Khan Hakimy

Khan Hakimy This is my official account 👇
https://www.facebook.com/abdulwahab.hakimy.1

د اسلام په تاریخ کې تر ټولو خطرناکه چرکيان ⚔️د سلطان صلاح الدین ایوبي وه چي په صلیبیانو یي خوبونه حرام کړي وه، د صلاح ال...
06/10/2022

د اسلام په تاریخ کې تر ټولو خطرناکه چرکيان ⚔️
د سلطان صلاح الدین ایوبي وه چي په صلیبیانو یي خوبونه حرام کړي وه، د صلاح الدین ایوبي دومره تیز جنګياليان وه چي 500 مجـ.اهدینو به د 20000 صلیبیانو لښکر ته ماته ورکول.
صلیبیانو په خپل تاریخ کې دوى ته د پیریانو خطاب ورکړى دى، ځکه دوي به د بریښنا په څېر د سترګو په رپ کي د دښمن لښکر له منځه يوړى او ورک به سوه.
د همدي چرکيانو په برکت سره اللهﷻ سلطان ته په 1187 میلادي کال کي د بیت المقدس ښار فتحه ور نصیب کړه.

02/10/2022

فرعون خپل وزیر ته وویل ؛ چی څنګه کولای سم خپله خدایی قایمه وساتم ، وزیر ورته وویل : خلګ د علم څخه لیری وساته څومره چی خلګ بی علمه وی هغومره به ستا تابع وی
😓زخمی کابل😓💔

چي له يوي بلا ځي او په بله دي سر شيدغه کس د ډيرو پورونو له امله د يوي ودانۍ له چت څخه د ځان وژني هڅه وکړه. مګر هغه په BM...
29/09/2022

چي له يوي بلا ځي او په بله دي سر شي
دغه کس د ډيرو پورونو له امله د يوي ودانۍ له چت څخه د ځان وژني هڅه وکړه. مګر هغه په BMW موټر راپريوتى او مړ نه شو
محکمي هغه ته امر وکړ چي د پورونو سربيره د موټر قيمت هم ادا کړي

دَ خيبر په غزا کې چې حضرت علي (رض) باندې چارچاپېره  يهود راڅرخېدلي وه نو علي(رض)د ځان ساتلو لپاره د خيبر د ديوال لويه در...
28/09/2022

دَ خيبر په غزا کې چې حضرت علي (رض) باندې چارچاپېره يهود راڅرخېدلي وه نو علي(رض)د ځان ساتلو لپاره د خيبر د ديوال لويه دروازه راوباسله ځاني دفاع يې ورباندې وکړه، کله چې يهودو ماته وخوړه او جنګ ختم سو، نو دَ هغې دروازې دَ پورته کولو لپاره 70 نفره صاحبه کرامو ته اړتيا پيدا سوه چي بيرته يې په خپل ځاى کي ودروي.

خو کله چې يې د بي بي فاطمې رضی الله عنها جنازه پورته کول وې ويل:
اعينوني: زما سره مرسته وکړئ!

انسان هغه وخت مرستې ته اړتيا پيدا کوي چې زړه يې غم لاندي کړي،

د مور مينه❤️په ۲۰۱۹ کال کې يوه مور له خپل نابینا زوی سره د لوبې لیدو لپاره راغلې وه، دغې مور خپل نابینا زوی ته د لوبې ټو...
26/09/2022

د مور مينه❤️
په ۲۰۱۹ کال کې يوه مور له خپل نابینا زوی سره د لوبې لیدو لپاره راغلې وه، دغې مور خپل نابینا زوی ته د لوبې ټول جزیات وړاندې کول.💚
دا تصوير د فیفا مشر وليده، چې بیا يې دې مېرمنې ته د غوره مينوالې جايزه هم ورکړه.😍
دا يوه ډېره ښه مور ده، د مور عاطفه خورا لوړه ده.

کله چې پښتورګي سم فعالیت پرېږدي او د ویني د تصفیې ولویږي، د ویني د پاکولو لپاره باید د ډیالایز (Dialysis) په نامه عملیات...
24/09/2022

کله چې پښتورګي سم فعالیت پرېږدي او د ویني د تصفیې ولویږي، د ویني د پاکولو لپاره باید د ډیالایز (Dialysis) په نامه عملیات ترسره شي.

د عملیاتو پر مهال وینه د بدن څخه د سره رنګ پایپ په وسیله راوځي او د دیالیز دستګاه ته ځي، هلته وینه صفا کیږي او د آبي رنګ پايپ په وسیله بیرته بدن ته ځي. ددې عملیاتو په جریان کې مریض شخص څلور ساعته پر بستر پروت وي او هیڅ حرکت نه کوي.

دا عملیه باید په هفته کې درې ورځي تکرار شي او په میاشت کې ۱۲ ورځي چې ټولټال ۴۸ ساعته کیږي.
د عملیاتو کلنی قیمت د ۲۰ زره ډالره نیولې تر ۷۰ زره ډالرو پوري دی.

خو ته پوهېږې؟

د ویني پاکولو دا عملیه زموږ په بدن کې هره ورځ ۳۶ ځله او په کال کې ۱۲۹۶۰ ځله بغیر له څه مالي مصرفه ترسره کیږي چې نه یې د درد احساس کوو او نه د تکلیف.

که موږ ددې عملیاتو پیسې ورکولای، هر کال به یې د ۱۸ لکه ډالره نیولې تر ۴۵ لکه ډالرو پوري مصرف لرلی.

باور وکړئ!

دا د الله تعالی د نعمتونو ډیره جزئي برخه ده، موږ د الله تعالی په داسي بې شمېره نعمتونو کې یو چې عقل یې تصور هم نشي کولی.

مهربانه رب فرمایي:

(وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ)[سورة النحل: ۱۸]

(او که تاسي د الله تعالی د نعمتونو شمېرنه پیل کړئ، وبه یې نشئ شمېرلی، بیشکه الله تعالی خامخا بخښونکی ډیر مهربانه دی.

صدام حسین څوک وو؟صدام حسین د نړۍ له ډيرې لوړې نظامي رتبې څخه برخمن وو چې هغه ته « رؤب » وایی. نوموړي « 49 » لرې واټن ويش...
22/09/2022

صدام حسین څوک وو؟
صدام حسین د نړۍ له ډيرې لوړې نظامي رتبې څخه برخمن وو چې هغه ته « رؤب » وایی.
نوموړي « 49 » لرې واټن ويشتونکې میزائیل پراسرائیلو وویشتل او ټول عرب يې دې مبارزې ته را وبلل، او له ځينو يې و غوښتل چه یوازې یو میزائیل د اسرائیلو خواته ور وتوغوي تر څو 50 پوره شي.
دی لمړنى نظامي مشر وو چې د 40 كفري هيوادونو سره په یواځی وجنګیدي چي د جنګونو د مور ( ام المعارك ) په نوم يادېږي.
په عربو کې زړور عرب وو، چه دده څلور خواوې عرب ټول ځينې ويريدل.
لمړنی عرب مشر وو ، چه د مرګ په لحظه كې یي ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) کلمه وویله پداسې حال کې چه ټولې نړۍ يې غږ او انځور له نږدې څاره او دده په مخ کې هیڅ د ويرې نښانه نه ليدل كيدله.
د محکمې په جریان کې يې قاضي ته وويل:(زه نظامي يم او زما اعدام د مرمۍ په ذریعه ترسره کړئ نه دا چې زه په دار ځوړند شم.
په ټولو محكمو كې له هيڅ قاضي سره جوړ رانغی او هغوي ته يې د خپل مخ خندانه څېره روښانه نکړه بلکه ټول قاضيان يې په بدو او سختو كلماتو وننكؤل. تر دې چې یو قاضي ورته وويل: له خولې سره دې پام کوه اوس ستا ژوند او مرګ زما په لاس کې دي دې زړور عرب ورته وویل: چې زما ژوند او مرګ د الله ﷻ په لاس کې دي نه ستاسو ګوډاګيانو په لاس کې.
دغه نظامي سياستمدار او مارشال په 2006 کال د ډسمبر په 30 مه د لوي اختر په سهار کې په شهادت ورسید.
روح یې ښاد شهادت یي قبول شه❤

په عکس کې تاسو هغه څاه وينئ کومه چې حضرت یوسف عليه السلام د خپلو وروڼو لخوا ور اچول شوئ وو. #فلسطين
21/09/2022

په عکس کې تاسو هغه څاه وينئ کومه چې حضرت یوسف عليه السلام د خپلو وروڼو لخوا ور اچول شوئ وو.
#فلسطين

دا د يو 4 کلن ماشوم زړه ماتونکی عکس دى!چې له سوريې څخۀ اردن ته کـډوال کيږي، يوازينى شى چې هغه په خپله کڅوړه کې راخيستى و...
20/09/2022

دا د يو 4 کلن ماشوم زړه ماتونکی عکس دى!
چې له سوريې څخۀ اردن ته کـډوال کيږي، يوازينى شى چې هغه په خپله کڅوړه کې راخيستى وو، د هغه د مور او خور جامې وې چې په سوريه کې وژل شوي وو..😥

مسلمان او د نړۍ تر ټولو زيات فالوورز درلودونکى ټيک ټاکر خبي لام په يوه مرکه کي ويلي دى چي دى د ټيک ټاک پر يوه ويډيو باند...
19/09/2022

مسلمان او د نړۍ تر ټولو زيات فالوورز درلودونکى ټيک ټاکر خبي لام په يوه مرکه کي ويلي دى چي دى د ټيک ټاک پر يوه ويډيو باندي 750000$ ډالره پيسي ترلاسه کوي. خبي لام پر ټيک ټاک 150 ميليونه څارونکي لري چي په ډېر لنډ وخت کي يې بيله خبرو کولو پر سوشيل ميډيا زيات شهرت وموند.
د يادوني وړ ده چي خبي د قرآن کریم حافظ هم دى.

په پیرو هیواد کې د دې لید سره تړلې یوه مور موندل شوې چې😔😰 لږترلږه 800 کاله پخوانۍ ده.آیا کومه ګناه شته چې سزا یې ۸۰۰ کال...
17/09/2022

په پیرو هیواد کې د دې لید سره تړلې یوه مور موندل شوې چې😔😰 لږترلږه 800 کاله پخوانۍ ده.
آیا کومه ګناه شته چې سزا یې ۸۰۰ کاله وی؟
داسې ښکاري چې هغه په ​​​​ناحقه او تیري مړه شوې .... ویره او ترهه، لوږه او تنده
لکه هغه هم له تیاره ویره لري
په انسان باندې تر ټولو ظالم سړی څه دی 💔

Address

Khoshal Khan
Kabul

Telephone

+93708966927

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khan Hakimy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Khan Hakimy:

Shortcuts

Share