمي او اصغري د سیخ اندازه څومره ده؟
په اعظمي ډول ۲۰ سانتي متره او اصغري اندازه یې ۱.۵ سانتي متره ده.

سوال:- د کنسولي سلب (Cantilever Slab) اندازه په زلزله خیزو مناطقو کې باید د څومره نه اضافه نشي؟
د 1.5m څخه باید اضافه نشي.

سوال:- اوسپنیز کانکریټي پوښښونه (Slabs) په څه شي کې کار کوي؟
په انحنایي مومنټ کې.

سوال:- د سیخ اچول په یو اړخیز (One Way Slabs) او دوه اړخیزه سلبونو (Two Way Slabs) کې څه فرق لري؟
په یو اړخیزه سلب (One Way Slab) کې اساسي سیخان یواځې په لنډ لوري اچول کیږي، آما په دوه اړخیزه سلبونو کې اساسي سیخان په دواړو لورو اچول کیږي چې یو پر بل عمود وي.

سوال:- په دوه اړخیزه (Two Way Slabs) کې مثبت او منفي مومنټونه په کومو برخو کې جوړیږي، واضح یې کړئ؟
په دوه اړخیزه سلبونو کې بارونه په منځ کې لاندې خواته او په غاړو کې پورته خواته کږيږي، نو ځکه سلب په منځ کې مثبت او په غاړو کې منفي مومنټ تولیدوي.

سوال:- دوه اړخیزه سلبونه په څو ډوله دي؟
په درې ډوله دي:
هموار سلبونه
هموار پلیټونه
ګاډر لرونکي دوه اړخیزه سلبونه.

سوال:- په دایروي سلبونو کې د ګږیدو محیطي مومنټ په کومه برخه کې اعظمي قیمت لري؟
مرکز کې.

سوال:- په دوه اړخیزه سلبونو (Two Way Slabs )، دایروي سلبونو او پیک لرونکو سلبونو (Contiliver Slabs) کې کوم ډول مومنټونه منځ ته راځي؟
په دوه اړخیزه سلبونو (Two Way Slabs) کې مثبت او منفي مومنټونه
دایروي سلبونو کې شعاعي او محیطي مومنټونه
او په پیک لرونکو سلبونو کې یواځي منفي مومنټ تولیدیږي.

سوال:- د دوه اړخیزه سلبونو(Two Way Slabs) څخه د کوم سلب مصرف کم او مقاومت زیات دی؟
هموار سلب.

سوال:- د زینو د سلب ډیزاین په کوم ډول تر سره کیږي؟
د یو اړخیزه سلب (One Way Slab) په ډول.

سوال:- د سلب په هر متر کې د سیخانو مقدار په اصغري ډول څو دانې وي؟
پنځه دانې.

سوال:- په کنسول لرونکو ګاډرونو (Contiliver Beam) او یا هم سلبونو کې سیخ ته په کومه برخه کې موقعیت ورکول کیږي؟
په فوقاني برخه کې.

سوال:- د سلب په هر متر کې د سیخانو اعظمي تعداد څو دانې وي؟
14 دانې.

سوال:- یو سلب چې طول یې 6m عرض یې 4m او ضخامت یې 15cm په نظر کې نیول شوی وي، تاسې یې 3% سیخ محاسبه کړئ؟
د سلب حجم= 6m×4m×0.15m=3.6m3
د سیخ اندازه = 3.6*3/100*7850=848kg

سوال:- د هموارو اوسپنیزو کانکريټي سلبونو ګټې او نواقص ولیکئ؟
د هموارو اوسپنیز کانکریټي سلبونو ګټې عبارت دي له:-
د قالبندۍ سهولت
د بیم څخه عدم استفاده
تر ټولو د کم ضخامت څخه استفاده
د سلب د ضخامت یوشان والی، د وایې په ټولو برخو کې
د ټولو تخنیکي شبکو ځای پر ځای کول د سلب په داخل کې
خو ددې ټولو ګټو سره درې عمده نواقص لري:-
ابعاد وایه های این نوع سلب کوچکتر اند.
تغیر شکل های دراز مدت عامل تعین کننده ضخامت این نوع سلب ها میباشد.
موجودیت برش دوطرفه در نزدیکی پایه ها.

سوال:- هغه اوسپنیزکانکريټي سلبونه چې له فرعي ګاډر سره وصل وي، ګټې او زیانونه یې ووایاست، او همدارنګه کمترینه ضخامت ددغه ډول سلبونو د ۲ ساعته اورلګیدنې په مقابل کې په کومه اندازه باید په نظر کې نیول کیږي؟
ګټې یې:-
د کم ضخامت لرونکي سلب څخه د استفادې امکان درلودل
په صنعتي ودانیو کې د استفادې امکان
د وایې د طول د ډیروالې امکان
زیانونه یې:-
د چت لوړوالی
د قالبندۍ مشکلات.

سوال:- هغه سلبونه چې له اساسي ګاډرونو سره وصل وي،خپل بارونه چیرته انتقالوي، او هم ددغه ډول سلبونو ګټې او زیانونه ولیکئ؟
دا ډول سلبونه خپل بارونه مستقیماً پایو ته انتقالوي، او ګټې یې په لاندې ډول دي.
د مناسبو ودانیو ایجاد
د جوړیدو د مصارفو کموالی
په چټک ډول جوړیدنه
د وایې د طول لویوالي امکان
نواقص(زیانونه) یې په لاندې ډول دي:-
د سلب د ارتفاع لوړوالی
مشکل بودن ایجاد بازشو در محل عبور تیرها.

سوال:- په سلبونو،پایو او فرشونو کې عموماً کوم مارک کانکریټ اچول کیږي؟”امین زی لیکدود“
په سلب او پایو کې عموماً 200 او 250 مارک کانکریټ او په فرشونو کې 150 مارک کانکريټ اچول کیږي.

سوال:- په دوه طرفه سلبونو کې د منفي مومنټ مقدار څومره دی؟
65—70% مثبت او 26% منفي مومنټ.

سوال:- په دوه طرفه سلبونو (Two Way Slabs) کې بارونه په کومو شکلونو د بیم لپاسه عمل کوي؟
مثلثي او ذوذنقيي شکلونو.

سوال:- دوه طرفه سلبونه په څو جهتونو ډیزاین کیږي؟
په دوو جهتونو (اوږد او لند طرف).

24/01/2026

Photos from Civil Engineering Information's post 24/01/2026

د چت( slab) لپاره د ګول سیخانو(Steel) د محاسبه کولو عملي بېلګه

Photos from Civil Engineering Information's post 23/01/2026

Notes

Photos from Civil Engineering Information's post 23/01/2026

څنګه کولی شو چې په یو ساختمان کې د پایو( Columns ) سمت یا جهت و ټاکو؟

Photos from Civil Engineering Information's post 19/01/2026

دیری شکلی نقشی چی د افغانستان د جغرافیی سره
سمون لری
PAGE

06/12/2025

👷 د ابو لګولو د ډنډ هایډرولیکي ډیزاین

مثال١: په ډیرو لرې پرتو سیمو په ځانګړي ډول په هغه ځایونو کې چې د زراعتي ځمکو د خړبولو اصلي منبع چونې او کاریزونه وي او د اوبو مقدار یې کم وي او همدارنګه اوبه لګونه نوبتي سیستم ولري یا هم د سهم پر آساس وي نو د اوبو څخه د ښه او موثرې ګټې اخیستنې په خاطر لومړی اوبه په حوض او ډنډ کې د سهم پر آساس تر ټاکلي وخت پورې جمع کیږي او بیا وروسته د خړبولو په موخه ترې ګټه اخیستل کیږي.

مثال٢: د احمد خیلو په کلي کې چې 30 کورنی ژوند کوي د ځمکو خړبولو اصلي منبع کاریز ده او د نومړي کاریز د اوبو مقدار 5 لیتره پر یوه ثانیه کې دی په نوموړي کلي کې بشیر تر ټولو خلکو ډیره ځمکه او د اوبو سهم لری یعنې یو شواروز (شب او روز) یعنې 24 ساعته نو پدې آساس داسې ډنډ باید جوړ شي چې د بشیر د 22 ساعته اوبو د سهم د جمع کولو ظرفیت ولري ، د نوموړي ډنډ حجم او اندازې محاسبه او په لاس راوړی.

معلومات: په یوه ثانیه کې د کاریز د اوبو مقدار مساوي ده په 5 لیتره، په ډنډ کې د اوبو د جمع کولو اعظمي وخت 22 ساعته کیږي.

حل:

څرنګه چې د کاریز د اوبو جریان په یوه ثانیه کې 5 لیتره ده پدې مانا چې په یوه ثانیه کې یو لوښی چې 5 لیتره حجم ولي ډکوي.

همدارنګه داسې حوض یا ډنډ باید جوړ شي چې د 22 ساعته اوبو د جمع کولو ظرفیت ولري نو لومړی 22 ساعته په ثانیو تبدیلو ، ددې کار د پاره اول 22 ساعته په 60 کې ضربوو چې دقیقې ته واوړي او بیا دغه مقدار په 60 کې ضربوو چې ثانیو ته واوړي.

د اوبو د جمع کولو وخت 22 ساعته یاهم 1320 دقیقې او یاهم 79200 ثانیې.

اوس د د تناسب څخه ګټه اخلو او وایو چې که په 1 ثانیه کې 5 لیتره اوبه لاسته راځي نو په 79200 ثانیو کې به څومره اوبه لاسته راشي نو ځواب یې 396000 لیتره راکوي.

څرنګه چې 1000 لیتره مساوي په یو متر مکعب ده نو لازمه ده تر څو د حوض حجم د مترمکعب له جنسه محاسبه کړو چې 396 متر مکعب کیږي.

د ډند یا حوض اندازې:

د ډنډ د اړونده ساحې په پام کې نیولو سره باید داسې ډنډ جوړ شي چې 24 متر اوږدوالی او 12 متر پلنوالی ولري او س که چیرې د جمع شوو اوبو حجم چې 396 متر مکعب ده د ډنډ په پلنوالي او اوږدوالي باندې تقسیم کړو نو موږ ته د ډنډ ژوروالی راکوي یعنې د ډڼد ژوروالی 138 سانتي متره باید وي.

06/12/2025

👷 په ودانیزو چارو کې د چت ټرسونه

دا د لرګیو یا فلزاتو چوکاټونه دي، چې د اوږد واټن پراخولو او د چت بار بهرني دیوالونو ته ویشلو لپاره ډیزاین شوي.

ټرس د ښکته تار (افقي تار)، پورتنۍ تار (ترتیب شوی)، او ویبینګ (عمودی او قطری غړي) څخه جوړ شوی دی.

• د څنډې بیم:

د خښتو چت په لوړه نقطه یا سر کې افقي ساختماني غړی.

دا د مخالف رافټرونو یا ټرسونو سرونه سره نښلوي.

• پورلینونه:

افقي ساختماني غړي چې د څنډې سره موازي پرمخ ځي، ټرسونه/رافټرونه سره نښلوي.

په ځینو چتونو کې، دوی د ثانوي چوکاټ (رافټرونو) یا ډیکینګ ملاتړ لپاره کارول کیږي.

یادونه:

په دې ډیاګرام کې، پورلینونه د رافټرونو لاندې ښودل شوي، کوم چې ممکن د فلزي یا پورلین چوکاټ شوي چت جوړښت یو ځانګړی ډول په ګوته کړي.

په عادي استوګنځي چوکاټ کې، رافټرونه معمولا لومړني سلپ غړي دي.)

• رافټرونه:

هغه سلپونه ساختماني غړي چې د ریج بیم څخه تر ایو (د چت څنډو) پورې غځیږي.

دوی په مستقیم ډول د ډیکینګ او پوښلو موادو ملاتړ کوي.

۲. د پوښښ سیسټم

دا اجزا د جوړښت په سر کې پرت شوي ترڅو ټایلونه وساتي او د هوا ضد چمتو کړي:

• بټنونه:

د لرګیو پتلي، افقي پټې چې د رافټرونو په اوږدو کې میخ ​​شوي دي.

دوی دوه اصلي موخې ترسره کوي:

• دوی د چت ټایلونو لپاره د فکس کولو نقطه چمتو کوي.

• دوی د ټایلونو لاندې د هوا او اوبو ایستلو لپاره د هوا تشه رامینځته کوي.”امین زی لیکدود“

• ټایلونه:

د چت بهرنۍ طبقه، د خټې، کانکریټ، یا نورو موادو څخه جوړه شوې ده. د دوی اصلي دنده د اوبو تویول او د هوا له عناصرو څخه د لاندې جوړښت ساتنه ده.

په لنډه توګه، ډیاګرام په بصري ډول اجزا جلا کوي ترڅو وښيي چې بارونه څنګه لیږدول کیږي:

له ټایلونو څخه تر بټنونو پورې، رافټرونو/پورلینونو پورې، او په پای کې د ودانۍ ټرسونو او اصلي دیوالونو ته رسیږي.

06/12/2025

👷 کمترین فیصدی سیخبندی در پایه و گادر آهنکانکریتی

کمترین فیصدی سیخبندی در پایه برابر ٪۰.۸ مساحت مقطع عرضی آن می باشد.

بیشترین فیصدی سیخبندی در پایه برابر ٪۶ مساحت مقطع عرضی آن می باشد.

کوچکترین سایز قطر سیخ در پایه عبارت از قطر ۱۲ ملی بوده و تعداد آن در پایه های مربع شکل ۴ عدد و در پایه های با مقطع دایروی ۶ عدد میباشد.

کمترین فیصدی سیخبندی در گادر در ناحیه کشیشی حدود 0.85bd/fy ‌بوده که bd عبارت از مساحت مقطع عرضی آن بوده و Fy مشخصه محکمیت سیخ است.

بیشترین فیصدی سیخبندی در گادر برابر ٪۴ مساحت مقطع عرضی آن در ناحیه کشیشی و فشاری می باشد.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul