توماس اډیسن، یوه ورځ له مکتب راغی، مور ته یې یوه پارچه ورکړه، او ورته وویل، چې ښوونکې ویل، چې دا پارچه دې باید صرف مور ولولي.
مور یې پارچه په ولوسته.
اډیسن ورته وویل:
مورې! څه یې لیکلي؟
مور: زویه! زویه ستا ښوونکي لیکلي، چې زوی دې نابغه دی، زموږ ښوونځی دومره ښه نه دی، چې نابغه وروزي نو روزنه یې ته په غاړه واخله!
کله، چې د اډیسن مور مړه شوه، او اډیسن د خپلې پیړۍ لوی مخترع شو، نو یوه ورځ یې د خاطراتو کتابچه را واخیسته، په یو کاغذ یې سترګې ولګیدې! یاد یې شول چې هماغه د ښوونکي پارچه ده، ویې لوسته، لیکلي یې وو:
ستاسې زوی ډیر ټنبل دی، سره له سبا یې ښوونځي ته مه رالیږئ!
ښه شیبه یې ورته وکتل، بیا یې د یادښتونو کتابچه کې ولیکل:
آډیسن یو ټنبل زده کوونکی چې مور یې نابغه کړ!
✍ ژباړه: Maskin
کانکور Kankor
ده ازموينو معلومات!ذهني پوښتني!هرډول معلومات!پوښتني!اسلامي معلومات!وطن سره مينه Kankor
26/07/2022
که یو څوک وو،
چې ستا سره یې د اړیکو ساتلو لپاره له ډیرو سختو شرایطو سره مقابله کوله
نو مېنه یې هیڅکه مه هېروه.
موریس_میترلینګ
21/07/2022
ننګرهار پوهنې رياست ښوونکو او اداري بستونو رقابتي اﺯموينه
20/07/2022
د ننګرهار پوهنې ریاست ښوونکو او اداري بستونو نوماندانو د ازموینې دویمه ورځ:
17/07/2022
ننګرهار پوهنې رياست ښوونکو او اداري بستونو نوماندانو د کارتونو وېش او بايومتريک پروسه په منظم ډول پر مخ روانه ده او نن د نارينه نوماندانو د کارتونو وېش او بايومتريک پيل شوى.
ټول نوماندان بايد د مهال وېش او انتخابي رشتو په نظر کې نيولو سره د بايومتريک محلونو ته مراجعه وکړي تر څو له يوې خوا د بې نظمۍ څخه مخنيوى وشي او له بل لورې نوماندان وکولى شي په اسانۍسره خپل کارتونه ترلاسه او بايومتريک معلومات ثبت کړي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Konar
Kabul
KUONAR