Danish Woranga دانش وړانګه

Danish Woranga دانش وړانګه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Danish Woranga دانش وړانګه, Educational consultant, سرک نو چهلستون مقابل بلاک های تخنیکم, Kabul.

15/06/2026

د ChatGPT هغه ۵ پټ رازونه چې ستا پوښتنې اسانه حل کولی شي،
که غواړې ChatGPT درته ښه، ساده او عملي ځوابونه درکړي، نو د پوښتنې په اخیر کې دا جملې وکاروه:

✅ Explain like I’m 5

سخته موضوع به درته ډېره ساده تشریح کړي، لکه یو ماشوم ته چې ور زده کوي.

✅ Act as a teacher
موضوع به درته د استاد په څېر تشریح کړي.

✅ Give me step by step guide
هر کار به مرحله په مرحله درته وښيي.

✅ Fix my mistakes
ستا لیکنه، جمله یا کوډ به سم کړي.

✅ Make it professional
ستا متن به رسمي، منظم او قوي کړي.

14/06/2026

✏️ د ChatGPT او ورته مصنوعي ځیرکتیايي پروګرامونو په اړه څو مهمې خبرې

ګرانو دوستانو!

مهرباني وکړئ دا لیکنه په حوصله تر پایه ولولئ. که څه هم هر څوک د موضوع په اړه خپل نظر لري، خو د احتیاط او پوهاوي لپاره لاندې ټکي د پام وړ دي.

ځینې خلک باور لري چې انسان سره له زیږون څخه تر مرګه پورې یو «قرین» مل وي، او ادعا کوي چې جادوګر د همدې قرین له لارې د خلکو د ژوند ځینې پټې خبرې او رازونه معلوموي. د همدې تصور پر بنسټ، دوی اندېښنه لري چې کله خلک په مصنوعي ځیرکتیايي پروګرامونو کې خپلې شخصي کیسې، رازونه او خصوصي معلومات شریکوي، نو دا معلومات ثبتېږي او ښایي د بېلابېلو موخو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

له همدې امله، د شخصي محرمیت ساتل د هر انسان مسؤلیت دی. هېڅوک باید خپل حساس معلومات، شخصي رازونه، بانکي معلومات او هغه څه چې د ده د ژوند محرم اړخونه جوړوي، له نامعلومو او نا باوري سرچینو سره شریک نه کړي.

بله مهمه موضوع دا ده چې ځینې کسان د دیني پوښتنو، فتواوو او شرعي مسایلو لپاره هم له دغو پروګرامونو څخه کار اخلي. باید په یاد ولرو چې د دیني احکامو او فتواوو اصلي سرچینې معتبر علماء، مستند کتابونه او باوري دیني مراجع دي. هر معلومات چې له هرې برېښنايي وسیلې یا پروګرام څخه ترلاسه کېږي، باید د اهل علمو له نظره وکتل او وڅېړل شي.

همدارنګه، دا اندېښنه هم شته چې که خلک یوازې په مصنوعي ځیرکتیا تکیه وکړي، نو له کتاب لوستلو، مطالعې، څېړنې او اصلي علمي سرچینو څخه به ورو ورو لرې شي. علم هغه وخت پیاوړی کېږي چې انسان مطالعه وکړي، فکر وکړي، مختلف نظرونه پرتله کړي او له معتبرو مآخذو څخه استفاده وکړي.

ما داسې بېلګې هم لیدلې چې ځینې محصلین، زده کوونکي او حتی ښوونکي خپلې لیکنې، څېړنې او درسي مواد په بشپړ ډول له همدې پروګرامونو څخه اخلي. که څه هم دا وسایل د مرستې لپاره ګټور دي، خو پر هغوی بشپړ تکیه کول د علمي مهارتونو، څېړنې او فکري ودې لپاره مناسب نه دي.

نو غوره ده چې دا ډول پروګرامونه د مرستندویه وسیلې په توګه وکارول شي، نه د علم، مطالعې او څېړنې د بدیل په توګه.

او په پای کې!

هغو درنو دوستانو ته چې پر ما د ChatGPT د بشپړ اعتماد یا بې قید استعمال تور لګوي، څو خبرې لرم:

۱- له الله تعالی څخه ووېرېږئ او بې دلیله تورونه مه لګوئ.
۲- زما لومړنۍ پاڼه په ۲۰۱۷ کال کې جوړه شوې وه او وروسته هک شوه؛ اوسنی حساب مې دوهم حساب دی.
۳- ما خپل دیني تعلیمات په معتبرو علمي مرکزونو او پوهنتونونو کې ترلاسه کړي او پوهېږم چې کوم کتاب، عالم او علمي مرجع معتبره ده.
۴- د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونه لا هم په پښتو ژبه کې بشپړ مهارت نه لري او کله ناکله تېروتنې کوي.
۵- هو، زه یې کاروم؛ خو یوازې د عادي او عمومي معلوماتو لپاره، لکه د ځینو درملو د ګټو او زیانونو، خوراکي توکو د ځانګړنو او ورته نورو ورځنیو پوښتنو لپاره.

زما سپارښتنه دا ده چې له دې ډول پروګرامونو څخه د عادي معلوماتو لپاره ګټه واخلئ، خو د دیني فتواوو، شخصي رازونو، حساسو معلوماتو او مهمو علمي څېړنو په برخه کې تل له معتبرو متخصصینو او اصلي سرچینو څخه مرسته واخلئ.
کاپی Maryam mayar

14/06/2026

که په اولادونو مو زړه بدېږي، لاندې سپارښتنې ولولئ:

له موبایل سره یې مه عادت کوئ.

د درس تر څنګ کاروبار او کوم مسلک هم ور زده کړئ.

د ویناوالۍ هنر ور زده کړئ.

د اولادونو مخې ته د چا منفي خبرې او غیبت مه کوئ.

خپل اولادونه له ډېر لوی عمر لرونکو کسانو سره یوازې مه پرېږدئ.
omar afghan

Photos from ‎Danish Woranga دانش وړانګه‎'s post 14/06/2026

🌈🎉 جشن رنگ‌های دوستی و مهمان‌نوازی 🎉🌈

👧🧒 به مناسبت روز کودک، شاگردان عزیز مکتب خصوصی دانش وړانګه امروز، ۲۴ جوزا سال ۱۴۰۵، در برنامه‌ای آموزنده و پُرنشاط تحت عنوان «جشن رنگ‌های دوستی و مهمان‌نوازی» اشتراک فعال و چشمگیر داشتند.

🎤📚 در این برنامه، تحت رهنمایی محترمه مدیره صاحب رحیمی و همکاری صمیمانه اساتید گرامی دانش وړانګه، به‌گونه عملی روی تقویت مهارت‌های گفتاری، زبان بدن، شیوه بیان، فن سخنوری، اعتماد به نفس و مهارت‌های برقراری ارتباط مؤثر کار صورت گرفت.

🌟 در دنیای امروز، کسب مهارت در کنار آموزش علمی از مهم‌ترین عوامل موفقیت اطفال به شمار می‌رود. خوشبختانه شاگردان دانش وړانګه با شوق، علاقه و پشتکار، گام‌های ارزشمندی را در مسیر رشد فکری، شخصیتی و مهارتی خود برداشته‌اند.

🤝💐 این برنامه، فرصت زیبایی بود تا شاگردان ما ارزش‌های دوستی، احترام، مهمان‌نوازی، همکاری و مسئولیت‌پذیری را در فضای عملی تجربه نموده و توانایی‌های خویش را به نمایش بگذارند.

📸 تصاویر زیبای این محفل آموزشی و شاد را با شما والدین و دوستان گرامی شریک می‌سازیم.

🌹 برای همه شاگردان عزیز، آینده‌ای درخشان، موفقیت‌های پیهم و دستاوردهای بزرگ آرزو داریم.

🏫 مکتب خصوصی دانش وړانګه
✨ دانش • تجربه • موفقیت ✨

12/06/2026

ثاقب جان درحال اجرای تلاوت کلام الله مجید

12/06/2026

شاگردان صنف اول Danish Woranga دانش وړانګه

12/06/2026

درود به سرور کاینات نبی کریم (ص) سرور عالمیان حضرت محمد ( ص)

12/06/2026

نفیسه جان بنت خواجه خان محمد درحال خواندن شعر در وصف مادر وپدر

12/06/2026

زینب جان
در حال خواندن درس قرآنکریم
صنف اول

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


سرک نو چهلستون مقابل بلاک های تخنیکم
Kabul