دندی او بورسونه Jobs and scholarships

دندی او بورسونه Jobs and scholarships

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دندی او بورسونه Jobs and scholarships, Education, Kabul.

30/04/2023
28/04/2023

اعلان 7 بس اداری ،تدارکات و تعلیم و تربیه در کمیته سویدن برای افغانستان
جزییات در کمنت اول👇

17/01/2021

#سکالرشيپ
#دکتورا
#فرانسه
ټول هغه کسان چې غواړي د ځمکپوهنې، د ځمکې لاندې اوبو او سطحي اوبو اکتشاف برخه کې دکتورا وکړي نو دا ورته يو ښه فرصت دی، هيله ده چې لاندې تصوير کې معلومات ولولئ او شرايطو سره سم نوم ليکنه وکړئ.
نور معلومات لاندې تصوير کې لوستلی شئ.
دا معلومات دکتور ذکريا شنيزي را لېږلي دي.

17/01/2021

#کارموندنه
لوړو زده کړو وزارت ۱۹ دريم او څلورم بستونه اعلان ته سپارلي دي چې په شرايطو برابر هېوادوال ورته نوم ليکنه کولای شي، پوره معلومات يې لاندې تصوير کې لوستلی شئ.
د نوم ليکنې لپاره د لوړو زده کړو وزارت وېبپاڼې ته داخل شئ د کاريابي برخې څخه فورم ډانلوډ او لانډې تصوير کې ليکل شوي ايمېل ته يې له لارښوونو سره سم واستوئ‌.
نور معلومات لاندې وېبپاڼه کې هم کتلئ شئ.
لېنک:
https://www.mohe.gov.af/dr/%D8%A7%D8%B9%D9%84%D8%A7%D9%86-19-%D8%A8%D8%B3%D8%AA-%D8%B1%D8%AA%D8%A8%D9%87-%D8%B3%D9%88%D9%85-%D9%88-%DA%86%D9%87%D8%A7%D8%B1%D9%85-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%AA%D8%AD%D8%B5%DB%8C%D9%84%D8%A7%D8%AA-%D8%B9%D8%A7%D9%84%DB%8C

17/01/2021




د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړو پروګرام خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د انګلیسې ژبې او کمپيوټر زده کړې مرکز ELCLC اداره په پام کې لري، چې ددې پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو لپاره لاندې ځانګړي پروګرامونه پيل کړي:
د انګليسي او کمپیوټر ټولګيو مشخصات او لينکونه يې:
۱) اساسي انګليسي، ليکنې صنف او علمي انګليسي صنف:
(EAP, ESP, Writing Class)
https://forms.gle/aS1XAGzXEkVXrSNv5
۲) ټافل صنف: (TOEFL iBT)
https://forms.gle/xq7a5aPTTzWRd3gM6
۳) کمپيوټر مختلفو پروګرامونو صنف:(Computer Class)
https://forms.gle/jrR3cV5Erf9VBDsx5
۴) د پوهنتون د استادانو او اداري کارمندانو لپاره ځانګړی د انګليسي ژبې صنف: (Fast Track Classes)
https://forms.gle/FZUsoEboeXN6i8Re7
تاسې اړ نه يئ، چې د ثبت نام لپاره د ELCLC ادارې ته تشریف راوړئ، بلکې کولی شئ چې د پورتنیو لینکونو له لارې په انلاين ډول ثبت نام وکړئ.
یادښت: د اداري کارکوونکو لپاره ټولګي د روغتيايي پاملرنو په پام کې نيولو سره په حضوري ډول او نور ټول ټولګي په انلاين ډول تدريسېږي. د کورس د بشپړېدو وروسته کاميابو زده کوونکو ته د فراغت معتبر اسناد ورکول کېږي، چې ياد اسناد (سرټيفيکېټ) يو لېنک لري، چې د يادو اسنادو تصديق کوي. د د يادونې وړ ده، چې پورته ټول خدمات او پروګرامونه وړيا دي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره
ⓒ NU

07/01/2021

#کارموندنه
#شمېر: ۱۶ بستونه

بدخشان ولايت کې د کوکچې فرعي سينديزې حوزې رياست ۱۶ بېلابېل څلورم بستونه اعلان ته سپلرلي دي چې د جدي مياشتې تر ۲۵ ورته نوم ليکنه کېږي، هغه کسان چې په شرايطو برابر دي د لاندې لارښوونو سره سم دې ورته اپلای وکړي.

07/01/2021

#فیلوشیپ
د ټافل او ایېلټس نمرو ته اړتیا نشته ده.

د اوړي لنډ مهاله کورس (Summer School)

د Vienna Bio Center د روان کال اوړي کې یو لنډمهاله کورس دایروي چې د ساینس او بیولوژي (Life Science) محصلان او فارغان ورته نوم لیکنه کولای شي، دا فیلوشیپ چې ټول لګښتونه یې ورکول کېږي ورته په انلاین بڼه نوم لیکنه کېږي.

کوربه هېواد: استریا
موده: نهه اونۍ یعنې د جولای له لومړۍ پیل او د اګسټ په ۳۱ نېټه به پای ته رسېږي.
نوم لیکنه: انلاین
وروستۍ نېټه: د روان کال د جنوري میاشتې تر ۳۱ نېټې

امتیازات:

• د نهو اونیو لپاره ۱۴۰۰ یورو ورکول کېږي
• د تګ راتګ ټکټ
• ویانا کې و محلي ټرانسپورټ لګښت
• روغتیایي بیمه

د نوم لیکنې او نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک او بشپړ معلومات وګورئ.
لېنک:
https://www.training.vbc.ac.at/summer-school/

07/01/2021


د عربي متحده اماراتو ابوظبي پوهنتون د روان ۲۰۲۱ کال لپاره بېلابېل سکالرشیپونه اعلان کړي دي، چې د افغانانو په ګډون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته محصلان نوم لیکنه کولای شي.

دا سکالرشیپونه چې د لېسانس، ماسټري او دکتورا په کچه دي، له طبي علومو پرته په نورو ټولو څانګو کې چې پوهنتون یې لري، نوم لیکنه روانه ده.

هېواد: عربي متحده امارات
پوهنتون: ابوظبي
ژبه: د زده کړو ژبه انګلیسي ده.
کچه: لېسانس، ماسټري او دکتورا
نوملیکنه: انلاین
نېټه: د نوم لیکنې لپاره وروستۍ نېټه د روان ۲۰۲۱ کال د فېبروري میاشتې ۱۸ نېټه ده.

د یادولو وړ ده چې د ابوظبي پوهنتون د سکالرشیپونو او مالي مرستې لپاره اته بېلابېلې کتګورۍ لري، تاسو مو شرایطو تو په کتو مناسبه کتګوري انتخاب کړئ یعنې د زده کړو څانګې اته ندي یواځی ستاسو څخه د مالي ملاتړ لپاره اته کتګورۍ موجودې دي او د زده کړو څانګې له طب پرته نورې تقریباً ټولې موجودې دي.

د ابوظبي پوهنتون د سکالرشیپونو کتګورۍ په لاندې ډول دي:

• H.H. Sheikh Hamdan Bin Zayed Scholarship
• Chairman’s Scholarship
• University Scholarship
• Academic Scholarship
• Athletic Scholarship
• Alumni Scholarship
• Merit-based Graduate Scholarship
• Family Tuition Waiver

د نورو معلوماتو او نوملیکنې لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ:

https://www.adu.ac.ae/en/study/financials/scholarships

07/01/2021



د ترکيې هېواد هر کال ۵ زره سکالرشيپونه د لېسانس، ماسټري او دکتورا په کچه اعلانوي چې د افغانانو په شمول ورته له ټولې نړۍ نوم ليکنه کېږي.

دې سکالرشيپونو ته نوم ليکنه يواځې څو ورځې وروسته يعنې د جنوري مياشتې په لسمه نېټه پيلېږي.

هر کال ډېر شمېر افغانان له دې سکالرشيپونو ګټه اخلي او بريالي کېږي.
تاسو هم منتظر اوسئ، خپل تحصيلي سندونه مو اماده او د نوم ليکنې په هکله د بشپړو معلوماتو لپاره له موږ سره اوسئ او پاڼه شريکه کړئ.

07/01/2021



د اذربایجان حکومت بهرنیو چارو وزارت د روان ۲۰۲۱ کال لپاره ۴۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړي دي چې د افغانستان په ګډون ورته له بېلابېلو هېوادونو نوم لیکنه کېږي.
دا سکالرشیپونه چې محصل ته د زده کړو بشپړ لګښت ورکوي د لېسانس، ماسټري او دکتورا په کچه محصلان مني.

هېواد: اذربایجان
پوهنتون: بېلابېل پوهنتونونه
کچه: لېسانس، ماسټري او دکتورا
نوم لیکنه: انلاین او د اسنادو لېږل
نېټه: د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د روان ۲۰۲۱ کال فېبروري میاشتې ۲۸ نېټه ده.

امتیازات:
• د پوهنتون فیس او لګښت
• میاشتنی جېب خرڅ
• د تګ راتګ ټکټ
• د نوم لیکنې اسنادو لېږلو او ویزې بشپړ لګښت
• روغتیایی بیمه

د دې سکالرشیپ له لارې کولای شئ چې د اذربایجان لاندې پوهنتونو ته نوملیکنه وکړئ:
• Azerbaijan State Agricultural University
• Azerbaijan State University of Economics
• Azerbaijan State University of Culture and Arts
• Azerbaijan State Oil and Industry University
• Baku Higher Oil School
• Azerbaijan State Pedagogical University
• Azerbaijan Arts Academy
• Azerbaijan University of Architecture and Construction
• Azerbaijan National Conservatory
• Azerbaijan Technical University
• Azerbaijan Medical University
• Azerbaijan University of Tourism and Management
• Baku State University
• Baku Engineering University
• Baku Slavic University
• Nakhchivan State University
• Baku Music Academy
• Khazar University
• ADA University
• Azerbaijan University of Languages
• G***a State University

د نوم لیکنې او نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک وګورئ.
لېنک:
https://mfa.gov.az/en/content/399/scholarship

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul