25/02/2026
په تهدابونو کې د ستنو د اشايرو (Dowels) د لوري انجنیري لارښوونه :
د امریکا د کانګریټو د ټولنې د کوډ (ACI 318) له مخې، د اشايرو د لکيو د لوري (بهر یا داخل ته) په اړه کوم صریح یا جبري امر نشته، بلکې اصلي تمرکز د قوې پر لېږد او د سيخانو پر نښتلو دی.
۱. د اشايرو لپاره د ACI 318 معیارونه :
😎 د نښتلو اوږدوالی (L d): کوډ شرط ایږدي چې اشاير باید په تهداب کې لږترلږه د نښتلو د اوږدوالي (Ld) په اندازه، یا ۳۰۵ ملي متره ، او یا د سيخ د قطر ۶ چنده داخل شي ترڅو قوه په بشپړ ډول ولېږدول شي.
😎 ده Punching Shear : د اشايرو ځای پر ځای کول باید داسې وي چې په حساسو ساحو کې د کانګریټو د پنچنګ یا PUNCHING کېدو مخه ونیسي.
۲. ولې په عملي کار کې "بهر ته لوری" غوره ګڼل کېږي؟
که څه هم دا قانون نه دی، خو انجنیران د لکيو لوری بهر ته غوره بولي ځکه:
😎 د کانګریټ اچونې کیفیت: کله چې لکۍ بهر ته وي، د ستنې په منځنۍ برخه کې د سيخانو ګڼه ګوڼه کمېږي، چې دا کار د (Honeycombing) مخه نیسي او کانګریټ په اسانۍ ځای پر ځای کېږي.
😎 ثبات: بهرنۍ لکۍ د کانګریټ اچونې پر مهال د ستنې د عمودي سيخانو د بې ځایه کېدو او څرخېدو مخه نیسي، په ځانګړې توګه په زلزله لرونکو سیمو کې.
۳. د تثبیت حالت (Fixed vs. Pinned):
په ACI 318 کې د لکيو د لوري او د اتصال د ډول ترمنځ مستقیم تړاو نشته.
په Fixed حالت کې چې مومنټونه زیات وي، د اشايرو او Hooks تعداد ډېرېږي، خو بیا هم د کانګریټو د ښه ځای پر ځای کېدو لپاره بهرنی لوری غوره دی.
په pinned : که څه هم قوه کم دی، خو بیا هم د کار د اسانتیا او د وسپنې د ثبات ډاډمنولو لپاره بهرنی لوری غوره ګڼل کېږي.
۴. استثنايي حالات (Exceptions):
ده (Edge Columns):
که چېرې ستنه د تهداب په کنده کې وي او لکۍ یې له تهدابه وځي، نو په دې حالت کې لکۍ دننه ته قاتېږي او د ۹۰ یا ۱۳۵ درجو هک ورته جوړېږي.
زلزلې: په هغو سیمو کې چې د زلزلې خطر (SDC D-F) وي، د اشايرو د بندولو Confinement لپاره ځانګړي شرایط په پام کې نیول کېږي.