15/12/2020
#سیرةالنبي ُحد_غزا_۱۰_برخه
۱۴۶ـ پوښتنه: حمزه بن عبدالمطلب (رض) څنګه شهید شو؟
ځواب: وحشي بن حرب وایي: زه د جبیر بن مطعم غلام وم، زما د بادار کاکا طعیمه بن عدي د بدر په ورځ ووژل شو، نو کله چې اُحد ته راتلو بادار مې راته وویل چې: که زما د تره په بدل کې دې د رسول الله کاکا حمزه وواژه بس ته اذاد یې.
زه په حبشي طریقه په نېزه وهلو کې ډېر ماهر وم او ډېر لږ به مې نښه خطا کېدله، کله چې جنګ ونښت نو حمزه مې ولید چې د اوښ په څېر د صفونو په منځ کې مست روان دی او هېڅوک یې په وړاندې نشي تم کېدلای، زه د بوټو او ډبر په منځ کې پټ شوم؛ نو په دې وخت کې سباع بن عبدالعزی له حمزه سره مخ شو، نو ورته ویې ویل د نياڼې او سنت ګرې زویه(د سباع مور ماشومان سنتول) چېرته به خلاصېږي، د سباع سر داسې غوڅ شو لکه خپله یې چې له ځانه سر جلا کړی وي.
نو په همدې وخت کې مې خپله نېزه په پوزه زور سره د حمزه په لور وویشته؛ هغه له نامه لاندې ولګېده او نېزه ورڅخه ووته بیا وغورځېده او هڅه یې وکړه چې په ما ګذار وکړي خو ونه توانېده، او شهید شو.
بیا همدې وحشي د طایف له جګړې وروسته ایمان راووړ، رسول الله ﷺ ورته وویل چې ستا اسلام قبول دی خو زما مخې ته مه راځه, هغه بیا له مکې څخه شام ته ولاړ او تل به خفه وه، چې کاش ما حمزه نه وای وژلای، بیا د ابو بکر(رض) په وخت کې یې په هماغه نېزه د یرموک په جګړه کې دروغجن پیغمبر مسیلمة الکذاب وواژه، بیا به یې ویل که ما په دې نېزه د الله زمری(حمزه رض) وژلی ووه نو نن مې پرې د اسلام یو لوی دښمن هم وواژه.
نور بیا...
الرحیق المختوم(پښتو) ۳۷۷ مخ