08/03/2026
جالبه ده!
په سنګاپور کې د یو شتمن کاروباري سړي ښځه مړه شوه، بله ښځه یې ونه کړه، غوښتل یې چې پاتې عمر د خپل یوازیني زوی پالنې او روزنې ته ورکړي، زوی تر پوهنتونه زده کړې وکړې، واده یې وکړ، پلار یې یو ښایسته اپارتمان ورکړ، لږه موده وروسته یې خپله ټوله شتمني او کورونه د زوی په نامه کړل، کال وروسته یې د زوی او ننګور سره مامولي شان بحث وشو، زوی یې پلار، له کوره وشړه، پلار یې په جادو او واټونو کې سوال ته کېناست، یو ورځ یې یو شتمن ملګری تر څنګ تېرېده څو روپۍ ورکړې بیا ورنژدې شو، ورته کړل یې ته په شکل کې زما یو ملګري ته ورته یې، ده ورته وویل زه ستا هماغه ملګری یم، زه دې پیژنم، بیا یې ورته کیسه وکړه، دې دا کیسه راواخیسته اخبار ته یې ورکړه، له ورځپاڼو او رسنیو دا کیسه په ټول سنګاپور کې خپره شو، تر دې چې د سنګاپور لومړی وزیر خبر شو، هغه سخت په قهر شو، پولیس یې ولیږل د سړي زوی ونیو او د پلار د شتمنۍ ورکړی سند یې ورته لغوه کړ شمني یې بېرته پلار ته واپس کړه او بیا یې حکم وکړ چې له دې وروسته هیڅ پلار له مړینې مخکې خپله شتمني هیچا ته نه شي ورکولی.
ژباړه: لحاظ 🍁
08/03/2026
که د کلونو اړیکه وي، که شدیده مینه او که د غضب عشق محبت، یو ځل چې چاته بېکاره شوې؛ نو بې پروایي یې یوه شېبه وخت هم نه نیسي!
🍁
08/03/2026
اړیکې مسؤلیت دی؛ نه فرصت!
جبران 🍁
08/03/2026
لیکلي یې و؛ هوښیاره نجلۍ داسې وي لکه ترخه «قهوه»، یوازې هغوی یې زغملی شي، چې خوښېږي یې!🙂↕️
🍁
10/12/2025
ستا هغهٔ پير زما مريد دی!
تا چې لمنې د کوم پير نيولي دينهٔ
#ټپهٔ
#پير
09/12/2025
د ډسمبر یخني شروع شوه.
غېږ راته خلاصه کړه، ساړه نېولی يمه.
#تاسې راځئ، ټپې سره وایؤ.😊
09/12/2025
شونډې یې رپي له یخنۍ اوس د کابل د ښکلو
سړی چې دا ورځې ښایسته جلال اباد ته یوسي
د ژمي پیل، سړه هوا، وچې لوېدلې پاڼې
د "شهرِ نو" کوڅې مې بیا د یو چا یاد ته یوسي
عزیزالحسن نعماني.
09/11/2025
د مور په ناشتون کې مشره خور د مور رول لوبوي.❤️
09/11/2025
ځینې میرمنې په دې هم نه دې خبرې چې میړونه یې په ټولنیزو رسنیو کې مجردان/ښځې دي.😁
09/11/2025
غیږ کې شب نشین تر صبحدمه یې لرې!!
څه دې مجبوریت؟ چې له شبنمه یې لرې؟
ظلم، تادا، ناز، نزاکت هر څه بې حساب
های ښکلې پیرزو لرې، خو کمه یې لرې!!
زه له تا ګیلې لرم، خو کمې یې لرم
ته په ما غوسه لرې، ښه سمه یې لرې
سوال، زاري، سجدې مګر سم خیال دی خو محال
زه یې چاته نه کوم، که تمه یې لرې!!
زهر د ترخې خبرې څښې، په بوسه مرې
دا لا څنګه مرګ؟ چې له زمزمه یې لرې؟
شکر په سینه کې ګرځوې، حجر اسود
څه رشته خو شته چې له حرمه یې لرې!؟
صبره! تانه ځار خو سعید نه راځي واپس
ښه ده ستا میوه خو بې موسمه یې لرې
❤️🥹
09/11/2025
هر ځای کي چې ياست، هڅه وکړئ ښه خاطره، ښه اخلاق، ښې خبرې، ښه رویه او ځینې خوږې خاطرې پریږدئ؛ امکان لري چې بیا له هغه ځایه تیر شئ.
😊🥀🫠🍂