الاقصی خصوصی لېسه Al aqsa private high school

الاقصی خصوصی لېسه Al aqsa private high school Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from الاقصی خصوصی لېسه Al aqsa private high school, School, Kabul.

18/08/2026

TikTok | Make Your Day

17/08/2026
17/08/2026

Watch, follow, and discover more trending content.

خاموشه هڅه، ښکاره بريا ده.تل خاموشه هڅه کوه!علم زده کړه، شخصیت جوړ کړه، را تلونکی دِ روښانه کړه.
17/08/2026

خاموشه هڅه، ښکاره بريا ده.
تل خاموشه هڅه کوه!
علم زده کړه، شخصیت جوړ کړه، را تلونکی دِ روښانه کړه.

15/08/2026

د اسد ۲۴مه؛ د خپلواکۍ وياړ

د اسد ۲۴مه زموږ د هېواد د خپلواکۍ د ویاړلې ورځې تاریخي یاد تازه کوي، دا ورځ د ملي یووالي، آزادۍ او خپلواکۍ ارزښتونه را په یادوي.
الاقصیٰ خصوصي لېسه د دې ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو درنو هېوادوالو ته مبارکي وایي او د افغانستان د سولې، ثبات، آبادۍ او سرلوړۍ لپاره دعاوي کوي.
زنده آباد افغانستان

الاقصیٰ خصوصي لېسي اداره

‎السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!‎نن دشنبې په ورځ، چې د ۱۴۰۵/۵/۱۳ نېټې سره سمون لري، د الاقصی خصوصي عالي لېسې په انګړ کې...
05/08/2026

‎السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

‎نن دشنبې په ورځ، چې د ۱۴۰۵/۵/۱۳ نېټې سره سمون لري، د الاقصی خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د چهارنيمه ازموینو د پایلو د اعلان غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه. یاده غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

‎وروسته د الاقصی خصوصي عالي لېسې محترم مدیر صاحب ښاغلي خالد «عمر» د پیل وینا وکړه، ټولو راغلو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه او بریالیو زده‌کوونکو، د هغوی والدینو او کورنیو ته یې د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړه. همدارنګه یې له ټولو ښوونکو څخه مننه وکړه چې د زده‌کوونکو د بریا لپاره یې په اخلاص او نه‌ستړې کېدونکې هڅه کړې ده، او زیاته یې کړه چې د همدې خوارۍ او زحمت په برکت به زموږ زده‌کوونکي، ان‌شاءالله، لوړو موخو ته ورسېږي.

‎د استادانو په استازیتوب ښاغلي ښوونکي واحد اللّٰه «امان» خبرې وکړې او د لېسې د اداري پرسونل له هڅو یې مننه وکړه، چې تل د زده‌کوونکو ملاتړ او تشویق کوي او د دوی د لا هڅونې لپاره داسې شاندارې برنامې تنظیموي.

‎ورپسې د لېسې د ترانې ټیمونو خپلې ترانې او نظمونه په خوږو غږونو وړاندې کړل، او هغو زده‌کوونکو چې ورته ټاکل شوې موضوعګانې ورکړل شوې وې، خپلې ویناوې یې په ډېر ښکلي او اغېزمن ډول وړاندې کړې.

‎د پروګرام په دوهمه برخه کې د زده‌کوونکو د ازموینو پایلې په منظم او روښانه ډول اعلان شوې، او د لومړي، دوهم او درېیم مقام ګټونکو زده‌کوونکو ته د ادارې له خوا کپونه او ډالۍ ورکړل شوې.

‎غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

‎درنښت
‎الاقصی خصوصي لېسه
‎فرهنګي څانګه

27/07/2026
26/07/2026

بلال جان
صنف: پنځم الف

موږ وڅارۍ!
ستاسو مينه زموږ د ګلاليو زده کوونکو د پياوړتيا لامل ګرځي.

الاقصیٰ خصوصي لېسه

23/04/2026

نظم له مونږسره تجربه کړي #
الاقصی ددین ،هیواد اوټولنې په خدمت کي !

‎السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!‎نن دشنبې په ورځ، چې د ۱۴۰۴/۹/۲۱ نېټې سره سمون لري، د الاقصی خصوصي عالي لېسې په انګړ کې...
13/12/2025

‎السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

‎نن دشنبې په ورځ، چې د ۱۴۰۴/۹/۲۱ نېټې سره سمون لري، د الاقصی خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د کلنیو ازموینو د پایلو د اعلان غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه. یاده غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

‎وروسته د الاقصی خصوصي عالي لېسې محترم مدیر صاحب ښاغلي خالد «عمر» د پیل وینا وکړه، ټولو راغلو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه او بریالیو زده‌کوونکو، د هغوی والدینو او کورنیو ته یې د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړه. همدارنګه یې له ټولو ښوونکو څخه مننه وکړه چې د زده‌کوونکو د بریا لپاره یې په اخلاص او نه‌ستړې کېدونکې هڅه کړې ده، او زیاته یې کړه چې د همدې خوارۍ او زحمت په برکت به زموږ زده‌کوونکي، ان‌شاءالله، لوړو موخو ته ورسېږي.

‎د استادانو په استازیتوب ښاغلي ښوونکي بلال «شیرزاد» خبرې وکړې او د لېسې د اداري پرسونل له هڅو یې مننه وکړه، چې تل د زده‌کوونکو ملاتړ او تشویق کوي او د دوی د لا هڅونې لپاره داسې شاندارې برنامې تنظیموي.

‎ورپسې د لېسې د ترانې ټیمونو خپلې ترانې او نظمونه په خوږو غږونو وړاندې کړل، او هغو زده‌کوونکو چې ورته ټاکل شوې موضوعګانې ورکړل شوې وې، خپلې ویناوې یې په ډېر ښکلي او اغېزمن ډول وړاندې کړې.

‎د پروګرام په دوهمه برخه کې د زده‌کوونکو د ازموینو پایلې په منظم او روښانه ډول اعلان شوې، او د لومړي، دوهم او درېیم مقام ګټونکو زده‌کوونکو ته د ادارې له خوا کپونه او ډالۍ ورکړل شوې.

‎غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

‎درنښت
‎الاقصی خصوصي لېسه
‎فرهنګي څانګه

Address

Kabul

Telephone

+93748469567

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when الاقصی خصوصی لېسه Al aqsa private high school posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to الاقصی خصوصی لېسه Al aqsa private high school:

Shortcuts

Share

Category