01/09/2025
څنګه کولای شي خپل اولاد د ژوند په ټولو برخو کې یو بریالی، مهارت لرونکی او مسؤل انسان وروزي.
څلورمه برخه :
ژباړه : د ماشوم اخلاق او ارزښتونه.
اخلاق د انسان ریښتینی شتمنۍ ده. پوهه او مال د وخت په تېرېدو له منځه ځي، خو ښه اخلاق د انسان نوم د تل لپاره ژوندی ساتي.
ماشوم د وړوکتوب له وخته باید د ښه اخلاقو سره اشنا شي. هغه ماشوم چې رښتیا وایي، د خلکو درناوی کوي، او د خپلو ژمنو وفادار وي، په هره ټولنه کې د قهرمان په سترګه ورته کتل کېږي.
مور او پلار د ماشوم د اخلاقو تر ټولو لوی ښوونکي دي. که پلار په کور کې د نورو سره په درناوي خبرې کوي، مور په رښتیني چلند ژوند کوي، او دواړه په خپلو خبرو کې صداقت لري، ماشوم به دا اخلاق د ژوند تر پایه ځان ته خپل کړي.
خو که ماشوم په کور کې د درواغ، بېعدالتۍ او سپکاوي فضا وویني، هغه به هم په خپله ژبه او عمل کې داسې عادتونه خپل کړي. ماشوم تل هغه څه زده کوي چې ویني، نه یوازې هغه څه چې اوري.
د ماشوم د اخلاقو جوړښت په ورځنیو کوچنیو کارونو کې دی. د مثال په توګه:
ماشوم ته وښایه چې د خوړو نه مخکې لاسونه پرېمنځې.
د نورو خبرو ته غوږ ونیسي او د خبرو منځ کې مداخله ونه کړي.
د نورو خلکو حق ته درناوی وکړي.
کله چې خطا کوي، "بخښنه غواړم" ووایي.
دا کوچني عادتونه د لویو اخلاقو بنسټ ګرځي.
که مور او پلار غواړي چې د دوی زوی/لور د ټولنې لپاره یو قهرمان او د باور وړ انسان شي، باید د هغه د ژوند لومړنۍ شیبې د اخلاقو په درسونو ډکې کړي. ځکه ښه اخلاق د انسان د شخصیت تر ټولو پیاوړی بنسټ دی.