مرکز تعلیمی موج رسالت

مرکز تعلیمی موج رسالت زمینه سازی برای رشد استعداد های نسل جوان

 تير کال د خپلو خوږو او ترخو خاطرو سره تير شو د راتلونکي کال لپاره به انشاالله د نويو برنامو او مهمو پلانونو سره د يتيمو...
31/12/2025


تير کال د خپلو خوږو او ترخو خاطرو سره تير شو
د راتلونکي کال لپاره به انشاالله د نويو برنامو او مهمو پلانونو سره د يتيمو ماشومانو د تعليم او د هيوادوالو سره د بشري مرستو په برخه کې به ستاسو په خدمت کې يو
د الله ج نه د خالصانه او صادقانه خدمت غوښتونکي يو

09/09/2025

"د رحمت #پیغمبر حضرت #محمد ﷺ د میلاد په ورځ د #بشریت لپاره د #رڼا، #مینې او #هوساینې نوې دروازې پرانیستل شوې."
د حضرت #محمد ص د زوکړې ورځ د موج رسالت تعلیمي مرکز شاګردانو له خوا د شانداره مراسمو په ترڅ کې #ولمانځل شوه

✨موږ ویاړو چې زموږ زده‌کوونکي هره ورځ پرمختګ کوي ✨🌟د زاهره  #هڅه او  #مینه د ټولو لپاره الهام بخښونکې ده، په خپل صنف کې ...
06/09/2025

✨موږ ویاړو چې زموږ زده‌کوونکي هره ورځ پرمختګ کوي ✨🌟
د زاهره #هڅه او #مینه د ټولو لپاره الهام بخښونکې ده، په خپل صنف کې يې لومړی مقام ترلاسه کړ
👏 د #موج #رسالت #تعلیمي مرکز له خوا کورنۍ ته د بریاوو مبارکی

05/09/2025

د وعدې سره سم

د وروستیو سختو زلزلو له امله چې په کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار دره کې سلګونو هېوادوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه او د هغوی کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو .
د مرکز تعلیمی موج رسالت او د میراکبری معالجوی کلنیک ځانګړی ټیم د وعدې سره سم د سروې او مرستې په موخه زلزله ځپلو سیمو ته ورغلی چې انشاالله د وس مطابق به اړينه ګامونه پورته کړي

راځئ، په ګډه د دغو مظلومو خلکو د زړونو د تسکین او د ژوند د بېرته رغېدو لپاره مرسته وکړو

۰۷۳۰۱۱۰۲۲۲

05/09/2025

5 September
د #مرستې لپاره چمتوالی
د #مرستې لپاره غږ

د کايناتو د ستر لارښود د زوکړې ورځ مو نېکمرغه!د رسول اللهﷺ  د پیدایښت پر مهال پۀ  #نړی د کفر، الحاد، جهل، ظلمت، عصیان، س...
05/09/2025

د کايناتو د ستر لارښود د زوکړې ورځ مو نېکمرغه!

د رسول اللهﷺ د پیدایښت پر مهال پۀ #نړی د کفر، الحاد، جهل، ظلمت، عصیان، ستم، وحشت او بربریت تورې وریځې خورې وې، انسانان پۀ ګناهونو کې تر ستونې مستغرق ؤ، پۀدې لویه ځمکه یؤ داسې کس نۀ پیدا کېدۀ، چې د واحد لاشریک ذات طاعت او بنده گي وکړي. جهل خپلو وزرو ته دومره وسعت ورکړی ؤ، چې خلکو به خپلې #لورګانې ژؤندۍ پۀ خاورو کې ښخولې، پۀ سطحې مسایلو به کلونه-کلونه #جگړې کېدلې او د وینو سېلابونه به بهېدل. #انسانیت پۀتمامه مانا بې اهمیته شوی ؤ، د ځنگل پۀڅېر د قوتناک او کمزورې کیسه روانه وه، هر چا به چې زور درلود، کمزوري او ضعیف خلک به یې تر پښو لاندې کؤل.

د نشراتو او مطبوعاتو څانگه.

*د مرستې او تسلیت غږ*د تيرې شپې  سختو زلزلو له امله په کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار دره کې سلګونو هېوادوالو ته درنه...
01/09/2025

*د مرستې او تسلیت غږ*

د تيرې شپې سختو زلزلو له امله په کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار دره کې سلګونو هېوادوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. د افغانستان د رسمي رسنیو د راپور له مخې د *شهیدانو شمېر تر اوسه نږدې ۷۰۰* تنو ته رسېدلی، خو کره شمېر یې لا نه دی معلوم.

د سیمې ډېری وګړي بېوزله دي او یوازې د کروندو پر مټ خپل ژوند پر مخ بیايي. له همدې امله د داسې لوی ناورین دروند زیان د هغوی له وسه پورته دی.

موږ په ټولو شتمنو هېوادوالو، ملي سوداګرو، د بهرنیو او کورنیو مرستندویو موسسو، نړیوالو ادارو، ملي اتلانو او شتمنو مسلمانانو غږ کوو، چې د زلزله ځپلو کورنیو سره د خپلې وسې او توان په اندازه مرسته وکړي. دا یوازې یو بشري او ملي رسالت نه دی، بلکې زموږ ستر اسلامي مسوولیت هم دی.

د *موج رسالت تعلیمي مرکز* او د *میر اکبري د ګلینک* له لوري ډاډ ورکول کېږي چې ډېر ژر به د دغو دواړو مرکزونو ځانګړی ټیم د زلزله ځپلې سیمې ته ورسېږي او د مرستې بهیر به پرانیزي.

هیله ده چې هر هېوادوال او هر تاجر د خپلو زیانمنو وروڼو او خویندو د لاسنیوي لپاره خپله برخه ترسره کړي.

*راځئ، په ګډه د دغو مظلومو خلکو د زړونو د تسکین او د ژوند د بېرته رغېدو لپاره مرسته وکړو.*

0766504000
0730110222

17/07/2025

🎉 تخفیف بی‌سابقه فقط تا اخیر ماه سرطان! 🎉📚 مرکز تعلیمی موج رسالت با یک فرصت استثنایی!🔻 حالا می‌توانید تنها با 100 افغانی...
23/06/2025

🎉 تخفیف بی‌سابقه فقط تا اخیر ماه سرطان! 🎉
📚 مرکز تعلیمی موج رسالت با یک فرصت استثنایی!

🔻 حالا می‌توانید تنها با 100 افغانی در صنف های انگلیسی و قرآن کریم ما ثبت‌نام کنید:

✅ زبان انگلیسی از ابتدأ تا پیشرفته!

⏰ این تخفیف باور نکردنی فقط تا پایان ماه سرطان ادامه دارد!
👥 ویژه همه متقاضیان جدید – بدون هیچ نوع قید و شرط اضافی!

📍 آدرس: چهار قلعه، قلعه احمد خان، سرک نساجي، منزل فوقانی کلینیک سراپا میراکبری
📞 تماس: 0730110222

💥 زودتر اقدام کن که ظرفیت محدود است!

19/06/2025

Address

Char Qala, Qala-e-Ahmad Khan District #16
Kabul

Telephone

+93730110222

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مرکز تعلیمی موج رسالت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to مرکز تعلیمی موج رسالت:

Shortcuts

Share

Category